د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان اوس دخپلو اعمالو سزا ګالي

بشارت 09.01.2008 13:19

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

نور نو دافغانستان په اړه د پاکستان د سياست پېژندلو ته ډېره اړتيا نه ليدل کيږي، ځکه چې په تېرو درېو لسيزو کې يې داسې څو مخي سياستونه لوبولي ، چې هر څوک يې پېژني .

پاکستان په تېرو درې لسيزو کې د افغانانو له ګاونډيتوب ، ژبې ، عقيدې ، کډوالۍ، خاورې او جهاد څخه داسې ګټې پورته کړې ، چې خپل خرګاډي يې په لنډکروز او پجيرو بدل کړل او نمناکه د لوخو خونې يې په څو پوړيزه ښيښي ودانيو واوښتې.

په افغانستان کې يې هغه ډلې جوړې کړې ، چې ددې هېواد په تېر پير کې سارى نلري او لا لګياده پياوړي کوي يې ، خو اوس په خپله په داسې لومو کې راګير کيږي ، چې د لکۍ ښورولو توان به هم ونلري .

هغه لومې چې دافغانستان لپاره يې جوړولې او کارولې اوس يې خپله پيښې په کې نښلي .

اوس په پاکستان کې مېشت طالبان په دې پوهيدلي ، ددې پرځاى چې افغانستان ته راشي او ددې حکومت پر وړاندې وجنګيږي ، ولې په پاکستان کې ديوه داسې چا پر وړاندې نه جنګيږي ، چې هر څه يې د امريکا په واک کې ورکړي او دهغه هېواد چوپړې ته يې اړولي دي .

اوس نو امريکا هم غواړي ، چې د بې نظيرې له مرګه وروسته په دې هېواد کې د رامنځته شويو ګډوډيو او بې باوريو په دې بانه ، چې کېداشي ترهګر اټومي وسلې ته لاس رسى پيداکړي، په دې هېواد کې د عملياتو غوښتونکې ده .

اوس د امريکا هغه خوب په ريښتياکېدو دى ، چې يو وخت به دغه اسلامي هېواد د اټوم له سيالۍ کوونکې وسلې څخه خلاصوي .
ځينې خپاره شوي راپورنه وايي چې اوس امريکايي جنرالان پر پاکستان ديوه داسې بريد فکر کوي، چې يواځې په کې اتومي وسلې تر کنټرول لاندې راولي ، خو ځينې نور بيا وايي چې امريکا له پاکستان څخه غوښتي دي، چې د ترهګرو له ويرې دې خپلې اټومي وسلې په سړه سينه د ښه خونديتوب په موخه دغه زبرځواک ته بې له کوم قيد او شرطه وسپاري که ،نو بيا خو ټول پوهيږي چې څه به ورسره وشي .

داسې هم ويل کيږي چې يو زيات شمېر امريکايي پوځيان د پاکستان په قبايلي سيمو کې د ترهګرو پرضد د مبارزې په پلمه چمتو شوي، چې يو ناڅاپه به دغه هېواد ته ننوځي او تر هغه به ددې هېواد په بېلابېلو سيمو کې پاتې شي ، ترڅو يې چې د اتوم د ترلاسه کولو اصلي خوب نه وي ريښتيا شوى .

پاکستان به هم د امريکا ددې پلانونو پر وړاندې پټه خوله پاتې نشي او ان د اوبو ځګ ته به هم لاس واچوي، خو د څېړونکيو په اند کوم ځاى به ونه نيسي ، ځکه امريکا اوس داسې طلايي چانس او پلمه پيداکړې ، چې وايي د پاکستان اتومي وسلې خوندي نه دي او کېداشي د ترهګرو لاس ته ورشي .

بله داچې امريکاپه دا درې تېرو لسيزو کې په پاکستان دومره لګښتونه کړي، چې بې له اتومي وسلې څخه بل شى يې عوض پوره کولى هم نشي .

پاکستان اوس د سرطان دهغې دانې بڼه خپله کړې ، چې علاج يې نه کيږي او ورځ په ورځ يې زخم شړيږي او تر هغه به کرار نشي ، ترڅو پورې ، چې پور پرې نکړي ( اتوم ونه سپاري )
داسې ګونګوسې هم شته ، چې د پاکستان اتومي وسلې اوس ښه تود بازار موندلى او سعودي عربستان او ايران هڅه کوي چې دغه تياره وسله ترلاسه کړي ، ځينې خو وايي چې سعودي د پاکستان د اتوم د جوړولو پرمهال له پاکستان سره د ملياردونو ډالرو په ارزښت د تېلو مرسته کړې وه .

اوس به راشو دې ته چې دافغانانو هغه وينه ، چې پاکستان د خپل انګريزي پلان له مخې په افغانستان کې تويوله ، هغه به آزار نلري ؟
دا نسانانو ترڅنګ يې له افغانستان څخه د پستې ، انګورو او . . .نورې ونې،هډوکي ، وسپنه ، وسله ، تاريخي اثار ، قيمتي ګاڼي او ډبرې ، او آن د هر کلي او کور نقشې يوړلې ، دا خو به ورته يو وخت په بلا اوړي او خپل کرلى کښت خو به ريبي.

دا بايد ومنو ، چې د پاکستان عام ولس له افغانانو سره د کډوالۍ پرمهال نه هيرېدونکې مرستې کړې دي ، چې اوس افغانان هم ددغه هېواد له عام ولس سره په هر غم او درد کې ځان شريک بولي ، خو حکومت يې دافغانستان په خاوره او خلکو هغه حالتونه راوستلي ، چې د تور لينګي دغه ناخوالې به هر باضميره او ويښ افغان د ځان او هېواد لپاره داسې عبرتونه وګرځوي، چې بيا به هيڅلکه ددغه هېواد د وروۍ،ګاونډيتوب ، ژبې اوعقيدې په کارېدونکيو کليمو ونه غوليږي .

اوس دې ټول افغانان په دې وپوهيږي ، چې پاکستان په تېرو ٣٠ کلونو کې خپل هېواد رغولى ، پرمختګ يې ورکړى او له زبرځواکو هېوادو سره يې سيال کړى ، خو موږ د همدې هېواد په بېلابېلو اشارو دا د اسيازړه هېواد په مرميو ، توپونو ، طيارو، ټانکونو او برچو سورى سورى او ټوک ټوک کړى او د خپلو مظلومو هېواد والو په وينو مو لمبولى او لاپسې لګيايو، اوس يې هم خبره منو او د تورلينګي په ښودنه د خپل معصوم افغان ماشوم او مېرمنې وينه په لارو او کوڅو کې بهوو .

زه ديوه مسلمان او افغان په توګه هيڅکله د يوې مېرمنې په وژنه ، نه يم خوښ، خو خداى مې دې نه ګناهګاروي چې د افغانانو لپاره د بې نظيرې له ژوند څخه مرګ ډير ګټور تمام شو او په پاکستان کې يې داسې چارې رامنځته کړې ، چې اوس يې کابو کولو د جنرال ولسمشر مشرف خوب تښتولى او يواځې د ستومانۍ داسې ساړه اسويلي باسي لکه د سورۍ ژرندې بې خوبه ژرندګړى .

پاکستان ته دغه ورپېښې ټولې چارې ددې هېواد د استخباراتو او پوځ د خپلو تېرو هغو اعمالو سزاګانې دي، چې دافغان په تاريخ لرونکي ټاټوبي کې يې په خورا دوه مخۍ ، سپين سترګۍ او ټګۍ او برګۍ تر سره کړي دي .