د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لويې دندې او واړه وګړي

دستګير خروټی 06.02.2007 03:00

سياست د ارمانونو او هيلو په ځای د عمل او پايلو ډگر دی

پرون موږ هيله درلوده او نن هم يو شمېر دا ډول يوه هيله لري چې يوه ځلانده څېره به را وړانډې شي او د نېکمرغۍ او هوساينې په لوربه  ددې هيواد او ټولنې لارښوونه وکړي. پرون موږ په ډېره مينه په  دې او هغه مشر، په دې او هغه رهبر، په دې او هغه “ کبير” او په دې او هغه “ خردمند” په دې او هغه “ ښوونکي” په دې او هغه “ لارښود”  پورې خپل برخليلک وتاړو د هغوی په نوم مو شعارونه ورکړل، د هغوی په نوم  موهوراگانې او نارې وکړې، هغوی ته مو لوی او اوږده نومونه او ښايسته القابونه ورکړل،  د هغوی خبرې مو د خپل عمل لارښود وگرزولې، هغوی ته  مو شعرونه، ترانې او سندرې  وويلې، ورته ډولونه مو ووهل او ورته اټنونه مو وکړل د هغوی په نوم مو زندانونه ومنل او قربانۍ مو ورکړې، خو له بدمرغه  هغوی  د ځلاندو او وړ څېرو په ځای له يوې خوا دخپلو دندو په وړاندې واړه او له بلې خوا واک پالونکي اوځان پالونکي  وو. د هغوی دا او يا هغه د ژغورونکي او ناجې په ځای  ديکتاتور، ولس غولونکي هم بېگانه پالونکی وو.
   په افغاني ټولنه کې يو په بل پسې انقلابونو، جگړو، انارشيو او ايدیولوژيک واکمنيوهم  د سياست او واک په ډگر کې د وړو او اتفاقي وگړو، د بدماشانو او اوباشانو لاره  همواره کړه. کله چې په افغاني ټولنه کې نظم او قانون له منځه ولاړ، کله چې په ټولنه کې انارشي خپره شوه او افغاني ټولنه د ځان ساتنې او دفاع په کار کې بې وسه شوه داتلانو، رهبرانو او قوماندانانوجوړولو او منځ ته راتلو بازار هم په بې سارې توگه تود شو. دا او هغه بدماش، دا او هغه  اوباش د قوماندان او پهلوان مقام تر لاسه کړ. د واک او قانون په دا ډول خلا کې دي چې واړه او تصادفي وگړي، ولس غولونکي او ځان پالان په ټولنه واکمن کېږي. وايي چې په فرانسه کې د انقلاب څخه وروسته د جرمونو، جېب وهلو او غلا کولو اندازه را ټيټه شوه او لامل يې داوو چې جېبوهونکي، مجرمين ... په انقلابي کمېتو کې تنظيم شوي وو.
 دلته زما موخه  د “ وړو او اتفاقي وگړو”  د عبارت په کارولو سره  په ځانگړي توگه دا او هغه وگړي نه دي.
   ددې عبارت په کارولو سره زما موخه په هيڅ وجه ددې او هغه وگړي  انساني ارزښتونو او انساني کرامت ته په ټيټه سترگه کتل نه دي. زه انسانان په وړو او لويو نه وېشم. انسان په هر حالت کې د خپل انسانيت په بنياد د کرامت څښتن دی او بايد درناوی يې وشي. موخه مې ددې او هغه وگړي په ښو خواو او لاس ته راوړنو د بطلان خط راکش کول هم نه دي.  زه شخصيت پېژندونکی نه يم. شخصيت پېژندنه  د ټولنې پېژندنې او سياست پوهنې دنده ده. دا د سيکولوژي دنده ده او په افغاني ټولنه کې خو په عمل کې دا ډول دود نشته دی. که کله کله دا ډول هڅه کېږي مانا يې د مقدساتو په حريم ورختل شمېرل کيږي او لویه گناه ده.
