د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلامي امت د بې شرمه اوفاحشيي موسيقۍ په طوفان کې

انجنير حمدالله شاکري 24.11.2007 14:49
Hamdullah_610@yahoo.com

ګرانو لوستونو! له دريومياشو راهسی ددی مضمون په فکر اخته وم چې داسې يو لنډ او دلوی فهم نه ډک داسلام دمقدسو ارشاداتو په رڼا کی مضمون وليکم چې هغه کسان چې ناخبره پدی طوفان کی ډوبيږی خبرشی او هغه کسان چې ددی ستری بی شرمی اوفحاشت طوفان ته دګناه په سترګه هم نه ګوری له خدايه وويږی اوخپل رب (ج) ته توبه وباسی اوهمدارنګه هغه کسان چې دی لويی فتنی ته چې د ټولنی داخلاقی زوال ،علمی زوال ،اقتصادی زوال اوهرډول فحاشت سبب ګرځی ديوه رواعمل بڼه ورکوی دوی له خپل نظر څخه تيرشی او دټولو خلکوپه ګناه اوفساد کی ځان شريک نه کړی.
موسيقی دپخوانيوعلماوو په نظرله يواځې سندرو اوسندری سره د موسيقی آلاتو څخه عبارت ده ،لومړی شکل خويی ځکه تربحث لاندی نه نيسوچه داوسنی زمانی پټنګان خوهغه ته له سره موسيقی هم نه وايی اونه يی پرهغه تنده ماتيږی زماهدف دا اوسنی بی شرمه موسيقی چې په مختلفوشکلونو دمسلمانانو داخلاقی زوال په موخه په ډيره تيزی سره د پرمختګ په حال کی ده .ولی دی ته موهم بايد پام وی چې د بی شرمه موسيقی پيل له خالی سندرو دی اوسلسله په سلسله د فحاشت لوری ته خلک بيايی که ګوګريوه ماشوم ته په لاس ورکړو نوټول کورته به اورورته کړی چې پدی سره له يوی پلتی ټول کور وسوزيد.
موسيقی داسلام ددوښمنانو هغه لويه وسيله ده چې هروخت يی دمسلمانانوپروړاندی استعمال کړی اود دوښمنانو لپاره يی په زړه پوری نتيجه ورکړی .داهغه وسيله ده چې غواړی پدی سره مسلمانان په فحاشت کی ګرفتارکړی کله يی چې پدی شيطانی ځنځيرونو وتړل نوبيا دين ،غيرت، جهاد اوآزادی اوناموس دده لپاره کوم مهم شی نه ښکاری .بيا نوداسلام دوښمنان په آسانی کولای شی دی خپل غلام وګرځوی اودخپل زړه حکومت ورباندی وکړی.
لکه اوس چې عملا ځنی بی غيرته عناصر وينی چې په سلګونو بی ګناه مسلمانان بمبارت شی خودوی خوله هم نشی ښورولای.
دبی شرمه موسيقی ځنی ناوړه پايلی په لاندی ډول دی :
۱- ذلت :دبی شرمه موسيقی پتنګان يواځې دموسيقی په فاحش مجلس کی څه عزت لری اوخلک خپل خوندونه ورڅخه اخلی اولاسونه ورته ټکوی ،خوپه ټولنه کی هيڅ عزت نه لری ځکه که کوم وخت يوبازينګريا اټنچی او يا سندرغاړی قيادت ترلاسه کړی اول خودا يومهال کاردی خوبيا هم که دغه درجه ترلاسه کړی نو خپل دمجلس ياران به يی هم نه قبلوی اووايی به تا خو ترپرونه بازينګری کوله اومابه خوندونه درڅخه اخستل نو اوس دی څنګه دځان مشرکړم.
۲- دخدای(ج) له ياده عفلت اودزړه توروالی :
دبی شرمه موسيقی پتنګان خوپه داسې جهان کی ډوب وی چې رحمن خدای (ج) هم ورڅخه هيرشی ،دعبادت وخت نلری يا يی هيروی ،اوکه عبادت هم کوی نوپه خپلو شهوانی اوشيطانی سوچوکی غرق وی کوم ارزښت ورته نلری ،همدارنګه آخير يی زړه تک تورشی چې داسلام له علامو لکه دين ،عالم ،جومات ،لونګی ،ږيره ،دحق خبری اونور ورته بد ښکاری اوزړه به يی ورڅخه تور وی .
۳- داخلاقی فساد خواته دعوت :
اوسنی بی شرمه موسيقی دټولو بی حيايیو اوفحاشت اصلی سرچنه ده ،اودا ترټولولوی د شيطانی اهدافودپلی کولو مرکزی ورکشاپ دی ،همدا فاسد مجلس آخر يوسړی دزنا، لواطت اوبربادی کندی ته غورځوی ،ځکه يوسړی چې کله يواځې سازاوسرود د اوريدلو ترتاثير لاندی راشی نو بيا وايی کاشکی ددی پتنګ شکل می ليدلای وای بيا يی چې د شکل ترتاثير لاندی راشی بيا به يی زړه غواړی کاشکی اټن اوبازی می يی هم ليدلی وای بلاخره طبقه په طبقه ترنيمه لوچ يا پوره لوڅو بازيو ليدلوپوری يی ورسوی نوبيا چې دی حالت ته ورسيږی نوڅنګه به په يوه ضغيف ايمان دخپل شهوت طوفان بند کړی بيانوداسی هم وشی لکه څه وخت مخکی مو که اوريدلی وی چې ورور پرخپله خور دشهوت پوره کولولپاره ديوه سترناوړه عمل اقدام کوی.
