د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کيسه : دتدبيرونوسره لوبې کوم...!

همت الله امين زى 29.12.2007 18:17
محمودخولاپخواڅوکاله وړاندې دپخواني شوروي اتحاددتجاوزپروړانددجهادپه اوږدوکې خپل خوږژونددهېواداوخلکوڅخه ځارکړي وو، دوه ځامن اويوه ميرمن ترې پاتې وو، مشرځوي يي سميرچې اوس مهال اتله لس کلن اوورپسې دوهم اوکشرى ځوي يې کبيرنېږدي پنځه لس کلن وو. سهاراونيمې نيږدې اته بجې وې،بيجاره مور،دځوي له غمه يوه خوابله خوامنډې رامنډې وهلې،دژمي لومړۍ ورځي وې ساړه ډيرشوي وو،ښايي ځوي به يې کبيرهم دسړوله امله ناروغ شوي وو،څه يې کړي وي يوځوي سميريې په مزدوري پسې ورک وواودتل په څېرناوخته کورته رارسيده اوسبابه بياهم دوخته خپل کارته تلو،په همدې تلوسه کې وه چې څه بايدوکړي،ځوي بايدترډاکتره اوترروغتونه ورسوي،ديوه ګاونډي وويې وروټکاوه،خورې ځوي دې کورکې شته چې په دې موټرکې ځماځوي راسره ترروغتونه ورسوي؟ بل وريې وټکاوه خورې خاونددې په کوردى چې په دې موټرکې موځماځوي راسره ترډاکتره ورسوي؟ موټريې پيداکړ،يوکسي چلوونکي ددوي په کوڅه کې له خپل موټرسره تيريده اوتردوي وړاندې کورته دسودارسولوپه موخه راغلى وو، ويې دراوه،وروره! ځوي مې ښه دى ماخوترداروغتونه پورې ورسوه ؟ خيروسي وروره سل کلن سي دمورارمان دي درباندې پوره شه دغسي سره ډيرشوهيڅ نه پوهيږم څه وکړم ډاکټرته يې غواړم بوځم. ټکسي چلوونکې خپله اجوره ورته وويله سره جورشوه ځوي يې له خوارانيولي ترموټره پورې راووست،اوپه موټرچلوونکي يې غږوکړ،ځه وروره حرکت وکړه لږاوچته لاړشه؟ موټروخوځيداوهسي په دوره ډېرلري لاريې ونيوه اودروغتون په لاره اولوري يې لارونيوه دې بياپرې غږوکړوه وروره مادرته وويل چې لږاوچت لاړشه دځوي حال مې ښه نه دى داته چېرته روان ته غواړې چيرته موږبوځې؟ ټکسي چلوونکي په ډيرپه خواره ژبه ورته وويل مورجانې په دغه لارځم که وکولى شم تاسوپه غوښتنه لږڅه زرورسېږم. دې يې بياپه خبروکې مداخله وروکړه خودغسې لاړشه چې نيږدي وى اوژر رسېدلي واي. ټکسي چلوونکي بيادپخواپه ډول په خواره ژبه ځواب ورکړ،مورجانې دغه لارخودغه پاس کانتيننتال هوټل ته راغلې ده، اوس به بياکوم څوک راځي اويابه ځي دغه لاره خودامهال بنده وي زمونږدتګ خونه خودژر رسېدولپاره به ډسره ستونزمنه وي دغه لاره بياهم لږڅه ښه ده،ودمورپکيرې برخې،دغه لارهم بنده وه. موربېچاره دځوي حال اووضيعت په دې ډول خراب نه شوي ليدلى اونه يې شولى منلى له موټره کوزه شوه اوپوليس ټرافيک ته يې په زاريوپيل وکړ، اې وروره خيردې ماته اجازه راکړه زماځوي ښه نه دى غواړم هغه ترډاکټره پورې ورسوم ، هيله کوم اې وروره ځمادځوي ژوندوژغوري،زه زارۍ درته کوم خيردي اې وروره. ورورڅه کړي واى هغه ته خوهمداسى امرشوى وو چې کله حضرت صاحب مجددي دمشرانوجرګې په لورپارلمان ته تلواويانورمشران تيرېده نودتل په شان لاره بندوي اوهېڅوک هم مه پرېږدي چې په هغه شيبه چې ترڅودددوي موټرپناه کېږي په دې لاره تيرشي. څه چې کېده هغه وشوه نېږدې له نهونه هم تېرې وي چې موټرراغله