د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ا فغان انګليس په دريو جګړوکې رزمي ادبيات

ننګيالی بڅرکی 25.09.2007 03:00

په افغانستان کي د رزمي ادبياتو کتاب چي په څلورو فصلونويا څپرکوکي خپور سوی دی. يودهغه کتابونو دجملې څخه دی چي په باب يې يا ډير لږ مواد خپاره سوي دي او يا هم په تيت او پاشنده ډول يې داوموموادوپه څير مواد پراته دي . که څه هم په افغانستان کي دجنګونو اورزم تاريخ يولرغونی دود دي . او افغانانو دهيوادپه ساتنه کي هميشه ديرغلګروسره مبارزې او جنګونه کړي دي. خودجنګ دقهرمانانو نومونه موږته راياد دي .اودهغوی په باب ځيني هغه واقيعتونه چي په تير تاريخ کي ليکل سوي دي ، زموږ سره سته . او دقهرمانانو حماسې هم زموږ په رزمي تاريخ کي پوره ځای لري . نو زموږ په رزمي تاريخ کي درزمي ادبياتو برخه هم په پوره شان او شوکت سره بشپړه ده.اونن ورځ چي موږ خپل تاريخ په بشپړه توګه پيژنو ،دا هم دادبياتو له برکته ده چي په پرله پسې توګه يې تاريخ ثبت کړی اونسل پرنسل يې تر موږ پوري رارسولی دی. ولي دلته زموږ مراد رزمي ادبيات دي چي دجنګ په جريان کې ددښمن سره دتوري په څيريې مبارزه کړې ده.اودښمن ته يې ماته ورکړې ده ، نوموړي ادبيات که په شفاهي توګه وي اوکه په ليکلي توګه وي زموږ دادبي تاريخ دپاره ډيراهميت لري. اود دغسي ادبياتو قهرمانان د توري تر قهرمانانو که زيات نه دي خو کم هم نه دي. دبيلګي په توګه؛ دپيغلي ملالۍ دغه حماسه چي وايي:

که په ميوند کې شهيد نه سوې
خدای ږولا ليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

دنوموړي حماسې ارزښت ترتوري او توپک په کمه نه دی. نودتاريخ جوړوني په ميتودولوژي کي رزمي ادبيات خپل ځانګړی ځای لري. اوله همدغه سرچينې څخه تاريخ غني کيږي . اود نيکه مرغه د ولس سره نومړي حماسې مالامال دي .او موږيې يوه کمه برخه راټوله کړې ده.خو په دې باب نور موادهم سته چي راټول کړل سي . اوپټه دي پاته نه وي چي په دې باب (دار مسټټر) ډير کار کړی دی.او ښاغلی مستتر پر( کيز)باندي داسي نيوکه کوي : ( کيزد لومړي جنګ تاريخ ليکلی دی خود رزمي اد بياتو په باب يې هيڅ هم نه دي ويلي.) اونوموړی کاريې دې ته ورته ګڼلی دی ؛چي يو څوک دفرانسې تاريخ ليکي خود مارسيزد يوې سند ري نوم هم نه اخلي . نودلته دافغانستان په تاريخ کي که دوزير محمداکبرخان ستاينه کيږي خو په څنګ کې دهغه چا ستاينه هم ديادولووړده چي ؛دهيواد پالني احساسات يې را پارولي او زلمي يې دهيواد ساتني ته هڅولي دي.نوموړی رزمي تاريخ ما په څلورو څپرکوکي کښلي دی.چي لومړی څپرکی يې ١٨٣٩م څخه پيل کيږي . دافغان انګليس لومړی جنګ اوپه هغه کي رزمي حماسې دي .
دوهم : څپرکی دافغان انګليس ددوهم جنګ حماسې دي چي د ١٨٧٨م څخه پيل کيږي .
اودريم څپرکی يې دافغان ـ انګليس دريم جنګ دی چي تر١٩١٩م پوري دوام کوي. او څلورم څپرکی ؛ هغه برخه ده چي افغانانو خپل سيا سي استقلال اعلان کړ .خو بيا هم دانګريزانو ددسيسو څخه بيغمه نه دي . نومړی څپرکی دانګريزانو تر اخيرنۍ پرزې پوري چي دحبيب الله ( بچه سقاؤزوی) پوري را رسيږي . او په ١٩٢٩ کي د بچه سقاوزوی هم د منځه ځي او هيواد د ډ يروخت دپاره بيا له جنګونو څخه خلاصيږي .د کتاب په ليکنه کي دياداورۍ وړيې بولم چي په نوموړي کتاب کي ددرو استازانو نظر موجود دی ؛ چي البته نوموړي استازان چي دپوره صلا حيت لرونکي دي زما دغه کتاب يې نور هم را ثقه اوبا ارزښته کړی دی. چي زه مننه ځيني کوم. نوموړي ګران استازان لکه پوهاند مجاوراحمد زيار چي زما سره پوره ستړی سوی دی. مرحوم کانديد اکاډميسن او د افغانستان تاريخ پوه محمد ابراهيم عطايي ـ او ښاغلی ډاکټر محمد قاسم اڅکزی. زه دنوموړو استازانو څخه ډيره مننه کوم چي زما پر کتاب يې زيار او زحمت ګاللی دی. اوهمدغسي يادونه کوم چي زموږ ګران ليکوالان په خپل سر کتاب خپور نه کړي او يوځل يې بايد دمشرانو تر نظر تير کړي څو ديوه پلوه يې کتاب ارزښت پيدا کړي اودبله پلوه تير وتني يې لږسي . په درناوي.