د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هوا (لنډې كيسې)

محمود نظري 27.08.2007 04:00

هوا (لنډې كيسې)
ليكوال: محمود نظري
مخونه: 58
"هوا" په شمال كې د اسيرانو د ټولوژنې د ناورين انځور دى، چې له لوستلو سره يې اوښكې ملې دي. ددې كيسې په لوستلو د هر سخت زړي زړه د موم په څېر نرمېږي او سترګې يې د اوښكو په تويولو د غمجن زړه څرګندونه كوي.
په شمال كې د ظالمو ټوپكسالارانو له خوا په كانټينرونو كې د بې شمېره طالبانو بندول او وژل د بشريت د تاريخ له سترو ناورينونو څخه دي، چې ښاغلي نظري ددې ظلم انځور په خورا ښه ډول كښلى او هېوادوالو ته يې ددغو جنايتكارانو له مخونو د پردې لرې كولو هڅه كړې، چې د خورا ستاينې وړ ده.
دغه راز "هوا" يو شمېر نورې لنډې كيسې هم لري، چې لوستل يې د لنډوه كيسو د مينه والو مينه ماتوي. لوستل يې پر تاسو.