د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مرکه (interview)اودهغې ډولونه

محمدظریف عنایت زی 17.12.2007 01:01
مرکه دمالوماتودترلاسه کولویوه اساسي روده ده چې په هغې کې په مخامخ شتون اویاهم په غیرحضوري توګه له یوکس اویا‌ډیرو خلکو د یوې مسلې په اړه پوښتنې کیږي .
په مرکه کې ترټولومهمې دهغې پوښتنې دي چې بایدله وړاندې ورته پام وشي . بریالۍمرکه هغه ده چې آزادې پوښتنې پکې مطرح اود هغې لپاره آرام چاپيریال غوره شي ځکه دمرکې آرام چاپیریال دنظرونوپه تبادله کې مهم رول لري .
له مرکې وړاندې ځان دیوې منصفانه مرکې لپاره چمتوکړئ ، همداراز په پام کې مووي چې دمقابل لوري ځوابونه په خورا ځیرتیادرسره لیکئ اویایې ثبتوئ اودهغه هرځواب ته که ستاسودخوښې هم نه وپه ډیره خلاصه سینه اوځیرتیاسره غوږکیږدئ ځکه داحق نلرئ چې دچاله نظرسره مخالفت وکړئ یوازې کولاي شئ چې خپلې پوښتنې مطرح کړئ،داهم بایدووایوکه یوڅوک نه غواړي هغه څه چې تاسویې غواړئ درته ووايي تاسوله ژورنالیستیکي پلوه داحق نلرئ چې خپله خبره پرې وتپئ یاپه بله وینادهغه په خوله خپله خبره وکړئ ځکه یوڅوک ستاسو دنظروړ خبروکولوته اړایستل لویه ژورنالیستیکي اواخلاقي غلطي ده .
دالاندې څونورټکي هم دمرکې لپاره ډیراړین بریښي چې درسنیو کارکوونکي بایدورته جدي پام وکړي :
ــــ له چاسره چې مرکه کوئ بایددهغې په ژبه پوه شئ اویاهم ښه پوه ژباړن درسره وي .
ـــــ دپوښتنودارزښت له مخې دهغوي ټاکل .
ــــ دمقابل لوري دباوراواعتمادترلاسه کول .
ــــ له ټیپ څخه داستفادې په صورت کې له مقابل لوري څخه اجازه اخیستل .
ــــ دهغه مقام اوټولنیزموقعیت ته پام کول .
ــــ له مرکې وړاندې دهغې دموضوع په اړه بشپړمالومات ورکول .
ــــ دمقابل لوري دکمزورو اودپیاوړوټکوپيژندل .
ــــ لومړی دمرکې له موضوع پرته څوآزادې خبرې کول څو هغه داسې فکروکړي چې له یوه نږدې ملګري سره مخامخ دی .
ــــ له داسې پوښتنوترډیره ډه ډه کول چې ځواب یې یوازې هواونه وي .
ــــ دمرکې دزرپاي ته رسولوهڅه نه کول .
ــــ دمرکې په لومړي سرکې داسې فضابرابرول چې دمقابل لوري باور ترلاسه شي ترڅوپه خپله خوښه په آزاده توګه خبرې وکړي .
ــــ کله چې له چاسره مرکه کوئ دهغه له نظرسره مخالفت نکول .
دمرکې ډولونه :
یوکسیزه مرکه ،ډله ایزه مرکه ،په کاردګمارولومرکه ،شخصي مرکه ،آزاده مرکه ،شفاهي مرکه ،خبري مرکه ،مطبوعاتي مرکه ،رادیویي مرکه ،ټلویزیوني مرکه ...
ــــ په فردي مرکه کې له یوچاسره دځانګړې مسلې په اړه پوښتنې د خبرواتروپه توګه مطرح کیږي .
ــــ په شخصي مرکه کې دیوکس په سیاسي ،ټولنیزو،مذهبي ،علمي، کاري اودژوندانه په نوروبرخوکې پوښتنې کیږي خویوکس چې په ټولنه کې له شهرته برخمن دی دهغه دکارونواووړتیاووپه باب پوښتنې ضروري دي یایوکس چې څوک یې نه پیژني لومړی دهغه بشپړمعرفي کول اوبیادهغه ددندواووړتیاووپه باب مالومات ورکول .
