د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکلتوري ودې ټولنې نوي کتابونه

زمه وال 08.09.2007 04:00

دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه – جرمي اوو ددغې ټولنې درانه مشر او نامتو ليکوال محمد زرین انځور ،چې له خپلې خاورې او هيواده په زرګونو ميله لرې په غير پښتني ټولنو او پرديو هيوادونو کې په ډېرو ستونزمنو او سختو شرائطو کې دخپلې ژبې او ولس څومره خدمت کړی  له هيچا پټ نه دي...
دغې ټولنې په تېرو څوکلونو کې په پرله پسې توګه دګران هيواد دتاريخي پېښو او شخصيتونو په اړه دهيواد په یوشمېر ښارونو او په جرمني کې درنې غونډې او سمينارونه جوړ کړي او  شاوخوا سل سرليکه بېلابېل کتابونه يې چاپ او هيواد والو ته وړاندې کړي.
ډېر دخوښۍ ځای دی،چې سږکال يې ديوې بلې تاريخي غونډې ( دمعاصر افغانستان  دجوړېدو د۲۶۰ کليزې نړيوال جشن) دجوړولو تکل کړی او هم يې ددغې تاريخي غونډې په وياړ يوشمېر علمي،ادبي، تاريخي ... کتابونه چاپ کړي.
غني بادار دې داټولنه همداسې يوموټۍ او لا ګړندۍ لري.
يادونه : دنوموړې ټولنې لخوا نوي خپاره شوي کتابونه به په همدې برخه کې يو،يو در وپېژنو.


دکتاب نوم      :  موزيم پوهنه او په افغانستان کې دموزيمونو د ودې دبهير لوړې ژورې.
ليکوال             : پوهنوال  رسول باوري
خپرندوی       : دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه – جرمني
دخپرونو لړ  :  90 
دپاڼو شمېر  :  122 مخه
دکابل پوهنتون داستاد او دلرغون پوهنې دنوميالي افغان متخصص ښاغلي پوهنوال رسول باوري دغه اثر دموزيم پوهنې  په اړه  دهغه دعلمي هڅو يوه برخه  او دافغانستان دملي موزيم دتاريخ په باب دهغوی ليکنه دملي موزيم دتاريخي بهير يوه په زړه پورې مطالعه ده. په دغه بهير کې دهغو ټولو هڅو ،خواخوږيو او دغه راز دهغو ټولو ويجاړيو،ورانيو او جفاوو يادونه کېږي،چې د دې وطن دتاريخ ديوې برخې په توګه  له ملي موزيم سره شوي دي.
کتاب پر دېيو برخو (موزيم پوهنه،۲-په افغانستان کې دموزيمونو د ودې دبهير لوړې ژورې،۳-ملي موزيم ته دراوړل شويو اثارو داصلي ټاټوبو لنډه پېژندنه) او ۳۲ سرليکونو وېشل شوی.

Mujeeb Angaar