د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يوه پښتو _ كره پښتويا يوه كره پښتو ليكلار ( دوهمه برخه )

پوهاندډاکټر م . ا زيار 03.03.2007 03:00

د رغاونيز يا پښوييز (ګرامري) يووالي آرونه (پرنسيپونه)

دا پرنسيپونه د يادشوي پروسيجر په رڼاكې د پورتنيو معياري يا ټوليزو پرنسيپونو د كارونې لپاره پكار راتلاي شي او د هغو علمي كول كيدوني كولاى شي. په بله وينا داسې آرونه (پرنسيپونه) چې د هغوله مخې موږ په راز راز ګړدودي ګرامري ځېـلونو (وارينټونو) كې د غورځونې (اطراد) او يا غورونې (انتخاب) اجازه ولرلاى شو:

۱_ دويو نكو ډېر والى،

دا په دې مانا چې د يوه ګرامري توك له مخې له څووارينټو نو څخه هماغه يوه ته معياري ارزښت وركړ شي چې د ويونكو شمير يې ډير وي، لكه: (ورځ) د (روځ)، (ځمكه) د (زمكه)،(شته)د(سته) يا (مانيولى دى) د (مانيسلى دى) پر وړاندې. په دې لړ كې منځنۍ پښتو د نورو درېواړو گړدودي ډلو پر خلاف يو نيم تاريخي (لرغونى) آواز خوندي ساتلى، خو دويونكيو د لږ والي پر بنسټ كره نه شي منل كېداى، لكه س په سگه، دېرس، مسر، كسر... كې.

۲_ توپير او نه التباس،

په دې مانا چې د يوه فونولوجيكي او ګرامري توك له وارينڼونو څخه هماغه يوه ته معياري ارزښـت وركړ شي چې له نورو معياري امرل شوو توكونو سره يې توپيرو شي، په بله وينا، دالتباس او يو له بله د ټـكر مخه يې ونيول شي. د ژبنيو توكونو تر منځ توپير او نه التباس يوژبنى قانون او ناموس ګڼل كېږي، لكه (شول) د (سول) پر وړاندې چې له(سوځل) سره يې ټكر راځي، همدارنګه سيورى _سورى، پسور _ سور، خپور _ خور...در واخله.

۳_ د ويوالى (باقاعده ګي)،

دا مانا چې له بېلا بېلو رغاونيزو (پښوييزو) ځېلونو څخه هماغوته معياري ارزښت وركول كېږي چې بېدويي يا استثناء يې كمه وي، لكه دا دوى (قاعده) چې _زور(_a) په دوديز او بيا (فونيـميك) ليك كې د ښځينه پايلې په توګه په پام كې ونيول شي او ډېر ګړې يې هم _ې (_e)، نه دا چې د نورو دروګونو ګړدودي ډلو پر وړاندې د كندهاري ګړ دود پر بنسټ تر خجن خپلواك (واوېل) وروسته a_ پر ə واړول شي او ə بيا په ډېر ګړي كې پر _i.
همداسې په نرينه نومونو كې درواخله چې كندهاريان يې د نورې ډېرۍ پښتو _ay پاى د ناحجنۍ له كبله پر əy اړوي او بيا يې ډېر ګړى هم د _i پر ځاى پر _əy پاى ته رسوي او داسې نور.

۴_ سپما،

 دامانا چې تر وسې وسې او وروستني بريده په لږو وييو كې ډيره مانا او مطلب وړاندې شي، بې له دې چې ابهام اوګونګوالى پيښ شي، يوه خبره چې په يوه جمله كې راتلاى شي، دووته بايد ونه رسېږي او يوه جمله چې له پنـځو توكو څخه جوړېداى شي، په كارنه دي، اتويا لسو توكو ته ورسي. البته په ادبي او هنـري ډګر كې ديوه مطلب څوڅو رازه څـرګندول له سپما څخه سرغړاوى نه ګڼـل كېږي، هغه هم په دې شرط چې نوې نوې مانيزې او بد يعي رنګارنګۍ منځ ته راوړي، د چا خبره تكرار حسن اوسي،نه دا چې تشه لفاظى بڼه ولري. له بده مرغه زموږ ډېر ليكوال د ډېر پخواني ختيز دود تر اغېز لاندې د هم مانيزو وييو او جملو بيا بيا كارول د خپل ليكني سبك ستر ټوك ګڼي. سپما په كړاوړون (فعلي ګردان) كې هم ډېره پاموړ بلل كېږي او هغه دا چې له بيلا بيلو ګړدودي ځېلونو يې هماغه لنډه داامرل كېږي: لكه د (پوه شوم) پر ځاى (وپوهيدم) يا د (ډوډۍ وخوړلې شوه) پر ځاى (ډوډۍ وخوړل شوه). په ويي غونډونو، لكه: كابل پوهنتون، د (د كابل پوهتنون)، (كابل ښار) د (د كابل ښار)...پر وړاندې. په نوېزونو كې، لكه : (رسنۍ) د (خبري يا خپرندويه رسنۍ) پر وړاندې.

۵_ اساني او رواني،

په دى جاج (مفهوم) چې د يوه ژبني توك د تلفظ (وينګ) او له دې سره بيا د ليك او چاپ... له مخې پښتنو او نا پښتنو ټولو لپاره اساني او رواني ولري. دا آر په پښتو زده كړه او ښوونه كې بيا په ځانګړي ډول د زيات ارزښت وړ دى، لكه (راوړ شو)اوراكړ شو، د (راوړل شو) او (راكړل شو) يا پېړ د پريړ، درون- درانه د دروند-درانده پر وړاندې.

۶_ خوږ غږي او بلاغت،

چې يو ژبنى توك په ټولنه كې (دا كثريت له نظره) ركا كت او كراهيت ونه لري. د ساري په توګه له فونولوجيكي او ګرامري او ان لغوي او محاوروي وارينټو د يوه ګرانښت او خوږ والى زيات وي، لكه : (هيلۍ ته لامبو ښوول) د (كونډې ته غوول ښوول) پر وړاندې يا (نتل) د (رټل)، (وختېرى) د (وخت ګوډى).

۷_ لرغونوالى،

 په دې جاج چې د وييزواو ګرامري وارينټونو په ډله كې هماغو ته معياري ارزښت ور كول كېږي چې يې تر نورو تاريخي او اېتمولوجيكي لرغونوالى ډېروي، لكه: (ځمكه) د (مزكه)، (ولاړم) د (لاړم) پر وړاندې. دا چې له نجل _ نجن، نجلۍ _ نجنۍ، زما _ دما، زموږ _ دموږ، ستا _دتا او ستاسې _ دتاسې، ژغ _جغ، جندره _ ژندره، ژرنده _ جرنده، نږور _ نگور...څخه وروستي ځېلونه لرغوني دي، خو د ويونكيو زياتوالى او له دې سره كره والى د مخنيو پر خوا دى.

