د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روشنفکران او بُت پالنه

دستگير خروټی 06.03.2007 03:00

د اتلانو پلټنه د ټولنې د بې وسۍ او بُت پالنه د فرهنگي خوارۍ پايله ده.

د افغاني ټولنې په روشنفکري ډگر کې د بُت جوړولو او بُت پرستۍ پياوړې بيلگې او نښانې شته دي. په دې ډگر کې د اتل پالنې، د رهبر پالنې اود پهلوان پالنې رنگارنگ هڅې ليدل کېږي. کله کله سړی نه پوهېږي چې دا او هغه روشنفکر،  دا او هغه ليکوال، دا او هغه ډله، دا او هغه گروپ  په څه پسې گرځي. د چا پلټنه کوي او ورنه څه غوښتنه لري.  موخه خو به  دا نه وي چې هغوی د اوسنيو ستونزو په حل کي برخه اخستلو ته رابولې؟  موخه خو به دا نه وي چې ټول او هر څه په  پرون کې يوه مکان او زمان ته په شا وروگرځول شي؟  که دا شاته گرځونه په مذهبچ دود تر سره کيږي، مدرسوته  لا په خوا کمپيوترونو لاره موندلې ده. که دا شا ته گرځونه د قبيلې او قوم په دودتر سره کيږي، خو همدادم د گلوباليزم په وړاندې نه يوازې د قومونو، بلکې د ملتونو رنگ هم په زړېدو دی.
 دلته يو ځل بيا په تکرار ووايم چې تاريخ په مکان او زمان کې خپل مفهوم تر لاسه کوي او په تاريخ کې پرونی مکان او پرونی زمان ته ورگرځېدل د دواړو مکان او زمان د نه پېژندنې په مانا دی. افغانستان نه نور په هغه مکان دی چې پرون وو او نه په هغه زمان کې دی چې پرون وو. اوس د گلوبالېزم زمانه ده او د افغانستان ځای په نړيواله کورنۍ کې ده او په نړيواله کورنۍ کې د ځای نيولو وسيلې د شوونېزم او سکتريزم په ځای، د بنياد گرايي او افراط په ځای دموکراسي، مدرنيته او دبشري حقونو مراعات او درناوی دی. همدارنگه موخه خو به دا نه وي چې د هغوی  “ پرونيو”  په کرامت او يا هم په دې او هغه زيارت باندې د ولاړو جنډو په ښورولو سره د ننيو ستونزو د حل غوښتنه کيږي. جنډې هغوی ښوروي چې د راتلونکي لوری ورنه ورک وي.  جنډې هغوی ښوروي چې په خپل برخليک واکمن نه وي. “ جنډې! په کوم لوري به مې وړې”
 خو پوښتنه داده. هغوی موږ ته  دومره څه پريښې او دومره څه يې را کړي چې د اوسنيو ستونزو د حل کولو په کارکې په لارښود بدل شي؟ هغوی موږ ته بې شماره نا حل شوې ستونزې را پريښې دي. هغه ستونزي چې نورو لا خپوا ان سل کاله، دوه سوه کاله پخوا حل کړې دي. اوسنی او راتلونکي نسلونه به  نه يوازې د پرمختگ او ودې په لور هڅې کوي، بلکې دې ته اړ دي چې د پرونيو را پاتو ستونزو او ناخوالو د لرې کولو له پاره هم کار وکړي.  
رښتيا هم هغوی موږ ته کومه اندېښنه او کوم تفکر پرېښی په تېره بيا چې د ټولنې او سياست په کار کې مرسته وکړي. افغاني ټولنه په بشپړه توگه د علمي او فکري لارښوونې له نشتوالي سره مخامخ ده او همدا وجه ده چې له يوه افراط په خلاصېدو سره په بل افراط کې تر غاړې ډوبيږو. همدا وجه ده چې شيانو او پېښو ته يوازې د تور او سپين، د ښه او بد او د حلال او حرام په سترگه گورو. هغوی موږ ته د ټولنې او واک تر منځ، د سياسي ډلو تر منځ، د مېړه او ښځې تر منځ، د اولادونو او والدينو تر منځ د “ زوراو گواښ اړيکې” پريښي دي.
