د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اريوب مجلې په يو مد تر اريايانو ځان ورسا وه

انديښمن ځاځى 14.01.2008 14:19

څه باندې يو کال وړاندې د اريوب ځاځيو د ځينو ځوانو ليکوالو په سرکې دا راوګرځيدل چې مونږ هم بايد يوه خپرونه ولرو او د همدې خپرونې له لارې د اريوب ځاځيو د هغو شاعرانو او ليکوالانو غږ چې مطبوعاتو ته مخه نه لري را پورته کړو او له بل پلوه د افغانستان او په خاص ډول د پښتو ادبياتو د ورځنيزو نوښتونو او پرمختګونو نه همدا ځوان شاعران خبر کړو چې زما په نظر دا کار يې د ستايلو وړ وو . دا خيال هم په حقيقت بدل شو او يوه درې مياشتنۍ خپرونه چې د اريوب په نوم ونومول شوه داريوب ځاځيو د ځوانو شاعرانو او ليکوالو په برخه شوه او په دې خپرونه کې به يې ليکنې او شعرونه را چاپيدل او مينه والو ته رسيده . د خپرونې يانې د مجلې د چاپ څخه وړاندې ددې مجلې د څارنې او د چارود ښه سمبالښت لپاره يوه ډله داريوب ځاځيو کابل ميشتې ليکوال د همدې مجلې د کتنپلاو او مسوولينو په توګه وګومارل شول .اريوب ميشتو شاعرانو او ليکوالانو ګومان کاوه چې دا ډله به د خپرونې ميعار د نورو ګڼو چاپي خبرونو سره برابرکړي او په دې سيالۍ کې به مونږ هم سيال شو خو له بده مرغه داسې ونه شول ځکه چې د دا ټاکل شوې ډله هم د داسې نظر خاوندان وو لکه په کابل کې د اوو تنظيمونو مشران چې هر يوه غوښتل خپل ځان د رياست څوکۍ ته ورسوي او که لږ يې واضع ووايو نو د شهرت پلويان پکې ډير زيات وو هر يوه به غوښتل چې دده ليکنه دې چاپ شې تر څو دده نوم په غټو تورو وليکل شي او لوستونکې وپوهيږې چې فلانه صيب دا شهکار کړى دى . داسې هم ووشول چې يوه کس يوه ليکنه په خپل نوم دوهمه د زوى په نوم او يوه نيمه يې هم د خپلو وروڼو او تروځامون په نوم را چاپ کړه او يوه بله نادره خو دا هم وشوه چې د همدې مجلې ځينو درنو ليکوالو او شاعرانو به د ښځو په نوم هم شعرونه ليکل تر څو ښکاره کړې چې اريوب مجله ښځينه ليکوالې او شاعرانې هم لري او دې ته ورته نورې ډيرې چارې چې ددوى په وينا د مجلې د ميعاري کولو لپاره يې تر سره کولې تر سره شوې او د شهرت ددې ليوانو زړونه نه پوهيږم ساړه شول او کنه ؟ خو د هغو ليکوالو او شاعرانو زړونو اور واخيست کوم چې د اريوب ځاځيو په سندريزه دره کې اوسيدل او په دې مجله کې يې د خپلو ليکنود چاپ انتيظار کاوه ولې چې دا مجله په همدې نيت تاسيس شوې وه چې د دغې درې د ليکوالو ګلورينې ليکنې اود شاعرانو په رنيګينو خيالونومالا مال شعرونه د مطبوعاتوتر لمنې راورسوي .او د هغو خوارانو زړونو ددې لپاره اور واخيست کومې ليکنې چې به دوى دې خپرونې ته راليږلې له شخصي روابتو ، شخصي ذوقونو پرته نه چاپيدې او ځاى به يې د خځلو ډبى وو نو همدا وه چې يو څه ستونزې را پيدا شوې او دا ستونزې تر اوسه هم په همغه ډول روانې دې نه د شهرت دا وږي ماړه شول او نه د هغو خوارانو زړونه په خپلو ليکنو ساړه شول او دا ارمان يې ګومان کوم تر اوسه هم نه دى پوره شوى چې خپله ليکنه دې د شهرت پليو په مجله (اريوب) کې را چاپ شي خو تر يوځايه دا ناروا د ځغملو وړ وه خو همدې شهرت پليو د خپل شهرت د ښه کيدو لپاره د يوبل نوښت خوب هم وليد. بياهم د همدې ښاغلو په فکر کې يو بل نوښت را پيدا شو هغه دا چې د اريوب ځاځيو هغه نوم چې د سلګونو کالونو را په دې خوا_ اريوب_ ليکل کيده دوى وغوښتل په دې نوم کې هم نوښت وکړي او د _اريوب_ نه يې په_ آريوب_ واړوي او ما ته د دوى دا کار داسې ښکاره شو لکه بې علمه سړى چې شيخي کوي زه ګومان کوم لومړى خو به دا حق د اريوب مجلې د يو څو کسانو ليکوالانونه وي چې د يوې سيمې نوم بدل کړي او که بياهم د ړندو ښار وي او دا سې يو کار هم شونې وي لږ تر لږه ړندو ته هم يوه لاره پيدا کول پکار دي چې په دې دليل سره مونږ دا نوم بدل کړى خو په خواشينۍ سره دوى داسې کوم دليل نه لري يوازې دومره وايي چې فلانه استاد ما ته دا خبره کړې چې که تاسو غواړى چې اريوب له آريايانو سره تړاوو پيدا کړي د اريوب په الف باندې مد ولګوې چې دوى هم په ړندو سترګو همدا کار وکړ او د خپلې سيمې په تاريخ او فلسفې باندې يې خاورې واړولې دوى دومره څيړنه هم ونکړه چې اريوب ته ولې اريوب وايي او دا نوم له کومه را پيدا شوى دى . خو په خپل دې کار هيڅ پښيمانه هم نه شول تر اوسه هم په همدې خبره کلک ولاړ دي نه دليل منې او نه منطق . لومړې خو زه له دې ښاغلو څخه دا پوښتنه کوم چې تر څو به تاسو د بل په دروازه کې ولاړوې او د خپلې سيمې د تاريخ او فلسفې په اړه به له نورو معلومات غواړې ؟ او دوهم که دا هم درسره ومنم چې په يومد باندې ته ځان اريايى ثابتوې نو تا ته به دا خبره بل څوک کوي چې ته اريايى يې او خپل نوم بدل کړه ستا نوم احمد دى او که غواړې چې خلک دې آريايى وپيژني نو ته بايد خپل نوم له احمد څخه په _آحمد _ واړوې ځکه چې د آريايانو په نوم کې په الف باندې مد راغلى دى نو په داسې حال کې به ته همدا کار تر سره کړې ؟
راځه له دې به هم را تير شو رابه شو دې ته چې د اريوب په نوم کې د مد راوستل په دې بنياد شوي چې د آريانا په نوم کې په الف باندې مد راغلى نو د اريوب په نوم کې دې هم په الف مد راشې تر څو د اريوب او آريانا تر مينځ تړاوو پيدا شي او د اريوب مجلې دمسوولينو په وينا دا خبره د پښتو ژبې ځينو استادانو کړې ده . ما سره يوه پوښتنه پيدا کيږي او کيداى شي ددې پوښتنې ځواب له همدې استادانو سره وي . د مجلې مسوولين خو ګومان کوم لکه ړانده چرګان صرف دانه خوري په جوارو او ايګدنو پسې يې نه ګرځي . او زه نه وايم چې اريوب له آريايانو سره کوم تړاوو نه لرې خو مصله د نومونو په ورته ولي کې ده که د کوم چا نوم د مثال په ډول ميرويس وي او د بل ورورو نويې کريم وي نودا چې د دواړو نومونه ورته والى نه لري نو مونږ په يې وروڼه نه کڼو ؟ او يا به د دوې نومونه بدلوو او ورتوالى به ورکوو تر څو وروڼه ښکاره شي . په هر صورت له موضوع څخه لرې نه ځم راګرځم خپلو پوښتنو ته . زما پوښتنه دا ده ، لومړى دا چې آريايانو په کوم رسملخط باندې ليکنه کوله ايا همدا زمونږ او ستاسو په شان يې په پښتو ليک دود باندې ليکنه کوله اوکنه په نورو ليک دودونو باندې او که په نوروليک دودونويې ليکنه کوله نو دا به څوک څرګنده کړي چې آريانا، آريانا ليکل کيږې _ اريانا _ نه يانې په الف يې هرومرو مد شته دى . دوهم دا چې د همدې استادانو په ليکل شويو ګرامرونو کې موپه سلګونه واره لوستي دي چې په پشتو ليک دود کې مد نه شته نو اوس به څوک دا په اثبات ورسوي چې د آريانا دا ليکل شوى نو په پښتو ژبه دى او که په کومه بله ژبه او که په پښتو کې هم همداسې ليکل کيږي نو دا کتابونه او ګرامرونه يې د څه لپاره په داسې بې اعتباره ليکنو ډک کړي دي زه بښنه غواړم چې داسې وايم خو ګومان کوم ډير به ګرم نه يم ځکه چې په خپله يو استاد خپله ليکل شوې خبره په خپله ردوي نو دا به هرومرو يوه بې اعتباره خبره وې .