يادونه:

په دى ياد شوو پر نسيپونو كې كېداى شي، يو له بله ټكرراشي. په دې مانا چې كه يو توك د يوه پرنسيپ (لكه لرغونوالي) له مخې معياري ارزښت ولري، مګر د يوه بل پرنسيپ (لكه د ويو نكو ډېر والي) له پلوه يې دغه ارزښت سلب شي، په دې توګه په كار د ه چې لومړى د ژبپوهنې يا عملي او تطبيقي چانس او ارزښت د ډير والي او لږوالي له مخې هر پرنسيپ ته لوړې يا ټيټې شمېرې وركړ شي اوكله چې يوژبنى توك د ټولو پرنسيپونو له ټوليزو شمېرو څخه تر نيمايي زياتې يوسي، معياري ارزښت به وركول كېږي. د ساري په توګه د نننۍ ژبپوهنې له مخې د يوه ژبني توك ډېر كارېدنګ، په بله وينا، د هغه دويونكو ډيروالى تر تاريخي لر غونوالي او دودوالي څخه زيات ارزښت لري او په كار ده،كه لرغونوالي او دودوالي يا نورو آرونو ته په سل كې پنځه پنځه شمېرې وركول كېږي، نو دننني دود او كاريدنګ او ويونكو ډير والي ته به په سل كې شل شمېرې وركړشي. بياهم كه ددې كار لپاره جوړه شوې واكمنه غونډه ټولو آرونو ته يويو راز شمېرې وركول غوره وګڼي، په بله وينا، هيڅ شمېرې ورنه كړي او د يوه ژبني توك په معيارى ټاكلو او امر لوكې دياد شوو آرونو ډير والى په پام كې ونيسي، نو بيا هم له علمي بنسټو نو څخه دومره سرغړاوى نه ګڼل كېږي. ځكه د ژبې غوندې يوې ټولنيزې پديدې، هغه يې هم په ليكنۍ برخه كې قرار دادي او تړوني لاسوهنې او ريفورمونه تل منلي او منلاى شي.
د دې لپاره چې دغه لارښود موله توليزوالي څخه را ځانګړى كړى او بيلا بيلو ژبني توكونه او ټوكونه (اجزا) مو په كې رانغښتي اوسي، لومړى يې له غونډله پوهيزو (نحوې) يونونو (واحدونو) څخخه راپيلوو، بيا ګړپوهيز (صرفي)، ورپسې غږپوهيز (فونولوجيكي)هغه تر كرونې لاندې نيسو او تر ټولو وروسته بيا د دغو ټولو رغاونيزو او پښوييزو (ګرامري) يونونو يا توكونو د كرونې په رڼا كې ليكدودي (املايي يا ارتوګرافيكي) هغه.

لومړى_ په غونډله پوهيزه (نحوي) برخه كې:

لكه څنګه يې چې له نوې نومونې څخه څرګندېږي، په غونډله پوهه كې غونډلې (جملې)، غونډونه (فقرې)، او ګړنې (محاورې)، په بله وينا، څرګندنې (اكسپرېشنونه) تر ويېنې (بحث) لاندې نيول كېږي او په دې توگه د يوې ژبې لوېسترين توكونه يا يوونونه(واحدونه) را اخلي چې د دود له مخې د ګړپوهې (صرف) تر څنګه د پښويې (ګرامر) دويمه څانګه بلل كېږي. په دې لړ كې غونډله بيا له اړوندو رغندو توكونو (نومونو، كړونو، كړولونو يا قيدونو او وييكو يا اداتو) سره په وروسته ډول تر كارونې لاندې نيسو.
پښتو غونډله ړومبى پر دوو برخو يا غونډونو (فقرو) وېشل كېږي چې لومړى هغه ته نوموال غونډ وايي او دويم ته كړوال، خو د دندې له مخې لومړى هغه ايښى (مسند اليه يا مبتدا) بلل كېږي او دويم دا ايښونى (مسند يا خبر). په ايښي كې كړند (فاعل يا نائب فاعل) له اړوندو ستاينو مونو او نورو ټاكندو توكو سره راځي چې لومړى پېژند (حرف تعريف)، بيا شمېر نوم، ورپسې ستاينوم او وروسته پخپله كړند اوډون مومي. د غونډلې په دويمه برخه "ايښوني" كې كړى (مفعول) او كړ او كړول يا كړولونه او پخپله د كړي اړوندان راځي، په دې اوډون : ړومبى د كړي پېژند يا شمېر نوم، ستاينوم او بيا په خپله كړى، ورپسې كړول يا كړولونه او په پاى كې كړ او مرستيال كړ يا كړونه راځي.
لكه: ببرك _ سنك په څپېړه وواهه (يا وهلى دى).
كه په دغه او ډكې يو توكى له بل توكي سره ځاى بدل كړي، غونډله خپل كره والى (معيار) له لاسه وركوي، لكه چې په ګړنۍ پښتو كې ويل كېږي: يو سنك ببرك په څپېړه وواهه. يا د شمېر نوم له ځاى بدلون سره: په ښاري دويمه مينه كې... د "په دويمه ښاري مينه كې..." پر ځاى، هر ګوره په زماني كړولي غونډونو كې ستاينوم له شمېر نوم سره ځاى بدلولاى شي، لكه : په دوو تېرو كلونو كې يا په تېرو دوو كلونو كې، خو كه خبره ګړيو او شېبو ته ورسي، ستاينوم هرومرو تر شمېر نوم له مخه كره برېښي، لكه : په تېرو څليرويشتو ګړيو كې، په تېره يوه شېبه كې...
دغه راز كله ناكله د سبكي رنګارنګۍ لپاره په منفي غونډله كې آر كړ (اصلي فعل) تر مرستيالكړ (معاون فعل) وروسته كېدل لږ و ډېر دود لري، لكه : زمرى نه دى راغلى = زمرى راغلى نه دى.
د غونډلې بېلا بېل كوشني كوشني توكونه او په دې لړ كې سربلونه، وستربلونه او نوروييكي (ادات) په وروسته ډول تر كارونې لاندې راځي.

