د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ان لاين ژورنالېزم

زمه وال 09.09.2007 04:00

ليکوال      : ايمل پسرلی
خپرندوی   : دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه – جرمني
دپاڼو شمېر : ۷۴ مخه
چاپ ځای    : د دانش خپرندويې ټولنې تخنيکي ځانګه

ان لاين  ژورنالېزم  هغو ژورنالېستانو ته لارښوونې کوي،چې دويب پاڼو پرمټ خپل کار پرمخ بيايي.  موږ،چې لا په دغه برخه کې دسيمې او نړۍ له نورو خلکو او هيوادونو څخه ډېر شاته پاتې يو دښاغلي ايمل پسرلي دغه اثر په دې برخه کې يوه ستره زياتونه او لاسته راوړنه بللی شو.
ليکوال دکتاب موضوعات پر لاندې برخو وېشلی:
ولې ان لاين ژورنالېزم ؟  ، دانټر نېټ پيل،له نورو سرنيو سره د ان لاين توپير، سرټکي، سريزه ، رپوټ ، دعکسونو شرح، واړه سرټکي، ځينې نورې برخې.
ليکوال ددغه کتاب په ليکلو کې له شاوخوا ۳۳ معتبرو سرچينو څخه دماءخذ په توګه کار اخيستی.