تجربې ښيي کله  چې سړی د حالاتو په پېژندنه او را سپړلو کې بې وسه کيږي، کله چې سړی  ستونزو ته د حل د لارو او د پېښو د لاملونو په پيدا کولو کې پاتې راځي په طبعي توگه يا د تقدير او غيبي قوتونو مرسته غواړي اويا هم  په اوتومات توگه  پرون او پرونيو اتلانو ته مراجعه کوي او د پرونيو اتلانو په افکارو او وصیتونو کې د اوسنۍ ستونزوبشپړ حل لټوي. دا ډول چلند د زړو ټولنو ځانگړتيا ده، چېرې چې انسان  د پېښو د لاملونو په پيدا کولو کې بې وسه وو . په پرمختلليو ټولنو کې د پېښو څېړنه او د هغوی د لاملونو پيدا کول يوښکاره او عادي کار گرځېدلی دی. موږ په يوه پېچلې او په چټکۍ سره بدليدونکې نړۍ کې ژوند کوو او په دې ډول يوه نړۍ کې نه شيان او پېښې په تور او سپين وېشل کيږي او نه د شيانو او پېښو ساده کول د پېژندنې او حل له چارې سره مرسته کولای شي. پېچلې پېښې پېچلی حل غواړي او دا ډول حل کول د پېښوعلمي، هر اړخيزه او ژوره څېړنه، دقت او وخت غواړي. بې له شکه ساده کول او بيا په منډه حکم ورکول د ناپوهۍ او ټنبلۍ دود دی.
ځينې بيا همدا اوسني پېچلې او په چټکۍ سره بدليدونکي حالات د دوه سوه کاله،درې سوه کاله ... زړو معيارونو په بنياد سنجوي او هماغه حالت ته د ورگرځېدو هڅې کوي . زه به ددې  ډول هڅو په وړاندې ووايم چې شا ته گرځېدل د زمانې له عنصر سره تړلې مسئله ده او زمانه په خپل حرکت کې يوازې يو لوري پېژنې او ددې لوري نوم “ وړاندې تگ” دی او بشري ټولنې هيڅکله هغه زمانې ته په شا نه ورگرځي چې ورنه تېره شوې ده.   افغانستان ړنگېدای شي، افغانستان تجزيه کېدای هم شي، خو هيڅکله هماغو پخوانيو جوړښتونو ته په شا نه ورگرځي.
   يو شمېر نه يوازې دا او هغه وگړی د اتل، پهلوان،  بابا، پېشوا، رهبر ... په توگه مني، بلکې د هغو  په وړاندې  په وفاداريواو پيرويو کې دومره ډوب شوي چې راتلونکې  هم په هغو او د هغوی په نظرياتو پورې تړي. داډول  ډلې له دی او هغه  وگړي  بوت جوړوي او د پرستش مرحلې ته يې رسوي او د قومي، مذهبي، ايديولوژيکي، گروپي، ملگرتيا... په تعبيرونويې د مقدساتو قلمرو ته ورننباسي. هغوی چې د مقدساتو قلمرو ته ور ننوځي نور له نيمگړتياو، تېروتنو او غلطيو پاک شمېرل کيږي. د ټولو ښو شيانو نسبت هغوی ته ورکول کيږي او د ملامتيو پېټی په نورو ورغورځول کېږي. دا ډول  وگړي نور د پېشوا درجې ته اوچت شوي چې يوازې ښې خواوې لري او دا وگړي  په يوه “ معصوم وگړي” بدلېږي. له دې وگړي  سره يې د پيروانو اړيکې د احساساتو، عواطفو او پيرويو په بنياد جوړېږي او نور نو څوک اجازه نه لري د هغه په هکله يوه هراړخيزه څېړنه او پلټنه وکړي او د هغه کمزوری لوری  را لوڅ کاندي.  په بل عبارت دا او هغه اتل، دا او هغه مشر، دا او هغه اموزگار، دا او هغه پهلوان او يا دا او هغه بابا د خپلو پيروانو له خوا د ممنوعاتو د ديوالونو تر شا ځای په ځای کيږي او ورکتل يې د پيروانو د غصې او قهر سبب کيږي. له بده مرغه دا او هغه  پېشوا نه يوازې په ژوند کې، بلکې له مرگه  وروسته هم د لويو او لويو تراژيديو او وژنو په لامل بدليږي.