هر ګوره، كه په غونډله كې د غښتليو نو مځرو (زه_ما_موږ، ته_ تاسې، دى_ده، دا_دې_دوى يا زما _زموږ، ستا_ستاسې، د ده_ د دوى...) پر ځاى كمزوري هغه (مې _مو_دې_مو_يې...) وكارول شي، نه يوازې ترې تولنومونه (مضافات)، ستاينومونه (صفات) او شمېرنومونه(اعداد) ړومبى راځي، بلكې كړى (مفعول) هم ترې مخكې كېږي، لكه:
يوه پېړه ډوډۍ (مې، دې، مو، يې) وخوړه...
كه يو نوم تر يوه زيات ستاينومونه ولري، د ارزښت له مخې پرله پسې اوډون مومي او شمېرنومونه تر ستاينومو له مخه راځي:
كره ناكره
يو ډېر ښه سړى راغى ډېر يوښه سړى راغى.
دويمه ښاري څانګه ښاري دويمه څانګه
يوه پېړه توره ډوډۍ مې وخوړه يوه توره پېړه ډوډۍ مې وخوړه (توره ډوډۍ د سپينې پر وړاندې يوه دوده نومونه ده)
مګر "بېړنۍ لومړنۍ مرستې"، نه" لومړنۍ بېړنۍ مرستې"، ځكه "لومړنۍ مرستې" يو نړيوال منلى تړنګ او جاج دى.
د اېښي او اېښونې (مبتدآ او خبر) تر منځ بشپړ ګرامري سمون اړين دى:
كره ناكره
پلوشه راغله. پلوشه راغلل. (كندهارۍ پښتو)
ما ډوډۍ وخوړه. ما ډوډۍ وخوړل. //
پلوشه زما خور ده. پلوشه زما خور دي. //
// // پلوشه زما خور دی. (ځاځۍ پښتو)
زلمى- زما ورور دى. زلمى دما ورور ده. (منځنۍ پښتو)
زه او ته-ښار ته ځو. ما او تا ښار ته ځو. (ننګرهارۍ پښتو)
هلكان راغلل. هلكان راغلو. (د غزني، پكتيكا، كوټې، كوهاټ... خوا ته)
زلمى، زرڅانګه، زرمينه او زرينه راغلل –راغلې.
ما-په لندن كې يو كال او درې اوونۍ تېر كړل- تېرې كړې.
نولسمه او شلمه پېړۍ تېره شوه. -تېرې شوې.
اوړم كال او پروسږكال-ښه تېر شو. -ښه تير شول.
[زيار، پښتو ليكلار ۱۲۹-۱۲۷ مخ].
"چې" د غونډلې د ناازادو يا مرستيالو رغندو ټوكونو په لړكې يو ډېر كارى او ډېر پېښى اړيكوييكى (ارتباطى ادات) دى:
كره  ـــ ناكره
زه راغلم چې تا ووينم. زه راغلم (تر څو) تا ووينم. (كابلۍ پښتو)
د بي بي سي والايې "تر هغې "هم پر ځاى كاروي): //
هېواد ته خدمت وكړئ چې اباد شي. هيواد ته خدمت وكړئ (تر څو) اباد شي.
بلېر امرنكا ته ولاړ چې له كلېنټن سره وګوري – (چېرته) چې له كلنټن سره ګوري. (پېښورۍ پښتو)
زه يو كتاب اخلم چې ويې لولم. _(كوم) چې لولم يې (-هغه چې-). //
واجپايي اسلام اباد ته ولاړ. -(څوك) چې له پاكستان سره. //
چې له پاكستان سره خپل اړيكي ښه كړي. تعلقات ښه كول غواړي.
يا د اجمل په شعر كې:
ځئ هغو خوارو له جنت وګټو (څوك) چې له ځايه دوزخيان پيدا دي
د "چې" په ملګرتيا يو لړ ترښتي (تركيبي) اړيكو ييكي، لكه دا وروسته كره بېلګې يې:
څومره چې غورېږي- هومره نه ورېږي.
څنګه چې ناروغ وم، نو روغتون ته ولاړم.
كله چې ته راغلې، بيا به زه ولاړ شم.
ناكره بېلګه يې لكه:
ځكه چې ناروغ وم- نوو روغتون ته ولاړم. (كندهارۍ پښتو)
د همدې غونډلې كره بڼې:
څنګه چې ناروغ وم- نو روغتون ته ولاړم.
يا:
(څنګه) چې هوا ښه شوه _ (نو) له كوره ووتم (څنګه او نو غورځېداى شي)
"لكه څنګه چې " د تړښتي اړيكوييكي (تركيبي ارتباطي ادات) په توګه:
لكه څنګه چې تارخ زياده كړې ده- پښتانه له آره ساك دي.
د "څو چې " يا " تر څو چې " يوازې د زماني كړول (قيد) په توګه، هغه هم د لومړۍ راوړل شوې څېرمه (فرعي) غونډلې په سر كې راځي او يوازې په همدې كارونګ د پارسي "تا" انډول كېداى شي، لكه:
تر څو چې كوشنى ونه ژاړي – مورتى نه وركوي.
څو چې بنسټپال پر هېواد واكمن وي، د سولې او سوكالۍ هيله نشته.
[دلته يوازې "تر څو" او " څو" هم ناكره نه برېښي]
همداسې له "چېرې" او " کله" سره، لكه:
چېرې چې اوسې، په خوى به د هغو سې.
كله چې ته راغلې، هله به زه ولاړ شم.
څوك چې خوب كوي، نر كټي به يې زيږي.
ځينې ناكره ليكوال يې له تكراره ځان ژغوري اوهغه دا چې كه يو ځل يې بيانيه وكاروي، بل ځل يې د پارسي " تای علتیه" تر اغيز لاندې پر (څو) يا ترڅو اړوي:
نازوله ښوونځي ژر راغله چې له مور سره بازار ته ولاړه شي " تر څو" ځانته ګوټونه واخلي [دلته تر څو پر " او " یا " او په دې توګه " بدلول په كار دي.]
[د لازياتې خبرتيا لپاره: پښتو ليكلار ۶۴-۵۶۱ مخ پښتو پښو يه درېيم چاپ، اړونده سكالو، پښتو ويي پوهنه ۴۴ مخ، د انګرېزي-پښتو دسربلونو سيندګي سريزه]
سربلونه او وستربلونه:
سربلونه د غونډلې (جملې) د مرستيالو رغندو ټوكونو په توګه له ازادو يا آرو ټوكونو (نومونو) سره كړولونه (قيدونه) جوړوي. داسې چې سربل تر نوم له مخه او وستر بل ترې وروسته راځي، لكه په كور كې " په" سر بل او " كې" وستر بل دى. د پښتو د دغو غبرګو وييكو يا "غبرگبلونو" په وړاندې زياترې خپلوانې ژبې يووستوي سر بلونه كاروي، لكه پارسي "در" او انګريزي “in”. د كره ليكنۍ پښتو سربلونه او وستربلونه په لاندې ډول ښوول كېږي:
"له" له هغو ډير پېښو سربلو څخه دى چې د څو بېلا بېلو وستربلونو په ملګرتيا له منځ كې راښكېل نوم سره بېلا بېل كړولونه (قيدونه) جوړوي او له يو لړ منځنيو ګړدودو پر ته له يوه بل ډېر پېښي سر بل "د" سره ګډ شوى او په دې توګه يو ژبنى آر (توپير يا نه التباس) تر پښو لانديې كوي. لكه:
كره  ـــ نا كره
تل به دې ساتم له پردو وطنه... تل به دې ساتم د پردو وطنه...
ته خو به له زلفو كوڅۍ جوړې كړې... ته خو به د زلفو كوڅۍ جوړې كړې...
او داسې نورې پېيلې او ناپېيلې بېلګې يې. كره جوړې يې دادي:
غرگبلونه يا د سربلونو او وستر بلونو جوړې په لاندې ډول بېلا بېلې تر سپړنې لاندې نيول كېږي:
له – سره: زه له زلمي سره له كندهاره (څخه)، راغلم (څخه په دې توګه غور ځېداى شي)
