د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هغه چې جنت یې تر پښو لاندې دی

ګل آغا احمدي وردګ 08.03.2007 03:00

(د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت)

څومره ستر امتیاز دی چې د کائناتو خالق د انسانانو په دې مظلومه طبقه باندې لورولی دی دا چې د هستۍ خاوند د انسانانو په زیږوونکې، پالونکې، روزونکې او ستر حامي موجود باندې دومره ستر فضیلت پیرزو کړی دی خپل ځانګړي دلایل او سببونه لري چې ځینو ته یې په دې لیکنه کې اشاره کیږي خو لوستونکي شاید حیران شي چې دا موجود به څوک وي؟ هو زه مور یادوم هغه مور چې د انسانانو د لومړي خادم، مربي، ښوونکي او د لومړنۍ ښوونځۍ د سرپرست حیثیت لري.

لومړی: د انسانانو د پیدایښت بنسټ
مور د خپل خدای ورکړي خاصیت له مخې د انسانانو د پیدایښت لومړی بنسټ ګڼل کیږي هغه اساس چې له نکاح، واده او حمل وروسته په ډیر تکلیف، ستونزو او کړاوونو سره نهه میاشتې خپل اولاد په خیټه کې ګرزوي او د خپلو رګونو وینې د غذا په ډول هغه ته نذرانه کوي. مور هڅه کوي چې د حمل په مرحله کې د خپل ماشوم هر اړخیز خیال وساتي څو هغه روغ وي، خوښ وي او د خپل تکامل مرحلې په بریالتیوب سره د مور په رحم کې بشپړې کړي. په دې وخت کې مور د ډیرو زیاتو تکلیفونو، ناروغیو، دروندوالي او راز راز کړاوونو سره مخ وي خو هغه دا هر څه په سړه سینه زغمي او د انسانانو نړۍ ته نوی کوچنۍ میلمه په ښه شکل وړاندې کوي.
همدارنګه مور د خپل ماشوم د زیږولو پر مهال له یوې داسې سترې او خطرناکې مرحلې سره مخ کیږي چې د ژوند او مړینې تر منځ توده مقابله روانه وي حتی ځینې ځینې میندې خو بیا خپل شیرین ژوند د نوي ماشوم د زیږولو په مهال له لاسه هم ورکوي. نو له همدې کبله لوی خدای هغه ته د یاد شوو او داسې نورو کړاوونو په مقابل کې د یوې داسې مرتبې لوریینه کړې ده چې د انسانیت بل اړخ یانې نارینه یې نه لري.

 

دویم: صبابره او کړاوونو د ګاللو ستره نمونه
په دې خبره کې هیڅ شک نشته چې مور د صبر یوه غوره نمونه ده او د ستونزو، سختیو، مشکلاتو، کړاوونو، او مشکلاتو د ګاللو په لړ کې له بل هر چا څخه زیات متانت، ثبات او میړانه لري. که چیرې د ماشوم د حمل نهه میاشتنۍ دورې ته په ژوره توګه فکر وشي چې یوه مور یې په پټه خوله او د صبر په یوه بې مثاله نړۍ کې ګالي نو سړي ته ښکاري چې دغه موجود د څه ډول لویې حوصلې خاوند  او د ستونزو د ګاللو څومره لوی توفیق پرې د ځمکې او آسمانونو خالق لورولی دی.
همدارنګه بل لوی تکلیف چې مور ورسره مخ وي او په هغه کې یې د صبر یو لوی مثال قایم کړی دی هغه د خپل  د ماشوم د زیږولو، روزلو، پاللو او حتی د مرګ تر ورځې پورې د هغه په هکله خواخوږي، زړه سوی  او بې مثاله همکاري ده چې د انسانانو دغه موجود ته لوی خاوند نذرانه کړی او هغه یې د صبر یوه لویه نمونه ګرزولې ده.

