د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

كوه نور او افغانستان

25.08.2007 04:00

ليكوال: استاد عزيز الدين وكيلي پوپلزى
ژباړونكي: محمد نعيم حقمل او فضل واحد
خپرندوى: دانش خپرندويه ټولنه
مخونه: 40
"كوه نور او افغانستان" د استاد عزيز الدين وكيلي پوپلزي هغه څېړنيز اثر دى، چې د كوه نور الماسو په اړه د عامو افغانانو لپاره خورا ګټور معلومات لري.
د كوه نور الماس، چې د چرګې د هګۍ په اندازه دي د اوبو رنګ لري او د توږنې له مخې په نړۍ كې خورا  زياتې ځانګړنې لري. كوه نور اوسمهال د برتانوي ملكې د جوغې د سر ځلا ده.
د استاد دا ليكنه په اريانا مجله كې خپره شوې. ددې ليكنې ژباړه تېر كال په ګنج اونيزه كې چاپ او د مينه والو تر لاسو رسېدلې، چې دادى اوس په كتابي بڼه د تاريخ د مينه والو لپاره د دانش خپرندويې ټولنې له خوا د چاپ په ګاڼه و پسولل شوه.
د كتاب په سريزه كې ښاغلى آرينزي د استاد وكيلي په اړه ليكي، چې هغه خورا ډېر ارشيفي اسناد لري، په دې اسنادو كې شجرې، كتابونه، قبالې، فرمانونه، سيكې، شخصي او رسمي ليكونه او ډېر دولتي كاغذونه د يادولو وړ دي...
د ښاغلي آرينزي په وينا استا عزيز الدين وكيلي ژوندى دى او  اوسمهال په هندوستان كې اوسېږي. دغه راز ښاغلي آ رينزي له افغان چارواكيو څخه غوښتي، چې استاد افغانستان ته راوبولي، اّثار يې پښتو ته راوژباړي  او په ژوندونې يې ونمانځي.