له-څخه: د " څخه " ناكره ګړدودي ځېلونه (څه، نه، ځنې) هم په پېيلو وينا وو كې راتلاى شي.
له- سره سره: زه له ناروغۍ سره سره (بيا هم)، كار ته ولاړم. يو وستوى "سره" په همدغه (باوجود) جاج هله بسيا كېداى شي چې تر "له" له مخه راشي، لكه: سره له ناروغى كارته ولاړم. "بې" ((ل) هم همداسې په سركې راځي.
له- پرته: له رابلليو پرته، نا بللي هم راغلي وو (-څمه پرته – په يو ځايي ډول كره نه راځي).
له-وروسته : له غرمې وروسته لمبا ته ځم (دلته تر "له" "تر" زيات كره برېښي).
له-راهيسي: له دوولسيزو راهيسې افغان ولس د مرګ و ژوند پر پوله ولاړ دى (د راپه دې خوا، د- راسې، د-را په هيسته... يې ناكره انډولونه دى.
په هغو كړولي تړنګو (قيدي تركيبو) كې چې "څخه" ترې غورځېدلى ګڼل كېږي:
د قانون له مخې (څخه) چې "تر مخه" يې ناكره انډول دى، د ځان له خوا، له ډيرې تودوخې، له غرمې (-تر ماښامه)...
په "لپاره" كې د ليكدودي آر له مخې "له" رانغښتل شوى دى. كله كله د " راهیسي" پر ځاى تش "څخه" او يا هم د لاسپما لپاره يوازې پر "له" بسنه كيږي. لكه له كلو څخه، له پخوا... د محمد هوتك په ليكلار كې هم زياتر "څخه" غورځېدلى دى. له آره، له لاسه، سم له لاسه، وار له مخه، سم له سمونى هم هداسې درواخله.
له ساده (يووستوو) كړولو څخه بېلښتي كړولونه رغوي. لكه: له پاسه، له لاندې، له دننه... كښل پكار دي.
"تر" چې له "وروسته" يا "مخكي، له مخه "،" څخه " "پرته"... او ستر بلو سره هماغه كړولونه يا تړنګونه منځته راوړي چې "له" يې هم راوړي، خو بيا هم لكه چې وويل شول، دلته له "له" څخه "تر" ډېر كره راځي، په تېره د وينګ د اسانيتا له پلوه. د "تر" نور او ستربلونه، لكه:
تر- لاندې: تر ډېوې لاندې تياره ده (ناكره: د ډيوې [د سيوري] لاندې تياره ده.
چې اوبو ته وايي پاڼي – سر يې لاندې كړه تر كاڼي.
لاس تر زنې لاندې مه ږده- ستا به عادت وي ما به ورك له ملكه كېنه!
تر- پورې: تر مرګ پورې به له خپلى پښتو وانه وړم (كه "پورې" غورځول كېږي، نو "تر مرگه " غوره راځي)
تر-څخه : تر سرو وريجو (څخه) خوب ښه دى ("تر – څخه " دلته پرتليزه كړول جوړوې او له منشايي "له – څخه" توپير مومي).
تر-دننه: تر كور دننه يې ژوند خوار دى.
تر _ د باندې (بهر): تر ښار د باندې څوك وتاى نه شي.
" په" له خپلو څلور ګونو او ستربلونو سره څلور ډوله كړولونه (قيدونه) رامنځته كوي، لكه:
په_ كې: په كوټه كې تياره ده.
په- سره: په كيلي (سره) كولپ پرانېستل كېږي (سره غورځېداى شي او اړوند زور پاى يا زوركى پاى ښځينه نوم نه اغېزمنوي، لكه : په خوله مې ورته وويل، په مېړانه وجنګيد)
په-پورې: په چا پورې مه خانده (پورې هله غورځېداى شي چې "په" پر "پر" واړول شي.)
ستا په خبرې پورې مې وويل (ستا د خبرې په اړه مې وويل).
په_پسې: زه په هر چا پسې نه ځم.
(په يو لړ ختيز وګړدودو كې "په" زياتره غورځول كېږي او له (په_ كې) پرته لكه "له" زياتره پر "د" بدلېږي. اردو- انګريزي پېښې، لكه: زه (په) پښتو كې ليكل _خبرې يا ژباړه كوم... ناكره دي.
-پر-(باندې): دا سر بل له لويديز وګړ دودو پرته نور زياتره پر "په" اړول كېږي او ژبنى توپير (contrast) له منځه وړي او ګډون (التباس) رامنځته كوي د ("باندې" يو ليكدودي ځېل "نې" دى):
زرينې زرمينه پر مېز څملوله او په لرګې يې ووهله
يا: زرينې زرمينه پر تخته څملوله او په څوباړي يې ووهله.
زرېنې زرمينه پر تخته (باندې) ووهله (مانا دا چې لومړۍ يې پر تخته څملوله او بيا يې په سوك څپيړه يا لښتې لرګي ووهله، نوكه وليكو چې : (زرينې زرمينه په تخته ووهله) مانا دا چې د تختې په وسيله يې هغه ووهله.همدا راز (پر مېز) او (په ميز)، (پر څوكۍ) او (په څوكى)... ورته مانا ګډون رامنځته كوي. د همدغه آرو معيار له مخې بايد: په پښتو ليكل "او" "پر پښتو ليكل " سره په دوو بېلا بېلو ماناوو وكاروو.
د ګران معصوم هوتك (دعوت ۱۱۳ او ۱۱۴ ګڼه ۹ مخ) په " واښه پر خوله، رسۍ پر غاړه" كې لومړى "پر" پر "په" كره ګڼي او هغه هم په دې چې واښه په خوله كې دننه نيول كيږي، نه پر خوله باندې، خو زه يې ورسره په دې منلاى نه شم چې يو خو په ظرفي مانا او جاج "په" ما هيڅكله، په هيڅ ګړدود او متن كې بې "-كې" سر بله نه دى موندلى او بله دا چې دلته اړينه نه ده چې واښه دې كورټ او سكوت دننه په خوله كې ونيول شي، بلكې كېږي د چا خبره هسې يې اكټ وشي، "روژه پر خوله" هم همداسې درواخله. دلته "پر" سرسري او بابزجاج اخلي، كوچيان وايي : "موږ اوړى پر كابل او ژمى پر پېښور تېروو"
ځكه دوى تر ښارو او كليو بهر په كېږديو كې اوسي، نه دننه په ښارونو او مېشتو سيمو كې.
كه چېرې "پر" دلته پر "په" واړوي، هرو مرو به ورسره "كې" ملګرې كوي او د اړوندو ښارونو يا سيمو "دننه" مانا به ترې اخلي، يا په ملايي ژبه د استعلايي مانا پر ځاى ظرفي هغه. دا هم څرګنده ده چې ډېروكوچيانو هم "پر"هر چېرې پر "په" اړولى، په بله وينا، را لنډ كړى دى، خو د ياد شوي آر له مخې دا دواړه سربلونه سره توپيرول په كار دي، كه څه هم ډېرى يې يوازې "په" په دواړو جاجو يو شان كاروي، د "پر" نور كره كارونځايونه:
يو څه پر بل څه اړول يا بدلول، ژباړل او داسې نور، پر مخه دې ښه، (مخ) پر وړاندې، پر كال، پر مياشت، پر ورځ، پر شپه، پر_بجو...
_ بې- لكه جرمني ohne يا انګرېزي without له آره ځانته كارول كېږي، لكه:
بې زده كړې ژوند ګران دى، بې علمه ژوندون ګران دى...
