د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټول افغان د پام وړ! ستاسې خبرونه کاپي او تحريف کيږي...!

محمد آصف نيازی : د پېښور پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي محصل 09.01.2008 09:46

    د ټول افغان ويب پاڼې د پام وړ!  ستاسې خبرونه کاپي او تحريف کيږي...!

کله کله چې پښتو ويب پاڼې ګورم نو خدای شته ډير خوشحاله کيږم چې دا دی الحمدلالله مونږ پښتانه هم د نورو سره د سيالۍ جوګه او ياهم جوګه کيدونکي يو.  خدای دې زمونږ د ځوانانو همت او پوهه نوره هم زياته کړي چې د خپلې خوږې پښتو د لا خدمت لپاره نورکوششونه هم وکړي.  دا خو ښايي هر چاته معلومه وي چې زمونږ ځوانانو په خپل مټ او د مادوي امتيازاتو پرته پښتو په نړيواله کولو کې  هلې ځلې وکړي او دا دی مونږ اوس که ډيرې نه وي نو يو څو ښې با کيفيته پښتو ويب پاڼې لرو.  په دې ويب پاڼو کې د بينوا او ټول افغان نومونه د ټولو په سر کې راځي.

د ليکنې د عنوان او موضوع مطابق  د ټول افغان  په يادولو سره خپله خبره پېلوم. زه د ژورناليزم د يوه محصل په توګه علاقه لرم چې خبرونه وګورم او نه يوازې له تازه پېښو ځان خبر کړم بلکې د مختلفو خبري آژانسونو د خبر  ليکلو جوړښت هم مطالعه کړم.  د ټول افغان  د خبرونو برخه ډيره ښه او په زړه پورې شوې ده. د بغلان د پېښې چې پکې د مصطفی کاظمي په ګډون ۶ وکيلان ووژل شول  اود بينظير بوټو د مرګ په اړه د ټول افغان پوشش او په ځانګړي توګه خبريالان يې (ښاغلي حمزه مومند،عبدالرزاق حبيبي او بشير احمدګواښ) د ستاينې وړ دي.

هغه بله ورځ د خپل عادت مطابق  په نويو پښتو ویب پاڼو پسې ګرځيدم چې په همدې کې  د فرهاد افغان په ويب سايټ وربرابر شوم. دغه پاڼې هم خبرې برخه درلوده او  خوښ شوم چې يوه نوي خزانه مې ومونده خو لږ وروسته له دې کبله چې ټول خبرونه د جنګ په اړه او د طالبانو د وياندويانو (قاري يوسف او ذبيح الله مجاهد) له خوا دي، خواشينی شوم. په دغه خبرونه کې نه يوازې دا چې د ژورناليزم مهم  شرطونه  (توازن او بې پري والی) نه وو مراعت شوي بلکې د قهرمانو مجاهدينو طالبانو، شهيد، فدايي حملې، ګوډاګې رژيم، اسلامي امارت او داسې نورو ټکو کارونې دا ښودله چې دا ازاد نه بلکې د طالبانو ويب سايټ دی چې خپل تبليغ کوي. خير! امکان لري چې دغه ويب سايټ د طالبانو پورې تړلی وي او خبرونه يې  بايد د آزادو رسنيوو سره پرتله نه شي.

زما خفګان هغه وخت څو چنده شو چې د دې ويب سايټ يو بل خبر چې  اصلاً د ټول افغان د خبري سرويس څخه راخيستل شوی دی، په يو څه اړولي بڼه خپور شوی وو. دا خبر د بغلان د هغه پېښې په اړه وو چې پکې د مصطفی کاظمي په ګډون د پارلمان د ۶ تنه وکيلان او نور ډير بې ګناه ماشومان ووژل شول. کله مې چې د فرهاد افغان په ویب پاڼه کې دا خبر ولوست نو راياد شول چې دا خبر مې مخکې هم چيرته لوستلی دی او بيا نو دې نتيجې ته ورسيدم چې دا خبر په ټول افغان کې نشر شوی وو. د بغلان دپېښې دا خبر بشير ګواښ ډير ښه راپور کړی  او توازن يې ډير ښه برابر وو خو فرهاد افغان ويب سايت پکې ګوتې وهلي او د ځان وژونکي پرځای يې د فدايي د کليمې د ورزياتولو ترڅنګ يو پوره پاراګراف د شنونکو له خولې وراچولی چې په اصلي خبر (د ټول افغان خبر) کې نشته. همدارنګه په خبر کې د حزب اسلامي د ډلې دريځ هم قطع لو لنډ کړل شوی دی.  (د دې خبر اصلي او تحريف شوي بڼه، چې ما د ټول افغان او فرهاد افغان ويب پاڼې راخيستي، تاسې په لانديني لينکونو د کليک کول سره او يا هم د دې ليکنې په پای کې کتلی شئ.)

