د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دجرات ماڼۍ مې داسې ړنګه شوله

رفيع الله ستانکزی 03.12.2007 22:01

هر وخت به زه د ښوونکي تر خبرو لاندې وم او خپلې خبرې به يې تل په ما باندې کولې، ډېری هم هغه خبرې، چې د کم جرأتۍ په هکله وې، ځکه چې زه به تل د ټولګي مخې ته نه شوم درېدای او چې کله به هم له مجبورۍ د زده کړيالانو مخې ته د ښوونکي په امر د درس د تشريح کولو لپاره ودرېدم، نو بيا به مې نه پښې خپلې وې او نه د ټول بدن واک.

تل به د ټولګيوالو تر خندا لاندې راتلم او هم به ښوونکو يو تربله ويلې، ښه دی، خو هېڅ جرأت نه لري، که په دی زيار وباسي نو ډېر به ښه شي.... دې ته ورته خبرې به مې تل او هره ورځ اورېدې، نن مې له ځانه سره کلک هوډ وکړ، چې هر څه شاته وغورځوه، د چا د سترګو تر اغېز مه راځه، او نه به د چا د خبرو تر تاثير لاندې راځې.

سر له نن څخه زه هم يو زړور او د جرأت لرونکي زده کړيال په توګه ځان خپلې څانګې ته ورپېژنم، ځکه چې دا کار مې له ځانه سره ډېر تکرار کړ، هغه داسې، چې د خپلو ټولګيوالو او نوور ملګرو مخې ته خو مې ښه په زړه وره خبرې کولې او همداسې په دغه ورځ، چې د ټولګي ډېری ټولګيوال ناسوب (غيرحاضر) هم وو، د ټولګي مخې ته د درس د تشريح کولو لپاره ودرېدم او په ښه ترا او جرات سره مې خبرې وکړې، ډېر خوند يې راکړ بېرته په ډېرې خوښۍ سره خپلې چوکې ته راوګرځېدم او ورسره مې د ښوونکي شاباسۍ هم ترلاسه کړ.

نور نو زه هاغه بې جرأته زده کړيال نه يم، د ټولګي مخې ته په ډېره فصيحه او بليغه ژبه خبرې کوم، اوس هغه وخت هم نه دی، چې په ټولګي کې به د بې جرأتۍ له امله هېڅ په ټولګي کې نه غږېدم او هېڅ به مې په ټولګيزو کړنو کې ونډه نه اخيسته، اوس زه ډېر باجرأته يم په ځانګړې توګه نن ورځ خو هېڅ د خبرو کولو لپاره له ځانه سره د خبرو د انداز او ... په اړه فکر نه کوم، وايم چې زما خبره به کره او سمه وي، داسې نه – داسې به خپلې خبرې د يو مشر په توګه پای ته رسوم، دې ورته فکرونو مې د زړه په ډاګ کېږدۍ وهلې وه، چې ښوونکی ټولکي ته راننوت، ټول ورته د خپلو څوکيو څخه پورته شولو، نن خو مې په ښوونکي غږ هم وکړ، چې ....صاحب ښه يې.... له څو پيليزو خبرو او سوبپاڼې (حاضري) له اخيستو نه وروسته ښوونکي پر تختې باندې يو ویی (لغت) وليکه، چې (مينه) او موږ زده کړيالانو ته يې مخ راواړوه، وې ويل: مينه څه شی ده؟ څه ته وايي؟ او ...؟؟؟ که څه هم درسونه پای ته رسېدلي خو نن مې له ځانه سره دا سرليک غوره کړ، چې موږ ټول به په دې موضوع فکر کوو او هر يو بل خپل خپل نظر وړاندې کوي. ټولو زده کړيالانو له يو او بله سره سوڼېده پيل کړل او له ځانه سره مې وويل، چې همدا دې ښه وخت دی، تر څو خپل جرأت ښکاره کړې، لاس مې پورته کړ، ښوونکي مې وويل: ته؟ ما ورته ځواب ورکړ: هو صاحبه. راغبرګه يې کړه: سمه ده، خو لومړی لږ فکر پرې وکړه بيا راشه.

له ځانه سره مې بېلابېلې خبرې راغونډې کړې او ډېرې مې ښې په مينه ناکو کلمو سره وپييلې، چې ښوونکي غږ وکړ: نن خو په دې موضوع باندې (...) هم غږېدلی شي، دا خو به ډېره اسانه موضوع وي، په دې خبرې سره يې وويل راځه او له خپله انده خپلو نورو ملګرو ته مينه تشريح کړه؟

د خپلې څوکۍ څخه راپورته شوم، او د تولګي مخې ته ودرېدم، چې ناڅامه مې د يو چا د سترګو غشی مې د جرأت په ماڼۍ ولګېد او زما جوړه شوې ماڼۍ يې له بېخه ونړوله. همدا نظر بیا د ټولګي مخې ته زما د درېدو وروستۍ ګوزار وو او په همدغه يوه ګوذار يې د بې سدۍ نړۍ ته ګډه په شا کړم.