د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زوړ ګېلن

محمد نعمان دوست 27.12.2007 14:52

له شنه سهاره ، دقوې دراتلو اوازه وه ، دکلي پېغلې او ځوانې ميرمنې له خپلو ماشومانو او قيمتي شيانو سره ليکه – ليکه دغره په لور روانې وې .

شېبه پس، کلى له ځوانو ښځو او ميرمنو تش شو . مجاهدين يو- يو له خپلو کورونو را وته او د ټوپکو شپيلۍ يې لمر ځلولې .
چنار لاندې سره راټول شول ، چا خپلې وسلې پاکولې ، چا شاژورونه ډکول او چا په چانټو ګوتې وهلې .

قوماندان ، چې دچنار ډډ ته ډډه وهلې وه ، په خپله ماشينداره يې غوړه لته راتېره کړه ، دوه درې ځلې لټ راکش کړ او چې هر وار ترې اخوا دېخوا مرمۍ ولوېدې نو بريتونو لاندې موسکى شو .
بېرته يې شاژور کې کېښودې ، قيد يې وواهه، راکټ يې له منځه راجګ کړ او بيايې وويل :
هلکو ! ماڅو کرته ويلي ، چې ترڅو امر شوى نه وي ، نو ډزې مه کوئ ، خو تاسو هغه وخت په ځان نه پوهېږئ ، له قوماندې مخکې شاژورونه تش کړئ .
داځل به داسې نه وي ، اوازې دي چې قوه ډېره لويه ده ، که په تخنيک ونه جنګېږو تباه کېږو .
راکټ يې نور هم جګ کړ : او ل ډز به دهمده وي او بيا ... لايې خبره پوره کړې نه وه، چې توريالى راوړاندې شو :
قو ماندان صيب ! څو کرته مې درته ويلي ، داځل چې هر څنګه وي راکټ به ماته راکوې او بيا يې خپل پنځه ډزي ټوپک ته ، چې په شپيلۍ کې يې سور ځونډى بند و، لاس ونيو : زه نور دا اوږده بلا نه شم ګرځولى . ابله قوه کې مې څو مرمۍ ټانګ پرې وويشت ، دکاپر ځوى والله که پرې خبر وو ، ترڅو ترې شنې لوخړې پورته نه کړم زړه مې نه يخېږي .
قو ماندان خپلو مجاهدينو ته مخ واړو :
توريالى له ډېره وخته راپسې دى . څو ځلې يې راته ويلي ، ښه زړوردى ، خو په راکټ مې زړه نه کېږي . سم راته په سُر برابر نه ښکاري .
هسې نه يا ځان ژوبل کړي او يا مو له دې يوه راکټه خلاص کړي .
توريالي سترګې سرې شوې ، ټولو ته يې بدې - بدې وکتلې او بيايې دستي چانټه له ټټره خلاصه کړه ، ټوپک يې کېښود او په تلو – تلو کې دګوتې په خوځلو سره وويل : يابه بې سُره توريالى نن خپل سرخوري اويا به ...
قو ماندان څو غږونه ورپسې وکړل ، خو ده يواځې ( راکټ دې په تاسو مبارک وي ) ووې او د ونو په منځ کې ورک شو .
دماسپښين اذانونو ته لا وخت پاتې و ، چې د شوبلو ډوب – ډوب غږ ونه راورسېدل .
مجاهدينو د د عا لپې پورته کړې او بيا دسترګو په رپ کې ټاکلو ځايونو ته ورسېدل .
دهغوى له رسېدو سره سم ، له مخامخ غره ، څو چورلکۍ را واوښتې او په شاوخوا سيمو يې دسکروټو باران جوړ کړ .
څو دورې يې ووهلې او بيا بېرته له سترګو پناه شوې . دټانګونو غږونه رانږدې شول ، سړک ته د نږدې کورونو ښيښې په جړقېدو شوې .
توريالي هم له خپل زوړګيلن سره ، ځان ور رسولى و او له سړک نه لاندې بوټو کې پټ و .
دکتار د اول سر ټانګونه او څو پوځي موټر تېر شول ، خو لا يو خړ ټانګ له دوه موټر و سره پاتې و .
ورو- ورو رانږدې کېدل او دتوريالي وينه هم په خوټېدو وه .
لا پناه شوي نه وو، چې دراکټ ډز نږدې غره داسې په شوق بدرګه کړ ، تا به وې د ده هم په خپله لمن کې سورمخو يرغلګرو ته زړه ډک و .
ورپسې دماشيندارو غږونه پورته شول ، ځينې موټر به څو ګامه په يوه ډډه روان وو او بيا به په ګړنګونو کې ورک شول .
له پوځي موټرو شېبه په شېبه شنې لوخړې پورته کېدې او پر سړک يې خولې لګولې .
ورپسې ټانګانو کې ناستو کسانو ، چې دخپل سره انقلاب د پرمختګ ضد عناصر يې تورو کندو ته لېږل ، نو ويشتل شوي موټر او شوبلې يې هم کندو ته غورځولې او په تېښته کې يې د پرمختګ لاره ځانته اواروله .
شېبه وروسته ، دسړک دواړه غاړې له اوسپنيزو خوليو او اوږدو چرمي موزو ډکې شوې .
د مجاهدينو د ګڼو ګروپونو له خوا ډزې روانې وې ، شنو لوګيو يو بل اسمان جوړ کړى و .
وروستى ټانګ زړه نازړه توريالي خواته راورسېد، خو چې کله يې په هوا کې دلوګيو ننداره وکړه ، چينونه يې سست شول ، دمخې تاو ولو په لټه کې شو .