۴- دعلم زوال :
يوښکلی ځوان به وينی چې لوی سر به يی وی ولی اليف به يی په جيګرکی هم نه وی ځکه دی خوپه کتاب پروت دی يادوی شنکی خالونه نو دمطالعی لپاره به وخت له کومه کړی .
که ددی پټنګ سره ۲۴ ساعته انترنيت هم وی خوغريب به دخپل وطن له ويب پاڼو ناخبره وی چې له هغه څخه ،دملک حالت،علمی معلومات يانورڅه ترلاسه کړی ،ولی دموسيقی اوفحاشت انترنيتپاڼی به که دهرملک وی قلم په قلم ورته معلومی وی اوپه فاسدوشيانوبه خپل قيمتی وخت تيروی ،چې نه يی د دنيا ګټه پکی شته اونه هم دآخيرت .
۵- دواحد کلتوراومذهبی لاری زوال:
دبی شرمه موسيقی پتنګان دځان لپاره کوم واحد دود اودستورنلری ځکه چې دوی خو دی فاسدومجلسو داسې ترتاثيرلاندی راوستلی چې دخپل ملک اوخپل دين کلتور ورته کوم ارزښت نلری څه چې بيګاه پر شيطانی ورکشاپ کی وينی سبا به يی ګوری چې نراوښځی همغه ډول ځان جوړکړی وی اوپه لارو به اکټونه کوی .
۶- دين غيرت اوناموس ته بی ارزښته کيدل:
دبی شرمه موسيقی پتنګان به آخرته له دی شيطانی ورکشاپونو څخه داسې دپلوم ترلاسه کړی چې ده ته به بيا دين ،ناموس اوخاوره هيڅ ارزښت نلری ،لکه اوس چې ځنی بی ناموسه اوبی غيرته ګوری چې که په سلګنو بی ګناه مسلمانان په بمبارت کی مړه شی دوی خوشی غوږ هم نه ښوروی.بی احساسه بی زړه سوی سخت زړی به شی .
موسيقی دقرآنی آيتونواونبوی ارشاداتو په رڼا کی :
وَمِن النَّاس مَن يَّشتَري لَهوَالحَدِيثِ لِيُضلَّ عَن سَبِيلِ اللهِ بِغَير علمٍ وَّ يَتَّخِذَها هُزوًا اُلـ ِءـكَ لَهُم غَذابُُُ ُ مُهِين
(سوره لقمان ايه ۶ ).
اوځنی له خلکو څخه هغه څوک دی چې اخلی عبثی خبری (اړوونکی له حق څخه ) دپاره ددی چې وښويوی (خلک) له لاری دالله (ج) او چې ونيسی (دا لاره يا آيتونه ) په ټوکو مسخرو،دغه (کسان) شته دوی ته غذاب سپکوونکی .
ګرانو! ددی آيت شريف شان نزول داوه چې نضربن حارث چې دکفارو له مشرانو څخه ؤ کله به چې دتجارت لپاره فارس ته تلو نو له هغه ځايه به يی دعجمو پاچاهانو قيصی او تاريخی کتابونه له ځانه سره راوړل اوقريشوته به يی ويل چې محمد (ص) تاسی ته دعاد اوثمود قصی آوروی راځی چې زه تاسی ته دروستم اواسفنديار دپاچايانو قصی واوروم ،ځنوخلکوبه هغه قصوته ناست ؤ او په زړه پوری به يی ګڼلی .
بل داچه هغه يوه سندرغاړيی وينځه هم اخيستلی وه کوم وخت چې ده به وليدل دکوم سړی زړه نرم اواسلام ته لږ څه متمايل شوی دی نوهغه به يی دهغی سندرغاړی کره ليږه اوورته ويل به يی چې دغه ته ښه خواراک اوچښاک شيان ورکړه اوښی سندری ورته اوروه ،بيا به يی دغه سړی ته ويل چې ګوره دغه ميلی اوچړچی له هغه څخه ډيری ښی دی چې محمد(ص) دی هغه لوری ته بولی چې لمونځ کوه ،روژه نيسه او ځان په شهادت ورسوه ،نوپه دغه باندی دا آيتونه نازل شول. اوپه دی سره ټول هغه شيان چې خلک دفحاشت بی حيايی ،جمله منکراتوطرف ته بيايی او دخدای (ج) دياد څخه خلک وباسی په ډير مختصر ډول قرآنکريم باطل اعلان کړل.