  په افغاني ټولنه او په تېره بيا په روشنفکري برخه کې  په اتل، په قهرمان، په پهلوان، په رهبر ... ددې او هغه وگړي د بدلولو په کار کې بېړه کيږي او د يوه سم او لازم قضاوت په ځای په دې کار کې له احساساتو، عاطفې، قومي او گروپي سمپتيو څخه کار اخستل کيږي. همدا نن په ټولنه کې دا او يا هغه وگړي يو لوري ته اتل او قهرمان ښکاري، خو بل لوری ورته جنايت کونکی او خاين وايي. يو لوری ورته رهبر اوپهلوان وايي، خو بل لوری ور باندې د خيانت او جنايت کولو تورونه  لگوي. دې او هغه وگړي ته يو لوری ناجي او پېشوا وايي، خو بل لوری  ورته د ديکتاتور او جنايت کونکي نوم ورکوي. يو شمېر دې او هغه وگړي ته باني او موسس وايي، خو بل لوری يې يرغلگر او تېری کونکی بولي.
 مرگ په هر حالت کې يوه تراژيدي ده او همدارنگه  ددې او هغه وگړی مرگ  غميزه ده او د هر چا د خپگان وړ دی. خو په دې او هغه شخصيت د مرگ په ځای دا تاريخ دی چې قضاوت کوي.
مخکې له دې چې دا او هغه وگړي‏  دا او هغه شخصيت په اکون ICON  او سمبول بدل شي. په بې طرفه توگه د هغوی د ښو او بدو خواو څېړنه وشي. د هغوی پياوړې او کمزورې خوا په گوته شي. په منصفانه توگه  د هغوی  پياوړی لوری روښانه او کمزوری لوری يې انتقاد شي او مخکې تر دې چې دا او هغه وگړی  په اتل بدل شي د هغه په هکله،  د هغه د کارونه په هکله او د هغه د لاس ته راوړونو په هکله څېړنه وشي. دا کار حوصله، څېړنه بې طرفي او وخت غواړي. که نن دا او هغه شخصیت د پرستش  مرحلې ته رسيږي، ور څخه اتل،  پېشوا، قهرمان، پهلوان او بابا جوړېږي خو سبا ددې امکان شته دی چې د تاريخ له بل ډول قضاوت سره مخامخ شي او ددې او هغه  شخصیت د محکوميت حکم ورکړي.  په تاريخ کې هيڅوک نه بيمه کيږي او د پېشوایانو او زورورو له پاره هم بيمه نشته دی.  هغوی هم زموږ په شان انسانان دي او د خپلو ښو خواو تر څنگ يې بدې خواوې هم لري. دا هم بايد هېر نه کړو چې تاريخ  کله کله  له هغوی څخه لوي وگړي جوړ کړي چې په خپل وخت کې د ډېرو نه خوښيږي او عامه  ذهنيت هم د هغوی په پلو نه وي. 
 زه ددې وېره لرم چې نن به موږ د احساساتو، عواطفو، گوندي، گروپي، قومي، ژبنيو او مذهبي سمپتيو په بنياد له دې او هغه وگړي سپينه کوتره جوړه کړو، خو سبا به په تاريخ کې د يوه  تور کجير په څېره کې را ښکاره شي.  موږ به نن ددې او هغه شخصيت مجسمه جوړول غواړو، خو سبا به نه ورته  غوږ او نه به هم ورته  پوزه پاتې وي.  تاريخي شخصيتونه هغه ډول ومنل شي چې وو په طبعي توگه د هغوی له لاس ته راوړنو او کمزوريو سره.
