د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طبيعي راديواکتيو يتي

پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزی 06.10.2007 04:00

سريزه
په ١٨٩٦ م کال کې يو فرا نسوي فزيک پوه هنري بېکارېل (Henri Becquerel)په خپل يوه تور تياره لابراتوارکې چې هلته رڼا هيڅ موجوده نه وه ديورانیوم مالګې په يومعدني مرکب یانې (Kalium-Uran-Sulfat) با ندې تجربې تر سره کولې. په دې ترځ کې ورته جوته شوه چې دنوموړي عنصر په اړخ کې ځاې په ځاې شوى فوتو فلم توررنګ ځانته غوره کړى وه .په داسې حال کې چې د فوتويو فلم هغه وخت تور کيږي چې الکترومقناطيسي وړانګې لکه رڼا ورته و رسيږي. نو په دې ترځ کې دا پوښتنه ورته پيدا شوه چې پرته د لمر رڼا څخه دغه فوتو فلم ولې تور شوئ دۍ؟ نوموړي دا ومنله چې دفوتوفلم توروالۍ خامخا ديورانیوم معدني ډبری سره تړاو لري. نوبېکاريل دا پريکړه وکړه چې پخپله يورانیوم يو ډول وړانګې د ځان څخه خپروي او له دې کبله دلمر رڼا ته اړتيا نه لري. ورو سته ثابته شوه چې ديورانیوم عنصر راديو اکتيو خاصيت لري دا په دې مانا چې هستوي ذرې لکه الفا ذرې ور څخه خپريږي او د هغوې اغيزه په فوتو فلم باندې پاتي کيږي. بيکارېل په لومړي وخت کې نوموړو وړانګو ته ديورانیوم وړانګو نوم ورکړ.
په ١٨٩٦ م کال کې دهېنري بېکارېل Henry Bequerel له خوا څخه دطبيعي راديو اکتيويتي قانون کشف شو.
په ١٨٩٨ م کال کې د پيرې کيوري Piere currie  او ميرمن ماري کيور Marie curie له خوا دراديم راديو اکتيو عنصر Radium کشف شو
په ١٩٠١ م کال کې دلومړي ځل لپاره يو فرانسوي ډاکترلوپوس Lupus په پاريس ښارکې دپوستکي سرطان ددرملنې په موخه دراديم څخه کار واخیست  بېکاريل په لاندنې عکس کې خپل کشف شوې مالومات چې ګڼې یورانيم د خپل ځان څخه داسې ډول وړانګې خپروي چې يوفلم تورولای شي پر ليکه کړې دی. دعکس لاندې توره برخه هغه فلم دۍ چې د راديم الفا وړانګو په لګيدو سره تورشوئ دۍ.

په ١٨٩٨م کال کې يوې فرانسوئ ښځينه فزيک پوهې ميرمن ماري کيوري(Marie Curie) دخپل ميړه پـیـېـرکيوري ( Pierre Curie) په ګډ ون سره په دې بريا لي شوه چې د راديم ( Radium ) په نامه يو بل نوئ راديو اکتیف عنصر را بر سيره ( کشف ) کړي. نوموړئ عنصر راديو اکتيو خواص لري یانې د الفا هستوي و ړانګې خپروي او پخپله يې په یوه بل نوي عنصر باندې اوړي. په ١٩٠٣ م کال کې ماري کيوري، پېير کيوري او بېکارل په ګده سره د طبيعي راديواکتیو عنصرونو درا برسيره کولواو پوهنيز اثاروپه بدل کې دنوبل جايزهNonel prize تر لا سه کړه.
ترنن ورځ پورې لږ څه يوزرو پـينځه سوه توپير لروونکې اتوم هستې يا نوکليد (Nuclid) پيژندل شوې دي چې له دې شميرڅخه ذر(1000) په مصنوعي توګه لاس ته راځي او پـينځه سوه هستې په طبيعي ډول پيداکيږي. څرنګه چې د هريوه نوکليد دپروتونو شمير او دکتلې شميرد يوه او بل سره تو پير لري نوهر يو يې په ځانګړي ډول سره پيژندلاې شو. دنوموړو هستو څخه يې يوازې دوه سوه نهه څلويښت ثابت یانې راديواکتیو نه دي او پاتې نور يې ټول راديواکتیو خاصيت لري. دهستې دپروتونو او نيوترونو مجموعې ته نوکليون (Nucleon) هم ويل کيږي.
نن ورځ په ډاګه شوې ده چې طبیعي رادیواکتیویتي زموږ دځمکې دپيدايښت سره يوځای تړاولري اودځمکې يوه برخه تشکیلوي. په ځمکه کې ډیرې تیږي، معدني ډبرې، کانونه او رادیو اکتیوعنصرونه شته دې چې طبیعي رادیواکتیویتي ښيي او طبیعي وړانګې خپروي. زموږپه چاپیریال کې ، لکه کورونه، هوا، اوبه اوډوډی او نوروخوراکي شیانوکې هم طبیعي رادیواکتیومواد شتون لري. همدا سبب(لامل) دۍ چې د بدن په ډيروبرخو لکه هډوکو، عظلاتو، او نسجونوکې راديو اکتیومواد جذب (زبېښاک) شوي دي اووړانګې حپروي. په بدن کې پوتاسیم (Potassium 40) ، کاربن څوارلس (Carbon 14) اورادیم دوه سوه شپږ ویښت (Radium 226)، يورانیم دوه سوه اته دیرش U238 هغه طبیعي رادیو اکتیو عنصرونه دي چې دنوروعنصرو په پرتله په ډيره کچه پیدا کيږي.

