د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرزي چپنه ليلاميږي

حبيب الله غمخور 14.01.2008 22:54

دکرزي دچپنې ليلام د افغان ملت په ملي غرور ملنډې وهل دي 

نن مي د ټول افغان د خبرونو په برخه کې د پژواک د خبري اژانس د خبر په حواله يوجالب اوحيرانونکی خبر ولوست .

خبر تر دې عنوان لاند ي چې ((   دکرزي چپن لېلامېږي )) خپورشوی و ،په خبر کې راغلي  : د ولسمشر حامد کرزي يوه چپنه به بې وزله افغانو ښځو او ماشومانو ته د مرستو ټولولو په موخه، دامريکا د متحده ايالتونو په پلازمېنه ( واشنګټن کې لېلام شي . د کرزي دغه چپنه، په واشنګټن کې دافغانستان سفارت لخوا د مريډين په نوم هغه نړيوال مرکز ته ورکړل شوې، چې د روانې مياشتې ( جنورۍ ) په ۲۴ مه ، به ليلام شي.

خو تراوسه لا ددغې چپنۍ بيه نه ده ټاکل شوې . په خبر کې راغلې چې  دچپنې سره به نور توکي هم ليلام شي او . . . .د ياد شوي مرکز يوې کارکوونکې انډريا کلين ( Andrea Klein ) د مرغومي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل د يادو شويو توکيو پيسې به، د افغانستان له ښځو او ماشومانو سره د مرستې په موخه ، د سبا په نوم ( TWCA ) کابل مېشتې موسسې ته ورکول کيږي .

دخبر تر لوستلو وروسته مې له ځانه سره وويل :لويه خدايه ته خپله ښه پوهيږې چې ديوې چپنې په پيسو ددې ملت درد دواکېداي شی ؟

ولي  داملت دومره خوار اوزليل شو چي اوس ئي  دولسمشر چپنه ليلام ته وړاندي شول ؟

ولې داغله اوداړه مار دومره غښتلی شوه چي ددولتي فساد ترنامه لاندي ئې ټولی مرستي چورکړي ؟ولسمشر ددې پر ځاي چې ددولتي اوملي خيانتکارو دکړنو مخه ونيسی خپله چپنه لياموی ؟

که ددولتی مفسيدينو اوخائينيودخيانت اوچورمخه نشي نيولاي اوتر هغوي  کمزوری وي ،مشوره مې داده لکه چې وعده ئي کړې وه شرافتمندانه استعفا وکړي ملت پوهيږي اوسرنويشت یې .

دې هيواد ته پدې شپږو کلونو په ميليارډو ډالره پيسې راغلې خو تر اوسه دارگ شاته بېوزله کورنۍ اوپه ټولو ولاياتو کښي په ميلينو انسانان  ديخنۍ نه رپېږي ،خواړه نلري ،بټی نشته چې ځان ورباندي تود کړی دبرېښڼا خبره خو خپله ولسمشر وايي  ماپه بهر کې دډيور شرکتو سره خبرې کړې چې په افغانستان کې بندونه جوړ کړی خوداوخت غواړي . متاسفانه داوخت پدې شپږو کلو راونه رسيدي . موږ غرنۍ هيواديو په لسهاو بندونه جوړولاي شو داځکه چې اوبه لرو،خو زموږ داوبونه پاکستان ،ايراني اخوندان اوشمالي گاونډيان استفاده کوي ،زموږمشران مورته وايي صبر وکړی ،هغه د((بزک بزک نه مر جوي لغمان ميرسد)) وعدې دي .

اوس ټول ملت ددولتي چارواکودغولونکو وعدو سره عادت کړی کله چې دوي وعده کوی خلک ورباندي ريشخند وهی اوپرې خاندي . ملت اوس له ناچارئ نه دې خواريو اوکړاونوته اوږه ورکړې ده .

فکر کوم اوس دټولو لپاره داخبره ډيره جالبه شوه چي ديوې چپنې اويا څو وړو غاليو اولاسي صنايعوپه ليلام ددې ولس ستوزي اوکړاونه څنگه حل کېداي شي ؟؟؟

دا شرم اوپېغور به بيا چېږي يوسو چي دپه جگ سرناست ژوندی جمهور رئېس هغه دشمالي ټلوالي لخوا ورکړه شوې چپنه ليلاميږي  اوپه پيسو ئي گويا دکونډو اوماشومانو مشکلات حلېږی  .

