افغانۍ خودکشه پیغله
08.12.2007 03:11زما خورې زما لورې
ځوانی مرګې اے مجبورې
هغه کومه دا سې ګټه ؟
یا تاوان نه ځان ژغورل وو؟
یا جنت چرته ګټل وو ؟
چه د ځان ټوټې ټوټې کړو؟
زما خورې زما لورې
ځوانی مرګې اے مجبورې
ما له دومره جواب راکړه
چه تا ولې داسې وکړل؟
هغه کوم داسې حالات وو؟
داسې کومه مجبوری وه؟
یا حرص وو که هوس وو ؟
که د چا ظالم د لاسه
خپل ناموس وو تا بائیللې ؟
یا بدل د چا د ظلم
پریخودل درته پیغور وو
یا د دین فرقے د پاره
ځان وژل په تا یو پور وو؟
زما خورې زما لورې
ځوانی مرګې اے مجبورې
تا خو سترګې کړلې پټې
خو زما سترګې شوې ټیټې
په بیدیا باندې بربنډ پروت
ستا ټوټی ټوټی وجود دے
اندامونه د ښکاره دی
د وجودپرده د نشته
د حیا ستر د مات دے
ګل وجود د سخا نالئ کښ
وارث نه لرې میرات دے
ټول مخلوق د تماشه کړی
په اخبار کښې هم راغلې
بې حجابه ستا تصویر دے
افغانئ خودکشه پیغله
لیک ترې لاندې دا تحریر دے
زما خورې زما لورې
ځوانی مرګې اے مجبورې