ورسره "له" ملګرى كول او بيا ورسره "څخه (ځنې،) " او ستر پل غاړې كول، د سپما، اسانۍ اوروانۍ آرونه زيانمنوي او يوازې په پېيلې (منظومه) وينا كې ورته د تول برابرۍ لپاره اړتيا پيدا كېږي.
كه اړوند توكي چې بايد نفې يې كړي، زيات شي، بيا يې پرځاى " له – پرته" كارول په كار دي: د هېواد " له" ارامۍ او پرمختګ " پرته " بله هيله نه لرم. " له " زده كړې او كارو زيار " پرته " ژوند كېدون نه لري. همدارنګه په سرچپه ډول د يوه يووستوي يا تړښتي توك يا غونډ (فقرې) لپاره " له – پرته " كارول هم كره نه برېښي، لكه : له پيسو پرته هم ژوند كېداى شي چې كره اولنډ اسانه بڼه يې " بې پيسو هم ژوند كېداى شي". "بې" تل د نومونو او غونډونو په سر كې راځي او د " له – پرته " ځاى نيسي، لكه:
زه بې له هغې هم درتلونكى وم، بې ستا له وينا ما خپل كار ترسره كړ. كټ مټ لكه " سره " چې د " باوجود " په مانا منځنى دريځ لري. نور نا كره انډولونه، لكه : د زمري نه په غير، د ستا نه په غير.
_ (و) –ته : "و" يو زوړ سر بل دى او يوازې يې له تاريخي پلوه د كره والي يو آر په برخه دى چې د ويونكو د ډېري، ليكني او خپرني دود، لنډون او اسانتيا د پنځګونو آرونو په وړاندې په هيستوريزمونو كې راځي او يوازې اړوند او ستر بل "ته" يې كره ګڼل كېږي. ان په لويديزه (كندهارۍ) پښتو كې چې دغه پخوانى سربل چې لا ژوندى ساتلى، هم د يوه لړ ليكوالو او په تېره شاعرانو له خوا يو مخيز نه كارول كېږي چې محمد هوتك (پټه خزانه) يې غوره بېلګه ګڼل كيږي.
په لرغوني او منځني شعر كې د – ته تر څنګه و – وته، و-لږو ډير لېدل كېږي، لكه:
... هر پلوته ټپي زړونه په ځار ځار
... چې غزنه ته مې باتلى په تلوار
... سه يې والوتله هسك ته پردې لار
... نه را درومي غور ته بيا جوپې د ښار (اسعد سورى)
همداسې ښكارندوى، شيخ بوستان، اسماعيل، متي، خوشال، رحمان... (- ته) ډېر كارولى، كه څه هم كېداى شي، لاسوند يې وزني اړتيا وي.
دو-ته بېلګې، لكه: ځمه ځمه چې اوږد يون مې دى و مخ ته د يا نه څورى به اچوم و تر خ ته(خرښبون)
دو-وته بېلګه:
خداى و ما وته ښكاره كړ هغه لمر بيا (رحمان بابا)
دو- بېلګې:
سوز ګداز د محبت هسې و ما را (پير محمد كاكړ)
چې مې خوږ كا كام، ترخه و ما ناكام را (محمد هوتك)
د "ته" او ستر بل شعري انډول "لره" هم دود لري او همدا راز يې " له " هم درواخله چې د غږونج پايله ده او د كوزنيو ليكوالو په پېښو يې په نثر كې كارونه كره نه ګڼل كېږي.
-د-... يو داسې ډېر كارى او ډېر پېښى سربل دى چې له " کره " پرته د يووستو و نومونو او يا هم د غونډونو په ملتيا د (اضافت، چارپر ځاى كوي، لكه: د زمري ورور، د اسمان ستوري، د ژوند سړې تودې، د رمو او ګلو خاوند، د پت څښتن... "- كره" چې له آره د "كور " اوښتې بڼه برېښي.، د (د-) يوازينى ساده اويو وستوى اضافي او ستر بل دى. تشبيهي يا ورتني وستر بلونه – يې له " غوندې" پرته نور زياتره غونډيز (فقره يي) بڼې لري او نارښتيني " کاذب" بلل كيږي، لكه : د مزدور غوندې يې وګټه – د بادار غوندې يې وخوره، د بېوزلوپه ګټه، د پېړيو په پوړ يو كې، د هېواد اوسنى اكر په پام كې نيول، د هيواد دفاع (كتنه)، درناوى، ساتنه، ننګه... مخنيوى، ليدنه، هر كلى... چې بې له " څخه " سم او كره ګڼل كېږي.
د " – غوندې" پر ځاى دا غونډونه د تشبيهي وستربلونو ښكارندويي كوي: د- په څېر، د-په رنګ، د-په ډول، د-په دود، د-په شان (پا شانې، په شانته، په شانتې)، د-په توګه، د-په راز، د-په بڼه...
"-لپاره" يو داسې بېلښتي (اشتقاقى) او ستر بل دى چې تر هر څه له مخه " د اړوندۍ او ځانګړونې " او لږ و ډېر د " ته " غوندې لركړى پېر (د اتيف يا مفعول له حالت) رامنځته كوي، لكه:
دا كتاب " د لوستو لپاره " دى، او به " د څښاك لپاره " دي. دا ډالۍ " د زمري لپاره " ساتم. "د-" د مهالوييو په ملتيا مهالي كړولونه جوړوي، لكه د كال په اوږدو كې، د ورځې، د شپې، د سهار، د غرمې...
زما كره، ستاكره، زما غوندې، ستا غوندې، زما لپاره، ستا لپاره، ستا په څېر...
دا چې (زما) او ستا له آره (دما) او (دتا) دي، يا په بله وينا د اسانتيا لپاره (د) پر (ز) او (س) اوښتى، نو زما كره، زما غوندې، ستا غوندې، زما لپاره، ستا لپاره... بل (د) ته اړتيا نه لري او له دې كبله د ستا... د زما... ناكره ګڼل كېږي.
له "د" سره (سره، څخه، پورې، پسې، لاندې، وروسته، پرته، راهيسې، دننه، د باندې...) او ستر بل كول ناكره دي چې په زياترو ختيزو گړدودو كې دود لري. همدا راز،لكه پاس چې نغوته وشوه، د پارسي ځپلې كابلۍ پښتو تر اغيز لاندې (د- څخه ملاتړ، مرسته، ننګه، استازي، دفاع، مخنيوى، هركلې، يادونه، ساتنه، څارنه، درناوى، كتنه...) ناكره بلل كېږي، په كار ده " څخه " ترې وغورځول شي.
له مهالي او توني كړولونو (مكاني قيدونه) سره خپله تولواله (اضافي) دنده داسې پر ځآى كوي: دغره له پاسه، د كور له دننه، د غره له لاندې، د-له كښته، د-له پورته، د- له سره، د-له مخه، د-له څنګه... په دغه راز بېلګو كې د پاى او ستر بل "څخه " تل غورځي.
له څرنګيز اوتوسني (علتيه)، كړولو سره داسې سر بل كېداى شي: د-له مخې، د-له كبله، د-له لامله، د-له توسنه، د-له لاسه، د-له ټسه، د-له درده...
په دې ډول د "له" پر ځاى "د" كارول ناكره دي، لكه: د-دپاسه، د-دمخه، د-دلاندې، د-دلاسه، د-د كبله... يا سم دلاسه، سم د سمونې... لكه څنګه چې د "له" سر بل په برخه كې وويل شول.

