د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چکري صیب ! دافغانستان خپلمنځۍ جګړه ، ټولنیزه نه بلکې کورنۍ جګړه وه

احمدالله ارچیوال : نیویارک، امریکا 09.01.2008 07:26

د یو ټیوب په یو ویدیویي  کلیپ کې د اریانا تلویزیون د خبریال سره د افغان جګړه مارانو د محاکمې په اړه د متحده جبهې په استازیتوب د استاد رباني د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزیر محمد صدیق چکري یوه مرکه خپره شوې ده، ښاغلي چکري د ډاکټر نجیب الله د رژیم له نسکوریدو وروسته کورنۍ جګړه ټولنیزه جګړه (Social War) بللي او هغه یې د هند او پاکستان د ویش پر مهال د هندوانو او مسلمانانو تر منځ د بلواوو او تاو تریخوالو سره ورته ګڼلي. چکري زیاته کړې چې ملګرو ملتونو د شمالي امریکا او جنوبي امریکا د جګړې، جګړماران محاکمه نه کړل نو ځکه باید د افغانستان جګړه ماران هم وبښل شي.

مرکه ډیره خوندوره ده. خبریال هڅه کړي چې د پر له پسې پوښتنو له لارې جګړه ماران د بد بختیو او ورانیو د اصلي لامل په توګه وښئ، خو خبریال نه دی توانیدلی چې د چکري په پوښتنو کې تعقیبی پوښتنې وکړي که دا کار شوی وای موضوع نوره هم روښانه کیدله. کله چې خبریال د سر چینې د خبرو  په اړه مالومات و نلري نو تعقیبي پوښتنې نشې کولی او یوازې له مخکې په لیکل شویوو پوښتنو بسنه کوي. د مرکې په دغه خپره شوې برخه کې هم ماته داسې ښکاري چې یا خو خبریال تعقیبي پوښتنې ندې کړې او یا هم د مرکې هغه برخه چې تعقیبي پوښتنې پکې مطرح شوې قصداً نده خپره شوې. ځکه د تعقیبي پوښتنو د مطرح کېدو په صورت کې د چکري صیب وړاندې شوی دلایل ټول نفي کېدل.

په خپله دغه لیکنه کې یوازې پر دې غږیږم چې د افغانستان کورنۍجګړه Social War  نه بلکې Civil War وو، او په هیڅ ډول د هند د ویش پر مهال په اوسنۍ هند کې د هندوانو لخوا د مسلمانانو او د مسلمانانو لخوا په پاکستان کې د هندوانو د وژلو او د داوړو ډلو ترمنځ له بلواوو سره ورته والی نه لري. له بلې خوا د هندوانو او مسلمانانو تر منځ د هغه وخت بلواوو ته هم Social War نه ویل کیږي. دا چې څوک دې محاکمه او څوک د نه محاکمه کیږي، په اړه څه ویل نه غواړم. خو دا یوه خبره مخکې له مخکې په ډاګه وایم چې د حق د لارې مجاهدینو ته بشپړ درناوی لرم. د مجاهدینو د بر حق جهاد په نتیجه کې د وخت زبر ځواک شوروي اتحاد په ګونډو شو او ټوله نړی د سرو لښکرو د ګواښ نه په امان شوه. مجاهدین شهیدان شوې، نور یې بیا معیوب دي او که کوم ژوندی دي د بیګا او سبا د روزۍ درک یې نه لګیږي. له بلې خوا د جهاد ویاړونه په ټول ملت پورې تړاوو لري او په هیڅ ډول په یوې ډلې او یا یو څو اشخاصو پورې اړه نه لري.

د څو لاملونو له مخی د افغانستان کورنۍ جګړه د هندوانو او مسلمانانو تر منځ له بلواوو او الغاو تلغاو سره توپیر لري . په دغه بلواوو کې په هند کې مسلمانان وژل کیدل، مالونه یې لوټیدل او کورونه یې سوځیدل خو د قوماندې مرکز نه وو مالوم بلخوا په پاکستان کې به چې پر چا غږ وشو چې هندو دی، هندو به مړ او مال به یې تالا وو. خو سړی به نه وو مالوم چې غږ چا وکړ. قهر جنو خلکو داړو خواوو ته په خپل سر چې څه یې زړه غوښتل، کول. د کورنۍ جګړې پر مهال په افغانستان کې د قوماندې مرکزونه او هغه خلک چې د اوربل او اوربند امرونه يې صادرول مالوم و ځکه دغه جګړه وه، بلواوې نه وي.