زه د اريوب مجلې له مسوولينو څخه ګيله نه کوم د هغوى مغزه د ماشومانو د مغزوپه شان سپينې پاڼې دي هر څه چې ورته وويل شول همغه ډول کوي او همغه مني خو له دې استادانو څخه هرومروګيله کوم ځکه دوى خو د خداى په فضل دانا خلک اود علم درلودونکي دي دوى هم د يوې سيمې د نوم په بدلولو کې دومره بې تفاوته پاتې شول او بې مسووليته پريکړه يې وکړه چې زه ګومان کوم دا به يو لوى جنايت وي او داسې يو جنايت چې بخښل به يې هم ګناه وې . زه له درنو اوستادانو څخه دا غوښتنه کوم چې دې موضوع ته دې د ژورې څيړنې ورسته دحل يوه سمه لار پيدا کړي . او د مجلې درنو ښاغلو ته وړانديز لرم چې د يو چا نړيوال کيدل د هغه په مفکورې پورې اړه لري که مفکوره نړيواله وي نو بې له شکه د مفکورې خاوند نړيوال شخصيت دى او ګني نوددې څخه پرته دنړيوال کيدو پيښې مه کوى ځکه چې د زرکې د قدم په زده کولو کې به خپل مزل هم درنه هير شي

په درنښت