دپام وړ: هغه اتومونه چې په هسته کې يې دپروتونوشمیرد 83 څخه اوړي، راديواکتیوخواص ښيي او په خپل سر، بې له کومې باندنی اغیزې يوه ناڅاپه (Spoantaneous) چوي.

دعنصرونو په پريوديک سيستم کې ټول هغه عنصرونه چې د اتوم نمبریانې دپروتونو شمير يې ددوه اتيا (٨٢) او يا په بل عبارت د سرپ عنصر(Pb-82) څخه پورته وې، راديو اکتيو خاصيت لري او په نورو هستو باندې تجزيه کيږي، تر څو په اخرني پړاو کې په ثابت او مستقر سرپ باندې واوړي. په طبيعت کې دراديواکتیووعنصرونو درى ډوله سلسلې موجودې دي چې په ځمکه کې پيدا کيږي او په ٩- شکل کې ښودل شوې دي. څلورمه سلسله په مصنوعي توګه دهستوي تعاملاتو په کړنلاره سره لاس ته راځي چې د پلوتونيم او نېپتونيم سلسلې (Plutonium-Neptunium serie) په نامه سره ياديږي.
لومړۍ: ديورانیوم ٢٣٥سلسله ( Uranium-235 serie)
دویم: د يورانیوم ٢٣٨ سلسله (Uranium -238 series)
دريم : دتوريم ٢٣٢ سلسله (Thorium232 series)
څلورم: د پلوتونيم او نېپتونيم سلسله (Plutonium-Neptunium serie)
دنوموړو سلسلو راديواکتیو هستې په خپل حال ثابت نه پا تې کيږي بلکه دوخت په تيريدلو سره چې نيمايي عمر يې دلسو ملياردوکالونو (1010a) څخه پيل او تر لسو پيکو ثانيو (10-10) پورې رسيږي په بيلو بيلو پړاونوکې تجزيه کيږي او په دې ترځ کې په بيخي نويو هستو اوړي چې په څنګ کې ورڅخه هستوي وړانګې لکه د الفا ذره، بېتا وړانګې او ګاما وړانګې خپريږي. دلومړنيو دريوسلسلودتجزيې اخرنۍ ثابت عنصر د سرپ (Pb = Plumbum) په نامه سره ياديږي.
بیالوژیکي نیمايي وخت فزیکي نیمايي وخت په بدن کې دجذب کیدلوځای ايزوټوپ

بیالوژیکي نیمايي وخت

فزیکي نیمايي وخت

په بدن کې دجذب  کیدلوځای  

ايزوټوپ

35   ورځې

5570  کالونه

Fat وازده

C-14

1000   ورځې

14    ورځې

Bone  هډوکي

P-32

23    ورځې

88  ورځې

Skin پوستکی

S-35

1900   ورځې

164  ورځې

Bone هډوکي

Ca-45

65   ورځې

45   ورځې

Blood وینه

Fe-59

120   ورځې

8   ورځې

Thyroid تایراید

I-131


٨- الف جدول: هغه طبیعي رادیو اکتیومواد چې په بدن کې موندل کیږي اودنوموړورادیو اکتیوسلسلود تجزيې په ترځ کې منځ ته راځي ښودل شوي دي.
که ومنو چې دیوه رادیواکتیوعنصرفزیکي نیمايي وخت پينځه کاله وي نو په لاندني جدول کې دهغه اتومونه دوخت په تابع سره کمښت مومي.

وخت    t =

0

 پینځه کاله 5 years

لس کاله 10 years

20 yearsشل کاله

داتومونو شمیرN =

1000

500

250

125

٩- شکل: په طبیعت کې دراديوا کتیو سلسلودتجزيي کړنلاره ښودل شوې ده. د بيلګي په ډول دراديواکتیووعنصرونو يورانیوم -٢٣٨(U-238)، يورانیوم - ٢٣٥ (U-2235)توريم -٢٣٢ (Th-232)او اوپلوتونيم- ٢٤١ (Pu-241)د تجزيې سلسلې په پایله کې په خپل وار سره په نورو نه چاوديدونکو عنصرونولکه سرپ -٢٠٦(Pb-206) ، سرپ ٢٠٧ (Pb-207) ، سرپ- ٢٠٨ (Pb-208)او بيسموت- ٢٠٩ (Bi-209) باندې اوړي (31).
(End of part one ; Lectures on Nuclear physics)
1. International Atomic Energy Agency Reports Series 2003,Vienna
2. E.B. Podgorsak, „Radiation Oncology Physics“, A Handbook for Teachers and Students, IAEA, 2005
3. Th. Herrmann: „klinische Strahlenbiologie;Gustav Fischer Verlag, 2000
4. Pschyrembel :“ Klinisches Wörterbuch 260 Auflage 2004
5. Sauer, Rolf: Strahlentherapie und Onkologie 2004 (Urban & Fischer)
6. Achakzi, D. : Deutsch –Afghanisch, 1990
7. H. Fritzsch, Eine Formel verändert die Welt, Piper Verlag GmbH Münden, 2003 Germany
8. JRCunningham, The Physics of Radiology, Charles Thomas Publischer, 1983 USA
9. Samuel Glasstone, P.Dolan “ The Effects of Nuclear Weapons” 1964”
10. Spektrum der Wissenschaft: “ Radioaktivität” 1/1997
11. International Commission on Radiological Protection, Report No. 60 (1991) 1990 Recommendations of the International Committee on Radiological Protection
12. Annals of the ICRP, vol. 21, no. 1-3. Oxford, New York: Pergamon Press, 1991, p. 15.