په شخصي مرکه کې دمرکې دچاپیریال اوله چاسره چې مرکه کیږي هغه دحرکتونویادول ډیراړین دي .
ـــــ په ډله ایزه مرکه کې دزیات شمیرخلکونظرونه اوافکارپوښتل کیږي اواکثره دغه رازمرکې دورځنیومهموحالاتواویادیوې ځانګړې پيښې په اړه وي چې دهغې په باب دبیلابیلوکسانودنظرغوښتل ضروري وي . په دغه رازمرکوکې بایدپوښتنې لنډې ،ساده اوپه آسانه الفاظووي ځکه دخلکوله بیلابیلوپرګنوسره مخامخ کیږئ .
ــــ په مخامخ یاهغومرکوکې چې دتلیفون له لارې کیږي مرکه کوونکی بایددمرکې پراصولوپه پوهیدوسربیره دبیلابیلومسلواوپه تیره بیاد هغې موضوع په اړه چې پرې خبرې کوي بشپړمالومات ولري اودهغې ترڅنګ بایدژورنالیستیکي اصولوته پایبندوي اوداسې پوښتنې ونکړي چې دمقابل لوري دحیثیت دداغي کیدواوپه راتلونکي کې دهغه دله لاسه ورکولوسبب شي اویاهم پرهغه دخپل نظردتپلوهڅه وکړي چې له بده مرغه دځینورسنیومشران اوکارکونکي دې اصل ته هیڅ پام نه کوي اودمرکې له سره په مقابل لوري دخپل نظردتپلوپه لټه کې وي اوغواړي چې دهغه له خولې خپله خبره وکړي .
دمقابل لوري په روحي حالاتوپوهیدل دښه مرکچي ځانګړنه ده .
مرکه کوونکی بایدتل په ذهن کې څواضافي پوښتنې ورسره ولري چې ښایي په ځینوموردنوکې دمرکې له موضوع پرته پوښتنې وکړاي شئ .
ــــ په ډله ایزه مرکه کې مقابل لوری ګروهنه لري چې پوښتنې په لیکلې بڼه ورکړل شي ځکه په دې کارسره هم پرې زیات تسلط پیداکوي اوهم دځواب ورکولولپاره بشپړوخت لري چې دغه ډ‌ول مرکې اکثره په تحقیقي اوعلمي برخو کې کیږي اودامرکې ډیرلږخبري اړخ لري .
ــــ په آزاده مرکه کې دبیلابیلومسلوپه اړه پرلپسې پوښتنې کیږي او لازم ځوابونه ترلاسه کیږي .
ــــ مطبوعاتي ،راډیویي اوټلویزیوني مرکې په ټول کې په خبري ، عمومي اوفردي توګه ترسره کیږي چې په خبري مرکه کې هدف دیوې پیښې په اړه مالومات ترلاسه کول دي خوپه دغه رازمرکوکې دننه په ستودیوکې مرکه ترټولوګرانه اودډیراهمیت وړده ځکه په دې مرکه کې هرڅه دلیدونکواویااوریدونکوپه وړاندې وي .
¬¬ـــــ په کاردګمارلومرکه په یوې خاصې دندې کې دکسانودوړتیاد مالومولولپاره کیږي چې داکارنن سبادیوکس دښې وړتیاپه مالومولوکې ډیرګټورثابت شوی دی ،که څه هم داکارپه لیکلې توګه هم کیداي شي خودمرکې اوپه مخامخ بڼه کې دوړاندیزکوونکي پوهه، وړتیااوځیرتیاښه جوتیږي .
لنډه داچې دنالوستواوکم لوستولپاره دیوې مسلې ښه روښانول
دیوې موضوع چورلت روڼتیااودډیروخلکوپوښتنوته ځواب ویل دمرکې ګټې دي .