د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ايمل خان مومند دخيبر اتل

12.09.2007 04:00

ايمل خان مومند دخيبر اتل  (دمقالو ټولګه)

ليکوال      : بېلابېل
خپرندوی  : دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه – جرمني
دپاڼو شمېر    : ۹۱
چاپ ځای   : دانش خپرندويه ټولنه
تېر کال په خيبر کې دافغانانو دتاريخي بري د ۳۳۵ کليزې جشن په جرمني کې دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې لخوا جوړشوی و،چې په علمي برخه کې يې (د ايمل خان دتاريخي کارنامویاد)  ترسرليک لاندې سيمينار ته يوشمېر پوهانو او څېړونکيو دايمل خان په اړه ويناوې وکړې. په دې ټولګه کې دهمدغه سيمينار مقالې چاپ او مينه والو ته وړاندې شوي.