د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکند هار يا داښتونه

مجیب الرحمان انګار 12.10.2007 04:00

دکتاب نوم           : دکندهار يا داښتونه
ليکوال                :  علامه اکاډميسېن پوهاند عبدالشکور رشاد
ترتيب او سمون    : محمد معصوم هوتک
مخونه                 : 580
خپرندوی            : دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه – جرمني

له ارواښاد استاد علامه عبدالشکور رشاد څخه راپاتې آثار نه يواځې دا،چې دهغه نوميالي افغان ليکوال او څېړونکي راپاتې ارزښتناک علمي میراث دی،په ملي کچه هغه افغاني علمي،کلتوري او ادبي پانګه ده،چې اوس د وطن د راپاتې عملي میراثونو په لړکې پوره پاملره ورته پکار ده.
       له بده مرغه د اروښاد استاد په ژوند کې دهغه ځینې مهم آثار چاپ او خپاره نه شول؛خو له نېکه مرغه د علامه استاد دعلمي کورنۍ له برکته دغه آثار خوندي دي او د هغوی ديوشمېر شاګردانو او مخلصانو په هڅو يې دخپراوي کار پيل شوی دی،چې يو يې همدا اثر دی.
        دکتاب په پيل کې ښاغلی زرین انځور دخپل يادښت په  يوه برخه کې داسې ليکي :
         د علامه استاد عبدالشکور رشاد د )کندهار ياداښتونه( خپله استاد په هم په دوه ټوکو کې تهیه کړی و او د ياداښتونو بڼه يې لرله. ددې اثر لومړی ټوک ۲۲۸ مخه او دويم ټوک يې ۲۴۵ مخه دي،چې له سريزو سره يې اوس دمخونو شمېره نوره هم زياتېږي.
ددغه کتاب دواړه ټوکه داستاد دناچاپو آثارو په فهرستونو کې د )۱۴۰۰( مخونو شاوخوا کې ياد شوي دي. داخبره سمه ده؛ خوکله چې دغه اثر ښاغلي هوتک چاپ ته چمتو کاوه او وروسته کمپوز شوی؛ نو هم ځینې مکرر ياداښتونه ترې حذف شوي دي او هم د استاد دلاس کښلی ليک په کمپيوټري کمپوز بدل شوی دی.
دغه اثر د کندهار دجغرافيې،تاريخ،کلتور،ادب،نومياليو او نورو بېلابېلو مسايلو په اړه هر اړخيز مالومات وړاندې کوي. ښاغلي ليکوال او څېړونکي او د ارواښاد استاد مخلص شاګرد محمد معصوم هوتک  ددغه کتاب په ترتيب او تنظيم کې ديادونې او ستاينې وړ هلې ځلې کړي دي....(