د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټولو پښتو انټرنېټپاڼو ته !

پوهاند دوکتور زيار 16.03.2007 03:00

پر بدله او سندره نه پوهېږي                 يار له سره پر خبره نه پوهېږي!
دا د ډېرې خواشينۍ خبره ده چې  ډېر پښتو او پښتون مين دوستان، بې له دې چې زماليکنې لږڅه په ځير ولولي او وشني، ګرد سره يې  سرچپه مانا کوي اوبيا راته پر دې سپينه ږيره پلرنی
ورم و پندهم  را پنډوي . نو که بله هېڅ پلمه پر لاس نه ور نه شي،پښتو سوچوالی خو راته هرو مرو د پزې پېزوانوي . حال دا چې د ګردې پښتو ژبپوهنې او بيا( يوې- يوازېنۍ کره ليکنۍ پښتو) يوه څېر مه او ضمني سکالو ده!
ما د سيستاني صاحب دهغو نيوکو او ګيلو ګوسو  پخلي کړی  چې دستميانو د کنځاوو، توراوو او سپکاويو پر وړاندې  ټول پښتانه بېخبره او بې توپيره دي يا داچې تر دوو علامه علماوو را وروسته نور څوک د علمي دفاع لپاره نه لرو. نو زه اړوتم، دپخلي او نه پخلي دواړو دکونه  دليلونه ورته وړاندې کړم.
ايا دا کوم سپکاوی دی چې ووايم، د هغو علامه وو او ستورو ځای نوي اکادېميک پښت نيولی او د هغوی چې څه واک و وس وه، پر خپل وخت يې د خپل  پښتني تاريخ، فرهنګ او ژبې د ودې وش او دفاع لپاره نه دي سپمولي؟ دلته د معصوم جان له تازه کتابه د ارستو دا خبره را لېږدول بس ګڼم :
خپل استاد اپلاتون راباندې ګران دی، خو حقيقت راباندې تر هغه ډېر ګران دی.
ايا د پښتنو ليکوالو د بې توپيرۍ او بې خبرۍ دا لاندې لاملونه وړاندې کول اړين نه دي ، هغه هم د  اوغانستاني خراسانيانو د بنسټيزو ګوتنيونو د غبرګون لپاره ، لکه :
1-پښتانه له بلځايه راغلی کډوال دي او دوي يې بومي اوسېدنکي دي او له شماله دې بيرته جنوب ته کډه شي1
2- پښتو له هندي(- وال) پرته نور د نويو علمي- مدني رغاونو ججوره(ظرفيت) نه لري او يوازې پارسي د دې جوګه ده چې د اوغانستان يوازېنۍ سرکاري ژبه و منل شي، ورسره ورسره يې بله بې سرو بوله داچې ټول پښتانه او ناپښتانه پرې پوهېږي... !
 
هو، زه له سيستاني صاحب سره له ګيلو ګوسو سره خپلې داځکه ملګرې کوم چې دغه پرځان مين پښتو  ليکوال زما له انکار نه منونکو ساينتيفيکو ژبپوهنيزو او توکمپوهنيزو ليکنو څېړنو پرته بله لا زياته علمي درسته له کومه کولای شي. هغه د نيکونو توره مېړانه خو هم ورپاتې نه ده!
زه ورته د خپل وروسته پاتې کړشوي د ژبني- نژادي او تاريخي – جغرافيايې اکروکر او هويت ساينتيفيک زباد(اثبات) په سترګو کې ور ننه باسم او دوی راته چپيوالی او سوچوالی!
شهيد موسی شفيق څه کم پېنځوس کاله د خپلې لومړنۍ او وروستنۍ شعري ټولګې((پيغام)) په سريزه کې چې له مصر يا امريکا يې استاد بېنوا ته رالېږلې وه،دا يادښت له سکالو سره بې تړاوه نه بولم:
که په پښتنو کې کوم يوچېرې فضاته و خېژي (لکه عبدالاحد مومند چې دوه درې لسيزې وروسته وخوت)  او له پاسه دې نوروته نارې کړي چې يه عزيزانو دادی زه فضا يا اسمان ته ختلی يم، خو بيا به يې هم و نه مني!

