د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډیورند د تپل شوې کرښې د منسوخولو لارې

یوسف هېواددوست 14.02.2007 02:00

تر هر څه دمخه اجازه راکړئ چې ددغه پرتمینې او ارزښتناکه تاریخي او علمي غونډې د جوړېدو له امله په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګه ګۍ مشر ښاغلي زرین انځور ، د ټولنې مشرتابه هیاُت او د غونډې د نورو سمبالونکو او په ځانګړې توګه د غونډې قدرمنو برخه والو او راغلو پوهانو ته د زړه له کومې مبارکۍ ، شاباسی او ښه راغلاست ووایم .خوښ یم چې ما ته هم په دغه پرتمینه غونډه کې د وینا بلنه راکړل شوې .ما وپتیله چې د ډیورند د کرښې د منسوخولو په لارو چارو وغږېږم او ددې کار لپاره مې دغه لنډه مقاله ولیکله .
په دغه لنډه مقاله کې زه په دې خبره ټینګار نه کوم چې د پاکستان دولت له افغانستان سره څه ډول اړیکې لرې ؟ او په دا نږدې پنځوس کالو کې یې د افغانستان خلکو او د وخت افغاني دولتونو ته څه ورانوونکې ستونزې رامنځته کړي ؟ او یا دا چې پاکستان د شرارت د جوړولو او صادرولو د یو مرکز په توګه دا اوس ولې افغان ولس د نېکمرغه ژوند جوړولو لپاره په کراره نه پرېږدي ؟او داسې ډېرې نورې پوښتنې چې هغو ته به د هېواد نورو مفکرینو او مبصرینو ځوابونه برابر کړي وي .زما موخه دا ده چې په دغه لنډه لیکنه کې د ستونزې د اوارولو او لرې کولو پر لارو چارو اړینې خبرې ترسره شي .

د ډیورند کرښه له چا سره لاسلیک شوې ؟ :

د تاریخي څېړنو ژوره کتنه دا را په ګوته کوي چې د ډیورند د تړون لارې چارې او ترسره کول د انګرېزانو له ډېرو مخکنیو پلانونو څخه وه ، ځکه چې د اتلسمې او یا له هغې وړاندې د اولسمې پیړۍ افغانستان د هغه وخت د زبر ځواکونو ( تزاري روسیې او انګریزي امپراتورۍ ) د سیالیو ډګر ګرځېدلی و او هر یو زبر ځواک خپلو موخو ته د رسېدو لپاره دې ته اړتیا درلوده چې افغانستان خپل کړي او یا د چا خبره د خپلو ګټو د سیمې په توګه یې تر خپلې ولکې لاندې ولري .دغه ښکېلاکګرې هڅې په تېره بیا د نولسمې پېړۍ په لومړۍ لسیسزه کې خپل اوج ته ورسېدې .روسانو په منځنۍ آسیا کې ټول موږ ته په چم کې ګاونډ ملکونه او له هغې ډلې د ماورالنهر تاجیک مېشته او ازبک مېشته سیمې یو په بل پسې تر خپل واک لاندې راوستلې .له بلې خوا انګرېزانو او د اروپا یو شمېر نورو هېوادونو لکه جرمني ، فرانسې ، هالند ، ایټالیا ، ډنمارک او یو شمېر نورو هېوادو هم د هند د نیمې وچې په وېش کې ځانته برخه لټوله چې په دې لړ کې د هند ختیځه کمپنۍ انګلیسانو او یو شمېر نورې استعماري کمپنۍ دا نورو هېوادو نه یوازې په هند چې د سیمې په نورو هېوادو کې هم جوړې کړې .د افغانستان امیران او پاچایان په همدغه راز ناوړه او بدو شرایطو کې له حالاتو سره لاس او ګرېوان و .دا هغه امیران او پاچایان و چې زیاتره یې یا د روسانو او یا هم د انګلیسانو تنخواه خواره او لاس په نامه دوستان و .د ډیورند کرښه د همدغه شان یو دوست سره لاس لیک شوه .دغه دوست او د دوه زبر ځواکونو مجبور یار او ملګری امیر عبدالرحمن خان و.انګریزانو په موږ پسې پنجابیان او سکان راشړلي و او روسانو صفویان ، د ماورالنهر ازبکان او د چنګېز پاتې شوني .د پردیو دغو نوکرانو په افغانستان کې دننه د سیمه ایزو اغتشاشونو له لارې تل افغاني مرکزي دولتونو ته ستونزې راولاړولې .امیر عبدالرحمن خان په همدغه شان شرایطو کې د افغانستان امارت ته ورسېد ، هغه هم په لومړی سر کې د روسانو او بیا د انګلیسانو په مرسته .دا هغه وخت دی چې انګرېزانو د سیمې د سکانو او پنجابیانو په مرسته له ۱۸۱۰ کال څخه بیا تر ۱۸۸۰ کال پورې د افغانستان ډېرې سیمې لکه د بلوچستان اوسنۍ سیمې کوټه دغه راز اټک ، ملتان ، پیښور ، او د اباسین نورې شا اوخوا سیمې د افغانستان له ولکې لرې کړې او هماغه شان چې تاریخ ګواه دی په دې اړه افغانانو وخت ناوخت د دغه شان یرغلونو په وړاندې له یرغلګرو سره ډغرې هم وهلي ، خو پایله به یې ځکه زموږ په ګټه نه وه چې افغاني امیران به دانګرېز او یا روس تنخواه خواره و او هغوي به د خپلو ځانګړو مجبوریتونو له مخې د خپلو تمویلونکو زبر ځواکونو غوښتنو ته پرته له دې چې د افغان ملت خوښه وي ، غاړه ایښودله چې په دې برخه کې د ګندمک او ډیورند تپل شوی تړونونه زموږ د خبرو ډېر ښه او ژوندي مثالونه دي .د یرغلونوپه لړۍ کې که له دې خبرې په منډه تېر شو چې انګرېزانو او روسانو د خپلو توافقاتو په پایله کې د سیستان ولایت له افغانستان نه بېل او په ( ۱۸۷۲ ) کال کې یې ایرانیانو ته وروسپاره ، روسانو هم زموږ د هېواد له غېږې ډېرې مهمې او مورنۍ سیمې بېلې او په ځان پورې وتړلې چې د مرو (۱۸۷۴) او د پنجده ( ۱۸۷۵)د سیمو جلاکول له افغانستان نه د روسانو ددغه شان تیری ژوندۍ بېلګې دي .ددغو بدنامو تړنونو بله توره بېلګه د ډیورند تړون دی چې انګرېزانو له امیر عبدالرحمن خان سره ترسره کړ

