د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر کرزي ته!

سيدحسين پاچا 13.01.2008 14:39
له بده مرغه چې په رسنيو کې مې ولوستل چې مخدوم رهين بيا په هند کې د افغانستان د سفير په توگه په دنده گومارل شوی. هغه دلته په وزارت کې د پښتو او پښتنو پرضد څه ايله او صرفه کړې چې لا په هند کې به يې وکړي ان تر دې چې د سفارت پخوانۍ لوحه يې ونه شوه زغملای، خو يوه غوښتنه د ولس له تاسو څخه دا ده چې ولې مو دغسې کرغېړنې، ناولې، پلورل شوې او منحوسې څېرې بيا په دومره لويو عهدو باندې گومارلي. د ولس يوه غوښتنه له خو تاسو څخه دا وه چې تاسو به په ريښتنيې د خپلواکې او دېموکراسۍ لپاره کار کوۍ او بلکې تاسو خو په نړيواله سطحه وعده نه چې وعدې مو هم وکړې او بيا لا دا چې دا شين سری ستمي چې د شمالي ټلوالې، ايرانيانو او د جرمنيانو په زور پر تاسو او افغان ولس باندې وتپل شو، نو بيا خو همدې شين سري ستمي دروغجن وعده وکړه چې زه به د بهرنيو چارو د وزارت پورې اړوند په ټولو ادارو، سفارتونو او قونسلگريو کې اصلاحات راولم او کار به اهل کار ته سپارم. په رښتيا چې ظالم د ظالم او خاين د خاين سره ملگری وي.
ښاغليه ولسمشره!
ولس له تاسو څخه يوه پوښتنه دا کوي چې تاسو د ولس په خوښه راغلي ياست او که د بهرنيانو په خوښه دلته راغلي ياست؟ تاسو دلته د افغان ملت لپاره نماينده گي کوۍ او که د خپلو بادارانو لپاره چې ان تر دې زموږ ځينې وکيلان هم د پرديو لپاره دلته نماينده گي کوي. که خبره ستاسو درسته وي، نو چې دا ملت پوه شي او ملي قيام ته لاس پورې کړي او که نه وي، نو تاسو ته خو دې ملت رايه درکړې ده او د دې خوار او مظلوم ملت په رايه تاسو دغه مقام ترلاسه کړی. دا صحيح ده چې هر يو له تاسو څخه دلته موږ ته په خپله خاوره کې د يو چا لپاره نمايده گي کوئ او ټول په دې سره پوه يو، خو ښه به دا وي چې لږ تر لږه خو دې مظلوم ملت ته هم حق ورکړئ.
گرانه ولسمشره!
په دې هم سره پوه يو چې د يونيم ميليون څخه نيولې تر دوه ميليونو پورې خلکو د دې خاورې د خپلواکۍ لپاره قرباني ورکړې او همداسې په ميليونو معيوبين او کونډې هم لرو. داسې کور به نه وي چې شهيد به يې نه وي ورکړی، داسې کور به نه وي چې معيوب به ونه لري، داسې کور به نه وي چې يتيم او کونډه به ونه لري، داسې څوک به نه وي چې هغه به له روسانو، کمونستانو، همدې ستميانواو د شمالي ټلوالې، مجاهدينو او ان ترتاسو پورې د امريکا او د ملاتړيو له خوا به نه وي دردېدلي. د بُن د کرغېړنې پرېکړې پر اساس دلته يو پروتوکولي او معامله گر حکومت مينځته راغلی دی، نو ځکه خو د ملت کرکه هم ورځ پر ورځ له حکومت او د بهرنيو قواوو پرضد زياتېږي. دا خو به ډيره ناروا وي چې تاسو له يوې خوا دغسې منحوسې او کرغېړنې څېرې تنها د يو څو ورځو لپاره لېرې کړئ او بيا يې بېرته پر همدې ولس باندې ورتپئ. لومړی خو دې دا ناروا وکړه چې دا شين سری ستمي دې بيرته د جرمنيانو، ايرانيانو او د شمالي ټلوالې په خوښه بيرته پر افغان ملت باندې وروتپه. که تاسو چېرې پر رښتيا د ميرويس خان او احمدشاه لمسي وئ، نو دا کار به مو د خپل وياړ په خاطر نه کولو او نه به دې د پښتنو تاريخ بدنامولو. ايا تاسو د قحط الرجال سره مخ ياست چې نور څوک درته په دې ټول افغانستان کې نه پيدا کېږي او که نه نور څوک مو په افغانستان کې د ملاتړ نشته.
