د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زړې ببولالې : اوستا که اوسېدا...؟

پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار 11.02.2007 03:00
ډېرو پوهيالو او فرهنګيالو پښتومينو ته جوته ده چې زما ډېرۍ ليکنې څېړنې په پښتو او پر پښتو دي . يوه نيمه پارسي ،لکه اوسنۍ دا مې هسې د مړې خېټې نه، بلکې د يوې اړتيا ښکارندويي کوي، هغه هم د دې لپاره چې د دغې دويمې افغاني سرکاري ژبې په اړه د اړوندو ليکوالو ناژبپوهنيزې اوتې بوتې په نټه نه منونکو او ساينټېفيکو ژبپوهنيزو ارونو لاسوندونو ور وننګوم او په ترځ ترځ کې يې را نغښتې هژمونېستي موخې ورشنډې کړم.
 
 که څه هم ما يې په يوه غبرګون کې هم پوهنيز- څېړنيز ارونه د خپلو پښتني ولولو بلهاري کړي نه دي. په ځانګړي ډول په اوسني دې کې چې د ټولڅرګند ستمي- پرچمي او د افغان دښمنې شمالي ټلوالې تر ټولو سخت سوګند خوړلي پنجشېري سروال و پازوال (نجم الدين کاوياني) پر يوه بې سروبوله ليکنه راڅرخي. ما ورته دا پوره سپينه کړې چې ژبپوهنه او بيا اريانپوهنه د هر ليکوال، سياستپوه، ادبپوه، تاريخپوه... کار نه دی، نو که په درو ګونو ګاونډي هېوادو کې کوم رښتينی څانګپوه ژبپوهاند لري،رامخته يې کړي، که يې راجوته کړای شوه چې (دري) پارسي ګړدود نه، بلکې زموږ د هېواد يوه خپلواکه او بومي ژبه ده، نو زه به لومړی،ياهم يوازېنی پښتون اوسم، ور لاسليک يې کړم چې نور کولای شي،هغه له خپلې ارماني لارې نقشې سره د هېواد يوازېنۍ واکمنه او سرکاري ژبه کاندې!
 
 له ځوانو او بيا کمپيوټري پښتني پښت ليکوالو مې هم په څېرمه ډول داسترګې لرلې، هغه ولولي او پوه شي چې دوې پتيرې څو ډوډۍ کېږي!
 له دې څه باګه چې همدغلته مې دوه سرليکه لاندې د ښاغلي احمد جان ماڼو د ليکنې پر سرليک((اوستا که اوسېدا...؟)) ګناهګارې سترګې لګي، هغه هم داغلې ليلا خرم د زړو ببولالو پر راغبرګونه او لاسليکونه!
 سمه ده چې داپارسي ليکنه، نه هغې اغلې او نه دې ښاغلي وار له واره لوستې، خو ګيله مې ترې داچې دومره مهال يې د علامه استاد حبيبي ياارواښاد استاد رښتين د ادبياتو تاريخ تر څنګه د نوې ژبپوهنې په رڼاکې زما د يوه کتاب يا ليکنې يوه پاڼه هومره هم اړولې را اړولې نه ده؛ ګوندې سم له لاسه همداتازه خپره شوې ليکنه له پامه تېره کاندې او تر دغه منځ بنيادي توپير ته ورځيرشي!
 
 زما خو هسې هم په دې نوم بد دي چې ولې مې د دغو او نورو ټولمنلو خدای بښلو استادانو ټوليزې او بياژبنۍ ليکنې څېړنې،په بله وينا، پنډ و پېړو کتابونه له سېلمې، برخيز او يا هم لږ تر لږه د څېړندود له پلوه ور رد کړې، د دوی پر ژوند مې پر پوهنتوني کچ له درسي اډانې کښلي اوخپل دامې د هغو ځايناستی کړي دي!
 