زه دکرزي چپنې پلورل د افغاملت په ملي غرورملنډی وهل بولم ،داماهرانه کار له هري خوا چې کيږي په ډير مهارت سره پلان شوئ دی .خپله کرزئ هم دومره خواخوږۍ نه بولم چې حاضر شو خپله چپنه ليلام کړي ،ځکه ډاډه يم پدې پوهېږي دا وران ويجاړوطن دچپنو په پيسو نه آبادېږي .که داکاردکوم تبليغاتي کمپاين لپاره کېږي نو په پښتو کې يومتل دی وايي  :(( داسي کبر وکړه چې ځان خوار کړې نه داچې نور خوار کړئ )) يو څوک نه بايد داسي کار وکړی چي په کړوئې نور تحقير شي . ددې چپنې په خرڅلاو افغان ولس تحقيريږي .

کرزی هر څوک چې دی ، ښه دی  اوکه بد،دخلکو خوښ اويا ځينې بيزار دي ، خو اوس عملأ دهيواد جمهور رئېس دی ،که داملنډي په ملت نه دی نو تاسو راوښياست چې په نړئ کې دکوم هيواد دمشر په ژوندنې کې دهغه جامې پدې بڼه ليلام ته وړاندي شوې دي ؟

دامي اورېدلي وه چې دسيمنا ،تياتر ،موسيقی اوياسپورتی لوبودقهرمانانو جامې اويانورتوکی  دهغوي  تر مرگ وروسته اوياپه ژوند کې په نړيوالو نندارتونوکې خرڅلاو ته وړاندي کېږي ؟ داخو مارادونا،ياکوم فلمی اوياهنری هيرو نه دی چې دهغه په عکس يوه ښکلې شوې  مايکه (جاکټ) يا کورتۍ دځوانانودتشويق  اوياد هغه دعلاقمندانو لپاره دخرڅلاو بازارته وړاندي شي .کرزی تر اوسه لاديوه هيواد ،دهغه هيواد چې ولس ئي هېڅ وخت چاته سرنه دی ټيټ کړي جمهوررئيس دی ،دهغه ښه اوبد تر هغې چې جمهوررئيس وي په افغانانوپوري اړه لري . تاسو فکر وکړی دديانا لباس دهغې تر مرگ وروسته په نړيوال نندارتون کې دپلورلو لپاره وړاندي شو،اودکرزی چپنه اوس .

کرزی تر اوسه لاژوندی سرناست دی اوحکومت چلویی خلک ورته جمهوررئيس وايي اودوي ئي چپنه دآمريکاپه ليلامي بازار کې خرڅلاوته ايږدی .په دنيا کې دغته دورته کار يومثال شته ؟ اوکه اوس چپنه بايد هر ځاي وي اوهرڅوک چپنه واغوندی .

داپه ميليارډو ډالر،پونډونو،ريالونو اوايوروچې ددې ملک درد دوانکړ اوچور شول ،اوس وار چپنې ته راورسېد ؟ زه نه پوهېږم  اومنطق مي کارنه کوی دکوم مقصد اوتبلېغ په منظور داکار تر سره کېږي ؟

په هر صورت زما سره داسوال هم پيدا شوچې داچپنه خوبه يوسرمايدار دخپل شخصی موزيم لپاره اوياکوم بل موزيم  يانندارتون  رانيسی ،کله چې غواړي داچپنه نندارې ته وړاندي کړي هلته دچپنې دمعريفۍ پر تخته به دوي څه ليکی اوڅنگه به ئې معريفي کوی ،چې داچپنه له کومه شول اوکله ئي رانيول ؟

دابه زموږ لپاره همېشنۍ پيغور نه وی ؟؟؟

داخو زموږ ملي لباس نه دی  ،اوله بلې خوا دکرزی صاحب ټول لباس هم نه دی ،دارسمی لباس هم نه دی ،سره لدي چې اوس ځينی دولتي چارواکي  اويامعتبره کسان وينم  چې چپنه اغوندي اوځان کامري ته برابروی ،حتا کله کله بهرنيانوته هم چپنې تحفه کوي ،ماته جالبه ده چي کله دوي بهرنيانوته چپنه تحفه کوي څه ورته وايي چي داڅه شی ده ،يعنې مفهوم ئي څه دی ؟

