د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يونس قانوني ته دغلا مسلک له خپل پلار څخه په ميراث پاتې دي

افغان زلمی (ز٠وردګ) 06.01.2008 13:39
په ١٩ددسمبر ډليزو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل چې دشمال د بد نامې نظار شورا ډلګۍ دوه مهم ټوپکماران  هر يونس قانوني او احمد ضيا مسعود د دوبۍ په هوايې ډګر کښې دچارواکو له خوا ونيول  شول،دنيول کيدو علت يې داوو چې  نوموړو مسلکې غلوو له ځان سره ١٧ ميلونه امريکاي  ډالر،داميردوست محمد خان دوخت عتقه اثار او زيات شمير قيمتي کاڼي په غير قانوني توګه دقاچاق په ډول ليږدول٠
هغه راپورونه چې دازادو رسنيو لخوا ورکړل شوي زياتوې کوم قيمتي اثار چې لدوي سره نيول شوي دافغانستان په ملي موزيم او ملي ارشيف پورې اړه لري ،کوم وخت چې مجاهد کمونست ربانی  دکابل په کوڅو واکمن وو دملي موزيم څخه ددې مسلکې غلو پواسطه لوټ کړل شوی وو٠
څرنګه چې اکثره هيوادوال پدې خبر دي  دالومړی ځل ندی چې دوي پداسې غلاوو کښې ګير راځي  يو څو مياشتې مخکې دربانی ميرمن هم  پداسې حال کښې د دوبۍ په هوايې ډګر کښې دامونيتي کسانو لخواونيول شوه چې له ځان سره يې ٢ ميلونه امريکاي ډالر ليږدول ،نوموړې دپلټونکو په ځواب کښې ويلی وو  چې زه دپخواني والسمشر (کوڅه مشر) ربانی ميرمن يم پدی ډالرو په کاناډا کښې سودا يا شاپنګ کوم ٠
که چيري د نظار شورا پسمنظر ته وکتل شي دوي په غلا،چور او چپاول کښې وږده سابقه لری دا کومه نوې خبره نده  دبچه سقاوو څخه نيولې تر احمد شاه مسعود پورې  ددوي کارنامې ټولو هيوادوالو ته دلمر په شان څرګند دي کله چې دنظار شورا  ايله جاريان  دکابل په تاريخی ښار ورننوتل په عام چور يې لاس پورې کړ  دملي شتمنيو څخه نيولې تر ملکي او نظامي ټول تاسيسات يې لوټ کړل  دوي ته دا مسلک دپلارو څخه په ميراث پاتې دي  دلته يوه په زړه پورې قيصه چې د سترګو ليدلي حال دي تاسو ته وړاندې کوم;
معلم يوسف پنجشيری چې د يونس قانوني پلار دی د ابو حنيفي مدرسې په ليليه کې  معلم وو، دده به عموما دا کار وو چې چاي،بوره، غوړي،لوبيا،دالنخود او کچالو به يې دليليي له پخلنځی څخه غلا کول او بيا به يې دبګراميو پر خليلفه نوروز باندې خرڅول.
معلم يوسف پنجشيری غلاوو اوشوکو پوره يو کال دوام پيدا کړ  له يوه کال وروسته دليليې شاګردان  د مدرسې ادارې ته په احتجاج ورغلل بلاخره خبره دمعارف تر وزارت پورې ورسيده، دمعارف د وزارت لخوا دغلا دپلټنې لپاره هيت مقرر  شو چې صديق سيلاني يې مشر وو، هيت دشنبه په ورځ معلم يوسف په داسې حال ونيو چې جيبونه يې له وچ چاي څخه ډک وو،دهماغې صحنې عيني شاهدان امر لطيف ازبک چې څو کاله مخکې د کندز والي وو  ،شهرت ننګيال چې په لندن کې اوسي او دلغمان تور قوماندان چې په کوچي بازار کې دوکان لری دا ټول ژوندي دی، وايې چې معلم يوسف ته هياتو وويل چې دوزدې کردی؟   ده ورته  وويل نه کردم بلااخره يوه هيت ورته  وويل چې غلا دنه ده کړې دا په جيب کې  وچ چاي له کومه راوړی دي؟وايې دمعلم يوسف څخه لاره ورکه شوه اوپه ځواب کې يې وويل از خانه ننه ي خود اوردم٠
دمعلم يوسف زوي يونس قانوني چې پلار يې دمدرسي دپخلنځۍ څخه وچ چاي غلا کولو اوس يې په شش درک کی څو بلډينګونه جوړ کړی دي همدارنګه په لندن کښې ٤کورونه لری نو که چير له ده څخه پوښتنه وشي چې دا ډالر دی له کومه کړل دنوموړې ځواب به دخپل پلار په شان وې چې از خانه ننه ي خود اوردم٠