د چکري صیب خبره پر ځای ده چې محمد علي جناح په پاکستان او ګاندي په هند کې قهرمانان وو. که د هند او یا د پاکستان د تاریخ پاڼې واړول شي نو ترې جوتیږي چې ګاندي لوڅې پښې د نوی ډیلي په کوڅو کې لیدل شوی چې هندوان یې له الغا او تلغاوو نه منع کول، بلخوا بیا محمد علی جناح هم په پاکستان کې د هندوانو وژل نه وو هڅولي ځکه خو قهرمانان دي، چا چې په بیګناه خلکو راکټونه ورولي  او شپیته زره خلک یې وژلي وي هغه ته به څرنګه قهرمان ووایو.

د هندوانو او مسلمانانو تر منځ د بلواوو لامل عقیدوي توپیر وو. د مذهب پر بنسټ دوی دوه نوي هیوادونه جوړ کړي وو، د افغانستان کورنۍ جګړه ماران خو ټول مسلمانان وو. کله کله به يې  ځینو ته د جلیل القدر اصحابو (رض) لقبونه هم ورکول او که له ایتلافه به یې ووتل بیا به یې د هغه پر خلاف د جهاد اعلان کولو. ټولو به ویل چې د حضرت عمر (رض) د خلافت په څېر خلافت رامنځ ته کوي. د حضرت ابوبکر صدیق (رض)،  حضرت عثمان (رض) او حضرت علي (رض) خلافتونه خو یې په مثال کې هم نه راوړل.

د مسلمانانو او هندوانو تر منځ بلواوې چې په دوه بیلا بیلو هیوادونو کې رامنځ ته شوي وي د هغې جګړې سره چې د واک په سر په خپل منځ کې په یو هیواد کې رامنځ ته شوي وي په هیڅ ډول د پرتلې وړ نه دي.

چکري صیب په مرکه کې ویلي چې د شمالي امریکا او جنوبي امریکا تر منځ جګړه، وشوه په میلیونونو نفر پکې ووژل شول خو ملګرو ملتونو جګړه ماران وبښل. لومړۍ خبره خو داده چې شمالي امریکا او جنوبي امریکا دوه هیوادونه نه دي بلکې په شمالي امریکا کې د امریکا متحده ایالتونه ، مکسیکو او کاناډا هیوادونه او په جنوبي امریکا کې د برازیل او ارجنتاین په ګډون لس نور هیوادونه پراته دي. په تاریخ کې څوک ددغو هیوادونو ترمنځ ددغسې جګړې راپیښیدل نه شې پیدا کولی.

زما په خیال د چکري صیب موخه په۱۸۶۱ کال کې د امریکا په متحده ایالتونو کې د رامنځ ته شوې کورنۍ جګړه ده چې د امریکا یو شمیر جنوبي ریاستونه د  Confederate States of America   په نوم د جدا هیواد چې خپل ولسمشر یې درلود اعلان کړ. شمالي ریاستونه چې ځان ته یې Union یا United States of America  ویل، پرې برید وکړ چې له ۶۲۰۰۰۰ نفرو د وژل کېدو وروسته په ۱۸۶۵ کال کې شمالي ریاستونه یا Union په Confederates برلاسي شول. اوسنی امریکا رامنځته شوه.

که چکري صیب دغه جګړه یادوي په دغه وخت کې خو دغه نړیوال سازمان چې ملګري ملتونه بلل کیږي، شتون نه درلود. د ملګرو ملتونو اداره په ۱۹۴۵ کال کې رامنځته شوه. نو چې دغه ادارې وجود نه درلود نو جګړه ماران یې څنګه وبښل. ؟

ددغې ویډیو خواته په همدغه موضوع په یوه بله ویدیو کې چکري د کابل پوهنتنون د استاد ډاکتر ودیر ساپی سره د خبرو اترو په یوه پروګرام کی ښودل شوی. هلته د نوموړي استدلال دا دی چې د پارلمان د بښنې قانون د اسلام، افغاني کلتور او د دموکراسۍ د موازینو سره سرته رسیدلی. زه پدې باور یم چې ودیر ساپی  به خامخا ددغه موضوع په اړه خپل دلایل وړاندې کړې وي خو د پروګرام د هغه برخې ویډیو چې ودیر ساپي پکې خبرې کړې، نه ده خپره شوې.