دریم: د انسانانو بهترینه ښوونکې
مور د خپل خدای ورکړي استعداد په وسیله د خپلو ماشومانو یا نورو انسانانو لومړنۍ روزونکې، پالونکې، او ښوونکې ده چې د خپل ماشوم د هر اړخیز خدمت دندې ته په پوره صبر، حوصلې او میړانې سره ملا تړي، ماشوم ته د شپې او ورځې په اوږدو کې څو څو ځله د خپلو مهربانه تیو شیدې ورکوي، بیداره ورته ناسته وي، د ماشوم بدن او جامې ورته وینځي او هغه ته د خپل ماشومتوب په نازنینه دوره کې له مینې سره یو ځای وړې وړې خبري ور زده کوي. همدارنګه ماشوم د الله او للوللو په ښکلیو الفاظو سره د خوب نړۍ ته بیایي، په خپلو ستړو لاسونو یې زنګوي او دهغه د هر اړخیزې آرامتیا په لاره کې داسې همکاري ورسره کوي چې بل بشر یې له سر ته رسولو څخه عاجز دی.
په همدې توګه خپل ماشوم ته د ناروغتیا پر مهال درمل ورکوي، د ماشوم له خویونو سره ځان بلدوي او د ماشومتوب په ټوله دروه کې د هغه د هراړخیز طبیعیت خیال ساتل د خپل ځان  لومړۍ دنده ګڼي. ماشوم ته د اړتیا وړ دیني او ټولنیزې زده کړې پداسې توګه ورښيي چې هر ډول ښوونکی یې په دې مرحله کې له ښودلو څخه عاجز دی. مور غواړي ماشوم یې د هر اړخیزې روغتیا خاوند وي، پاک او په ښکلې روزنه باندې ملبس وي چې  د همدې سپیڅلې دندې په مقابل کې هغه ته لوی خدای داسې یوه ستره مرتبه ټاکلې ده چې د ویاړونو د وړانګو ځونډي یې په هر لوري زنګیږي.

څلورم: د ټولنې د جوړښت خښته او لومړنۍ ښوونځۍ
هره ټولنه له یو شمیر هغو افرادو څخه جوړیږي چې میندې یې زیږوي بلکي په حقیقت کې مور ده چې د یوې ټولنې د بنسټ لومړۍ ډبره یا خښته ګڼل کیږي. همدارنګه مور ده چې د ټولنې افراد د خپل ژوند په لومړیو شیبو کې د خپلې ښوونې، روزنې او هراخیزې پالنې په ښوونځۍ کې روزي. نو که چیرې مورنۍ تربیه سالمه او پداسې بنسټونو ښکلې وي چې د یوې ټولنې دیني او ټولنیزو اړخونو ته پکې ژوره پاملرنه شوې وي نو د ټولنې بنسټ به روغ ایښودل کیږي خو که چیرې د ټولنې د لومړنۍ ښوونځۍ تعلیمي نصاب له وړ معیارونو سره برابر نه وي او ښوونکی یې له سستۍ او لټۍ کار واخلي، خپل زده کوونکی یانې ماشوم په مناسب ډول ټولنې ته وړاندې نه کړي، بې پروایي حاکمه شي او بې احتیاطي خپلې ناولې منګولې د روزنې په اړخونو کلکې کړي نو هله خدای مه کړه د ټولنې بنسټ په ناسم او کاږه ډول باندې ایښودل کیږي. نو په دې توګه ویلای شو چې مور د یوې ټولنې د جوړښت په چارو کې لومړنی او اساسي رول لوبولی شي او د ټولنې لومړنۍ ښوونځۍ ګڼل کیږي.

پنځم: د کورنۍ د تشکیل مهم عنصر
د یوې کورنۍ د تشکیل مهم عناصر میرمن، خاوند او د هغه اولاد دی چې له نکاح او واده څخه وروسته منځته راځي. سره له دې چې یوه کورنۍ د یو شمیر نورو ډول ډول لرې او نږدې خپلوانو خاونده هم وي خو بیا هم خاوند او میرمن دي چې له خپلې نکاح او واده وروسته د خپلې کورنۍ په جوړولو پیل کوي او د خپلو اولادونو په پیدا کیدو سره ورو ورو نوموړی تشکیل پراختیا مومي. ښځه یا مور د کورنۍ د تشکیل په لړ کې تر ټولو مهم عنصر ځکه ګڼل کیږي چې د خپل طبیعي استعداد په کارولو سره د خپل کور په جوړولو لاس پورې کوي، د سمون په لوري یې بیايي، تکامل ته یې نږدې کوي او د خپلې کورنۍ د سمسورتیا لپاره هر اړخیزې هلې ځلې کوي. نارینه خو هسې هم د بیرون سړی دی او د بهرنیو چارو سر ته رسول خپله دنده ګڼي خو ښځه هغه ښکلاوې یوه پربله پسې د خپل کور انګړ ته را خپلوي او د خپلې کورنۍ چاپیریال پرې رنګین  کوي چې د ژوند د هراخیزو ښیرازیو څخه ډکې وي.