توريالي حوصله بايلوله ، دتکبير له زړه لړزونکي غږ سره پرې ور وخوت ، ګېلن نه يې سرپوښ لرې کړ ، راټيټ يې کړ او بيايې له اور لګيت نه پلته راووېسته .
په ټانګ کې ناستو کسانو ، چې له خلاص سره دا ننداره وکړه ، سترګې سپينې واوښتې ، دلاسونو په جګولو سره يې د ( دوست!) ( دوست !) چيغې پورته کړې .
توريالي ، چې دګيلن خوله يې هماغه شان ټيټه نيولې وه ، په اشاره يې ټانګ ته له سړک نه دکوزېدو امر وکړ .
ټانګ لاندې پټيو کې ودرېد اوپه ټانګ کې ناست درې واړه کسان ، چې لاسونه يې جګ نيولي وو له هغه سره کلي ته راغلل .
مازيګر لمر په پرېوتو وو، چې ډزې غلې شوې ، دقوې پاتې کسانو او موټر په تېښته ځانونه ولايت ته ورسول ، شېبه پس خړ پړ مجاهدين ، چې پر شونډو يې دغرور موسکا خوره وه ، له نوو ماشيندارو او لاس تړلو سور مخو سره را ورسېدل .
د قوماندان ، چې په پټي کې په ټانګ سترګې ونښتې ودرېد ، راکټ پسې سترګې وګرځولې، خو چې کله يې توريالى له نوو کسانو او کليوالو سره وليد، مخکې راغى ، توريالى پرې غږ کړ : قو ماندان صيب! ودې ليد بې سُره توريالى ؟
قو ماندان او مجاهدين هک پک وو ، ناستو درې واړو هم هرچاته شنې سترګې اړولې او لړزېدل .
قوماندان يو ځل بيا ، په پټي کې ولاړ ټانګ او توريالي ته وکتل او لايې پوښتنه نه وه کړې ، چې هغه ټوله کيسه تېره کړه .
قو ماندان نور هم ورنږدې شو : ښه نو په دې لنډ او تنګ وخت کې دې پټرول له کومه کړل ؟
توريالى له خندا شين شو ، ګيلن يې پر سر واړو او چې ، کله يې ترې دوه درې غټ غړپونه وکړل نو د سور مخو رنګونه لاپسې سره شول ، يوبل ته يې مړې وکتلې او سرونه يې ښکته واچول .