د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بري راز

ګل آغا احمدي وردګ 12.02.2007 03:00

انسان د لوی خدای (ج) یو داسې مخلوق دی چې همیشه د بري په لټه کې وي البته د هر مثبت او په ځینو حالاتو کې د منفي کار سر ته رسول د خپل ځان لپاره بری ګڼي چې په اعمالو کې یې په مختلف ډول منعکس کیږي. خو هغه بری چې د یوه مثبت، کټور او روښانه عمل په پایله کې انسان ته په لاس ورځي د یوه ویاړمن بري په توګه د انسان د اعمالو په تاریخچه کې ثبت کیږي او هغه بری چې د یوه منفي، زیان رسونکي او ورانکاري عمل په نتیجه کې انسان ته په لاس ورځي یو تور، ناوړه او کرغیړن بری ګڼل کیږي چې د انسان د ناروا کړنو د تاریخ په ناولي پوستون کې ځای نیسي.
کله کله خو د ناوړه کړنو د سر ته رسونکي لپاره د خپلو اعمالو پایله که څه هم چې هغه یې په سر ته رسولو کې بریالی شوی وي نو د یوه بري په توګه نه ثبت کیږي بلکي د یوه داسې ناروا عمل په توګه ورته کتل کیږي لکه د یو زیان رسوونکي توپان د توندې څپې پاتې شوني چې هر څه ورسره د عدم په لوري وړي. خو د ریښتني او د مثبتو چارو د سر ته رسولو د بري هره وړانګه بیا د ویاړونو په ذربین باندې کتل کیږي او هغه ته د افتخاراتو هر ډول ناوکۍ د خپلو سرو منګولو په پستو ګوتو کې د رنګارنګ ګلونو ګلدستې وړاندې کوي.
کله کله د انسانانو په اعمالو کې بری په فزیکي شکل د خپلې تجلا ننداره کوي او په هغو فزیکي اشکالو او اعمالو کې ځان ښکاروي چې انسان په بریالی توګه سر ته رسولي وي خوکله کله بری بیا په معنوي ډول د انسانان د ویاړونو د نړۍ میلمه کیږي او خپل خاوند ته د نړۍ د پرګنو پام را اړوي. د دې ډول بري هر څه په معنویاتو کې لټول کیږي، معنوي ښکلاوې یې د ویاوړنو د څادر په هر څنډه کې د نندارې په لوري ور دانګي او د بریالي انسان د ویاړونو کتابچه پرې ښکلې کیږي.
ځینې وخت بری د انسانانو په ژوند کې خپل سر را پورته کوي، د انسان ژوند ښکلی کوي، د ویاړونو د بهیر لاره ورښيي او د هغه له ټول ژوند سره همغاړی دورمي خو ځینې وخت بری بیا د انسان د مړینې وروسته د هغه په ویاړمنو آثارو، اعمالو، نیتونو او روښانه پلانونو کې جوت او دهغه د ویاړونو په نړۍ باندې منګولې لګوي چې بیا ټول انسانان د هغه بریالي انسان د مړینې آرمان کوي چې پټ په پټه یې د بري زیاتې ښکلاګانې د خپل ځان په لوري ورماتې کړې وي. د پښتو ژبې د نامتو شاعر عبدالرحمن بابا ژوند د دوهمې کته ګورۍ یو غوره مثال دی چې له مړینې وروسته یې هم د بریالیتوب په لوري ګړندي ګامونه ایښي، د ولسونو تر منځ یې د رڼا د خورولو هڅې کړې، خواږه اشعار یې د وګړو تر منځ د مینې څادر غوړوي، دومره مریدان او لارویان پیدا کړې دي چې شمیر یې له میلیونونو څخه اوړي او دغه لړۍ د وګړو په منځ کې لا دوام لري.
بری د رنګارنګ او زرینو مرغلرو هغه رنګین هار دی چې د هر انسان خوښیږي او غواړي چې د خپلو ویاړونو تاریخچه پرې ښکلې او په زرینو کرښو یې د خپلو اعمالو په کچکول کې په لیکه شي. خو دا چې بری څوک په ریښتنیې مانا تر لاسه کولای شي، لاره یې کومه ده او راز یې څه دی؟ په دې لیکنه کې ځینو دغه راز مسایلو او پوښتنو ته د ځواب موندلو هڅه شوې ده.
ځینې خلک فکر کوي چې بریالیتوب یوازې د ژوند په یوه اړخ کې موندل کیږي او هغه څوک بریالی انسان دی چې ګواکي د ژوند په هماغه اړخ کې یې لاسته راوړنه درلودلې وي. د ساري په توګه نظامي او جګړه ایز اړخ هغه اړخ دی چې توریالي اشخاص بیا تر ډیره د خلکو د ژبو او خبرو په سر کې ځای پیدا کوي او خلک داسې فکر کوي چې یاره یوازې همدغه شخص یو بریالی شخص دی چې په دې لاره کې له نورو څخه زیاتې لاسته راوړنې لري او نومیالی ترې جوړ شوی دی. خو په حقیقت کې ډیر داسې څیزونه او حقایق شته دی چې وګړي د بریالیتوب له رازونو خبروي او د هغه په خپلولو سره د بري په لومړۍ کرښه کې د خپل ځان لپاره مقام پیدا کولی شي.