 د ډیورند د کرښې د منسوخولو لپاره څه باید وشي ؟ :

د موضوع د لنډیز او لا څرګندېدو لپاره زه خپله ګروهه په لاندې درې برخو وېشم :
لومړی - امیر عبدالرحمن خان د انګریزانو په لاس کېنول شوی امیر او ددوي د ګټو ساتونکی ، ملاتړ او تنخواه خور و .انګلیسانو له خپل یو مامور سره تړون لاسلیک کړی نه د افغانستان له خلکو او یا څه نا څه د ملت له خوا ټاکل شوي ولسمشر او یا هم د ملت له کومې استازې جرګې سره .هغه هېواد( افغانستان ) چې سیاسي خپلواکي و نه لري ، امیر او پاچا یې ( عبدالرحمن خان ) د پردیو( انګرېز او روس ) د ګټو ساتونکی تنخواه خور جابر او مستبد امیر وي او لااقل د خپلو اجراُتو په باب د ملت له استازو سره یوه کوچنۍ مشوره هم نه کوي ، نو که هغه تړون او پرېکړې بیا په ننۍ پرمختللې دوره او د یوویشتمې پېړۍ په پېر کې ارزول کیږي نو طبیعي خبره ده چې دا ټول باطل او منسوخ ګڼل کیږي .
دویم - د افغانستان د خلکو مدعی او یا په بله وینا په دې اړه د افغان ملت د خبرو او دعوا مقابل لوری انګلستان دی نه پاکستان .کله چې دغه فرضي او ناڅرګنده سرحد او دهغه تړون له امیر عبدالرحمن خان سره انګرېزانو ترسره کاوه ، هغه وخت د پاکستان په نوم کوم هېواد خارجي وجود نه درلود .پر افغان ملت دغه ستم انګلیسانو کړی او هغه هم ددې لپاره چې د روسانو او په ورپسې وختونو کې د ایډیولوژیکو او ستراتیژیکو سیاسي ګټو لپاره د کمونیزم مخه ونیسي ، دا تړون په غیر عادلانه او غیر قانوني توګه ترسره شوی .اوس زموږ استدلال دا دی چې نه هغه تیري کوونکي روسي تزاریان شته او نه هم شوروي کمونستان .پاکستان او د ډیورند کرښه چې ددغه شان یوې موخې لپاره رامنځته شوې نور نو د هغې د بقا او دوام کوم ضرورت هم نشته .اوس انګرېزان جمع امریکایان او نور ټول زبر ځواکونه په افغانستان کې هم لښکر لري او هم عسکر .ددغه تاریخي استدلال پر بنسټ نه یوازې د ډیورند کرښه باید منسوخه اعلان شي بلکې نور نو د پاکستان موجودیت ته هم کومه اړتیا نشته ، ځکه دغه هېواد نه کوم تاریخ لري او نه هم د هېوادجوړونې تاریخي او جغرافیایي ارزښتونه .افغانان باید مخامخ د بریتانیې له پارلمان او د دغه هېواد له سیاسي چارواکو سره په دې باب خبرې وکړي نه له پاکستان سره .