يو ښاغلی او منلی د پښتو ژبې اوپښتني فرهنګ په اړه زما ټولې منډې ترنډې تر دې بريده له سوچوالي را سپېلنی کړې چې زماموروپلاراېښی نوم راپښتو(ګاونډی) کوي او پرخپله خوښه اېښي پارسي لنډ نوم وياړي: يوه چا چا ته ويل شلتالو ولې شکوې؟   هغه ويل، ته دې خپلې مېرمنې ته ولې   پڼې نه اخلې؟ يا دابل متل: زه يې مړی ژاړم، دامې په خولې پورې خاندي... !

زه وايم، که وينې په وينو پرېوللو څه ګټه درلودای ، د غويي انقلاب پر ار(اصلي) پښتون  بولندوی به  نه روسانو بری موندلی وو او نه کارملي -اخوان-  ستمي ټلوالو. هغه په دې خام خيال چې د شل مياشتنيو ټولوژلو په لړ کې ديوه يوازېني ستمي مشر((طاهر بدخشي)) په وژنه به د((لوی پښتونستان)) ارمان ته رښتياينه وبښي، ټول  تاجيک، تورک و مغول  يې انتي پشتونېستي سنګر ته را وتوشول.. دويم غلجی تربور يې هم داسې مهال واک و ځواک ته ورسېد چې له ګرد سياسي نبوغ  او سوله ييزو هلو ځلو سره سره  دهغه پرله پسې کروړ شوي سنګر د سوبې له توغه را و نه شو  وتلای!

زه هماغسې  چې له اميني پښتونېزم  سره ناباندې وم، دغسې له کارملي تاجيکېزم سره هم په ټکر کې پاتې شوی يم . دوکتور نجيب اله را باندې کړې استعفاء په دې ژمنه بير ته اخېستې وه چې د بدخشي ځايناستي کاوياني  لکۍ به ور غوټه کوي او داچل مې هم ور ښوولی وو چې دنورو د پارېدنې د مخنيوي لپاره ورسره پټ يولاسی او دوه مخی نالايق هم هممهال پرکور کښېنوي.
خو د تڼي کودتاد هماغو انتي پشتونېستو مرستې ته اړ اېست او اړونده پرچمي ډله يې له زندانه راوکښله. هغوی هم  له شا پر خنجر وواهه اوپه شمالي ټلواله يې نړيوال سوله ييز پلان  ور شنډ کړ.
دومره علمي ادبي اوژورتالېستېکي ليکنې چې ما له دويم انقلابي پېره تراوسه د اړوندو ډلو ټپلو د اشواګرۍ او غبرګون په موخه کړې، يو پښتون نه دي کړې. د دې لامل  يا لاملونه چې ما په دغه اړه ولې له ژورنالېستېکي ډغرو نور لاس اخېستی او  يوازې مې پر اتنولنګوېستيکو ليکنو څېړنو او پنډوپېړ کتاب بس راوړی، په تېرو ګڼو پښتو او پارسي هغو او بيا په هماغه ورانه مانا کړې ليکنه کې مې څه ناڅه څېړلي اوځيرلي دي. ماد هماغه  انتي پشتونېست پرچمي کاوياني ليکنې ځواب چې ستمي ځاله يې له بدخشانه پنجشېر ته  ولېږدوله، لومړی له خپل  چپي تريبونه خپور کړ او هله بياله ټول افغانه . ماد تش په نامه  کارملي تالي څټو پښتنو برخلاف خپل چپي- ملي ارونه او ارزښتونه هېڅکله له ګوندي غړيتوبه بلهاري کړي نه دي او د((نقادو مارکسېستانو)) د اوسني ډلې  غړيتوب مې هم همداسې درواخلئ!

 د دې لپاره چې کوم بل((همدرد)) راته بياهم زما کره پښتو د پزې پېزوان نه کړي، د هماغه ګډ دوست په نامه يې له تازه ځانګړي پارسي ليکه دا يوه توکړه مخې ته ږدم:
يګانه سلاح بُران برای دفاع و خنثی سازی اين همه چرنديات انتی پشتونيستهای سوګند خورده، سلاح علميست . تا اهل خبره و دانش ما به موازين انکار نا پذيری ساينتيفيک در مورد اثبات هويت افغان های پشتونتبار به مثابۀيګانه ګروه عمدۀ زبانی- نژادی اريانای مرکزی توسل نجسته و به کار نبندند، پيروزی یی دراين جنګ نا اعلام شدۀ ضد ملی- افغانی را نصيب نخواهند ګشت!
له ټولو ملي- انساني او پښتني-  افغاني  مينې او مننې سره (زيار)اکسفورډ،15-3-07