د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فيل مرغانو خپلواكي ( طنز )

محمد طاهر كاڼى 05.12.2007 20:54
د يوه امريكايي ټلوېزيوني چينل د خبرونو له مخې ، څو ورځې مخكې د امريكا د متحده ايالاتو ولسمشر (( ډبليو . اېچ . واى )) ددغه هېواد د فيل مرغانو له استازو سره لېدنه كتنه وكړه. په هغه شانداره غونډه كې چې د امريكايي فيل مرغانو سلهاوو استازيو پكې ګډون كړى وو ، امريكايي ولسمشر لومړى ټولو امريكايي فيل مرغانو ته ښه راغلاست ووايه او بيا يې د هغوى خپلواكي اعلان كړه. هغه وويل چې سر له نن نه د ټولې امريكا فيل مرغان د ژوند په ټولو چارو كې ازاد او خپلواك دي او څوك به يې په ستوني چاړه راكش نه كړي. نوموړي زياته كړه ، چې له دې نه وروسته به دى نه يواځې چې په عادي ورځو كې ، بلكې د كريس مس او نورو جشنونو په ورځو كې هم د خپل هېواد هېڅ يوه فيل مرغ ستونى غوڅ نه كړي او له غوښې نه به يې كار وانخلي. له دې نه وروسته به د امريكايي وګړو بالښتونه د امريكايي فيل مرغانو له بڼكو نه نه ، بلكې د بهرنيو فيل مرغانو له بڼكو نه به ډكيږي. له دې نه وروسته به په امريكا كې د فيل مرغانو ټولو حقونو ته بشپړ درناوى كيږي او څوك به يې حقونه تر پښو نه لاندې كوي. يانې دا چې چېرته يې زړه وي ، هماغلته كولاى شي د قوړ ، قوړ ، قوړ سندرې ووايي ، او چې چېرته يې زړه وي هماغلته هګۍ واچوي. امريكايي فيل مرغانو ته د دوى په تاريخ كې دا لومړى ځل دى چې دا ډول بشپړه امريكايي خپلواكي وركول كيږي.
ولسمشر (( ډبليو . اېچ . واى )) له بهرنيو فيل مرغانو سره د امريكايي فيل مرغانو د دوستۍ اړېكو ، په تېره بيا د اقتصاد په برخه كې اړېكو او همكارۍ په تړاو اوږدې خبرې وكړې او ويي ويل : (( له نن نه وروسته بايد د بهرنيو دوستو او ان نادوستو هېوادو له فيل مرغانو سره هم هر اړخيز اړېكي ټينګ شي. امريكايي فيل مرغان بايد ډېر كارنده ، چوتار او چالاك وي او هڅې وكړي چې د بهرنيو فيل مرغو ټولې هګۍ ، بڼكې او نورې لاس ته راوړنې په ډېره ټيټه بيه او يا هم وړيا توګه تر لاسه كړي. ددې لپاره چې امريكايي فيل مرغان په ډېر بري سره خپلو دغو او نورو ستراتيژيكو موخو ته ورسيږي ، هغوى په بشپړې خپلواكۍ سره كولاى شي چې له بهرنيو فيل مرغانو سره د فيل مرغي ژوند په نورو برخو كې هم اړېكي ټينګ كړي. د بېلګې په توګه هغوى ته خپله فيل مرغي ژبه ورزده كړي ، د خپلو بچيانو د زېږېدنې ورځې په ګډه ولمانځي ، وخت ناوخته د هګۍ اچولو سيالۍ ترسره كړي او په ګډه فيل مرغي كنسرتونه وركړي. ان تر دې چې پخپلو منځو كې ودونه وكړي. زموږ فيل مرغان يواځې په دې ډول كولاى شي ، چې له خپلو ګټو نه دفاع وكړي. دا كار هم له بهرنيو فيل مرغانو سره د امريكايي فيل مرغانو د راتلونكې ستراتيژيكې دوستۍ لپاره ګټور دى ، او هم د فيل مرغانو د نړيوال كېدو (( ګلوبالېزېشن )) سره خورا ډېره مرسته كوي.))