   همدارنگه مې مطلب  دا او هغه لوری هم نه دی. په حقيقت کې دا ددې او هغه ځانگړي وگړي او يا د چپ او ښي لوري ستونزه هم نه ده. دا يوازې پرون ستونزه نه وه نن هم ورته ستونزه شته دی. دا په افغاني ټولنه کې يوه ټولنيزه، تاريخي او فرهنگي ستونزه ده. سره ددې چې افغاني ټولنه د رهبر پالنې پېاوړی دودونه لري، خو هغه وړ رهبر نشته دی. دا په ټولنه کې د سياسي، فرهنگي او د پوهې د خوارۍ پايله ده  د ما مطلب له “ وړو او اتفاقي وگړو”  د عبارت له کارولو څخه د وگړو او د هغوی د دندو تر منځ واټن دی او همدارنگه  د هغوی او د هغوی د مسئوليتونو ترمنځ  د انډول او تناسب نشتوالی دی. دبېلگې په توگه په دې وروستيولسيزو کې  په پيوسته توگه دندې او مسئوليتونه لوی او وگړي واړه دي. په بل عبارت د دندو او وگړو تر منځ  انډول او تناسب نشته دی.
   بې له شکه په دې وگړو کې به  دا او هغه  وگړي ښه نيت او ښه ارمانونه لري او د ښو ارزوگانو څښتن به وي، خو له يوې خوا سياست د ارمانونو او هيلو په ځای د عمل او پايلو ډگردی او له بلې خوا ټولنه او ټولنيز واقعيتونه  ددې او هغه وگړي د هيلو او آرمانونو په معيار نه سنجول کيږي. هيلې درلودل ښه خبره ده او څوک دی چې هيلې نه لري، خو دې وگړو ونشوای کولای  د خپلو هيلو، غوښتنو او واقعيتونو ترمنځ انډول پيدا کړي. د دې وگړو د هيلو او د واقعيتونو تر منځ د ځمکې او اسمان واټن موجود دی.  دې وگړو ددې وس پيدا نکړ او له ځانه يې دا وړتيا ونه ښودله چې د خپلو ارمانونو او د ټولنې د جوړښتونو او غوښتنو تر منځ اړيکې جوړې کړې.  همدارنگه دا وگړي  د خپلو باورونو او سياست تر منځ د اړيکو په پيدا کولو کې هم پاتې راغلل. په دې برسېره دې وگړو د خپلو ارزوگانو او اندېښنو تر منځ  هم د انډول په پيدا کولو کې څرگنده بې وسي وښودله.
   که په مشخصه توگه ووايم په وروستيو درېو لسيزو کې په وار سره په پېشوا پسې پېشوا او په رهبر پسې رهبر له يوې خوا ونشوای کولای د حکومت او حاکميت تر منځ  او له بلې خوا د حاکميت او ټولنې تر منځ اړيکې ايجاد کړي. دوی ونشوای کولای او ددې وړتيا يې پيدا نکړه چې د ټولنې د مشرتوب په کار کې ټولنيز باور او قانونيت تر لاسه کړي. په افغاني ټولنه کې د هغوی  مشرتوب او واکمني مشروعيت  او قانونيت نه درلود. هغوی افغاني ټولنه او ددې ټولنې جوړښتونه نه پېژندل او يوه يې هم ددې ټولنې په هکله په ډېره لېږ اندازه هم يو سم تصوير ورنه کړای شوای. هغوی په دې برخه کې له يوې خوا د نيمگړې پوهې او له بلې خوا د کاپي شويو نظريو په پيروي کولو سره په ټولنه کې د ټولنيز جوړښتونو او واکمنې اندېښنې تر منځ لوی واټن ايجاد کړ او دې حالت د ټولنې او واکمنو تر منځ ټولنيزه بې باورۍ او واټن په دوښمنۍ بدل کړ. واکمنو د زور او ټوپک په وسيله خپله واکمني خوندي کوله  او ټولنې بيا په خپل وار سره د زور په وسيلو سره د هغوی د راپورزولو هڅه کوله.
    د تاريخ تجربې په ډېره څرگنده توگه ښيي چې کله د واکمنو او ټولنې تر منځ باور له منځه ځي د دوی تر منځ اړيکې د زور په اړيکو بدليږي.  وړو وگړو په پراخه کچه  د واک او ټولنې تر منځ  اړيکې  د زور او ځپلو  په اړيکو بدل کړل اودا  له افغاني ټولنې سره لويه او نه بښونکې تاريخي جفا ده.
