د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شرعي پرده

سپين سهار 09.12.2007 10:53
د كتاب نوم: شرعي پرده
ليكوال: قاري محمد طيب
ژباړن: حسام الدين صابري
خپرندوى: دانش خپرندويه ټولنه
مخونه: 154
اسلام  د انسانيت د خير ښېګړې دين دى او ټولې لارښوونې يې د انساني ټولنې د سوكالۍ، ښكلا او خوندېينې لپاره رالېږل شوې.
د يوې مسلمانې مېرمنې لپاره شرعي پرده په اسلامي لارښوونو كې تر ټولو مهمه ونډه لري او پر ځان يې پلي كول د ټولنې ډېرې نيمګړتياوې پوره كوي.
شرعي پرده ده، چې ټولنه له بې حيايۍ، نفرت او  بې ادبۍ څخه د حيا، مينې، درناوي او ادب لور ته بيايي.
كه مسلمانه مېرمن پر ځان شرعي پرده پلې كړي؛ نو ژوند به يې ډاډه، درناوى به يې پر ځاى او نسبي ريښې په يې كلكې وي.
شرعي پرده د هندوستان د پياوړي عالم حكيم الاسلام حضرت مولانا قاري محمد طيب رحمه الله ګټور اثر دى، چې پر 1375 هـ ق كال يې د مسلمانو مېرمنو لپاره پر ځان د شرعي پردې د پلي كولو په پار په اردو ژبه ليكلى.
قاري محمد طيب رحمه الله د ديوبند مدرسې پېنځم سمبالوونكى، د حافظ محمد احمد زوى او د ديوبند مدرسې د بنسټ اېښودونكي علامه محمد قاسم نانوتوى رحمه الله لمسى دى.
قاري محمد طيب رحمه الله پر 1337هـ ق كال اسلامي زده كړې بشپړ كړې او له 1343هـ ق نه تر 1348هـ ق كال پورې يې د ديوبند مدرسې د مرستيال سمبالوونكي دنده ترسره كړې.
قاري صاحب په هندوستاني مسلمانانو كې منل شوى خطيب او له سلو زيات كتابونه يې ليكلي، چې د كچې له مخې يې تر ټولو ووړ كتاب همدا شرعي پرده دى.
د مسلمانو مېرمنو لپاره د اسلامي روزنې دغه ګټور اثر ښاغلي حسام الدين صابري پښتو ته راژباړلى او د خپرېدا وياړ يې له دانش خپرنځي سره دى. په دې اثر شيخ الحديث ارواښاد مولانا حسن جان تقريظ ليكلى.
شرعي پرده كتاب د ژباړن له خوا د اسلامي امت هغو بيبيانو ته _چې په دې يوويشتمه پېړۍ كې يې له لويديزې نړۍ نه د بې حيايۍ په را الوتي توپان كې د خپلې حيا و عفت ډيوه تر اسلامي پلو لاندې بله ساتلې او هغو ننګياليو مېړونو ته، چې د اسلامي امت د تلپاتې كېدا  او د مسلمانو خويندو د عفت ساتنې په خاطر خپلې مقدسې وينې نذرانه كوي_ ډالۍ شوى.
په شرعي پرده كې له دغو سرليكونو لاندې د شرعي پردې ګټې په ګوته شوې:
د پردې بنسټيز لامل؛
د بنسټيزو علتونو څو مثالونه؛
د پردې حكم د بې حيايۍ د بندولو لپاره دى؛
د فحش او بې حيايۍ حرمت او بنديز؛
د پردې تربيوي پروګرام؛
د كفري زمانې ډول او سينګار؛
جاهليت اولى (پخوانۍ ناپوهي)؛
جاهليت حال (اوسنۍ ناپوهي)؛
د موجوده جاهليت د فحش او بې حيايۍ څو نمونې او مثالونه؛
د پردې جوړولو پروګرام او ډانچه؛
د ښځې د بنسټ په خټه كې حجاب داخل دى؛
د پردې تر شا سوال و ځواب؛
د ښځې له كوره د وتلو قيد و شرط؛
د ښځې په امامت كې د پردې رنګ او نوعيت؛
د ښځو په يوازې لمانځه كې د پردې شكل؛
د ژوند تېرولو قيود؛
د تصور او خيال پرده؛
د حجاب د جزيياتو خلاصه او لنډيز او د شريعت غوښتنه؛
په ستر او بې سترۍ كې د ختيځ او لويديځ د ښځو انډول او موازنه؛
د پردې او حجاب په باره كې د اروپايانو رجعت او په شا تګ؛
د حجاب د مسئلې دفاعي اړخ؛
پر پردې د نيوكې ځواب؛
د ښځو د روغتيا د خرابۍ بنسټيز لامل؛
د بې حجابه قومونو روغتيا هم سمه نه ده؛
په پرده كوونكيو ښځو كې د علم و كمال د زياتوالي څو بېلګې؛
په زده كړه كې د ښځو لپاره پرده مرسته كوونكې او بې پردې والى زيان رسوونكى دى؛
د ستر و حجاب تر منځ توپير او جلا والى؛
پرده په جزوي يا كلي توګه په كوم كوم ځاى كې ضروري ده؟
پرده په كوم كوم ځاى كې ضروري ده؟
د پردې د علت معيارونه
او نور...