د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بلوغ او د هويت ستونزه (ارواپوهنه)

30.08.2007 04:00

بلوغ او د هويت ستونزه (ارواپوهنه)
ليكواله: حميده قربانعليزاده
ژباړن: سيد حبيب وفار
خپرندوى: دانش خپرندويه ټولنه
مخونه: 107
د اروا پوهنې په اړه دغه ګټور اثر شپږ څپركي لري، چې سيد حبيب وقار يې په روانه پښتو د ژباړلو زيار ګاللى.
د ارواپوهنې ددې ګټور اثر لوستل نويو ځوانانو ته د بلوغ له ستونزمنې دورې څخه د وتلو او له ستونزو څخه د ځان ژغورنې او پر ځان د باوري كېدو لار ورښيي.
ددې اثر خپرندويه ټولنه پخپل يادښت كې د ارواپوهنې په اړه داسې ليكي:
ارواپوهنه د انساني ژوند يو خورا ارزښتمن اړخ دى. كه انسان د ځينو ناروغيو د درملنې لپاره ډاكتر ته اړتيا لري د ځينو رواني ستونزو او كشمكشونو د اواري په خاطر بيا ارواپوه او ارواپوهنې ته اړتيا لري، چې له بده مرغه زموږ په ژبه كې دا تشه اوس هم محسوسوسېږي...
... دانش خپرندويه ټولنه اوسنى كتاب په دې هيله خپروي او د لوستونكيو مخې ته يې ږدي، چې زموږ په ژبه كې هم د ارواپوهنې اړخ غني او په دې برخه كې لا زياتې هڅې وشي.
دغه راز په دې اثر كې د نويو ځوانانو د ناوړه كړنو او د ارواپوهانو له نظره د هغو د لاملونو په اړه ګټوره څېړنه شوې، چې لوستل يې له نويو ځوانانو سره له دغو ناوړو كړنو څخه د ځان ژغورنې په لړ كې پوره مرسته كوي.
د (بلوغ او د هويت ستونزه) اثر لومړى څپركى د بلوغ، دويم د ژوندانه د ودې او بدلونونو، درېيم د نوې ځوانۍ، څلورم د نوې ځوانۍ په دوره كې د بدني بدلونونو، پينځم د ټولنيزې ودې او شپږم هغه يې د ولسواكي څه ډول د سلامتيا لامل كېږي؟ تر سرليكونو لاندې ګټور معلومات لري.
دغه راز كتاب يو شمېر نور ټوليز سرليكونه هم لري، چې د هر يوه سرليك د بشپړ متن لوستل يې له نويو ځوانانو سره د ځانپېژندنې او د ورپېښو ستونزو په هواري كې د ارواپوه لارښود په څېر د اروايي روغتيا څارنې لارښوونه كوي.