د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نړيوالو مذهبونو پېژندنه او د اديانو پرتلنه

07.10.2007 04:00

د كتاب نوم: د نړيوالو مذهبونو پېژندنه او د اديانو پرتلنه
ژباړه او زياتونې: جمال الدين عرفان
مخونه: 680
خپرندوى: دانش خپرندويه ټولنه
"د اديانو پرتلنه ډېر په زړه پورې او ګټور څېړنيز كار دى. په دې كې په ټوليزه توګه له بياني، لاسوندي، او تاريخي څېړنيزو لارو چارو كار اخيستل كېږي او څېړونكي او لوستونكي دواړه پكې له خپل زياره پند اخلي".
"د اديانو او مذهبونو له څېړنې نه يوازې زموږ ديني معلومات زياتېږي؛ بلكې د زدكړې نوې لارې راته پرانيزي. د هر مذهب خپله فلسفه وي، چې په لوستلو يې د هغه مذهب وړوالى او ناوړ والى په ښه ډول څرګندېږي".
د نړيوالو مذهبونو پېژندنه او د اديانو پرتلنه اثر د ښاغلي جمال الدين عرفان له خوا په خوږه پښتو ژباړل شوى او دانش خپرندويې ټولنې يې چاپ ته اوږه وركړې.
كتاب په اردو ژبه ليكل شوى او په دويم چاپ كې بيا كتل شوى او له لنډيز او سمونې وروسته چاپ شوى.
ښاغلي جمال الدين عرفان يې همدغه دويم چاپ ژباړلى او د نړيوالو مذهبونو د پېژندنې مينه والو لوستوالو ته يې د ګټنې په پار وړاندې كوي.
په دې اثر كې لومړى نړيوال مذهبونه او اديان څېړل شوي او په پاى كې د اسلام له سپېڅلي دين سره پرتله شوي.
د كتاب په ژباړه كې له ژبنيو پېچلتياوو څخه په ډډې كولو كوښښ شوى، چې په روانه پښتو مينه والو ته وړاندې شي. دغه راز په كتاب كې ځاى ځاى د اړوندې موضوع په اړه د ژباړن خبرو موضوع لا څرګنده كړې.
په كتاب كې دغه ټوليز سرليكونه راغلي:
د مذهب ماهيت، هندي مذهب يا هندو مت، د سكهانو مذهب، د زرتشت مذهب، د كنفيوشش مذهب، د سامي نژاد اديان، يهوديت، عيسائيت، د اسلام سپېڅلى دين او په پاى كې هم د اسلام سپېڅلى دين د نړۍ له يو شمېر اديانو سره د "اسلام او د نړۍ اديان" تر سرليك لاندې پرتله شوى.
دغه راز له پورته يادو شويو ټولو سرليكونو لاندې نړيوال اديان او مذهبونه په خورا ښه ډول سپړل شوي.
دانش خپرندويې ټولنې دا اثر په جرمني كې د نوي افغانستان د جوړېدو د 260 نړيوال جشن په وياړ چاپ كړى او مينه لوستوالو ته يې وړاندې كوي.
د نړيوالو مذهبونو او اديانو د پېژندنې مينه  وال دې يې لوستل نه هېروي.