د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبری ښې کوي ،لکۍ ئې کږې کوي (دويمه برخه)

کانديداکاډميسن ظاهر افق 13.03.2007 02:00

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
١  ــ (  په علم کی د)مطلقيت )په ځای د(نسبت) له چاری سره مرسته ٠٠٠٠٠ )       کوم ټاکلی مفهوم نه لر ی نوموړی پورتنی مفهوم په تيره کره کتنه کی تر بحث اوپوښتنی لاندی راغلی دی ، خودادی بيا هم( مطلقيت) او(نسبت ) په علم کی يعنی څه ؟       دښا غلی خروټی په پورتنۍ جملې کی هدف څر ګندنه دی چی په علم کی (مطلقيت )اونسبيت څه غواړی ثابته کړی ٠ که څه هم په تير وبحثونوکی د(انشتاين) مشهور ساينس پوه اومخترع دنسبيت پر تيور ی می لنډی خبری وکړی خو په علم کی( مطلقيت )او ( نسبيت )کوم ټاکلی وضاحت نه لری دا خبره سمه ده چي په  ځينو فلسفی بحثونوکی پر( مطلق) او(نسبی) مقولوباندی خبری کيږی چی کوم مفهومونه( مطلق) اوکوم (نسبي) دی خودلوړی جملې تعبير ئې هيڅ کومه اړيکه نه ورسره لری حتی خروټی صاحب په دې آخر تبارزکی دخپلی پخوانۍخبری يوداسی نوی شکل راويوست چی تر پخوانی يي په مراتبو،مسئله پيچلی اوله سوالونوڅخه ډکه کړې ده ٠ دی داسی وائي:  ( د ) دکارت  )په فلسفه کی شک کول ، د(کانت ) په فلسفه کی دانتقاد فکر درلودل اود(کارل پوپر) په فلسفه کی دنوی انديښنې درلودل په علم کی د(مطلقيت) په ځای د(نسبيت) دچاروسره مرسته کوی ٠  )      يا للعجب !   دثبوت څومره عالي مدارک !   نوموړې جمله چی دځينو فليسوفا نواودهغوی دفلسفي ټکويادکوي ، نه دا چی دخروټی دهدف سره مرسته نه شی کولای بلکه هغوی په خپل وخت کی ديو لړ داسی سوالونو  سره مخامخ ؤ چی په هغه وخت کی  جواب ورکولای  سوای او نه ئې هم نن ورځ چی علومواوفلسفوپه زړه پوری وده کړی ده ، دجواب ورکولوتوانائې شته ٠ اوس به تر هر څه مخکی دنوموړوفيلسوفانودژونداوفلسفوپه باب اوبيا به دنوموړی موضوع په اړوند يو مکث وکړم چی دپورتنۍ موضوع حل په هيڅ توګه دنوموړوفيلسوفانوکارنه دی   .
  ٢ ــ  ( په علم کی دمطلقيت پر ځای دنسبيت له چاری سره مرسته )يعنی څه ؟  
w   په لومړۍ لوستنه کی څرګنديږی چی په علم کی د(مطلقيت) اوهمداسی   د(نسبيت)  چاري سره کوم خاص هغه مفهوم نه رسوی چی دليکونکی په ذهن کی ورګرزی ٠ په همدی ډول دنوموړو فيلسوفانو عقايداوافکار چی سم نه وی درک شوی څنګه کيدای شی چی ديوې غوښتنی او موضوع په اثبات کی استفاده ځينی وکړای شو ٠ 
  اوس به دنوموړوفيلسوفانوپرهغو فلسفی ټکو څه نا څه ووايم چی ښاغلی خروټی ئې لزومه اوبيله وضاحته په هغه استنادکړی دی 
الف  ــ   (کانت ١٨٠٤ ـــ١٧٢٤ م ) چی دالمان يومشهورفيلسوف دی ،داسی ليکنی اوکتابونه ئې په ميراث پرې ايښی دی چی په خپل وارئې نړيوال فلسفي فرهنګ اباداورنګين کړی دی ٠ دده ټول علمی اوفلسفي څيړنی اواثار پر دوومرحلوويشل کيږی چی يوه ئې ترانتقادمخکی مرحله اوبله ئې هم دانتقادمرحله ده ٠
(کانت )دخپل انتقاد په مرحله کی هر څه په خپلو استدلالونوکی تر انتقادلاندی کړی اودي عقيدی ته ورسيدچی :  (ټول شيان اوموجودات دانسان تر ذهن دباندی داسی واقيعت لری چی انسانی تعقل اوتفکر ئې نشی پيږندلای ، بلکه يوازی ئې ظاهر پيږندل کيدای شی )    دی عقيده لری چی: ( دشيانواوموجوداتودننه اوداخلی محتوا دشناخت وړنه ده ٠ )
(زمان) او(مکان )دوی مهمی فلسفی مقولې چی دواړه دانسان دذهنه څخه دباندی واقيعت لری د(کانت )په فکر دانسانی ذهن محصول دی ٠  ښاغلی خروټی چی د(کانت)په فلسفي تفکر اتواوتحولاتو، اغلبا ، ځان نه دی پوه کړی ، نو ئې يوازی دهغه دانتقاددکلمې په هغی څيری اکتفاکړې ده چی نه ئې يوازی د( تحليلاتو)غير واقعی بڼه جوړه کړی ده بلکی د(مطلقيت) او(نسبيت) دمسئلې سره ئې هم نه ارتباط ښودل کيدای شی اونه ئې هم کومه مرسته ښکاری ٠ ګواکی د(  کانت )فلسفه اوانتقادخروټی ته هيڅ ډول مثبت جواب نه ورکوی او بس ٠ دادی  اوس به وګوروچی د(  دکارت(  د(شک کولو)څخه استفاده کيدای شی که نه ؟