_ څرگندنې او گړنې يا اصطلاحات او محاورې چې دنه شنل كيدونكى غونډونو په توگه كارول كېږى، بايد پردۍ بڼه ونه لري،په بله وينا، د پارسي يا بلې ژبې گړنې ټكي پرټكي په پښتو جملو كې ونه ژباړل شي او په دې توگه ژبنۍ رغاونه زيانمنه نه شي، لكه: اقدام په عمل راوړل، په وجود راتلل، صورت نيول، پركرسۍ كښينول، په عمل كې پلى كول... په دې باب دې نورې اړوندې ليكنې له مخه و لوستل شى.
_ دلته د پارسي ځپلې او اردو ځپلې پښتو د ناكره غونډلو(جملو) پر وړاندې د يوې _ كره پښتو هغو يو لړ بېلگې د درونو مينه والو مخې ته ږدو.

كره ـــ ناكره
د سولې لپاره لارې چارې غوره كول. د سولې د پاره تدابير اتخاذ كول.
په امنيتي لارو چارو لاس پورې كول. امنيتى تدابير په لاره اچول.
دولك كسيز ايراني ځواكونه پر افغاني پوله ځاى پر ځاى شول. د ايران دوه سوه زره قواوې د افغانستان په سرحد كې متمركزې شوې.
تر پنځوسو زيات بنديان خوشې شول. زياتره پنځوس بنديان خوشې كړى شول.
اوس پوره خبروته وړاندې كېږي. اوس زياتره خبروته وړاندې كېږي،
اوس هم د خبرونو پوره سپړاو وړاندې كېږي. اوس هم د خبرونو زياتره تفصيل وړاندې كېدلى شي..
په كابل كې خپل ژوند تېروي. په كابل كې خپل ژوند په سروړي.
افغانان او چكالۍ څخه ځورېږي. افغانان دوچكالۍ د ناحيى څخه څورېږي.
زه د كابل په شېرشاه مېنه كې اوسېږم. زه د كابل په كارتۀ چار كې كښېنم.
ته چېرې اوسې؟ ته چرته پاتې كېږې؟
ماپه كوركې همسايه اچولى دى. ما په كور كې همسايه كښېنولى دى.
ما دكور ور جوړ كړ. ما د كور دروازه كښېنوله.
ما نيالگي كېښنوول. ما نيالگي كښېنول.
د ملى ايرونو (عايداتو) پاموړ زياتېدنې. په ملى عايداتو كې د ملاحظې يا توجه وړاقلام زياتېدل.
تر كېدونه دورځينو لگښتونو كمول. تر ممكن حده دورځينو مصارفو اندازه كمول.
دغه وړهڅې (پرخپل وار) گټورې زبادېداى شي. دا اقدامات په خپل ذات كې مفيد ثابتېداى شي.
د سولې هره هڅه گټوره پر ېو تاى شي. د سولې هر اقدام مفيد تمامېداى شي.
د كور ډوډۍ تر بازاره ارزانه پرېوځي. د كور ډوډۍ نسبت بازار ته ارزانه تمامېږي.
له كرنيزو سرچينو څخه په زړه پورې گټه. د زراعتى منابعونه مطلوبه گټه ميسرېدلى شي.
لاسته راتلاى شي.
پروژه تركار لاندې ونيول شوه. پروژه د اجرا لاندې قرار وموند.
له تخنيك څخه په گټه اخېستنه يا گټنه. د تخنيك نه په استفادې سره.
ما خپل كتابونه تر لاسه كړل يا راورسېدل. زه خپل كتابونه تسليم شوم (كابلۍ پښتو).
ما يې خبرې ته غاړه كېښووه. ما د هغه خبره تسليم يا تسليمه كړه (پېښورۍ پښتو).
زه پر ځان پام كوم يا ساتم. زه ځانته متوجه يم _توجه لرم يا توجه وركوم.
زه خپلې تېروتنې ته ځير شوم. زه خپلې سهوې ته متوجه شوم.
ما د هغه پام را واړوه يا راوڅكاوه. ما د هغه توجه جلبه كړه.
ما دده مرسته راوڅكوله. ما دده مرسته را جذبه كړه.
ما خپلې مرستې ته دهغه پام راوڅكاوه. ما د خپلې مرستې لپاره د هغه توجه را جذبه كړه.
زه له خطر سره مخ يا مخامخ شوم. زه له خطر سره مواجه شوم.
زه په خطر كې يم. زه د خطر په معرض كې واقع يم.
هغوى ځانونه وسپارل. هغه ځانونه تسليم كړل.
لارى چارې _ هڅې _هاندوهڅى...پيلول. تدابير_اقدامات_مساعى... پر لاره اچول.
افغانستان د تاريخ په خورا بداكركې ټيكاو لري. افغانستان د تاريخ په زياته بده وضع كې قرار لري.
زه تر اړوي ژمى غوره گڼم. زه نسبت يا نظر اوړي ته ژمي ته تر جيح وركوم.
په ځينو برخو كې اندېښنه رامنځته كولاى شي. په يو سلسله مواردو كې د نگرانۍ باعث گرځېدى شي.
تاوتريخوالى ډېر شوى دى. شر شدت سوا شوى دى.
څارندويانو پر توند لارو گولۍ وورولې. پوليسوالو په شدت (تشدد) پسندو د ټوپك گولۍ وورولى.
جنگ سخت شوى دى. جنگ شدت موندلى دى.
نن درې نومولي زرك، زمرك او اتل، خلكو. نن درى نامردان هر يو زرك، زمرك او اتل خلكو ته
ته وينا وې كوي. بيا نيې (بيانونه) وركوي.
د هغوويناوې په ورځپاڼو كې خپرېږى. د هغووينا گانې (بيانونه) په اخبارو كې نشرېدلى شي.
هغوى خپل استازي ونومول. هغوى خپل نماينده گان كانديد (نامزد) كړل.
نومولي دادي:... كانديدان (نامزدان)عبارت دي د...
په يو لړ ځانگړو برخو كې. په يوه سلسله حادومواردوكې.
ډېر وگړي ورسره لېوالتيا لري. اكثريت خلك ورسره دلچسپي لري.
دغه كتاب مې دومره نه خوښېږي. دغه كتاب ماته چندانې دلچسپ نه دى.
دغه كاريې نه خوښېږي. داكاريې ددلچسپۍ موردنه واقع كېږي.
د كورنيو چارو وزير په ناسوبتيا كې. د داخله چارو د وزير په غياب (غيابت) كې.