چکري صیب  والصلح خیر مبارک آیت ته په اشارې سره ویلي چې اسلام د سولې امر کړی دی.دا بلکل سمه ده خو دغه ایات څوارلس سوه کاله پخوا نازل شوی دی. دغه ایت د نجیب الله د واکمنی د سقوط نه وروسته هم په قران کریم کی موجود وو. هغه وخت مو ولې پری عمل نه کولو؟ هغه مهال خو ډاکټر نجيب له ټولو جهادي تنظيمونو وغوښتل چې راځئ يو ګډ حکومت جوړ کړو. هغه وخت خو درته د سپيڅلي قران دا آيت په ياد نه وو چې اوس درته څنګه در په زړه شو؟ خو داسې ښکاري چې خبره د سولې نه ده، خبره پر ولس مشر کرزي د سیاسي فشار د زیاتولو او لا نورو امتیازاتو د لاس ته راوړنې ده. په قران کریم کې خو  ولکم فی القصاص حیواة یا اولی الباب آیت هم موجود دی چې وایي (ای د عقل خاوندانو! تاسې لپاره په ټولنه کې د ژوند تیرولو لپاره قصاص لازمي دي.) دغه ایت ته به څه ځواب ورکوو؟

چکري صیب وایي چې په افغاني ټولنه کې چې کله د خلکو ترمنځ جګړه را پېښه شي له جرګې وروسته دوی یو بل بښي او وینې پاکیږي . دا خبره سمه ده چې کله مخالف لوری جرګه وکړي دښمني یې په دوستۍ بدلیږي خو په دغه ډول جرګو کې خو دواړه خواوې چې زیان ورته رسیدلی يارسولی وي، ګډون کوي. ددوی په جرګه کې خو یوازې هغه خلکو ګډون کړی وو چې زیان یې رسولی وو. زيانمن شويو یانې عامو افغانانو او په تیره بیا د کابل ولس چې وژل شوی او کورونه یې وران شوی خو په جرګه کې ګډون نه درلود.  د جرګېبرخوالو ته خو په جګړو کې هیڅ زیان نه دی رسیدلی. دوی خو دومره خوشبخته دي چې ددغه دیرش کلونو په اوږدو کې یې هیڅ غم ندی لیدلی او نه یې کورونه وران شوي. دغسې جرګه چې د لانجې یو اړخ پکې ګډون ولري څوک د افغانستان په تاریخ کې نه شي پیدا کولی. په جرګه کې د زيانمن شويو نه ګډون ددوی د جرګې حقانیت په  سیند لاهو کړی دی.

خو د چکری صیب په مرکه کې په غازی سټدیوم کې د راټولو شویو خلکو په اړه مې دهغه دا خبره خوښه شوه چې ویل یې ( ما از یک و نیم لک نفر دعوت به عمل آورده بودیم ) دغه خبره یې پر ځای ده، دوی به یو نیم لک خلکو ته دعوت ورکړی وو خو چا چې ددوی غونډه لیدلی وي نو هغوی پوهیږي چې په سټدیډیوم کې یونیم لک خو لا څه چې په دغه ورځ شل زره خلک هم نه وو راغونډ شوي. د راغونډو شوو خلکو اکثریت نه د غونډې له مقصده خبر وو او نه یې تر منځ کومه هم غږي وه، هره طرف ګډوډي وه د چا خبرې نه اورېدل کیدلې او داسې ښکاریده چې د یوې خیټې ډوډۍ د چپه کولو په بدل کې ګډون وال په چمن کې خپل ټاکلی وخت تیروي.

ډله ییزې رسنۍ د پروپاګند او د خپلو نظریاتو د خپرولو موثر ترینه وسیله ده.په تیرو وختونو کې ترې بیلا بیلو اشخاصو او حکومتونو ددغې موخې لپاره کار اخیستی دی او اوس هم په هغه هیوادونو کې چې کمونستي او یا دکتاتوري نظامونه لري، تر ډیره بریده حکومتونه له رسنیو ددغې موخې لپاره کار اخلي. په افغانستان کې چې اوس ددوی په خپله وینا ولسواکي ټینګه ده او خلکو یې شاوخوا دیرش کاله ربړې لیدلي، ولس ددې توان پیدا کړی چې ستونزې وڅېړي. دا بېله خبره ده چې څه به یي له واکه نه وي پوره خو نور نه دوکه کیږي. ددې وخت رارسیدلی چې ددغه بې چاره ملت په سرنوشت نورې لوبې ونه شي او بچي یې په دې یا هغه نوم ونه وژل شي. ټول هغه یو اړخیز تبلیغات چې پر حقایقو نه وي ولاړ، د ملت سترګو ته خاورې ورشیندل او ځان ته دوکه ورکول دي. ولس نور په دغو خبرو نه تیر وځي.