ب  ــ   (  دکارت  ١٦٥٠ ـــ  ١٥٩٦ م  )  چی په اوولسمه پيړۍ کی دفرانسی دمشهور فيلسوفانو څخه دی ، دعلم اوفلسفی په ښايسته بڼ کې ئې ډير ارزشتمن ګلان اونهالان کرلی وايښی دی ، ډير فلسفی اثارئې تاليف اوليکلی دی ، چی تر ټولوئې مهم اثر يي( اساسی فلسفه )نوميږی ٠ ده دميخانيک په علم کی د(حرکت )او(سکون )  تناسب مشاهده اوتوضح کړ اوهمداسی ئې د(عمل) او(عکس العمل) اساسونه وپلټل ،خوپه علم کی د(مطلقيت) او(نسبيت )پر چاروئې هيڅ نه دی ويلی ٠ د(کارت) چی دتعقلی  فلسفی (  Ratisnalis)  ستر فيلسوف دی ،فلسفی ( تحليلات )ئې پر (تعقلاتو)او(تفکر اتو)داسی تکيه کړی ده چی تجربوی اصولوته اعتبار نه ورکوی ٠ دی دهمدغه (تعقلی )فلسفی پر اساس بالاخره وائې  :    (ځکه چی زه فکر کوم نو موجود يم ) دی داسی نه وائې  :  ( ځکه چی موجود دی )، نو فکر کوی ٠ کله چی( دکارت )دخپلی فلسفې پراساس هر شي ته په شک وکتل اواغراق ئې پکښی وکړنو  ګواکی د(شکاکيت ) په هغی فلسفی ورننوت چی يو وخت په لرغونی يونان کی يو مشهور فلسفی مکتب و ٠ البته ، ځکه چی دغه (شکاکيت )داولسمی پيړۍ په دوران کی دنويوعلمی شرايط سره سم ظهور کړی دی نو ئې شناخت هم دقت غواړی ٠ په هرصورت اوس خبره دا ده چی دده په شک کولوسره دعلم دمطلقيت اونسبيت چاری څه اړه لری ؟ موږ وينو چی (دکارت )شک کول نه داچی دمطلقيت اونسبيت چاری نه دی ور حل کړی بلکه دی پخپله دخپل ټول تبحر اوعلميته سره سره يولړ هغوپوښتنو ته جواب نه شی ورکولای کوم چی دده دفلسفي اوغير تجربوی اصولوپه مقابل کی هغه وخت لاولاړووچی ده ئې ابعاد تنظيمول ٠
ج  ـــ      (کارل پاير        ١٩٩٤   ــ   ١٩٠٢  م   )   داتريش فيلسوف ،منطق پوه اوسوسولوګ دی چی په ويانا کی زيږيدلی اوعالی تحصيلات ئې تر ويانا وروسته په نيوزيليند او لندن کی پای ته رسولی دی ٠ ده په خپل نوبت ډيری فلسفی او منطقی ليکنی کړی چی تر ټولوئې مهمه ليکنه يي( دنړی په باب ښه تره څيړنه )نوميږی ٠  دده په ټولو فلسفی ،منطقی اونوروليکنو کی داسی متن مستقيم اوغير مستقيم نه ښکاری چی دښاغلی خروټی په علم کی د(مطلقيت )او(نسبيت ) دچارو په باب لږ يا ډير صحبت ولری اودخپل نوی فکر په رڼا کی هغه توضيح کړای شی ٠ په همدې توګه بايد ويل  شي چی د(کارل پاپر )په فلسفه کی نوی داسی انديښنې هم وجودنه لری چی ښاغلی خروټی په هغه استنادوکړی ٠ داهم ځکه چی (کارل پاپر) ،متاسفانه ،دجهان اوټولنی دتکامل اوپرمختګ هغه عينی قوانين نه دی موندلی کوم چی دانسان دذهنه څخه دباندی عينيت لری خونور ټول فلسفی تعليمات,ئې دخپل وخت اوتيرووختونودفيلسوفانوسره په ډول دډولونوګډدی (کارل پاپر) چی په سياسی لحاظ ئې په رفارميزم کی سقوط کړی ،فلسفه ئې ځکه نوی والی نه لری چی تل ئې دتکامل اوانقلابي پراتيک په مقابل کی ګونډه وهلې اودرفارمونوزاړه اصول ئې په مخ کی ايښی دی په پای کی بايد ووايو چی دښاغلی خروټي تيروتنه په دې کی ده چی دپرونيويعنی نولسمی اوشلمی پيړيودفلسفوڅخه چی دتاريخ اودبشری تکامل قوانين پکښی توضيح شوی دی بيله کوم دليله کرکه ښئ خو، بر عکس ،دوړمی ورځی د(اوولسمی اواتلسمی پيړيو تعليماتوچی دتاريخ ئې واقعی مفهوم روښانه کړی نه دی ؛ دټولنی اوطبيعت دتکامل جريان او تخنيک قوانين ئې لا نه ووکشف کړی) په فلسفی متنونواستنادکوي ٠ البته دغه جمله دخروټی په تيرومتنونوغير مستقيم هم اړه لری ٠ د(دکارت)  په فلسفه کی شک کول اود(کانت )په فلسفه کی دانتقادی فکر درلودل د( پاپر )په فلسفه کی دنوی انديښی درلودل په علم کی د(مطلقيت )په ځای د(نسبيت )چاری سره مرسته کوی عبارت ، متاسفانه نه يوازی دخروټی سره مرسته نه شی کولای بلکه دنوموړوفيلسوفانويولړ موضوعات هم تر بحث اوانتقادبر يا لي نه دی وتلی .
نوربيا