د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حيات افغاني په يو ټوک کې چاپ شو

مجيب الرحمان انګار 02.08.2007 04:00

حيات افغاني
ليکوال : محمد حيات خان
ژباړن : عبداللطیف ياد طالبي او محقق فرهاد ظريفي
مخونه : ۷۴۴
حيات افغاني دپښتنو او افغانستان په اړه دنسبي،تاريخي،جغرافيايي او فلکلوري مالوماتو يوه ستره او ګټوره ټولګه  ده،چې محمدحيات خان په ۱۸۶۵ز کال کې ليکلې او ښاغليو محقق ډاکتر عبداللطيف ياد طالبي او محقق فرهاد ظريفي پښتو ته ژباړلی.
ليکوال په لومړۍ برخه کې جغرافیه،تجارت او دافغانستان عام تاريخ  په پوړه تفصیل سره بیان کړی. ورپسې يې داسلام له ظهوره تر نن  پورې (۱۸۶۵ز، دکتاب دليکلو نېټه) دټولو پاچاهانو،اميرانو او حکومتونو په اړه بشپړ مالومات وړاندې کړي. په دويمه برخه  کې په افغانستان کې دپښتنو او نورو قامونو نسبنامه او بيايې دپښتنو قامونو او خېلونو شجرې،د استوګنې ځايونه،دود،مشران .. راپېژندلي.
حيات افغاني لومړی وار پر ۱۳۷۰ل کال په درېيو ټولګو کې په کابل کې چاپ شو؛خو لکه څنګه چې ديوه ټاکل شوي پلان او سازش له مخې دوخت جګړه مارو  د۱۳۷۱ل کال دکورنيو جګړو په ترڅ کې دبېلابېلو پښتو کتابونو په زرګونو ټوکه وسوځول او له منځه يې يوړل  داکتاب هم ددغه ظلم ښکار شو او نور دورکېدو په حال کې و. دانش خپرندويې ټولنې درې واړه ټوکه (۱-۲-۳) يوځای ديوه ستر او پنډ کتاب په بڼه  چاپ او په وړ بيه يې مينه والو ته وړاندې کړی.