د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان ولس پوځ ته قهرېدلی دى

غروال ، انګلستان 14.01.2008 03:48

دي ټايم ان سندے انګلستان
١٣ جنوري ٢٠٠٨
کرستينا لېمپ اسلام اباد

په پاکستان کې ودانې په ګرانو کارونو کې يو کار ګڼلې کېږي او ډېر لږ خلک کولى شي چې دا کاروبار سره خپل کړي. د ازغن تارونو پر شا چې د ٢٤٠٠ اېکړه ارزښتناکې ځمکې نه په اسلام اباد کې راتاو دى، پرې ده يو ارب برتانوي پونډونو په خرڅ د پوځ دپاره نوې جنرل هېډ کوارټر جوړولى شي. د دې پرتمين پلان يوه موخه دا هم ده چې دا ودانۍ به پاکستان د يو نوي او پرمختللي هېواد په توګه دنيا تا وراوښائي خو دا هاغه څوک جوړوي د چا د لاسه چې پاکستان وران دى.
د اپوزيشن سياستمدارې بېنظير بټو په وژنه باندې او بيا دا ګروهه چې دا دولت او استخباراتي(جاسوسي) ادارو په ګډه سره وژلې ده، د خلکو تاو او غوسه په پوځ رااوختې ده چې داسې د دې هېواد په تاريخ کې په وړومبي ځل کېږي.
د بېنظير بټو د خاورين کلي ګړي خدا بخش د غريبو او خړو پړو خلکو نه واخلې د لاهور په پرتمينو ودانو کې مېشت سپين روبه، ليک لوستى او لووېديځ پلوو خلک په يوه خله د پروېز مشرف د استعيفى او پوځ بارکونو تا د ستنېدو غوښتنه کوي.
د خلکو او پوځ تر مينځه تاو تريخوالې دومره زيات شوى دى چې پوځ تا په وردۍ کې بازارونو تا په تلو باندې سخت بندېز لګولې شوې دى چې هڅې نه خلک ورته لاس واچوي.
د خلکو او پوځ ښېګړې مفادات يو بل تا مخ په مخ دي، عاصمۀ جانګير وائي څوک چې د پکستان د بشري رېښتو د کمېسون مشره ده او خپل کور کې بندي ده ، که چرې داسې څه يو اولسي صدر کړې وې څه چې پروېز مشرف کوي نو هغه به د وېښتو نه نيولى شوې وو او په درياب به لاهو کړى شوې وو.
دا غوښتنه يواځې اولس نه کوي چې پوځ دې بارکونو تا واپس لاړ شې او واک دې سياستمدارانو تا ورکړى شي که هغه درغله او بډه خواره ولې نوي، جرنال(ر) اسد دراني هم دا غوښتنه کوي چې پوځ له اوس وروستو کېدل پکار دي. دا هاغه څوک دى چې د ١٩٩٠ په وختونو کې د رسوه شوې او بدنامه جاسوسي ادارې ائي ايس ائي سربراه پاتې شوى دى او دا يې هم منلې ده چې بېنظير بټو بېرته واک تا د نه پرېښودو دپاره د په لاس ملييارده ډالرې خرڅ کړې. که چرې څوک د يو دومره اوږد وخت دپاره د ملک د هر څه اختيارمن وي نو بيا هغه د ټولو خرابو زمه وارپخپله دى او هغه له نه دي پکار چې چاته ګوته اونيسي. مونږه دا خبره د پروېزمشرف تر غوږو اورسوله چې د ټولو ستونزو جړه ته يې، يو پخواني جرنال اووې. زه دا راز خبرې د موجوده جرنالانو د خلې هم اورم، هغه زياته کړه.
د کلونو راسرې په ښونځو کې واړو تا د درسي کتابونو په لار د پوځ په هکله لويۍ او ستاينې ښوولې کېږي خو په دې باندې پرده اچولې کېږي چې دې پوځ هند سره درې جنګونه بائللي دي او نيم پاکستان يې د لاسو ورکړى دى چې اوس بنګله دېش دى. کله هم چې په پاکستان کې پوځ واک تر لاسه کړى دى نو خلکو يې هرکلې کړى دى. هم دغسې د جرنال مشرف هم هرکلې شوې وو خو دى هم د نورو جرنالانو غوندې په خپله خوښه تلل نه غواړي.کله چې د سپريم کورټ جج د هغه پرزد کېس پېل کړو نو هغه يې نه يواځې دا چې د خپلې چوکۍ نه ګوښه کړو بلکې په کور کې يې بندي هم کړو چې تر اوسه پورې ليدبندې دى.
کومې ټولټاکنې چې تېره اوونۍ کېدونکې وې د بېنظيربټو د وژنې لامله د جنورۍ ١٨ مې نېټې تا اوځنډولې شوې او باور سره څوک نشي وائيلې چې په دغه نېټه به دا اوشي او کنه. د لاهور چاودنه چې ٢٢ تنه پکې مړه شول، ددې خبرې خمازي کوي چې ګورى که په ١٨ جنورۍ انتخابات اوشي ځکه چې حکومت وئېلي شي چې د امن و امان صورت حال ښه نه دى.
که چرې په دغه نېټه انتخابات اوو هم شي نو دا يره پخپل ځائے ده چې په دې کې به په ارت مټ درغلۍ اوکړى شي چې دغسې د پروېز مشرف پلويان بريالي اوګرځوي. تېره اوونۍ د يورپي يونين د ټولټاکنو دڅارنې پلاوي د صدر پروېزمشرف سره اووليدل او هغه تا يې د درغلو په هکله خپلې اندېښنې څرګندې کړې.