د ولسمشر په دغه له ولولو ډكه او تاريخي وينا سره ټولو حاضرو فيل مرغانو په داسې حال كې ، چې د خپلو وزرونو په ټپولو سره يې چكچكې كولې ، غاړې يې اوږدې او له ډېرو تودو ولولو نه تكې سرې شوې وې ، په قوړ ، قوړ ، قوړ نارو سره شعارونه وركول او ويل يې چې : (( ژوندى دې وي زموږ امريكايي ولسمشر ! تل او بريالى دې وي دده فيل مرغي سياست. وېري ګوډ ! وېري ګوډ ! ))
امريكايي ولسمشر (( ډبليو . اېچ . واى )) د خپل هېواد د فيل مرغانو خپلواكي په داسې حساسو شپو ورځو كې اعلان كړه ، چې په نږدې راتلونكي كې بايد په دغه هېواد كې د ولسمشرۍ ټولټاكنې ترسره شي. له بل پلوه په دې وروستيو كې په امريكايي ټولنه كې نارضايتۍ ډېرې شوې دي. لكه څرنګه چې دى پخپل بانديني سياست كې پاتې راغلى ، له دې لامله په امريكايي وګړو او پارلمان كې دده د مخالفينو تله د پلويانو له تلې نه ډېره درنه شوې ده. نو ددې لپاره چې دى وكولاى شي خپلې نېمګړتياوې په بري سره لرې كړي ، د فيل مرغانو خپلواكي يې اعلان كړه. بل دا چې ددغې خپلواكۍ په اعلانولو سره به د فيل مرغانو په منځ كې دده ګرانښت زيات شي او ټول فيل مرغان به دده پلويان شي ، چې دا به پخپل ذات كې د ځنګل او ژويو د قانون له مخې ده ته لوى برى ورپه برخه كړي. دى غواړي چې د ولسمشرۍ د ټولټاكنو په كمپاين كې ټول امريكايي فيل مرغان هم ګډون وكړي.
وروسته د غونډې د برخه والو په شور ماشور ، تودو ولولو او چكچكو كې د فيل مرغانو په استازۍ يو مخور فيل مرغ ( چې مخ يې له خوشالۍ نه په رښتيا هم ډېر اوږد شوى و ) ستېژ ته وخوت. لومړى يې خپلې بڼكې وڅنډلې او پاكې كړې ، بيا يې مايكروفون خپلې مښوكې ته نږدې كړ او خپله وينا يې داسې پيل كړه : (( درنو حاضرينو او د امريكايي فيل مرغانو قدرمنو استازو ! ډېر د وياړ ځاى دى چې نن په دغسې يوه شانداره او تاريخي غونډه كې ګډون كوم. نن زه دومره خوشاله او نېكمرغه يم ، چې له ډېرې خوشالۍ نه پخپلو بڼكو كې نه ځايېږم. ډارېږم چې بڼكې مې يو ناڅاپه باد باد نشي. په هره توګه ، كه مې بڼكې باد باد هم شي ، بيا هم د نن ورځې په خوشالۍ ارزي. نن ورځ د امريكايي فيل مرغانو په تاريخ كې تر ټولو ښه او له وياړه ډكه ورځ ده. زه د ټولو امريكايي فيل مرغانو ، كه وږي دي او كه تږي ، كه ګوډ دي كه ړانده ، كه بڼكې لري او كه يې نه لري ، كه ناروغان دي او كه جوړ ، كه نېشه دي او كه خومار ، په استازۍ له امريكايي ولسمشر ښاغلي (( ډبليو . اېچ . واى )) نه د زړه له تله مننه كوم ، چې موږ ته يې بشپړه خپلواكي را په برخه كړه ، او تاسو ټولو ته ددغې نېكمرغې او تاريخي ورځې په مناسبت د زړه له كومې مباركي وايم. ))
غونډه د فيل مرغانو په داسې شعارونو سره ، چې ژوندى دې وي ولسمشر. ژوندي دې وي ټول امريكايي فيل مرغان او د هغوى ملګري. پڅه او ځنګنه دې وي زموږ د ولسمشر چاړه ، چې داسې نه كومه ورځ په غوسه شي او زموږ ستوني راغوڅ كړي ، بلكې د نورې نړۍ فيل مرغانو ته يې هم زيان ونه رسيږي ، پاى ته ورسېده.