د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کيسه : غوسه زماژوند

قادرشاه 14.12.2007 23:56

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
اې زه هم عجيبه وم دلښتې غوسه به مې خوښيده دپوهنتون دلمړي ټولګي رانيولې تردريم ټولګي پوري كه لـښته به مې  يوځل غوسه ونه ليده نودورځې ټول خيالات به مې ګډوډوو. لښته ډيره زرغوسه كيده اوډيره زربه بيرته پخلاكيدله يوازې زه وم چې دلښتې دغوسه كيدو اوپخلاكيدوټول چلونه مې زده كړي وو.لښته به په يوه وړه خبره دومره غوسه شوه چې ته به واې بيخي به په غيږه راشي اوبيابه بيرته په يوه وړه خبره دومره زرپخلاشوه چي سم دلاسه به يې دخپلو ټولو خبرو او ستغو سپورو بخښنه غوښته. دلښتې غوسه زما د خورو ورو فكرونو دراټوليدو يوازنى تم ځاى وو. دلښتې غوسه زماد ټولې ورځې ترټولو غوره اوښه لاس ته راوړنه وه، دلښتې غوسه مې د ژوند يوازينى هدف وو، دلښتې غوسه زما د وجود پرهرغړي لكه وريښمينه بړستن لګيده،د لښتې غوسه زما مينه وه،دلښتې غوسه زماژوند وو او د لښتې غوسه زما….
 ديارغوسه دګل ويشتل دي   
 بديې خندل دي چې له بل سره يې كړينه
 فكركوم لښته به هم په دې پوهيده چې  هغه ولې ماهره ورځ غوسه كوي؟ ځكه چې كله كله به يې بې له دې چې زه ورته دغوسه كيدو كومه خبره وكړم لښته به راته لا د وړاندې غوسه وه. ما او لښتې يوځاى دژورناليزم په پوهنځي كې زده كړې كولې سره له چې مابه هروخت غوسه كوله بيايې هم پرته له ما د بل هيچاسره نه وه جوړه، داچې مابه هروخت په ټولګي كې ټوكو اوشوخيو ته لمنه وهله دنورو ټولګيوالو هم راسره دومره جوړه وه چې څه ووايم ....
 **     **   **    **
 دوروستي درسي ساعت استاد مو نه وو ټولو له يواوبل سره خبرې كولې ماته داسې موقع په لاس نه راتله چې ټوكې جوړې كړم ،نرګس راسره خبرې شروع كړې نرګس په ټولګي كې له هيچاسره خبرې نه كولې هغه ډيره كبرجنه وه، نه پوهيدم چې نن يې ولې له ماسره خبرو كولوته زړه ښه كړى وو.لږوروسته وپوهيدم  وې اتله ډير ښه نوټ مو نيولې. ما ورته كړه څنګه؟
 ستا د نوټ كتابچه مې له لښتې اخيستي ډيرزيات مشكلات مې ترې حل كړل ماورته وويل نرګس داستاسې دنظرښكلاده كنه زه .... په ټولګي كې هم يوازې يوڅوتنه محصلان پاتې وو زه هم له ځايه پورته شوم غوښتل مې ټولګى پريږدم اودليليې په لوري لاړشم خوزماله پورته كيدو سره سم لښته هم له ځايه پورته شوه كله چې هغې خپل بكس برابروو نو وپوهيدم چې هغه هم له ما سره يو ځاى تلل غواړي، لږورته ودريدم، زه او لښته يوځاى په يوه نامالوم لوري راون شو، دلښتې خندا چندانې خوند نه راكوو غوښتل مې غوسه يې كړم او دورځې وروستي هدف ته ورسيږم. مالږ ځان غوسه غوندې ونيوه او ورته ومي ويل لكه چې ته په خپل بدرنګ ليك باندې شرميږې چې زمادنوټ كتابچه دې نرګس ته وركړې ده لښته يوځل بيازما دژوند انځور جوړ شو او دومره ښايسته غوسه يې وكړه نيږدې وه په غيږ كې يې ونيسم ((ولې ته كوم مير زا قلم او خطاط يې چې زه به بيا ستا د نوټ كتابچه نرګس ته وركوم. ستاليك مې هم ليدلى چې له ما بدتر دى. ما وويل بس كه ليك مې ښايسته وي اوكه بدرنګ همدا اوس ځم له نرګس سره به لږګپ شپ هم ولګوم  اوكتابچه به هم ترې راوړم لږ سات به مې تيرشي . ما له خپله خبره دپاى تر بريده  نه وه رسولې چې د لښتې په بڼه كې مې دښايسته او خوندورې غوسې پرځاى يوه بل ډول غوسه وليده او په سترګو كې يې اوښكې ګډوډې شوې په خپله خبره ډير زيات پيښمان شوم غوښتل مې  هغه بيرته پخلا كړم خو زما له خبرو وړاندې هغې راته وويل ښه اوس وپوهيدم چې تا ولې زه هره ورځ تنګولم ،خو وړاندې به دې ويلي واى چې ما نرګس ته دام ايښى دى ولې دې زه دا دومره كالونه تش په خبرو  وغولولم. داخبره يې بشپړه كړه او وړاندې په ګړنديو ګامونو روانه شوه  زه هم ورپسې شوم او د لښتې دپخلا كيدو ټول چلونه مې په كار واچول خويو هم مثبته پايله نه درلوده. لښته همداسې هم په ګړندوګامو نو روانه وه ،زه له دي لږ وړاندې له پاخه سړكه پوري غاړې ته شوم، كيناستم غوښتل مې دبوټ مزى كلك كړم، لښته له ما وروسته را روانه وه ما وويل كه هغه زما خواته راورسيږي نوبې له كومه شرمه يې كلكه په غيږ كې نيسم، له دې  فكره دتيز رفتاره موټر دبريكونو غږ وويستم نه پوهيږم چې ما څنګه لښتې ته ځان ور ور ساوه اوهغه مې غيږكې ونيوه لښتې قصداً ځان دموټر ټايرونو ته غورځولى وو لښته زما په غيږكې وه هغې يوازې سترګې غړولى شوې دلښتې له سترګودا اټكل كيده چې هغه په دې كارډيره پيښمانه ده..... زه نه پوهيدم چې څه وكړم په لسګونو ځوانان اوپيغلې اوسپين ږيري مې چارچاپيره ولاړ وو فكركول اوځان كنټرولول داهرڅه مې له واكه وتي وو نه پوهيدم چې څه وكړم دهغې په وينو سور مخ مې څو څو ځلې ښكول كړ شونډې مې يه وينو سرې شوې ..... په دې كې يوه سپين ږيرى چې تر ټولو زيات زما خواته ولاړوو . وويل ها زويه دا څادر درواخله اوپرې هوار يې كړه خداى( ج ) دې وبخښي .ما خپل دماغ لكه چې لاسه وركړ ل نه پوهيږم چې له خولې به مې څومره زوروه چيغه وتلي وي له چيغي سره سم په كوټه كې ټول بيده مور، وروڼه اوخويندې مې ټول راويښ شول مورمې سرته ودريده زو....زوي ....زويه څه خبره وه لكه چې و ويريدې هله ته پورته شه ..... دخداى ج شكرمې وويست چې لښته مې په خوب كې ماته شوي، بيرته مې سر په بړستن كې ننويست اوله ځانه سره مې ژمنه وكړه چې زه به بيا •هيڅكله هم لښته غوسه نه كړم .