 په دغه ليک کې راته ګرانه ده، د خپل ورمندانه د زباد لپاره د نوې ژبپوهنې په رڼا کې، له پښتو پښويې رانيولې تر پورتنۍ پارسي ليکنې ګردې پنځونې د ښاغلو او اغلو مخې ته کښېږدم. خو بيا هم د هماغه ارواښاد استاد رښتين پر ورته خبره بسنه کوم چې قلندر ته يې په پېښور کې تر مړينې دوه درې کاله له مخه ويلي ول: (چېرې بله ليکنه څېړنه وکړه، څه دې په پټې خزانې را اخېستې ده!)).
 
 دا خبره يو مهال تر لېونتوبه رسېدلې وه، نه يوازې پنځګونو استادانو، بلکې د خدای نابښلي عبدالرحمان پوپل غوندې پارسي ژبي شوي غوندې نورو ډېرو پر دې شخوندونه وهل چې بې له کوم ژبپوهنيز دک و دليله د اوستا په څېر ډېر نومونه اووييونه په وچ زور را پښتو کړي او ورسره ورسره اړوند نومولي(مسما وې)، لکه: استالف(ستالپه)، خدای(ښودونکی)، لندن(لوند)... .
 نن سبا، لکه په ياده شوې پارسي ليکنه کې چې ورته نغوته شوې، د نوم يا ويي د جرړې را اېستنه په غبرګو ساينتېفيکو څانګو (فونولوجۍ او اېتېمولوجۍ) اړه لري.د نورو ژبو غوندې پښتو وييونه او غږونه د زريو او پېړيو په پوړيو کې اوښتي رااوښتي او په دې لړکې د((اوسېدل يا اوسېدا)) مخينه تراوستا((asah-)) اوسانسکرېټ((asha-پورې پر شا ځي چې له((اوس))سره تړاو لري. پخپله د avesta مانا (نه لوستل کېدونکې) اټکل شوې ده. له اره ژبپوهان(ختيځپوهان) په داسې لرغونو نومونو سرونه نه خوږوي، بلکې له نومولي(مسما) سره لېوالتيا لري او په تېرو درو پېړيو کې يې ټکي پر ټکي پوره شنلې او شاربلې ده. الماني او انګرېزي ژباړې يې له اېتېمولوجيکي، فونولوجيکي، ګرامري او نورو بېلابېلو شننو او سپړنو سره همدغه شېبه راته د کار پر مېز پرتې دي او لګيايم، له دېرشو کلو رانښلولې پښتو ارپوهې(اېتېمولوجۍ) د کار په لړ کې د يوه يوه ويي د ارې اوجرړې د راسپړنې لپاره له اکسفورډه تر لندن او کېمبرېج پوهنتونونو او اړوندو کتابتونونو منډې ترنډې وهم.که خبره دومره ساده او اسانه وای، کلونه کلونه مخکې به مې بشپړه کړې وه،لکه څنګه چې زموږ دوديزو ژبپوهانو او بيا يې دواړو يادشويو لارويانو انګېرلې ده!
 
 تر دغو ټولو ترخو رښتياوو وروسته د نوې پښتو ژبپوهنې د يوه يوازېني خواخوږي په توګه له نوموړو ليکوالو او داسې نورو ښاغلو اغلو ځوانو ليکوالو څخه زما هيله داده چې زماد سپين سر په پار نه، بلکې د ارمانژلې پښتو ابۍ د سپينو څڼو پر مخ د زړو ژبپوهنيزو څېړنو پرځای د يوې پښتو- کره پښتو ليکلارښود په دودونه کې برخه بنډه واخلي او يا لږ تر لږه په خپلو ليکنو څېړنو کې د پارسي له بېځايه پېښو(څو، ترڅو، د کابل څخه کتنه- ملاتړ- ساتنه- يادونه_ستاينه-دفاع...) او همداسې له اردوهغو(څوک چې، چاچې، کوم چې...) ډډه وکړي!
 په ټوله پښتني- افغاني مينه او لورېينه
 ستاسې پاسللی زيار