دریم - د ډیورند کرښه هېڅکله هم د افغانستان ملت او د هغو استازو دولتونو نه ده منلې او داسې هم شوي چې دا تړون په رسمي او ملي توګه منسوخه اعلان شوې د بېلګې په توګه په ۱۹۴۹زېږدې کال کي د افغانستان د شاهي دولت ملي شوراټول هغه تړونونه چې تيرو حکومتونو له برتانوي هند سره لاسليک کړي وو لغوه کړل .دغه ملي شورا یوه قانوني او د خلکو استازې شورا وه .د هغه وخت دولت هم د افغانستان د خلکو د خوښې حاکمیت و.استدلال دا دی چې که په هغه وخت کې امیر عبدالرحمن د خپلو ځانګړو مجبوریتونو پر بنسټ دا قرارداد د ملت له ارادې پرته لاسلیک کړی وه او اوس ورته استعمارچیان رسمي بڼه ورکوي ، نو ولې باید د ۱۹۴۹ کال د ملي شورا پرېکړې بیا اعتبار و نه لري ؟که اعلیحضرت محمد ظاهر شاه نن د ملت د بابا لقب ګټلی نو د بابا پرېکړې هم د قدر وړ دي .په یاد باید ولرو چې امیر عبدالرحمن خان ته تر اوسه چا د بابا لقب نه دی ورکړی او هغه د ښکېل شوي افغانستان امېر و نه د آزاد افغانستان .
د پورتنیو دلایلو پر بنسټ په اوسنیو حساسو شېبو کې دا لازمه ده چې د افغان ملت استازي او سیاسي کارپوهان او ډلې خپل ټول ځواک پکار واچوي چې د ټولو هغو ملي ، سیمه ایزو او نړېوالو مراجعو پام دې خبرې ته راوګرځوي چې دغه کرښه لکه د چاړه په شان د افغانستان د خلکو په ځیګر تېره شوې او هغه یې دوه ټوټې کړی .باید دننه په هېواد کې په دې باب سیاسي او فرهنګي فشارونه زیات شي .د ملت استازي او منورین ، تاریخ پوهان ، لیکوال او ژورنالیستان په یو عمومي کمپاین کې د ملګرو ملتو د امنیت شورا ته عارض شي .د اروپا پارلمان مرستې ته راوبولي .د انګلستان له محترمې ملکې ، پارلمان ، لومړي وزیر او ددغه هېواد له سیاسي ګوندونو سره د تماس له لارې هغوي دې ته راوبولي چې خپل ترسره شوی جبر اصلاح کړي او زموږ د ملت حق بېرته راکړي .دا د ټولو افغانانو او په خاصه توګه په بهر کې د اوسېدونکو افغانانو دنده ده چې نورې نړېوالې اغېزمنې څانګې لکه امینستي انترنشل ،د هاک نړېواله څارنوالان او د بشر د حقوقو معتبره څانګې وپلټی او هغوی ته عارض شي .
زه پوره باور لرم هماغه شان چې د برلین دېوال ونړېده ، هماغه شان چې دوه یمنونه سره یو ځای شول ، هماغه شان چې د منځنۍ آسیا مظلوم ولسونه مستقل شول ، که د افغان ملت د بچو خالصانه او د زړه له کومې مبارزه او مجاهده وي نو انشا الله چې زموږ له لاسه تللې خاوره به هم بېرته ترلاسه شي او د مور او پلار دوه سره جلا شوي ځامن به هم بېرته په یو ټغر او یو دسترخوان یو ځای شي .
د همدغه شان جهاد په هیله
د ۲۰۰۷ کال د فبروري ۵
د کوپنهاګن ښار
ډنمارک