ښاغليه ولسمشره!
تاسو بايد په دې پوه شئ چې تاسو ته خپل باتور او باشهامته ملت رايه درکړې ده. تاسو دلته ايرانيانو نه يې مقرر کړي او که راغلي ياست، خو د يو زبرځواک په زور راغلي ياست. ايرانيانو ته د ميرويس تاريخ په مخکې پروت دی چې وسه يې ورسېږي، نو د هېڅ شي صرفه به راباندې ونه کړي. نه يې کړې او نه به يې وکي، نو تاسو ولې دې ايرانيانو ته دومره ټيټ ياست او ولې ورته په ډاگه نه شئ ويلای. خلک خو په دې هم خبر دي چې ستاسو لومړی مرستيال او د پارلمان مشر د اختر پر دويمه ورځ په اماراتو کې د ميلونونو ډالرو او د امير دوست محمـدخان د اثارو سره ونيول شول او بيا ستاسو پر يو تېلېفون خلاص شول. تاسو او خپل خدای او رسول الله صلی الله عليه وسلم او قرآن چې ته به پر ورځ د محشر څه ځواب ورکوې. تاسو خو به د يو ملت د مشر په حيث حساب ورکوئ که له حساب څخه منکر ياست لکه څنگه چې دا ستميان او د شمال ټلواله ترې منکر ده. که منکر نه واې، نو غلا به يې نه کوله او حرامخور مفتي ملا بدخشی يې د همدې ناروا فتوو لپاره ساتلی دی. ځکه چې د هغه ښځه هم په همدې غلا کې يوځل گېره شوې وه او د پيرودلو shopping لپاره يې کاناډا ته دوه ميليونه ډالر له ځانه سره وړل. خير دی که ته ولسمشر دا غلاوې پټوې، ولې الله يې ښکاره کوي ځکه چې د الله تعالی وعده ده چې الله تعالی به حق ښکاره کوي ولو که دوی يې بد گڼي. الله جل جلاله ښه پوهېږي چې دې بېحيا غلو دا دومره پيسې له کومه کړې؟ له جهاده ناوړه گټه پورته کول دا بعينه خيانت دی او ان شاءالله چې هغه عادل ذات د ذرې ذرې حساب له دوی سره وکړي. په دنيا به يې په شرمونو وشرموي او هلته خو په يې ځای جهنم وي. خدای تعالی هېڅکله حرامخور ته بښنه نه کوي. اول خو مشر لالا (امريکا) دا ظلم وکړ چې د تش په نامه مارشال صاحب ته يې د زرگونو طالبانو په وژنه پنځه ميليونه ډالره ورکړل. ايا دا په زرگونو طالبانو وژل چې ډېری يې پښتانه ول د دوی مرگ په پنځه ميليونه ډالره ارزيدلو. ټول خو به له يوې مخې شعوري نه ول، بلکې تاسو پوهېږئ چې خلک د همدې مشر لالا دوی په دروغو تبليغاتو د شمالي ټلوالې او ازبک بېسواده جنرال د مرگ خوراک شول. هغه وخت چې د دوی خبره منل کېده، نو طالبان ول او کله چې خبره بدله شوه، نو اوس ترهگر شول. تاسو خبر ياست چې دېته په شريعت کې اجرتي قاتل ويلی شي. ستاسو عندالله او عندالرسول مسووليت دا دی چې تاسو دې خپل ملت ته خدمت وکړئ نه ايرانيانو او د ايران پلوه ځامنو ته ځکه چې دوی خو بې له هغې هم د ايرانيانو، روسانو او ځېنو نورو له خوا تمويليږي، ولې دا مظلوم ملت خو بغير له خدايه بل هېڅوک نه لري او نه يې بل څوک ملاتړی شته. له دې هېواده دويم فلسطين مه جوړوئ.