وپوليسودموټروغږوزوګ سره ډيرشوټرافيکوهم سره ځانونه وښورول،هرنګونه ډېرشول بمان اونمان غږونه پکې راپيداشول شيبې نورې هم تيرې شوې لاره کرار،کرارخلاصه شوه موټرسره په حرکت شول ته يې له مامخکې کوه زه له تاهريوه غوښتل ځان تربل وړاندې خپل مقصدته ورسوي نوهڅه يې کوله اوداهڅه خاصه نه وه هريوه همداغوښتل چې ګړندى لاړشي. ټکسي چلوونکي څه کړي وى ده هم هڅه کوله ترکومه يې چې وس رسېده نه يې دريغوله ځکه دى هم يوې مړۍ حلالې پسې راوتلى وو،ټکسي چلوونکى په ميرويس ميدان راوګرځيداونېږدي دهمزنګ ته رسېدلي ووهڅه يې کوله ځان ژرترروغتونه ورسوي جوي شيرنومې سيمې ته ورسيددامهال نهه نيمې بجې کيدونکې دي. بياټرافيک ولاړاووايي چې داسړک خويواځې له هغه لوري دى تاسي بايدهسې په شاهي دوشميره ولي راوګرځي اودکلتوروزارت له مخې تيرشي اوبياځان دافغانانوته ورسوي چې بياوړاندې ترې دانتاني اوجمهوريت روغتونونه دي وبه رسېږي. څه يې کړي واى مجبوبياروان شوله شاهي دوشمشيره ولي تيرشوکله چې کلتوروزارت ته رسېږي بياټرافيک وايي چې داسړک خوداسي دى چې يواځي له هغه لوري موټرراتلاى شي تاهسې لاړشي هسې راوګرځي اواوبيادملک اصغرڅلورلارې باندې مخامخ لاړشي وبه رسېږي. ټکسي چلوونکي بياهم هڅه کوله له يوه نيم څه مخکې شي اوڅه ناڅه ګړندى روان وو ګوري چې بيالاره بنده ښکاري اوموټريوپه بل پسې ولاړدي،پوښتنه پوښتنه يوه بل ته ورغږيږي وروره داسړک څومره وخت کيږي چې بنددى. چاځواب هم نه ورته وايه ځکه هريوه په خپل مو‌ټرکې ځان سره په چرت کې تللى وو. خوچاره يې نه لرله ځکه غږپسې وو وروره څنګه ده لاره خلاصيږي ځماځوي ښه نه ده. ته وګوره دالته له کوم چاپوښتنه وکړه چې څنګه لاره خلاصيږي. ټکسي چلوونکې له موټرڅخه راښکته شو،لږڅه وړاندې لاړيوه صراف ته ودرېدکوم يوه چې پېسې هم بدلولې اودموبايل کارتونه هم ورسره وو، ترې ويې پوښتل چې دالاره ولې بنده ده هغه هم چې ډيرستړي ښکاريده ويې ويل چې دالته دغه سريناهوټل ته کرزى صيب راځي لاره يې لږڅه مخکې دهغه لپاره بنده کړه. څوشېبې نورې هم تيرې شوې کرزى صيب هم راغي اوهوټل ته ننوت لاره خلاصه شوه بياهم ټرافيک يوه بل ته لاس ښوراوه ته لاړسه ته مه ځه وړاندې ځي دملک اصغرڅلورلارې ته چې نيږدي کيږي ايساف ځواکونولاره بنده کړي اويوه څيلۍ تقريباً لس دولس موټريوپه بل پسې روان لودټانګونوځينې يې پورته رااوچتي شوي سرې سرې تنې معلومېږي چې توپک ورسره اوهره شېبه دې ته چمتودي چې دکوم بيچاره اومظلوم افغان ژوندتري واخلي اوهمداوايي چې مه رانيږدې کېږي چې خطرلري دامهال نو له لسوهم څودقيقي نورې هم تيرېږي ترې،موټرچلوونکى له ملک اصغرهم تيرېږي اوبلاخره څه کم لس نيمي بجې جمهوريت روغتون ته رسېږي خو ...
خوهلته ډاکټرصاحب چې کله راځي اودتداوي کولوهڅه پيل کوي ګوري دمريض نه بلکې ... بلکې ديوه مړي دجسدتبه ګوري چې پوره ديرش دقيقي مخکې يې له نړۍ سره مخه ښه کړې. هيڅ تدبېردتقديرپه وړاندې څه ځاي ونه نيوه، څه چې کيده هماغه وشوه. نغمه هسې وايي:
دتقديرونوبدلول مې زده کړل
دتدبيرونوسره لوبې کوم