غوره اخلاق او دینداري

دینداري او حمیده اخلاق له یو بل سره لازم او ملزوم دي بلکي څوک چې غوره اخلاق نه لري نو د دیندارۍ په هکله یې هم شک کیږي. همدارنګه همدغه غوره اخلاق، نیک صفات او روښانه سلوک دي چې انسان د دیندارۍ هغو لوړو پوړیو ته ور پورته کوي چې ډالۍ یې له دنیوي بریو سره یو ځای له مړینې وروسته د جنت ګټل دي. همدارنګه دیني بنسټونه او ارزښتونه انسان له منکراتو، بدې لارې او ناوړه چارو څخه ژغوري او د داسې اخلاقو د لاسته راوړلو په لاره کې ورسره مرسته کوي چې چې په غاړه کې یوازې د دنیوي او اخروي بریاوو هارونه شرنګیږي.

سوله، ورورګلوي او یووالی

کومه بریا، نیکمرغي او خوښي چې په سوله، ورورګلوۍ او یووالې کې نغښتې په هیڅ راز په تاوتریخوالي، بدمرغیو او جګړو کې نه شي موندل کیدای. سوله، ورورګلوي او یووالی دی چې انسان د خپلو انساني ارزښتونو لوړ معراج ته پورته کوي او د یوې بریالۍ، پرمختللې او روښانه ټولنې بنسټونه د ژوند په ټولو اړخونو کې په نڅا راولي.
دا د هر انسان طبیعي حق دی چې د خپل ځان لپاره د سولې ګاڼه خوښه کړي، خپل ځان، ماحول، کور، ټولنې، هیواد او ټولې نړۍ ته د هغه په وسیله د نیکمرغۍ، آبادۍ او ښیرازۍ ګاڼې ور په تن کړي نو هله به یې هغه مرورې بریاوې د خپل سکون د ښکلا د کور میلمنې کړي وي چې داسې ښکلي بنسټونه خپل کړي چې د هغه په لټولو پسې د نړۍ انسانان ستړی ستومانه ګرزي.

پوهه، تخنیک او ټکنالوژي

که انسان پوهه او علم و نه لري مانا دا چې هغه هیڅ شی نه لري او هغه هر څه له لاسه ورکړي دي خو که انسان د پوهې په ګاڼه سمبال وي، د تخنیک ناوکۍ یې د خپلې ټولنې په چارو میلمنه کړې وي د ټکنالوژۍ د وړانګو له څرک سره د خپلې ټولنې په غرونو او رغونو کې خوځي نو مانا دا چې د نړۍ په یوه لوی ثروت په ملکیت یې منګولې لګولې او هر څه یې د خپل ځان کړي دي چې په حقیقت کې یو لو بری حسابیږي.

کار، زیار او هڅې

د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره مثبت کار، روښانه زیار او زړه سواندې هڅې د دې لړۍ هغه بل اساسي بنسټ دی چې د انسان په ولو باندې د بري انعامونه ټینګوي او د هغه د ګرانښت سلسله د ټولنې د نورو انسانانو د زوړونو ریښو ته بیايي.
که د نړۍ پرمختللو او مخکښو ټولنو ته په یوه ژور نظر وکتل شي نو له ورایه به معلوم شي چې هغوی د خپلو خلکو د بې شانه کار، نه ستړي کیدونکو هلوځلو او زیارونو په نتیجه کې د بریالي ژوند کلی موندلې ده چې نور انسانان هم یوازې د خپل کار او هڅو په وسیله د پرمختیاوو لویې مرتبې ته رسیدای شي.
بری د انسان په لاس کې دی که غواړي چې نورو انسانانو ته یې څرګند کړي نو د هغه لپاره دې کار وکړي او هغه دې د خپلو بریالیو او ګټورو اعمالو په ترڅ کې د نندارې ډګر ته کښیږدي. په همدې توګه بری کوم داسې کسبي او نسبتي اساس نه دی چې یوازې د دې نړۍ یوه طبقه خلک یې د ملکیت په لمڅي ناست دي بلکي هره ټولنه یې په هغه صورت کې د خپل ځان ګاڼه ګڼلی شي چې د یادو شوو او نورو ضروري بنسټونو د خپلولو په وسیله کار ورته وکړي او همدغه د بري راز دی.