تر كېدونه يې مخنيوى په كار دى. ترممكن هده پورې يې مخنيوى ضروري دى.
د امريكا كېدوني بريدونه. د امريكا ممكنه بريدونه.
هېواد بشپړې نېستۍ تر بريده ورسېد. هېواد نېستۍ تر (سر_) حده ورسېدلو.
پرگڼ مېشتي ښار توغندي وورول شول. د نفوسو نه په ډك ښار راكټي بمبار وشو.
د باوري لاسوندو پر بنست (له مخې). د بااعتباره اسنادو په بنا.
دواړه مشران يوه جوړجاړي ته رسېدل. دواړه مشران يو موافقت(موافقې، توافق) ته ورسېدل.
د دواړو تر منځ د اندونو اوازمېښتونو. د دواړو په منځ كې د افكارو او تجاربو تبادله وشوه.
راكړه وركړه وشوه.
ده ته د الياره (كابو) پر لاس ورغله... ده ته دا فرصت حاصل شو...
له گاونډيانو سره دنه تېري او ښواړيكو. د گاونډيانو سره د تېري دنه كولو او ښو مناسباتو
تړون لاسليك شو. قرارداد امضاء شو
هغوى دوبله پوهاوي لار راخپله كړه. هغوى دگډ تفاهم په منځته راتگ سلا شول
د دواړو ترمنځ ورانپوهاوى پاى ته ورسېد. د دواړو په منځ كې سوء تفاهم رفع شو
جنگ جگړوته پاى ټكى اېښوول په كار دي. بايد جنگ وجدل ته وروستى ټكى كېښوول شي
د نومولو استازونو مليك و پايلل شو. د نامزدانو د نماينده گانو لست وروستى كړى شو
هغه د لندن ښار د كتنې لپاره وخوځېد. هغه د لندن د ښار څخه د كتنې په غرض (منظور) حركت وكړ.
كوشنى پر مېز كښېناست. كوچنى د مېز په سركښېناستو.
خپلې خواخوږۍ يې وړاندې (څرگندې). خپل د همدردى مراتب يې په عرض ورسول.
كړې.
په ډزوكې ټپي شو او روغتون ته ولېږدول د ډزو په نتيجه كې ټپي او روغتون ته منتقل يا يووړل شو.
شو.
د ځينو پاملرنو له مخى وبښل شو. د ځيو ملحوظاتو په اساس وبخښلى شو.
تر هغې وروسته، له مخه، پرته... وروسته، له مخه... تر هغې چې خوازك راغى، زه لاړم.
چې خوازك راغى، نو زه ولاړم.
سكالو پردې لاسوندوټيكاونه مومي. موضوع په دې د لايلونه بناكېږي.
جنگ د بدمرغۍ سرچينه ده. جنگ د بد مرغۍ مبداء تشكليولي..
_ له تازه ناكره، خپرنيزو (ژورنالېستيكو) هغه هم په زياته كچه له اردو _ انگرېزي ځپلې پښتو بېلگو څخه:
ناكره كره
نواز شريف څوك چې د پاكستان. نواز شريف چې د پاكستان پخوانى شروزير دى، نياوتون ته وړاندې كېږي،:
پخوانى وزيراعظم دى، عدالت ته
پېش كولى شي.
د پاكستان د قومى اسمبلۍ سپيكر د پاكستان دولسي جرگې مشر كراچۍ ته ولاړ چې گروهيز تاوتريخوالى پكې سخت شوى دى.
كراچى ته لاړو چرته چې فرقوى
شدت تشدد اختيار كړى دى.
د وزير خارجه پاكستان په مشرۍ د پاكستان د بهر نيو چارو وزير په مشرۍ يو پلاوى جوړېږي.
كې يو وفد جوړېدلى شي.
په يكم مئى د مزدور كسان پارټى دمي پر لومړۍ د پاكستان د مزدورانو د گوند لاريون تر سره كېږي.
پاكستان جلوس ايستلى شي.
په ضلع مردان كې بجلى چالو كېدلى شي. په مردان ولسوالۍ (ضلع) كې برېښنا چالانېږي.
زه هېڅوك په اعتماد كې اخستل نه غواړم. زه پر هېچا باور (ويسا) نه كوم.
يوه شاندار دستوره به جوړېدلى شي. يوه پرتمينه غونډه به جوړېږي.
... د پاكستان صدر جوړ كړى شو.... د پاكستان هېواد مشر وټاكل شو.
بېنظيره په انگلينډ كې پاتې كېدلى شي. بېنظېره په انگلستان كې اوسېږي، يا استوگنه لري.
بدعنوانه بيروكرېټ نااهله و گرځولى شو. بدنام كارمند (له ټاكنو) بې برخې كړ شو.
يوه زنانه گلوكاره نوې گانې (گانيانې) يوه سندرغاړې نوې سندرې وړاندې كوي.
پېش كوي.
يو كس د غلا په الزام كې گرفتار يو څوك د غلا په تور ونيول شو.
كړى شو.
د پارټۍ يوه كاركنه د خپلې حلقې يوه گوندي غړې د خپلې سيمې نومولې (كانديده) ده.
امېدواره ده.
ستاد مدد شكريه ادا كوم. ستا له مرستې مننه كوم، يا: ستاد مرستې مننه كوم.
د پاكستان د آبادۍ خانداني دپاكستان دوگړمېشتۍ (نفوسو) پروژه ومنل شوه.
منصوبه بندي پاس كړى شوه.
د مزاحمت تحريك په بره روان دى. د ټينگار (مقاومت) غورځنگ پر مخ درومي.
د بهارت جارحيت كشميريان كشميريان د هند تېرى زغملاى نه شي.
نه شي برداشت كولى
د فيصلې په حق (مخالفت) كې د پرېكړې د منښتې (نمښتې) په اړه وينا كېږي.
تقرير پېش كېدلى شي.
د دستاويزاتو تر مخه به په اندروني د لاسوندو له مخې به پر كورنيوربړو هرومرو چارياغور كېږي.
مسايلو ضرور عمل درآمد كېدلى شي.
د هشتگردي به په مزه مزه د ملك تر هگري به ورو ورو له هېواده وركه شي.
نه وركه شي.
هغه ته به خراج تحسين پېش كېدلى شي د هغه ستاينه به كېږي.
هغه قابل تحسين وگرځولى شو. هغه د ستاينې وړ وگرځېد.
جديدې سماجي (معاشرتي) زمه نوې ټولنيزې ژمنې منلاى نه شم.