دډيرو له هغه ورځی دښاغلي کرزی له چپنې بدراځي چي په گونگوسواو اوازوکې تر خلکو ورسېدل ،کله چې کرزی صاحب دموقتی ادارې دمشرپه توگه ونومول شواوبگرام هوايي ډگر ته په کندهاري لباس اويوه پټو کې پېچلۍ له الوتکي راکښته شو،څرنگه چې په بگرام کې هوا سړه وه نوفهيم اوقانونی  په دواړو کرزی ته چپنه ډالی کړه چې يخنی ئې ونشي ،ممکن دهغوي پدې کار کې هم کوم سياسي ژست اورمز پټ وی خو هغه له هغوي سره دی . متاسفانه کله چې ښاغلی کرزی ارگ ته هم راغلی له هغې ورځې بياتر ننه پورې یې چپنه له ځانه ليري نکړه ،يوازي ئي رنگونه بدلېږی  .پداسي حال کې چې  دازموږ دولتي جامه نه وه اوبل جمهور رئيس به هرومروکه غوښتل د عالم له برخه  ونه وزی درشی به واغوندی .

ښه !

داچپنه که په ډيرو پيسو خرڅه هم شي دابه څومره وی ؟ دالږ ياډيري  پيسې خو به بيا هم دنوروپيسو پشان شخصي جيبوکې ته ولوېږي .

دا ډرامه دڅه لپاره جوړه شوې ده ؟

ولي  پدې ملت دومره ملنډی وهل کېږي ؟

دا چپنه به هم وپلورۍ خو خلگ به له يخنۍ نه مړه شي اودمور ماشوم به دشيدو اودرملو څښتن نشي .

ډيره جالبه خو لا داهم ده چې دهمدې چپنې پيسې بيا هم يوې انجوته ورکول کيږي ،زه ددې انجود مشرتابه پر کاروگوت نيونه نه کوم ځکه دکار اوسابقې نه ئې نه يم خبر ،خو موږ ټولو افغانانو دانجوگانوپه مقابل کې دښاغلي بشردوست صاحب دغبرگون څخه وروسته حساسيت پيداکړی .

ولې داله شرمه ډکي پيسې دسرې مياشتي له لاري نه مصرفيږي؟

داهم جالبه خبره اوسوال دی چې بايد ځواب شي .

که رښتيا سره ووايو همدا لحظه زموږ ليري پراته هيواد وال  تر هر څه زيات عاجلو مرستو ته اړتيالري  ،هغوي له لوږی اويخنۍ څخه مری ، دوي ټولې پيسې په کابل کښي لگوی ،داځکه چې پايتخت دی .

نور دي مړه شي خو چي په کابل کښې بهرنيان اودونرهيوادونه هر څه په خپلو سترگو ووينې .

ښاغلی کرزی صاحب  !

که تاسو په رښتيا هم له افغانانوسره دومره مينه او خواخوږی لري  اوهر څه دخداي لپاره کوی ،په کړنوکښي موريانشته ؟ بيانو خپل هغه نه پلي شوي هدايات تعقيب کړی چي همد اوس دهيوادپه زياتو سيمو کښي همدا په کابل دميشتی مورپه څير مور اوماشوم ژوند دلاسه ورکوی . ټوله دنياخبره ده چي هغوي خواړه ،لباس  ، درمل اوپرځان داچولو هيڅ شۍ نلري ،اوهره ورځ په لسهاو انسانان ژوند دلاسه ورکوی  دهغوي غم وخرئ ،بدخشان ،کنړ ،باميان ،دايکنډی ،غور ،مبادغيس ،هرات  ،غزنی ،زابل اودوردگوولايت غرنيو اوليروپرتو ولسوالو داوسېدونکو غم وخوری . يوه لحظه دغه تلويزيوني راپورونه چي ماشومان ،اوښځی لڅی پښې پر واوره ولاړدي ،له يخنۍ رپېږي ، ژاړي اومرسته غواړي په خپلو سترگو وگورۍ ،او دهغوي اواز واوری ،د چپنې په پيسو ئې کار نه کيږي .

پای