د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو په منګولو كې

11.11.2007 15:24

د طالبانو په منګولو كې په ٢٠٠١ زېږديز کال کې د طالبانو له خوا د يوې مشهورې نيول شوې خبريالي ايوان رېډلي نوموتى او په زړه پورې كتاب دى چې ښاغلي ډاكتر فضل هادي وردګ په روانه، ساده او خوږه ژبه پښتو ته ژباړلى. دغه كتاب ټولتال په ۲٢۵ مخونو كې د وردګ ولايت څخه د پښتنو خويندو كلتوري ټولنې (ګودر- مجلې) له خوا د هېندارې مطبوعاتي او فرهنګي بنسټ د كتاب خپرولو صندوق په مالي مرسته خپور شوى دى.  چې د کتاب خپرولو صندوق د خپرونو په دويمه لړۍ کې راځي.
د يوولسم سپتمبر څخه وروسته چې كله نړيوالو ځواكونو د ملګرو ملتونو په ملاتړ پر افغانستان بريد وكړ، نو ايوان رېډلي افغانستان ته ننوته چې د پېښو په اړه خپل رپورټونه وليكي، خو مخكې له دې چې خپل رپورټونه ورځپاڼې ته ولېږي د طالبانو له خوا ونيول شوه.
طالبان داسې نه وو لكه دا اوس، دوى له اېوان ريډلي سره ښه چلند كړى، اېوان رېډلي يې اغېزمنه كړې، پر ايوان ريډلي چې څه تېر شوي هغه ټول يې په کې ليكلي او لوستونكيو ته يې له طالبانو سره د وخت تېرولو په اړه په زړه پورې يادښتونه ليكلي دي.
که د طالبانو په نامه وګړي په افغانستان کې له خلکو سره هغسې چلند وکړي لکه پخوا يې چې کاوه، نو کېدى شي چې ورو ورو په سياسي ډګر کې ځاى ته ځاى ومومي او د خلکو تر منځ محبوبيت تر لاسه کړي.
كتاب په خوږه ژبه ژباړل شوى، ژباړه ډېره روانه ده، داسې فكر نه كېږي چې كتاب دې ژباړل شوى وي، بلكې لوستونكيو ته داسې تصور وركوي چې دغه كتاب دې په پښتو ژبه ليكل شوى دي.
په دغه كتاب كې لوستونكي لولي:
• د ۹/۱۱ پېښه څه ډول رامنځ ته شوه؟
• ليكوالې ولې د نيويارك او منځني ختيځ پر ځاى افغانستان ته د تګ موزې پښو كړې؟
• څرنګه يې د فلسطين د ازادۍ د تنظيم له وتلي قوماندان داودد زرورا سره د اړيكيو تار وغځېد او بيا د هغه د لور مور شوه؟
• په پاكستان كې د افغان كډوالو حالت او په دره ادم خېل كې د وسلو جوړولو كارخانې.
• په اكوړي كې د ديني زده كړو ستر پوهنتون (حقانيه) او د طالبانو روزنه.
• په افغانستان كې د طالبانو غورځنګ څرنګه رامنځ او بريالى شو او دې ته د آى اېس آى پخواني مشر څه وويل؟
• د خيبر دره د تاريخ په اوږدو كې او د تورخم ننداره.
• دا چا، څه ډول او په كومو لارو افغانستان ته دننه كړه؟
• په جلال آباد او كامه كې د طالبانو تر واكمنۍ لاندې ژوند يو انځور او د كامې د خلكو ستاينه.
• چېرته، څرنګه او چا ونيوه؟
• د جلال آباد تحقيقات، د نه خوړلو اعتصاب او اسلام ته بلنه.
• كابل ته لېږدونه، د شلټر نو له بنديانو سره د جېل ژوند او له چارواكيو سره لانجه.
• پر كابل بمباري او د طالبانو غبرګون.
• د لوېديځ څارګرو ادارو له خوا د دې پر خلاف د جعلي اسنادو جوړول او مېډيا ته وړاندې كول.
• ولې امريكا هڅه كوله، چې دا په جاسوسۍ تورنه كړي او طالبان يې مړه كړي.
• خوشي كېدل او له طالبانو سره د كړې ژمنې پر بنسټ د اسلام مطالعه او له هغې اغېزمنېدل.
د دغه كتاب په لوستلو به لوستونكيو ته پته ولګي چې ځينې خلكو د خپلو ځاني ګټو لپاره رنګارنګ لومې غوړلې دي، د كتاب ژباړونكي كتاب هغو ځوانانو ته ډالۍ كړۍ چې له پاكو احساساتو يې ناوړه ګټه پورته شوې، د ډالۍ الفاظ په دې ډول دي:
د هېواد هغو ځوانانو ته چې له پاكو احساساتو يې نورو ګټه پورته كړه او تنكۍ ځوانۍ يې خاورې شوې.
كتاب په پېښور، كندهار ښار، جلال آباد ښار، ګردېز ښار، غزني ښار  كې له كتابپلورنځيو څخه ترلاسه كېدى شي.