د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اديسون د مخترعينو اتل

رفيع الله ستانکزی 12.08.2007 03:00

اديسون د مخترعينو اتل

   دغه اتل چې له زرو څخه يې ډېرې غټې او وړې اختراعګانې کړي دي نورو وګړو ته د نصيحت په ډول وايي: ((زيار او آزمون)) دغه حکمت لرونکي نصيحت هغه ته په ټوله نړۍ کې مشهورتيا وروبښله او همدغه نصيحت د خلکو د ژوند لارښود وګرځېد.

 ادیسيون د هغو امريکايي شخصيتونو څخه دی، چې کابو ټولو نړيوالو ته نږدې او ښاغلی دی هغه په ۱۸۴۷ زېږديز کال د ميلان اوهايو په ښار کې نړۍ ته سترګې پرانيستلې او په ماشومتوب کې يې له خپل پلار سره د ميشينګان ښار ته لاړ او په هغه ځای کې د ورځپاڼې خبريال شو او وروسته يې په خپلواک ډول يوه ورځپاڼه پيل کړه او د دې ورځپاڼې ټولې چارې په يوې لارۍ کې ترسره کېدې او همدا لارۍ د ورځپاڼې کتنځای، چاپ ځای او هم د ورځپاڼې ادره وه، چې د هر ډول اړين کار لپاره يې په کې بېل ځای جوړ کړی و او همدغه خوځنده کار ځای و، چې د برېښنا قوې د هغه پاملرنه ځانته راواړوله او هغه يې څېړنې ته وهڅاوه، چې تلګراف منځ ته راغی او په خپلو نورو هڅو کې يې برياليتوب وموند. په ۱۸۸۶ لمريز کال يې په خپل کور کې يوه کارخانه او آزميښتون جوړ کړ، چې ورو ورو ډېر مشهور شو او په هغه ځای کې پنځه څلوېښت کاله په فکر او اختراعګانو تېر کړ، چې د ده په ورځني مهال وېش کې د خوب او خوراک لپاره ډېر لږ وخت ورکړل شوی و. فونوګراف، ميکروفون او ميموګراف د اديسون له ګټورو اختراعګانو څخه دي، چې د انسان د ژوند په آسانه تېرولو کې يې ډېره ونډه اخيستې ده. خو د دغو ټولو سربېره يې يوه بله ستره او ډېره ګټوره اختراع د برېښنايي ګروپ ده، چې د دې اختراع لپاره يې کلونه کلونه زحمت په ځان ومانه او هر ډول زحمت به چې په ادیسون راته هغه ته به يې تنه ورکوله او د خپلې موخې د پوره کولو لپاره يې هلې ځلې کولې، چې د اديسون ونې ميوه راوړه او نړۍ ته يې روښنايي وروبښله.

کينه توسکوب د هغه له اختراع څخه ده، چې په پايله کې يې سينما منځ ته راغله او د فونوګرافش ترکيب له فلم سره د غږ لرونکې سينما د زېږندې لامل شوه او ورسره ورسره يې مصنوعي اولاستيک جوړ کړ، چې اوسمهال ډېر دود لري.

 دغه بې جوړې نوښتګر د اورېدلو  په حس کې ستونزې درلودلې، چې دغه ستونزه د ده په کارونو کې د سستوالي او لا ستونزمنتيا لامل شوې وه او خپله به يې شکايت نه کاوه او د خپلې خوښۍ لپاره به يې ويل: دغه چوپتيا او خاموشي ماته ارامي او سکون رابښي.

ادیسون دوه ځلې واده وکړ او پنځه اولاده يې درلودل، چې يو له هغو څخه د (نيوجرسي) حکمران شو، دغه مخترع او د نړۍ وګړو ته د برېښنايي رڼابښوونکی د اکتوبر په مياشت د ۱۹۳۱ لمريز کال کې له دې نړۍ وکوچېد او نورو وګړو ته يې برېښنايي رڼا پرېښوده خپله د تيارو کندې ته لاړ.

 

 

د پښتني کهول د لا ويښېدو په هيله

رفيع الله ستانکزی

نوی ښار ، کابل