د بټو مرګ نه پس نواز شريف د اپوزيشن د يواځني مشر په توګه مېدان کې پاتې شو. ګواکې هغه پخپله هم د پوځي حکومتونو پېداواردى، خو اوس په کلکه سره د پوځ بارکونو تا د ستنېدو غوښتنه کوي. د مخکې تګ يواځېنۍ لاردا پاتې شوې ده چې اولس د پوځ پرزد راپاسي او ځانونه په دې خبره پوهه کړې چې د دويۍ يواځنې دښمن هم دا پوځ دى، هغه دا څرګندونه ټائيم خبرپاڼې تا د مرکې په وخت د لاهور په لمن کې اباد کور کې اوکړې د کوم نه چاپېره چې په ګڼ شمېر کې وسله په لاس خلک ولاړ وو. دا د جرنالانو دنده نه ده چې د سياستمدارانو، د جرګې غړو، کابينې غړو او وزيرانو احتساب اوکړي .د دويۍ احتساب به اولس کوي. پوځ دې بارکونو تا واپس لاړ شي او که چرې داسې نه کېږي نو بيا دا هم شونې نه ده چې د پاکستان نه دې يو قانوني رياست جوړشي.
د سنديانو تر مينځه د بټو په وژنه باندې تاو تريخوالې او غوسه له نوره هم تېزه ده. د ډېرو سنديانو دا خيال دى چې بېنظير بټو په دې وجه نه ده وژلې شوې چې ګنې هغې په پاکستان کې اولسواکي غوښته او يا هغه د ترورستانو پرزد وه بلکې هغه ځکه اووژلې شوه چې هغه سندۍ وه کوم چې د بټو پلارنې ولايت دى. د هغې د مړګ نه پس ډېرو سنديانو هله ګوله اوکړه او اورونه يې پورې کړل. دا وخت خو سنديان د اصف علي زرداري په وېنا باندې دم دلاسه شول څوک چې اوس د خلکو ګوند مشر دى خو هغه خبردارې ورکړو چې که په ټولټاکنو کې درغلي اوشوه او يا انتخابات اونشول نو بيا دا اور څوک وژلې نشي.
د پروېزمشرف سره د نزدې ناستو خلکو وېنا ده چې د هغه په خيال دا د هغه کلکه ګروهه ده چې ددې ملک ستونزې د هغه نه سربيره بل څوک نشي هوارولى هر څو که چاودنې او د خلکو وژنې يو مخې روانې دي.
د ٩-١١ د پېښې سره سمدلاسه هغه د پېرغون نه ولي جوړکړى شو او د هغه په کپرۍ کې دا خبره کېناسته چې د پاکستان او اروپا سا لميت د ده په لاسو کې دى، جرنال(ر) اسددراني اووې.
واشنګټن او لندن له دې کبله د مشرف مرسته او ملاتړ کوي چې د اېټمي وسلې د خوندي ساتلو دپاره دا مناسب سړى دى. دويۍ دا غوښتل چې بټو به د مشرف لاندې وزيراعظمه جوړه کړې شي چې دغسې په پروېزمشرف او پاکستان باندې د اولسواکۍ څادر راخورکړي. اوس دويۍ دا کار د نوازشريف او زرداري نه اغستل غواړي. تر اوسه پورې د برتانيه د بهرانو چارو منشي ډېوډ مابان درې وارې د ټيلي پون په لار د نواز شريف سره خبرې اوکړې خو غاړه يې کېنخوده او وائي چې د مشرف لاندې څه زمه وارو ټينګولو تا بېخي نه يم تيار.
ايا دا ممکنه ده چې ازادانه اليکشن اوشي او اپوزيشن ګوندونه غالب اکثريت سره اوګټي او د پروېزمشرف محاسبه اوکي. د مشرف د لنډ مهاله حکومت د جوړښت نه دا خبره په ډاګه ده چې داسې هېڅکله هم نشي کېدې.
يواځېنۍ لار دا پاتې شوې ده چې پوځ مشرف تا د تللو دپاره وېنا اوکي او ورته اووائي چې ستا د واک کولو وخت تر سره شوې دى.
تراوسه پورې د ترورستانو سره نښتو کې پوځ څه د پاسه ٧٠٠ سوه سرتيري د لاسه ورکړي دي او د بنګله دېش د جنګ نه را واخلې تر اوسه پورې د پوځ مرال چرې هم دومره نه وو غوزېدلې څومره چې اوس غورزېدلى دى.
مونږ تا وئېلې کېږي چې په خلکو باندې بمونه اوغورزوۍ او زيانونه ورته اورسوۍ، د مېراج الوتکې يو الوتاند دا خبره اوکړه. زه دې تا د وړو او ښځو وژل وايم.
ټولې هيلې او امېدونه د جرنال اشفاق کياني سره تړلي شوي دي څوک چې اوس اوس د پوځ سرلښکر جوړ کړى شوې دى او پروېز مشرف يې خپل نزدې ملګرې ګڼي، د هغه په هکله ډېر مالومات نشته خو وئيلي کېږي چې هغه پوځ د سياست نه رااېستل غواړي.
څوک چې دغه چوکۍ تا يو ځل اورسي د چا د لاندې چې اوو لکه پوځ وي نو هغه بيا د چا سړى نوي، عمران خان وائي څوک چې د تحريک انصاف مشر او کرکټ پخوانې لوبغاړې دى.