    په دواړو چپ او ښي لورو کې مشرانو!، لارښوونکو!، امرانو!، پېشوايانو! يوه هم د “ ملي مشرتوب”  “ ملي رهبر”  ډېره لږ وړتيا هم تر لاسه نه کړله. دوی په عمل  د ملت او ټولنې په ځای د وړو گروپونو، قومونو، مذهبي ډلو، سيمو، ډلو او فريکسونونو مشران پاتې شول. ددې وگړو همدا بې وسي، د ټولنيز باوراو ملاتړ نشتوالی او ور سره د مشروعيت او قانونيت نه درلودل  دوی دې ته و هڅول چې واک د زور، کودتاگانو، دسيسو، وژلو، بدنامولو... په وسيلو تر لاسه کړي او په همدې وسيلو سره د واک ساتنه وکړي.  په بل عبارت  دوی په وار سره هڅه کوله  واک  غلا او بيا په بشپړ واکمن بدل شي.  د همدې هڅو پايله دا شوه چې  په ټولنه کې د دولت جوړولو کار له طبعي او قانوني حالت څخه وايستل شي او  په ټولنه کې د سياسي ــ ټولنيزو جوړښتونو د ړنگولو عملي امکانات منځ ته راوړي. دا د دوی د کار پايله وه چې په ټولنه کې په کلي توگه سيستم ړنگ شي.   
   رښتيا دې وگړو په انقلابونو، کودتاگانو، دسيسو او وژنو سره افغاني ټولنې ته څه ورکړل، خپلو ځانونو ته يې څه ورکړل او خپل تاريخ  ته يې څه ورکړل؟  موږ څه ډول کولای شو ددې وگړو پالنه وکړو او که يې پالنه کوو ددې پاللو توجيه به څه وي؟
موږ څه ډول کولای شو له هغوی څخه د پرستش بوتونه جوړ کړو او که يې جوړو، څه ډول به يې ساتنه کوو اوڅه ډول به خپل پرستش ته قانونيت ورکو؟
    که په اوسنۍ زمانه کې  د لويو وگړو له جملې نلسن مانديلا ياد کړم هغه خپل کار د سولې، سازش، پخلاينې او بښنې په دود پيل کړ، خو په افغانستان کې وړو وگړو خپل کار د ټوپک، د کلاشينکوف او زور په ژبه پيل کړ.
    پرون دې وړو او اتفاقي وگړو له پخوا څخه په زين شوی آس  نېزې وهلې اودوی ټولنه د نېکمرغۍ په ځای د ناپېژندل شويو ژورو او لويو بدمرغيو په لور ټېله کړه.  دوی لويې دعوې درلودې، دوی لويې خبرې او لويې غورې کولې، دوی له افغانستان څخه سويس جوړاوه، دوی ټولو ستونزو ته د ځواب درلودلو او ځواب ورکولو غورې کولې، خو په عمل کې يې اندېښنې وړې او زړې، کارونه او عملونه يې ړنگونکي او لاس ته راوړنې يې ناورينونه وو. دوی په خپل ړنگونکي کار سره  افغاني ټولنه دومره بې وسه، بې مقاومته او خواره کړه چې د هر ډول تېري او ستونزې په وړاندې  د دفاع کولو او حل کولو په کار کې تر اوسه هم پاتې راغلې ده.
   وړو وگړو ټولنه ترور او په يرغمل ونيوله او هڅه يې  وکړه چې د ټولنې ټولې خواوې او ټول جوړښتونه تر خپلې ولکې  لاندې راولي او د ټولنيز ژوند ټول لوري د دوی په قومانده حرکت وکړي. همدا دوی وه چې په ټولنه يې ډار او وېره مسلطه کړه. د ټولنې اوسېدونکي يې له ټولنې او ځانه بېگانه او په سبا يې  بې باور کړل. د ټولنې اوسېدونکي يې ناهيلي او بې اميده کړل. خلکو د گوښه کېدلو او په ځانونو کې د غرق کېدلو او وروسته يې هم د فرار لاره ونيوله. دا د وړو وگړو د کار پايله ده. دا د نه پخلاکېدونکوطبقاتي مبارزو پايله ده، دا د ښي او جپ افراط د ارمانگريو پايله ده، دا د بشپړ واک د تر لاسه کولو او مجراغوښتونکو هڅو او چلند پايله ده.