نو گرانه ولسمشره! څوک چې دې خاوره کې اوسېږي، د افغانستان اساسي قانون ورته د افغان او افغانيت حق ورکړی او ورکوي يې. بله دا چې نړيوال تراوسه موږ د افغانانو په نوم پېژني نه د افغانستاني او خراساني په نوم. کنه ستا همدغې شمالي ټلوالې خو دلته په انگليستان کې هم کله چې د Life in the UK test ورکوې، نو د Home Office په ويبسايټ کې د افغان د کليمې پرځای يې د افغانستاني کليمه ورځای کوې ده او نورې سفارتي چارې او فورمې خو يې لا ډېرې وختي په ښارسي ژبه کړي او پښتو يې له مينځه وړې ده. او پر انټرنېټ کې يې لا پخوا معلومات وړاندې شوی وو، مگر غوږونه مو پرې کاڼه کړل. هندوستان پاتې وو، نو هغه يې اوس وکړ. دا ټول پلان شوي کارونه دي، نو که تاسو چېرته کومه پټه معامله مو له امريکايانو، روسانو، ايرانيانو، جرمنيانو، فرانسويانو، ايټالويانو او نورو اروپايي هېوادونو سره د استراليا، هندوستان، پاکستان، عربستان د ترکيه په شمول داسې کومه معامله کړې وي چې موږ مو د افغانستاني او خراساني په نامه چېرته خرڅ کړي يو چې پوه شو او که مو نه وي کړي، نو چې هم پوه شو. د خلکو غوښتنه له تاسو څخه د يو مشر په حيث دا ده چې تاسو يوځل بيا دا شين سری راوغواړئ او ترې وپوښتئ چې تاسو خو نه يوازې کوم انډول مينځته راوست، بلکې درگرده ايرانيزم مو مينځته راست او ايرانېزم دلته غواړئ. که ايرانېزم غواړئ، نو چې لکۍ مو درغونډه کړم. مهرباني وکړئ احمدي نژاد اونور اخوندان يې هلته دي او ورشئ چې مو ونازوي. که چېرته له افغانانو څخه پالنه او ناز غواړئ، نو افغانانو هېڅکله د تاريخ په اوږدو کې پردي اجيران او مزدوران نه دي زغملي، نه يې زغمي او نه يې وزغملای شي. دوی زموږ د سر سترگې دي، خو په دې شرط چې افغانيت به پالي نه ايرانيت او د هېواد په دننه ټولو قومونو، اوسېدونکيو او ويونکيو ته به يې سم حق ورکوي. د پاسپورټ، نکاحنامو، قبالو او نورو ټولو دولتي او حکومتي اسنادو کې به پښتو او دري دواړو ژبو سره بې له کوم توپيره چلند کېږي. د الله په نزد هغه څوک معتبر، منلی او محترم دی چې تقوی ولري. هلته خو د قوم، ژبې، سمت، رنگ د تور وسپين او د ژيړ مساله اصلاً مطرح نه ده، نو زه نه پوهېږم چې دغې د ايرانيانو پلوو دا مسايل له کومه راپيدا کړي. ايا د زردشت دين نه ورته څه په ميراث کې پاتې دي، که وي، نو هلته خو هم کوم څرک نه ليدل کېږي، نو بيا دوې ولې دا د پارسي او د پښتو مساله رامينځته کوي. دوی يوازې اويوازې د چوکۍ او د قدرت وږي دي او د دې کار لپاره د ټولو ارزښتونو ته ورته تېر دي، خو چې د دوی د غلا بازار گرم وي او د سويس په بانوکونو کې يې پيسې جمع شي او بېغمه سودي گټه يې وړيا په وړيا لاسته ورځي. دوی هېڅکله د افغانانو او د خپل هېواد د خدمت په سوچ کې نه دي، خو چې د دوی باداران هغه هم ايرانيان ترې خوشاله وي. د ايران د خوشالولو لپاره دوی د ټولو نواميسو، تاريخ او ارزښتونو نه تېر دي.