کابلی تفسير چې اوس په مکه شريفه کی په نوی ډول چاپ شوی ليکی :
حضرت حسن (رض) د « لهوالحديث » په متعلق فرمايی : كل ماشغلك عن عبادة الله وذكرة من السمروالاضاحيك والخرافات والغناء ونحوها . يعنی لهوالحديث هرهغه شی دی چې دالله تعالی له عبادت او ياد څخه کری کوونکی وی ،لکه فضولی قصی ويل ،چټی بيکاره دخندا اوټوکو خبری ،چټی بيکاره کارونه ،سازاوسرود اونور .
اَفَمِن هذاَالحدِيثِ تَعجَبُون َوتضحكُون وَلاَ تَبكُون وَأنتم سَاِمدُون ( نجم آيه ۵۹-۶۱ ).
آيا همدا همغه خبری دی چې تاسی پری تعجب ښکاره کوی خاندی اوژاړی نه اوپه سندرو ويلوسره دهغه مخه نيسی.
په تفسير ددی آيت کی ابن عباس فرمايی د (سمود) د يمن دخلکو په ژبه موسيقی او سندرو ويلو باندی اطلاق دی ،اوکله به چې کفارو قرآن اوريدلو نوموسيقی ،بدلی اوبازی به يی کولی ترڅوخلک دقرآن له اوريدلو منع کړی.
وَاستَفِززمَِن استَطتُ ِمنهُم ِبصَوتِكَ وَاجلِب عَلَيهِم بخَلِكَ وَرَجلِكَ وَشَاِرهُم فِي لاَاموَالِ وَلاَولاَدِوَعِدهُم وَمَا يَعِدُهُمُ الشَط\\\'نُ اِلاَّ غُرُورًا (سوره اسراء ايه ۶۴ ).
ويی ښويه او ذليل يی کړه څومره دی چې وس وی هغه څوک پخپلی بلنی (دعوت د معصيت اووسوسو طرف ته ) خپل سواره اوپلی لښکری ورباندی راوله اوپه مالونو او اولادونو کی ورسره برخه وال شه او هغوی دوعدو په دام کی ونښلوه او دشيطان وعدی پرته له غولونی نور هيڅ نه وی .
په دی آيت الله تعالی ټولو اسلام دوښمنو شيطانانو ته خطاب کوی چې هرهغه څوک چې کولای شی په خپل تحريک کوونکی آواز وښويوی چې ددی آيت په متعلق عبدالله ابن مسعود (رض) دشيطانی غږ نه مراد دبی شرميو خواته تحريک کوونکی سندری او موسيقی ښولی دی.
خودا ډيرجامع مضمون ده : ټول هغه منافقين چې خلک يا دبی شرمه اوفاحيشی موسيقی ،يافاحشو فلمونو اوتبليغاتو اويا خپل منسوخ اوباطل دين ته د دعوت په ډول ډول نيرنګو خلک ښويوی په درواغجنووعدو خلک غلوی او ورته وايی داڅوورځی ژوند دی بايد په پوره بی حيايی چړچو اومزو تيرشی او دمسلمانانو داخبری چې وايی آخرت دی اوحساب دی بی ځايه دی نا واقعا ً چې د دوی وعدی درواغجنی او همغسی خلک تيرباسی.
دموسیقی په اړه احاديث هم ډيردی ولی په دی ځای کی خوله سره نه ځايږی .
دبی بی عايشی (رض) نه روايت دی چې رسول الله (ص) فرمايلی :
ليشربن أناس من امتي الخمريسمونها بعيراسمها يعرف علي رؤوسهم بالمعازف والمغنيات يخسف الله بهم الارض ويجعل منهم القرده والخنازير .(تفسير قرطبی ).
زما دامت يوه ډله به شراب څکی حال دا چې پربل نامه به يی بولی د دوی له دی شراب خوری سره موسيقی او سندری موجودی وی ،دوی به الله تعالی په ځمکه کی ننباسی او وبه يی ګرځوی شادي او خوګان .
بل ځای فرمايی :
اذافعلت أمتي خمسه عشر خصله حل بها البلاء فذكر منها اذا اتخذت المغنيات والمعازف (تفسير قرطبي )
كله چې زما امت پر پنځلسو حصلتو اخته شی هغوی به په بلاوو اوتکليفونو مبتلا شی لدی جملی آرايشی ښځی سندرې اوموسيقی يی يادکړل.
بل ځای فرمايی :
ان الله عزوجل بعثنی رحمه وهدی للعالمین وامرفی ان امحق المزاميروالمغازف والخموروالاوثان التي تعبد في الجاهليه .
زه خدای (ج) دټول عالم لپاره رحمت او هدايت مبعوث کړی يم اوماته يی امر کړی ترڅو دموسيقی آلات ،لهولعب،حرام مشروبات اوبتان چې د جاهليت په زمانه کی يی خلکوعبادت کولو ورک اوله منځه يوسم.
همدارنګه فرمایی : ان الله حرم الخمروالميسروالكوبه وكل مسكر حرام .
خدای (ج) حرام کړی شراب، قمار،طبله او حرام کړی يی دی ټول نشه کوونکی شيان .