 د تاريخ ازمايش تر ټولو سخت ازمايش دی.  د تاريخ نه سترگې تړل کيږي او نه يې غوږونه پټيږي. تاريخ نه ددې او هغه د آرمان او ارزو له مخې جوړيږي او نه له پخوا څخه د جوړ شويو اصولو او قوانينو پيروي کوي. خو، له دې سره سره وړو وگړو له تاريخ سره هم د جفا لاره ونيوله. هغوی هڅه وکړه د افغانستان تاريخي ورځې  هېرې، تحريف او يا سياسي کړې. هغوی ته تاريخ اهميت نه درلود. دوی د هغه تاريخ پلټنه کوله چې دوی په مرکزکې وي او دوی په کې ځليږي. يوه لوري هڅه کوله تاريخي ورځې حزبي، سياسي او روسي کاندي او بل لوري بيا هرې تاريخي پېښې ته مذهبي جامې ور په تن کولې او په ملاتوريو کې  تاريخ په بشپړه توگه په يوه بې آرزښته شی بدل شو.  تاريخي اثار، تاريخي شتمنۍ او له دې جملې د بودا بتونه د يوه مذهبي مکلفيت په توگه له منځه وړل کېږي او په بې باکۍ او بې پروايۍ سره نه يوازې د تاريخ غوښتنو ته، بلکې د اوسنۍ زمانې غوښتنو ته هم شاوروگرځوي . له بده مرغه اوس هم يو شمېر ليکولان او سياست کوونکي  د خپلو گټو او موخو په منظورد تاريخ د جعل کولو هڅې کوي .
   د روشنفکرانو دنده د بتونو جوړول او بت پالنه نه ده او په تېره بيا د هغو بتونو جوړولو چې سبا به يې پخپله ړنگول غواړي. هغه روشنفکران چې د بيدار وجدان خاوندان دي  په دې هکله نه د واک، نه دقوم، نه د مذهب ...  تر تاثير لاندې راځي او نه په خپل کار کې دا عناصر معيار گرځوي. ما مخکې وليکل چې د يوه روشنفکر د کار ځانگړتيا له عقل او خرد څخه کار اخيستل دي او په خپلو قضاوتونو کې د خپلواکې ارادې او خپلواکې پوهې پيروي کول دي. د روشنفکر بيداري  په دې کې ده چې له واک، پرونيودگمونو... څخه ځان او خپل کار خپلواک وساتي. روشنفکر نه ځان ته اجازه  ورکوي چې بت پرست شي او نه کيش شخصيت ته غاړه ږدي. روشنفکر ددې او هغه واکمن ثنا او صفت هم نه وايي. روشنفکر هيڅکله هم په دې او هغه شخصيت، په دې او هغه مړي، په دې او هغه رهبر د احساساتو، عواطفو، انتيپتيو او سمپتيو په بنياد قضاوت نه کوي. روشنفکر په دا ډول قضاتونو کې په هر اړخيزه توگه له غرض درلودلو څخه ډډه کوي. همدارنگه روشنفکران ددې او هغه وگړي په خدمتونو، کړونه، وياړونو او لاس ته راوړونو د بطلان کرښه نه را کش کوي او په هر ډول حالت کي ددې او هغه وگړي د کار، خدمت او نه ورکېدونکو انساني آرزښتونو درناوی کوي او همدارنگه له دې څخه په کلکه ډډه کوي چې د سياسي، مذهبي، ايديولوژيکي گروپي  او قومي کرکو په بنياد دا او هغه شخصیت محکمې ته را کش کړي اويا په سپکه سترگه ورته وگوري.