     وړو او اتفاقي وگړو له سياست څخه سم درک نه درلود. دوی سياست  د نازيستانو په دود د دوست او دوښمن په اړيکو بدل کړ. هغوی  سياست او سياسي ژوند د گلاديتور لوبو ته را ټيټ کړ. دوی يو په بل پسې هڅه کوله خپلې اندېښنې او خپل نظريات په نور هغه هم د “ زور”  په وسيله تحميل کاندي او په دې کار سره يې د ديالوگ او پوهاوي لارې تړلې. دوی همدارنگه  دنورو په وړاندې د  زغم درلودلوپه کار کې بشپړه بې وسي ښودله.  دوی د پېښو په وړاندې  نه يوازې د بې مسئوليتۍ او بې تفاوتۍ چلند درلود، بلکې د ستونزو په  وړاندې يې  بې حوصلې گۍ کوله او د حل کولو په کار کې يې له وروستۍ وسيلې “ ټوپک”  کار اخيست.
    دوی په ټولنه کې، د ټولنې په نظم کې او د ټولنې په سياسي او ټولنيزو جوړښتونو کې داسې بې ځايه کونه وکړه چې يو په بل پسې يې د ټولنيزو او سياسي ټکانونو او زلزلو د پېښېدو عملي امکانات منځ ته راوړل.  دوی په ټولنه کې د دوښمن جوړولو او په مصنوعي توگه د ټولنې د وېشلو تگلاره منځ ته راوړه او وروسته وروسته  دوی او د دوی پيروانو پخپله ځانونه په داسې پراخه  خلا کې پيدا کړه  چې نه يوازې د لوري د پيدا کولو په کار کې بې وسه شول، بلکې له ټولنې سره  د اړيکو په پيدا کولو کې هم پاتې راغلل او تر اوسه دا ستونزه حل شوې نه ده.
    افغانستان د اوږدې مودې له پاره له يوې خوا د لويو ځواکونو او له بلې خوا د سيميزو  ځواکونو د سيالۍ ډگر گرځېدلی. همدارنگه افغانستان د لويو سياسي چلېنجونو او له دې جملې يوچلېنج هم چې ډيورند کرښه ده مخامخ دی. په  افغاني سياسي ژوند او سياسي ډگر کې لوبغاړي ددې ستونزو او ددې سياليو په پرتله  په کلکه بې وسه اوبې ابتکاره دي. د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې ابتکار له هماغه پيله  د پاکستان له لوري سره دي. همدا نن له پښتنو څخه د ملاتړ او د پښتونستان په هکله د افغانستان په ځای د پاکستان اواز اوچت دی. په دې هکله زموږ د اوږدې مودې د هيلو سنگرونه د مذهبي بنسټ پالنې او د طالبانو په  اډو بدل شوي دي.
    پوښتنه داده چې ولې افغاني لوری  د ډيورند د کرښې په هکله د لسيزو له پاره  له يوې خوا د انتظارونو او له بلې خوا د نامعلومو سياستونو تر منځ زانگي او ددې سياستونو پايلې يو بل پسې  بايلنې او د فرصتونو له لاسه ورکول دي. د ډيورند د کرښې ستونزه بايد حل شي او دې مسئلې په بېړنې توگه د يوې روښانې سياسي تگلارې او سياسي مېړانې ضرورت را منځ ته کړی دی.