نو گرانه ولسمشره!
دا څه پروا نه کوي که پرون يې په لندن، امريکا او فرانس کې د افغان او افغانستان نوم په افغانستاني او خراساني اوړلی وو، او نن يې په هندوستان او سبا يې په استراليا او نورو هېوادونو کې واړوي، نو بيا به هم موږ خلک او نړيوال د افغانانو او هېواد به مو د افغانستان په نوم پېژني نه د خراسان په نوم. خير دی که تاسو له خپلې وېری پوښتنه نه شئ کولای او د بوش، انگېلا، سرکوزي، احـمدي نژاد، پوتين، رحمانوف او نورو له وېری څه نشې ويلای او يا به دا ناولې معاملې همداسې درته خوند درکوي ځکه چې له اولې ورځې يوه معامله گر حکومت مينځته راغلی دی. وېش او تقسيمات خو له بره کېږي په دې کې ستاسو گناه هم نشته ځکه چې قناعت بل چېرته کېږي، نو چې هغوی سره قانع شول، نو تاسو خو به يې په پټو سترگو منئ، کنه بله چاره مو نشته.
هيله ده چې په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر د سفارتونو لوحې پر دواړو ژبو باندې وي ځکه دواړه د اساسي قانون له مخې د هېواد رسمي ژبې دي، بلکې پښتو د ډېرکي ژبه ده او په ټوله نړۍ کې ډېره کۍ رسمي ژبه وي نه لږه کۍ، خو موږ دا تعصب هم نه کوو، ولې پښتو او پښتنو ته د ستميانو، پرچميانو او ايراني اخواندانو په شمول بېعدالتي او ورپېښ گواښونه هم نه شو منلی. اوس يې سروخت دی تاسو د هېواد د يو مشر په حيث چې قانون دا حق درکړی، دا حق لرئ چې له دې ستميانو او شين سرو څخه پوښتنه وکړئ چې دا ولې؟ کنه خدای ناخواسته دا هېواد يوځل بيا تورې ته د ايرانېزم پرضد لاس تېر نه کړي او يوځل بيا د شاه حسين او ميرويس خان تاريخ تکرار نشي. موږ ته خپل هېواد او هېوادوال د سترگو تور او گران دي نه ايران او نه متعصب ايراني اخوندان او نه نور.
په پای کې دعا کوم چې يا خدايه ته په خپل قدرت کامله سره دا ناولي او له کينې ډک متعصبين لېوان د گران هېواد دښمنان له صحنې لېرې کړې کنه په کرزي خو والله اعلم که دا شړۍ شل شي. هېوادمل خو ستاسو د فرهنگي چارو سلاکار هم دی، هغه ولې خپله غاړه بندوي. نوموړي له دې ستميانو څخه څه ليدلي دي او ولې پرې داسې بېځايه مين شوی دی. کله ناکله خو بايد درته په داسې معاملو کې سلا او مشوره بايد درکړي کنه هغه هم په اللهم شپې او ورځې سبا کوي. په پای کې د افغانانو غوښتنه له هندوستان حکومت څخه دا ده څرنگه چې موږ سره ډېرې اوږدې سياسي او ديپلوماتيکې اړيکي لرو داسې کرغېږنو څېرو ته د خپل تاريخ په اوږدو کې اجازه ورنه کړي چې د ډېر وخت اړيکي مو په داسې ناوليو څېرو خرابې او ترينگلې نه شي. کنه دا خو د افغان حکومت وظيفه ده چې له هېواده پهر د خپلو سفارتونو او قونسلگريو څخه ځان خبر کړي. دا هسې موقع پرست opportunists خلک دي، دوی د چا نه خپلېږي او نه به خپل شي. د الله هدايت عام دی که هدايت يې پر نصيب وي، خو خدای دې يې مخ دې ملت ته په ريښتينې راواړوي، کنه نو له هغه يې سره چاره اسانه ده، ولې الله تعالې ترې نور دا مظلوم ملت په خير سره خلاص کړي. امين يا رب العلمين
په درنښت
د يو خپلواک او سرلوړي افغانستان په هيله