روشنفکران د ټولنيز ذهنيت د لارښونکو په توگه ددې دنده نه لري چې د رهبر او پېشوا د راتگ لاره و څاري. پېشوا پالنه د ايديولوژيک واکمنيو ( نازيزم، فاشيزم، کمونيزم...) دود دی. دا د توتاليتر او ديکتاتورواکيو دود دی چې د پېشوا او کيش شخصیت تبليغ کوي او وگړي د هغه پيروی او اطاعت کولو ته را بولي. دروشنفکرانو دنده له ټولنې سره مرسته کول دي چې ټولنه پخپله د لارښونې وړتياتر لاسه کړي. په افغانستان کې له يوې خوا د ټولنې خپلواکي او مدني ټولنه کمزورې ده او له بلې خوا د اطاعت او تبعيت کولو دود پېاوړی دی. روشنفکران دې کار ته مټ ورکړی چې ټولنه په ځان باوري کړي تر څو ټولنه د يوه خپلواکي ځواک په توگه د عمل کولو جوگه شي. 
  زه دپرونيو او تاريخي  شخصيتونو د يادونو او لمانځنو او بيا له هغوی څخه د زده کولو مخالف نه يم. زه هغوی ته درناوی لرم. هغوی چې په خپلو اندېښنو، په خپلو پياوړيو فکرونو، په خپل هنر او په خپلو جوړونکو کارونو يې ټولنې او هيواد ته خدمت کړی دی  بايد ياد شي او درناوی يې وشي. افغانستان د مشهورو متفکرينو او فرهنگيانو ټاټوبی دی، کوم چې د افغاني ټولنې تاريخي شتمني شمېرل کيږي.  افغاني ټولنه تاريخ  او وياړونه  لري.  په تاريخ کې د هغو گمنامو پلټنه هم وشي، کوم چې د دفکر او اندېښنې د خپلواکۍ په جرم د عدالت او برابرۍ د غوښتنې په جرم د استبداد او تاريک فکرۍ ښکار شوي دي.  وگړی تاريخ لري او له تاريخ پرته وگړي مفهوم له لاسه ورکوي . خو ښه به دا وي چې د هغوی د پرستش په ځای، له هغوی څخه د تقليد کولو او کاپي کولو په ځای عبرت او الهام واخستل شي او ور څخه زده کړه وشي.
    يو تاريخي شخصيت هغه وخت ځليږي چې د زمانې اړتيا وې او د جوړېدو شرايط يې منځ ته راغلي وي. د نلسن مانديلا  شخصيت  هم د زمانې غوښتنه وه او همدارنگه يې د جوړېدو امکانات منځ ته راغلي وو.  تاريخي شخصيوتونه  په معلومه زمانه او معلومه تاريخي دوره کې شکل نيسي او تر ډېره حده د هماغه زمانې او شرايطو توليد دی او کله چې هغه زمانه تيريږي هغوی هم د تاريخ په برخه بدليږي. که  نن هم په  هماغه شان او په هماغه دود د هغوی  پېروي وشي. ددې خبرې مانا به دا وي چې موږ ننی حالات او ننۍ پېښې د پرون تابع گرځول غواړو.  نن په سبا بدليږي او پرون تاريخ دی او هغه څه چې پرون تر سره شول د تاريخ په يوه برخه بدليږي نوله دې امله په کار ده چې همدا نن د هغه څه په هکله چې وايو او د هغه څه په هکله چې سر ته يې رسوو څو ځلې فکر وکړو. تاريخ  نه يوازې احساساتي او عاطفي قضاوتونه او پایلو اخستنو ته زړه نه ښه کوي ، بلکې د دا ډول ارزونو عمر لنډ او ژر تېرېدونکې دی. تاريخ پوهان ددې له پاره د پرون څېړنه نه کوي چې  پرونۍ پېښې او واقعيتونه نن ته را وليږدوي او ددې له پاره هم څېړنه نه کوي  چې ښه او بد سره جلا کړي، بلکې ددې له پاره څېړنه کوي چې د تاريخ دوام او د تاريخ حافظه ژوندۍ وساتل شي، راتلونکي نسلونه د نننيو او پرونيو په کړو پوه شي او د پرونيو تجربو په بنياد د راتلونکې لوری د ښودلو په کار کې مرسته وشي.