    په نني افغانستان کې نه يوازې په ډېرو برخو کې د دندو او وگړو تر منځ هيڅ ډول انډول او تناسب نشته دي، بلکې د سياسي مېړانې کمزوري هم شته دی. نن په افغانستان کې د ډېرو لويو او پېچليو حرفوي دندو  دحل کيلي د جنگ سالارانو په لاس ورکړل شوې ده او په سياسي ژوند او سياسي ډگر کې هم اصلي لوبغاړي همدا  جنگ سالاران دی. جنگ سالاران له يوې خوا په زاړه فيوډالي دود سره هم په خپلو سيمو کې په تېره بيا پوځي نفوذ ساتي او له بلې خوا په دولت کې هم برخه لري. دوی هم د پرونيو په څېر لویې دعوې لري، خو عمل او لاس ته راوړنې يې ډېرې وړې دي. د دوی او د دوی د دندو او مسئوليتونو تر منځ د ځمکې او اسمان واټن پروت دی. دا ډول وگړي نه يوازې  د افغانستان  او د ننۍ نړۍ د ستونزو په پېژندنه او حل کې له واقعيتونو سره په خلاصو سترگو او خپلواکه توگه د مخامخ کېدلو وړتيا نه ښيي، بلکې دا د دموکراسۍ جوړولو په ځای د دموکراسۍ د بدنامولو او ځپلو ځواک دی.  دوی په ښکاره د خلکو د خلکو په حقونو او مالکيتونو تېری کوي. دوی تر هغو دموکراسي غواړي چې د دوی گټې او امتياذونه په کې خوندي وي.
     همدا پورتنيو واقعيتونو هم په ټولنه کې داوسني دولت  تاثير او نفوذ کمزوری دی. په افغانستان کې نه يوازې د دولت د تاثیر او نفوذ وده ورو  او يا کمزورې پاتې کيږي، بلکې دولت د خپلې ارادې په عملي کولو او بيا د وړ پايلو تر لاسه کولو په کار کې هم لويې ستونزې لري. په دولت کې د وړو وگړو موجوديت  د مدېريت کولواو د دندو د لارښوونې سيستم له کلکو ستونزو سره مخامخ  کړی دی.
   پورتني واقعيتونه  څرگندوي  چې افغاني ټولنه تر اوسه هم په سياسي لحاظ يوه  خواره او بې وزله ټولنه پاتې کيږي. د سياسي خوارۍ تر څنگ په افغاني ټولنه کې د پېړيو پېړيو ژوره، پراخه سياسي بېگانگي لا هم شته دی. په دې ټولنه کې په  پېړيو پېړيو استبداد، په يوه لوري فکرکولو، يو ډول فکرکولو،  د نورو د نفي کولو چلند او پراخې  سياسي بېگانگۍ د وړکدرونو او وړ سياست کوونکو د پيدا کېدو او رامنځ کېدو چاره مشکله کړې ده. په بل عبارت د افغاني ټولنې سياسي خوارۍ او په استبدادي دود د “ رهبري کولو ميراث او حق”  د وړ مشرانو د روزلو کار له ستونزو سره مخامخ کړی دی. په استبداد کې رهبري حق دی. بې له دې چې دا ايديولوژيک استبداد دی، مذهبي استبداد دی، که شاهي دی او که د يوه سړي ديکتاتوري دی. 
     په يوه ټولنه کې د وړ مشرانو د روزلو امکانات  هغه وخت منځ ته راځي چې ټولنه د پوهنې له خوارۍ را ووزي، ټولنه خپلواکه شي،  ټولنه  سياسي شي،  او د ټولنې  سياسي کول يوازې د دموکراسي په ټينگښت او بري کې تر سره کېدای شي.
 ماکس وبر الماني فیلسوف او ټولنه پېژندونکی هغه څوک سياست کوونکی بولي چې د يوه کار په اجراکولو کې مينه، او شور ولري. د مسئوليت احساس وکړي، د پېښو په وړاندې بردباري ولري او خپله ارامي وساتي.
  افغاني څو ځله ړنگه شوې ټولنه داسې روشنفکرانو او په تېره بيا سياست کوونکو ته ضرورت لري چې د غوښتنو او واقعيتونو تر منځ انډول ايجاد کړي. په  پروني زندان کې د پاتې کېدو په ځای د راتلونکي په لور گوري، د غورو او تېرایستلو په ځای د پېښو د ليدولو او څېړلو وس ورسره وي، پرانستې او انتقاد منونکي وي. د ريسکونو يا خطرونو منلو ته چمتو وي. د لويو پرېکړو او تصميمونو زړه ورسره وي.

سياسي گوندونه او د گډې اندېښنې او گډو آرزښتونو ستونزې.
سياسي گوندونه د تبليغاتي حضور په ځای سياسي حضور تر لاسه کړی .