واريانې تسليم كولى نه شم
سامراجي استحصال او نواباديت پانگواكي(امپريالېستي) زبېښاك او ښكېلاك دې برباد وي!
دې مرده باد وي!
د آبپاشۍ محكمه د بجټ د مشكل د اوبه خور(اوبلگونې) څانگه (اداره) د پانگې (بودجې)
باوجود خپلې ډېو ټيانې په مخ بوزي. له ستونزې سره سره خپلې دندې پر مخ وړې
سكول د بېمارو د سواكېدو په وجه ښوونځى د ناروغيو د ډېرښت له كبله وتړل شو.
بند كړى شو.
د جنرل هسپتال د ډاكټرانو هرټال د عامه روغتون د ډاكټرانو كار بندي پاى ته ورسېده
ختم كړىشو.
قيديانو د اپيل خواست وكړلو. بنديانو د بيا غور (استيناف) غوښتنه وكړه.
هغه ته يې د غمرازۍ اظهار وكړلو. هغه ته يې خواخوږي څرگنده كړه.
زه په سماجي اقدارو (قدرونو) بحث زه پر ټولنيزو ارزښتونو نه غږېږم يا :
كول نه غواړم. زه نه غواړم، پر ټولنيزو ارزښتونو وغږېږم [پاكستان پښتو ليكوال داردو_ انگرېزۍ په اغيزمنۍ دغه آر كړل (غوښتل) د مرستيالكړ په توگه هسې سرباري كاروي.]
د ملازمانو د بحالۍ دپاره كوششونه د كارمندانو د بيا ټاكنې لپاره هڅې روانې وي.
جاري ساتلى شي.
د حريت پسندو جنگرېز (جدوجهد) د ازاديپالو جنگ جگړه نوره هم زياتېږي.
نور هم سوا كېدالى شي.
د انتها پسندو اسلامي جماعتونو سربراهان د بنسټپالو اسلامي گوندونو مشران ونيول شول.
گرفتار كړى شو.
اغواكړى شوى ټيچر رهاكړى شو. تروښلى (اختطاف شوى) ښوونكى خوشې شو.
زمينداران نور پرست وغيره روغندار ځمكوال نمر گلي او نورو غوړ بوټي خوښوي.
نباتاتي څيزونه پسنده يي.
د نهې په ورځ به دوكانونه كولاو كړي پر درېيمه (درېنۍ) به دوكانونه پرانېستل شي او هر څيز به تر لاسه شي.
شي او هر به څيز به ميلا و شي.
دلته كې سرمايه كاري سرگرميانې دلته پانگونيزې بوختياوې دومره نشته.
چندانې نيشتې.
تاڼه دار د زور دارو جانبداري كوي. ناڼه والا د زورو پلوي كوي.
د ذرائع عامه تر مخه اهمې كاروايانى د ټوليزو رسنيو له مخې غورې چارې ترسره كېږي.
كېدلى شي.
د زرعي سكيم په حقله تجويز منظور د كنيز پلان وړانديز ومنل شو.
كړى شو.
د حكومت پاكستان په حواله دعوام د پاكستان پرټولمنلتيا (وگړنيتوب) څه خبرې نه شي كېداى.
پسندۍ څه بحث نه شي كيدلى.
وزير خارجه پاكستان په عالمي مسلو د پاكستان د بهر نيو چارو وزير له نړيوالو سكالوو سره لېوالتيا نه لري.
كې دلچسپى نه اخلي.
اقوام متحده په مشرق وسطى كې اهم ملگري ملتونه په منځنى ختيځ كې غوره نقش تر سره كوي.
كردار ادا كوي.
بن لادن د گردود بېمارۍ په وجه د بن لادن د پښتورگو (بډوډو)د ناروغۍ له كبله له ستونزې سره مخ شوى دى.
مشكل سره مخ شوى دى.
په بنيادى طور باندې د سټوډنټانو سره له شاگردانو (زده كړيانو) سره له آره ښه (سم) چلند نه كېږي.
ښه سلوك نه كېږي.
ملاعمر د پټې د خپل ځاى نه لا دركه ملاعمر له خپل پټونې څخه ترى تم شوى دى.
(لاپته) شوى دى.
وزير صحت پاكستان د رېډيو اسلام اباد دپاكستان دروعتيا وزير د اسلام اباد له راديو څخه يو اړين پيغام نېغ پر نېغه خپروي.
نه براه راست يو ضروري پيغام نشروي.
د تعليمي محكمو كې تحفظ نه مېلاوېږي. په ښوونيز و څانگو (ادارو) كې خوند يينه نشته.
د وزير ثقافت اهليه (ټبر، كور، بېگم) په د فرهنگ (كولتور) وزير مېرمن مړه شوه (له نړۍ سترگې پټې كړې).
حق اورسېده.
كابل ته ورغلي د استراليا دېپلوماتان كابل ته ورغلي استراليايي دېپلوماتان (بيرته) اسلام آباد ته ستانه شول.
اسلام آباد ته واپس شو.
د يوولسم ستمبر د بريدونو سره تړاولرونكى د سېتمبر د يوولسمې د بريدونو اړوند ترهگر ونيول شو.
يو دهشتگرد گرفتار كړى شو.
دپړه لرونكو كسانو د عدالت قرارداد تسليم گرمو كسانو دنياوتون پرېكړه ونه منله.
نه كړلو.
د زلزلې كور ړنگونكې غمېزه ختمه شوه. د رېږدلې كور گډې بخوله پاى ته ورسېده.
دلويديځ ښاريان په كابل كې نيولي شوي دي. د لويديځ هېواد وندان (تبعه) په كابل كې نيول شوي دي.
د ملك صدر يوه خوشخبري پېش كړه. هېواد مشر (ولسمشر) يوزيرى وړاندى كړ.
هغه په رېډيو او ټي وي يواهم بيان جاري كوي. هغه په راديو او تلوېزيون كې يوه ارزښتمنه وينا كوي.
[ كښېني ليكوال او ژورنالېستان او ددوى په لاروۍ نور ټوليز پښتانه د انگرېزي “on” په پېښو په تېلفون، تېلوېزيون، راډيو... كې د غږېدلو لپاره د (په _ كې) پر ځاى " په " كاروي او په سرچپه ډول "په مشرى يا صدارت كې "، " په تعداد يا شمېر كې " هسې بېئمايه " كې " سرباري كوي چې د نورو بېخرته پېښو په څېر په لره بره گړنۍ پښتو كې كوم بنسټ نه لري.]