 
پېشوایان يا يوه خپلواکه ټولنه
انسانان د شاتو موچۍ نه دي چې ټول د ملکې په چوپړ کې وي.

څومره چې ټولنې مخ ته ځي، څومره چې پوهه  او علم پرمختگ کوي. څومره چي ټولنې سياسي کيږي، څومره چې په ټولنيز او سياسي ژوند کې د وگړو ونډه پراخيږي، څومره چې ټولنې په خپل برخليک واکمني تر لاسه کوي، څومره چې خلک خپل حقونه او ازادۍ تر لاسه کوي او څومره چې د قانون واکمني ټينگيږي په هغه اندازه داتلانو او رهبرانو رول او نقش هم کمزوری او کميږي او پېشوا ته خو هډو ضرورت نه پاتې کيږي.
 اوس د ټولنې په وړاندې د انسانانو دندې او حقونه د فرمان او قوماندې په ځای، د دگم او حکم په ځای او د پيرويو او مريد کېدلو په ځای د ټولنيزو تړنونو په وسيله تنظيم کيږي. په دې تړونونو کې هڅه کيږي له يوې خوا د پرېکړو کولو حق د ټولنې په اختيار کې وي او له بلې خوا انسان او هغه ته درناوی په کې مرکزي ځای لري. په ټولنه کې د ټولنيزو تړونونو په وسیله د چارو سمون ددې عملي امکانات منځ ته راوړي چې نور انسانان د شاتو د موچيو په شان دنده  نه لري چې ټول  د ملکې په چوپړ کې وي او همدارنگه انسانان د زاڼو کاروان هم نه دی چې له مير څخه پرته د تلو لوری ورکوي.
 د پېشوا په انتظار کښېناستل فکر کوم د پرون کار دی او زه پخپله دا باور او دا انتظار نه لرم  چې په افغانستان کې به کوم پېشوا سر را پورته کړي او د افغاني ټولنې ستونزې به په يو ځل د همېشه له پاره حل کاندي. د افغاني ټولنې پلورالستيک ټولنيز، قومي،  فرهنگي او مذهبي جوړښتونه هم د پېشوا د را پورته کېدو له چارې سره مرسته نه کوي. افغاني ټولنه د “ پېشوا”  له پاره نه ده جوړه شوې. په افغانستان کې پرون په تېره بيا يو په بل پسې انقلابي مشرانو نه يوازې د پېشوا کېدولو هيلې درلودې، بلکې هر يو يې دې ته چمتو وو چې په افغاني کيم ــ ايل ــ سونگ بدل شي. دوی غوښتل چې مجسمې يې جوړې شي او د خلکو کورونه او د وگړو کرتۍ يې په تصويرونه ښکلې شي. خو له بده مرغه له يوې خوا په گوند کې دننه همېشنيو اختلافونو او توربورگنيو او له بلې خوا ټولنيز مقاومت د دوی دا هيلې نيمخوا کړلې.
د پېشوا نوم  په همېشني توگه له زورزياتي، خشونت، فرمان، اطاعت، تسليمۍ او پيروۍ سره تړلی دی. په لوی شوروي کې« د استالين دستور د تاريخ فرمان بلل کېدو»  ايرانيانو به د خميني په هکله ويل : « ما همه سرباز توايم خمينی، گوش به فرمان تو ايم خمينی» نازيانو د هيتلر په هکله ويل:
« د رهبر اراده تر ټولو لوړ قانون دی» او پخپله هيتلر به ويل: « سوچه او خالص واک د سوچه او خالصې تسليمۍ په صورت کې را منځ ته کيږي» يو بل پېشوا چې نوم يې موسيلينې دی وايي:
« ترور ډار منځ ته راوړي او ډار تسليمي او پيروي را منځ ته کوي ».
اوس د هرې ورځې په تېرېدو سره پخپله ټولنې او خلک د رهبري کولو او پرېکړو کولو په کار کې ونډه اخلي .