 يوه رسنۍ دې د بلې رسنۍ خبر راخيستلی شي خو ژورناليزم د دغه کار لپاره شرطونه ايښې دي. اول خو دا که د ليکنې ډيره او يا هم بشپړه برخه راخيستل کيږي نو يوازې د اصلي سرچينې نوم دې وليکل شي. دوهم دا که د يو بل اژانس خبر راخيستل کيږي، په کار ده چې وويل شي د فلاني ويب پاڼې يا رسنۍ د خبر له مخې او يا هم د خبر په سرکې وليکل شي چې د فلاني او فلاني آژانس څخه او داسې نور خو د فرهاد افغان ويب پاڼې ښاغلي چلونکي دا هيڅ نه دي کړي او په سپين سترګۍ يې په خبر کې خپل دريځ ورځای کړی دی.  زما اندېښنه دا ده چې که داسې هر سړی د خپلواکو او ناتړلو ويب پاڼو او خبريالانو خبرونه  را اخلي او د ځان په ګټه پکې له بدلون راوستلو وروسته يې په خپلو ويب پاڼو کې خپروي نو دا ښايي د خپلواک ژورناليزم او ژورناليستانو رول تر پوښتنې راولي. خلک ښايي په هغوئ نور باور ونه کړي او د يو ځانګړي ارګان سره يې تړلی وبولي. د همدغه کار د مخنيوي لپاره زه د يو ازاد ژورناليست په توګه له ټول افغان او خبريالانو يې او يا هم له نورو ويب سايټونو او ژورناليستانو دا هيله کوم چې يا خو دې له خپلو خبرونو د کاپي کولو بنديز ولګوي اويا هم د هغوئ په خلاف چې دغسې تحريف کوي، قانوني چلند وکړي. ځينې ويب سايټونه داسې خپرونې کوي چې خلک يې لوستلی شي ولې کاپي کولی يې نه شي. ټول افغان هم داسې کولی شي چې خپل مواد يوازې د لوستلو لپاره پرانيزي د کاپي کولو لپاره. همداراز زما په نظر ټول افغان بايد په دې اړه فرهاد افغان ويب پاڼې ته خپل احتجاج وکړي او خپل بې طرفه دريځ روښانه کړي.

زه مخکې له دې چې تاسې سره د کړې ژمنې مطابق دواړه خبرونه (اصلي او تحريف شوې) او د هغوی لينکونه راوړم، دا واضح کول غواړم چې زه د هيچا پسې تړلی نه يم او زما د ليکنې مقصد د چا سره ضد يا ملاتړ نه دی. زه يوازې د خپلواک ژورناليزم ملاتړی يم.

د ټول افغان په ويب پاڼه کې د اصلي خبر لينک :

http://www.tolafghan.com/home/detail/8577

د فرهاد افغان په ويب پاڼه کې د تحريف شوي خبر لينک (له ټولو وروستی خبر وګورئ!) :

http://farhadafghan.110mb.com/da%20leekwalo%20leekane.php

***ياد شوی راپور په ټول افغان او فرهاد افغان ویب پاڼو کې ***

په اصلي خبر (ټول افغان) کې راغلي: که څه هم د بغلان ولايت امنيه قوماندان پېښه ځان مرګی بريد بللی خو د پېښې په ځای کې شتو خلکو دا ځان مرګی بريد نه بلکې  د ریموټ کنټرول بم او يا هم راکټي بريد ګڼلی.

د فرهاد ويب پاڼې نا تړلی ژورناليستيک ټکي داسې بدل کړي:  که څه هم د بغلان ولايت امنيه قوماندان پېښه فدايي حمله بللې خو د پېښې په ځای کې شتو خلکو دا فدايي حمله نه بلکې د ريموټ کنټرول بم او يا هم راکټي بريد ګڼلی.

د ټول افغان د اصلي خبر په دې ځای ختميږي : د یوه بل خبر له مخې د هلمند د ولايتي شورا غړی دين محمد د نهر سراج په سيمه کې هغه مهال چې د ماښام له لمانځه څخه وروسته له جوماته کورته په لاره وو، د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی.

خو  فرهادافغان  ويب پاڼې پکې دا پاراګراف ورزيات کړی دی : . . . شنونکي وايي: که څه هم دولت! زيار باسي چې دغسې پيښې په ټول هيواد کې له نيست سره برابرې وښيي او د خپلې رسوايي د پټولو لپاره په هر څه باندې څادر و غوړوي، ولي بلخوا امنيتي حالات ورځ تربلې دومره خرابيږي چې دادي سر يې په شمالي ولايتوکې هم وليږيده، که حالات همداسې دوام ومومي هغه ورځ هم لرې نده چې د کابل په څنډو کې د دولت! ضد نظامي تحرکات راپيداشي.
د يادونې وړ ده چې له يوه پلوه دغه عناصر او په اصطلاح د وطن د خلکو استازي؟ تر مختلفو عنوانونو لاندې ځان متحد او متفق بولي خو له بله پلوه د پردې تر شايې له منځه دومره واټنونه موجود دي چې په نتيجه کې يې داډول پيښي رامنځته کيداى شي
.