شپږم: د مینې او محبت غوره نمونه
د مینې او محبت څخه په دې ځای کې مطلب یوازې هغه مینه نه ده چې خاوند او میرمن یې له خپلې نکاح او واده وروسته یو بل ته نذرانه کوي، ژوند د بریالیتوب په مسیر برابروي اود یوې سالمې کورنۍ د تشکیل لاره کې یې د نندارې په ډګر کې ږدي. بلکي د مور د مینې او محبت څخه مطلب هغه هر اړخیزه مینه ده چې د دې لطیف جسم په رګ رګ کې یې ځای نیولی او د ژوند په مختلفو مرحلو کې یې د بشریت په زرینو څانګو باندې ورشیندي. د میرمن مینه د خپل خاوند په وړاندې، د پالونکې میرمنې مینه د خپل نوي کور په وړاندې، د ښځې مینه د ښکلاوو د بڼ په وړاندې او د دې سترې ښوونکې مینه د یوې روغې ټولنې د موجودیت په وړاندې د مینې او محبت هغه نمونې دي چې ښځه یې د خپلې طبیعي مینې د ښکلا له زیرمو څخه لپه لپه د ټول بشر د ژوند د سمسور بڼ په څڼو باندې هواروي.

اووم: د ښکلاوو ښاپیرۍ
که په یوه کورنۍ کې هر څومره ډیر نارینه و اوسيږي نو د هغه کورنۍ فزیکي او معنوي یا د محسوسو او غیر محسوسو ښکلاوو اندازه داسې حد ته نه شي رسیدای لکه چې د یوې ښځې، یوې میرمنې او یا یوې مور په موجودیت کې یې نوموړی کور تر لاسه کولای شي. له همدې کبله زموږ په افغاني ټولنه د دې خبرې یادونه ډیره کیږي که فرضا د یوه سړي میرمن سخته ناروغه او یا مړه شي نو نور خلک د هغه په حق کې وایي: ( والله چې د فلاني کور وران شو) یا دا چې ( والله چې د هغه فلاني بیچاره کور وران شوی دی). نوموړی یادونه  یوه پر ځای خبره ده ځکه چې د کور د میرمنې په له منځه تللو سره کور ورانیږي، د کور ښکلاوې له منځه ځي، د یوې سپیڅلې او اخلاقي میرمنې د نشتوالي له امله د کور برکتونه له منځه ځي، پاکوالي ته یې صدمه رسیږي، د کور د سامانونو ترتیب بې خاونده پاتې کیږي، د کور د فرشونو ښاپیرۍ د کور په منځ کې نه لیدل کیږي او د کور د فزیکي او معنوي ښکلاوو وړانګې تتې کیږي.
له بلې خوا یوه غوره میرمن، یوه زړه سواندې مور او یوه سپیڅلې ښځه پدې ډیره ښه پوهیږي چې څرنګه د خپل کور د ننه چاپیریال تنظیم او هر څه ته د خپل طبیعیت سره سم سمون ورکړي نو له همدې امله ښځه د کور د ننه د ښکلاګانو ښاپیرۍ ګڼل کیږي.