 همدارنگه گلوباليزم اود نړيوال کېدولو کار هم د “ لويانو” “ پېشوايانو”  او “ اتلانو” له چارې سره مرسته نه کوي. لکه چې وويل شواوس ضرورت دادی چې ټولنه بيداره شي. اوس ضرورت دادی چې ټولنه خپلواکه شي. ټولنه ددې جوگه شي چې خپله لوری پخپله وټاکي، ټولنه خپل برخليک پخپله سمبال کاندي، د ټولنې هر وگړی په سياست او واک په کار گډون وکړای شي، پرېکړې کول او تصميمونه نيول د ټولنې په چاره بدل شي او همدا د ټولنې له خوا ټاکل شوی لوری د حکومت او حکومتونو د حرکت لوری  وشمېرل شي. د ټولنې د خپلواکۍ په صورت کې نور دولت د يوې تړلې ټولنې په شان دټولنيز ژوند او ستونزو د حل کولو يوازنی ارگان نه دی. په دې برسېره به د ټولنې خپلواکي د پېشوا د موجوديت او د پېشوا د منځ ته راتلو ضرورت هم له منځه وړي. د ټولنې خپلواکي او سياسي کول به د يوه ټينگ او دوام لرونکي ثبات عملي امکانات منځ ته راوړي او نور به د ټولنې برخليک او راتلونکې په دې او هغه رهبر پورې تړلې نه پاتې کيږي او ددې او هغه رهبر په تللو سره  به نه د واک خلا منځ ته راځي او نه به ځمکه په اسمان اونه به اسمان په ځمکه لگيږي.
  د خپلواکې ټولنې بنسټ خپلواک انسان دی. د ټولنې خپلواکي د انسانانو له خپلواکۍ او ازادۍ څخه پيل کيږي او يوازې د انسانانو خپلواکي د ټولنې د خپلواکۍ ضمانت ورکولای شي. د يوه ټولنې خپلواکي د ټولنې د اوسېدونکو په خپلواکۍ پروت دی. همدارنگه د خپلواکې ټولنې ځانگړتيا په دې کې ده چې وگړي يې په خپلو پښو ودريږي او وکولای شي له خپل عقل او خرد څخه کار واخلي.  د ټولنو اوملتونو تجربې په ډېره څرگنده او روښانه توگه را ښيي چې تابع، پيرو او خپلواکي نه لرونکي انسانان د خپلواکو ټولنو او خپلواکو ملتونو د جوړولو په کارکې بې وسه او ناتوانه دي. خپلواکه ټولنه د هر وگړی خپلواک شخصيت او خپلواک هويت ته ضرورت لري. په افغاني ټولنه کې تر اوسه په ميليونونو په تېره بيا ښځې نه يوازې خپلواکي نه لري، بلکې له خپلواک شخصيت او هويت څخه هم بې برخې دي. چېرې چې د ښځې نوم اخيستل بې غيرتي او غږ او خندا يې بې شرمي وي  شخصيت او هويت له محتوا خالي مفهومونه دي.
