د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوى تشكيل

اجمل تورمان 24.12.2007 13:54
مامور كريم د ټيمي چايبر د رنګ اوښتو شنو چايو ورستي څاڅكي په خپله پياله كې وځنځول ،له جيبه يې د ګوړې يوه وړه ټوټه راويستله او خولې ته يې كړه .
صفدر او عثمان يو بل ته وكتل او په خپلو كې مسكي شول، مانا دا چې سوړ او چړپ.
خو نن د مامور كريم د چايو په غړپ كې سوړ نه و پاتې او د ګوړې په خوند كې چړب .
كور دې له غنمو ډك عثمان خانه تاته چا ويلي ول چې په مامور كريم د نوي تشكيل زيرى كوه !
دوه پنځوس كلن مامور كريم د كار ښه تجربه درلوده ، د لسو كلو مخكې مكتوبونو د واردې او صادرې نمبرونه به يې له ياده درته ويل ، نورو مامورينو هغه كريمې كمپيوټر باله .
خو د مامور كريم له دې نومه ډير بد راتلل ، هغه به ويل كه د اداري اصلاحاتو څپه راغله نو په دې پوه شئ چې كمپيوټر به پاتې وي خو كريم به يې درنه وړى وي .
مامر كريم شپږ اولادونه درلودل ، دوه زامن او درې لوڼې .
په لوڼو كې يې آمنې او زينبې چې تر مينې او بس مينې مشرانې وي يو څو كاله سبق لوستى و خو مينه او بس مينه بلكل بې سواده وې .
زامن يې رحيم او فهيم د ښوونځي په پينځم او شپږم ټولګي كې ول .
كوچنى زوى يې رحيم د دوه كلونو و چې مور يې مړه شوه .
مامور كريم تر خپله وسه د هغې دارو درمل وكړل خو ډاكټرانو ويل چې فاطمه سرطان وه ، دا خبره د فاطمې له مرګه ورسته د ډاكټرانو له خولې راووته .
د مامر كريم د چايو پياله تشه شوې وه خو د گوړې ټوټه لا ټوله نه وه ويلې شوې ، د خپل ساعت د ماتې شيشې لاندې دوه نريو ستنو ته ځير شو ، لويه په لسو ولاړه وه او كوچنۍ دريوو ته ورنيږدې كيده ، سوړ اسويلى يې ويسته او په صفدر خان يې غږ كړ.
صفدر خانه !
زه نو ولاړم ، يو څه سودا مې پكار ده ، كه مديرصيب پوښتنه وكړه ورته ووايه چې ښه نه و ډاكټر ته ولاړ.
صفدر خان ورته ښه وكړه او مامور كريم د خپل ګړباوه ميز له روكه د ټوكر توره خلته راويستله او كات ، كات يې په جيب كې كيښوده .
- د خداى پامان !
مازديګر مهال د كابل ښار د فروشګاه سيمه د مامور كريم په شان د سلګونو نورو مامورينو د سودا اخيستلو تر ټولو تود بازار وي ، ځكه يو خو سودا ارزانه وي او بل د ښار د اكثرو سېمو د موټرو تمځايونو ته نيږدې بازار دى .
مامور كريم چې په نوي تشكيل كې اضافه بست شوى و اوس د كچالانو كراچيو ته نه تاويدو ، د كابل سيند د ديوال تر څنګ يې د شلغمو له يوې ډيرۍ نيم من شلغم واخيستل او د يكه توت د موټرو د تمځاٰ په لور روان شو .
دا يې ښه په ياد و چې آمنې دانه شوي انګور غوښتي ول خو د انګورو برخه پيسې يې د فهيم د رسم د كتابچې لپاره وساتلې ، ځكه هغه پرون د د رياضي په كتابچه كې رسم كښلى و چې ښوونكي له دې امله سخت ډبولى و .
د شلغم شروا مزه بده نه وه ، زينبې د چايو ترموز او ګيلاس د پلار مخې ته كيښودل او ويې ويل :
پلاره !
ګوړه خلاصه ده ، سبا به يې راوړې .
خو مامور كريم ته لكه چې تريڅ چاى خوند نه وركوو نو ځكه يې د چايو پر ځاى له زينبې يو ګيلاس اوبه وغوښتې .
شپې اوږدې دي دسړي خوب پوره كيږي خو د مامور كريم خوب ډير اوږ د شو ، دومره اوږد چې زينبې د فهيم په پنسل په شناخته ورته ليكلي ول :
په خوب ويده شوي رانه ولاړې
اوس به دا ډله يتيمان په چا ساتمه