آتم: د امن، ډاډ، سوکالۍ او خوښۍ نښه
باید وویل شي چې په یوه کورنۍ کې مور د هر اړخیز امن، ډاډ، سوکالۍ، خوښۍ او نیکمرغۍ داسې نښه ګڼل کیږي چې په بل موجود کې د هغه تمثیل ناشونی دی. مور د خپلو اولادونو او د کور د غړو د خوښ ساتلو په پروسه کې تر ټولو سپیڅلې دنده تر سره کوي. دا چې وایي: ( د بهر غم خو به کور ته راوړې خو د کور غم به چیرې انتقال کړې؟) د دې خبري ویندويي کوي چې مور او میرمن د هر اړخیز ډاډ هغه نښه ده چې خپل خاوند او اولادونه یې د ژوند د ناخوالو په ترڅ کې ورسره شریکوي، له هغه مشوره اخلي او د هغه له ډاډګیرنې څخه د خپل ژوند په چارو کې د بریالیتوب لاره لټوي. مور کولای شي چې د خپلې پوهې او تدبیر په وسیله د انساني ټولنو تر منځ ډیرې لویې ستونزې حل او د انسانانو د خوښیو هراړخیزې ښکلاووې را وسپړي.
 
نهم: د دعاګانو سرچینه او د رازونو زیرمه
مور هغه موجود دی چې تل  خپل بچي ته د نیکمرغۍ دعاوې کوي، سرلوړی یې غواړي او له بل هر چا څخه ورته ښه ښکاري. مور د هغو رازونو زیرمه ده چې انسان د خپل انسانیت د تکامل، پراختیا او بشپړتیا په لوري بیايي او مور همیشه خپل اولاد ته د سمې لارې لارښوونه کوي. د یوه حدیث شریف مضمون دی وایي چې په انسانانو کې حقیقي مفلس هغه څوک دی چې مور او پلار یا د دوی دواړو څخه یو تن یې ژوندي، سپین سري او زاړه وي او نوموړي جنت پرې و نه ګټي. د دې خبرې مانا دا کیدای شي چې د انسان اصلي عزت او بریالیتوب د خپلو والدینو په خدمت کې پروت دی او د هغه دعاګانې یې د جنت سر منزل ته رسولی شي. له دې حقیقت څخه هیڅوک هم سترګې نه شي پټولای چې په ژوند کې د مور دعاګانې، د مور نصیحتونه، د مور لارښوونې او د مور ښه نیت د انسان په ژوند کې ټاکونکی رول لري چې د دعا او خدمت په صورت کې  بریالی انسان د نیکمرغۍ لوري ته سوق کوي او خدای مه کړه له مور څخه د نافرمانۍ په صورت کې د انسان ژوند د کږلیچونو او ګړنګونو په تل کې لویږي.

لسم: د سرکښو خیالونو مرهم
د ژوند په اوږدو کې کله کله او بیا د ځوانۍ په مرحله کې له ځینو  انسانانو سره یو شمیر داسې  سرکښ خیالونه او وهم ملتیا کوي چې هغه یې د سالم ژوند د مسیر په لاره کې خنډ ګرزي. که چیرې انسان د خپلو سرکښو خیالونو لړۍ ته د عمل جامه ورپوښي نو خدای مه کړه ژوند یې د تورتم په سیاچالونو کې ایساریږي نو په دې ځای کې مور ده چې خپل زوی، خپل اولاد او خپلې د زړه ټوټې ته داسې د خپلو ګټورو نصیحتونو او روزنې په وسیله داسې غوره تګلاره په نښه کوي چې د پیدا شوي وهم او سرکښو خیالونو مقابله پرې وکړي.  همدارنګه مور د سرکښو خیالونو او وهم په وړاندې خپل اولاد ته داسې مرهم ښيي چې د دنیوي او اخروي بریالیتوبونو له ډالیو څخه ډک وي.

پایله: د مور په هکله که هرڅومره ډیرې لیکنې وشي، هر څومره ډیر صفت یې وشي، هر څومره ډیرې ښیګڼې یې یادې شي بیا هم کمې دي او د هغه حق څرنګه چې مناسب دی په هغه شکل نه شي ادا کیدای.
د دې لیکنې په ترڅ کې ځینو هغو حقیقتونو ته په لنډه توګه ګوته و نیول شوه چې مور ته د لوی خدای له دربار څخه داسې امتیاز ورکړل شوی چې جنت یې تر پښو لاندې دی نو که څوک د جنت د ګټلو خیال لري لاره یې معلومه ده.
د ۱۳۸۵ کال د کب دمیاشتې ۱۷ نیټه/ د ۲۰۰۷ کال د مارچ د میاشتې ۸ نیټه ـ کابل