برتلوت برشت وايي :
“ خوارکی ملت چې اتلانو ته محتاج وي”
هغوی په پېشوا او اتل پسې گرځي چې د خپل برخليک د ټاکلو په کار کې پاتې راغلي وي. هغوی په پېشوا او اتل پسې گرځي چې لاره او لوری ورڅخه ورک شوی وي. هغوی په ناجي او پېشوا پسې گرځي چې په خپلو پښو د درېدولو وس نه لري. هغوی  د پېشوا او اتل په لټه کې وي چې د خپل عقل او خپل فکر په کار اچولو کې بې وسه وي. په انسانانو کې هغه وخت د پېشوا او لارښود د پلټولو ضرورت منځ ته راځي چې له فکري او عقلي ازادۍ څخه بې برخې شي. هغه وخت  د پېشوا ضرورت منځ ته راځي چې د انسانانو دا او هغه گروپ په خپل منځ کې د پوهاوي  او له بل سره د اړيکو په جوړولو کې خپله وړتيا له لاسه ورکوي. د پېشوا ضرورت په هغه ټولنه کې منځ ته راځي چې وگړي يې  په اسانۍ سره تبعيت کولو او اطاعت کولوته غاړه ږدي او دا ډول چلند او تلنه  پخپله د فردي شخصيت او هويت کمزورتيا ښيي. کله چې په ټولنه کې د رهبر او پېشوا او په تېره بيا د هغوی د لویۍ او بزرگۍ مسئله منځ ته راځي په حقيقت کې دا د وگړو د ازادۍ او خپلواکۍ د فاتحې د اخيستلو په مانا ده.  د پېشوا غوښتنه د تړلو او ايديولوژيک ټولنو ځانگړتيا ده، چېرې وگړي د پېشوا په لښکر بدليږي او ټول د هغه څه په ساتنه مکلف کېږي چې پېشوا يې غواړي. د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت په اساسي اصولو کې ټوله افغاني ټولنه د انقلاب! په ساتنه مکلفه شوې وه. په شمالي کوريا کې ددې هيواد ټول وگړي د کيم. جون. ايل له لښکرڅخه عبارت دي. 
 افغاني ټولنه د پېشوا او اتل په ځای زړسواندو او مسئولو وگړو ته ضرورت لري چې د شته ستونزو چاره پيدا کړي او دا کار هغه څوک کولای شي چې د خپلواکو اندېښنو خاوندان او د مدريت کولو وړتيا ولري.  په اتلانو پسې هڅه کول د ټولنې د بې وسۍ او بت جوړونه او بت پالنه د فرهنگي خوارۍ پايله ده. هغوی چې د فکرونو او اندېښنو خپواکي او ازادي لري، هغوی چې د خپلواک شخصيت او هويت څښتنان دي، هغوی چې په خپل منځ کې د پوهاوي او اړيکو د ايجاد وړتيا لري پېشوا اواتل ته ضرورت نه لري.
     ددې ليکنې په وروستۍ برخه کې د ويونکو پام دې خبرې ته راړول غواړم چې موږ اړ يو. موږ ضرورت لروچې د يو شمېر بنسټيزو مفهومونو او له دې جملې د “ رهبرۍ” د مفهوم  په هکله بيا نظر او بيا کتنه وکړو.  زه د رهبر، رهبرۍ کولو، مديريت کولو او په تېره بيا د سياسي رهبرۍ مخالف نه يم. زه د يوې بې سره ټولنې پلوی نه يم. د ټولنې خپلواکي او همدارنگه د ټولنې سياسي کول د رهبرۍ کولو او مديريت نفي کول نه دي، بلکې د ټولنې سياسي کول په پراخه توگه د وړ او پياوړيو سياست کونکو او سياسي مشرانو د روزنې عملي امکانات منځ ته راوړي. د ټولنو سياسي تاريخ په ډېره څرگنده توگه راښيي چېرې چې وگړي له سياست څخه بېگانه او په تېښته کې وي هلته د وړ سياسي مشرانو د روزنې امکانات هم له منځه ځي. هر هيواد او هره ټولنه په تېره بيا سياسي رهبرۍ ته ضرورت لري. همدارنگه گوندونه، غورځنگونه او جنبشونه د رهبر او رهبرۍ  په وجود کې منځ ته راځي. او له رهبرۍ پرته  دا ډول تشکلونو نه وده کوي او نه مخ ته ځي. خو په دې هکله ددې مسئلې درک ضروري دی چې د ټولنې رهبري نه ددې او هغه کورنۍ،  نه ددې او هغه گوند، او نه ددې  ملا او نه د هغه اخوند، نه ددې حضرت اونه د هغه پير حق او مالکيت دی. رهبري د ټولنې حق دی او دا حق د ټولنې له خوا د يوې مودې له پاره دې او هغه  وگړي يا وگړو ته ورکول کيږي.