سياسي گوند او يا يوه سياسي ډله ددې له پاره جوړېږي چې واک تر لاسه کړي او هر سياسي گوند حق لري د واک د تر لاسه کولو له پاره کار وکړي. يو سياسي گوند هڅه کوي د واکمنو په پرتله او يا د نورو سياسي سيالانو په پرتله د ټولنې د لارښونې له پاره يوه ښه او عملي تگلاره وړاندې کړي.  سياسي گوند هڅه کوي په پرېکړو او تصميمونو تاثير ولري او ټولنيزه پايگاه تر لاسه کړي.  په افغاني ټولنه کې سياسي گوندونه،  غورځنگونه، تنظيمونه، جنبيشونه... هم له سياسي خوارۍ سره مخامخ شوي. گوندونه او تنظيمونه  د موخو په ټاکلو کې، د گډ اندېښنې د ايجاد په کارکې او د موخود تر لاسه کولو له پاره د وسيلو په انتخاب کې له ستونزو سره مخامخ دي.  پرون دې او هغې ايديولوژۍ د گډې اندېښنې ستونزه له منځه وړې وه. خو نن د ايديولوژۍ ناکاميو په تېره بيا د چپ لوري دا او هغه سياسي ډله د گډې اندېښنې او گډ تفکر له خلا سره مخامخ کړې ده او دا ډلې نه يوازې د گډې اندېښنې له نشتوالي سره مخامخ دي، بلکې ټولنيزه اډانه يې هم کمزورې پاتې کيږي. په کلي توگه سياسي گوندونوتر اوسه  ونشوای کولای له يوې خوا د ځان له پاره ټولنيزه پايگاه پيدا کړي، په سياسي ځواک بدل شي او له بلې خوا يو وړ مشر او سياست کونکي را وړاندې کړي، يو مشر او سياست کونکی  چې د پېښو د ليدلو او څېړلو وړتيا ولري،  د پېښو لوری درک کړي او د خپلو موخو د تر لاسه کولو په کار کې ټولنه له ځان سره مل کړي. يو سياسي مشر چې  نورو ته د قناعت کولوتوان او هنر ولري. يو سياسي مشر چې د نورو باور خپلولی شي.  په دې برسېره دې تشکيلاتو او اتحادونوونشوای کولای د ټولنې اساسي ستونزه درک کاندي. گوندونه او ډلې له بده مرغه د ټولنې داوږدو او مزمنو ستونزه د درک کولو په ځای  له محتوا خالي او کلي خبرې  کوي. اوس هم دا او يا هغه ډله احساساتي شعارونه ورکوي او د ستونزو ملامتي په مخاليفينو ور واچوي. له گروپي او انحصاري حالت څخه په راوتلو کې بې وسي ښيي. یو شمېر ډلې  له يو بل سره د اتحاد کولو هڅې کوي، خو په عمل کې د يو بل سترگو ته کتلای نشي.
   يو شمېر بيا هڅه کوي پرونيو زړو او ناکامو حکمونو ته نوي ماسکونه ور واغوندي او له هماغو زړو شرابونو نوي بوتلونه ډک کړي. دوی خپلې بې محتوا موخې په داسې مشکلو کلمو او جملو کې را نغاړي پرگنې خو پرېږده چې ډېرو باسوادانو ته هم د پوهاوي وړ نه وي. د بېلگې په توگه دلته د پروني انقلاب ځای سياسي پراکتيک ته ور کول کيږي او په  ټولنه کې د هر ځانگړي وگړي د حق ځای په ټولنه کې  د “ مشخصو افرادو” حق ته سپارل کيږي. کارل پوپر دا ډول ليکنو ته رياکاري وايي.  خو دا نوي چپ انقلابيون په دا ډول عمل کولو سره ځانونو ته د تيوريسنانو نمايش ورکوي.
    يو شمېر بيا داسې ښکاري چې له اوسني دوران سره هيڅ ډول اړيکې نه لري او دنيا ته ناوخته راغلي دي او هغه څه د سياسي قضاوتونو معيار گرځوي چې د باور په ځای د بې باوريو او د يو ځای کېدو په ځای د وېشلو له چارې سره مرسته کوي. سره ددې چې په افغانستان کې د طبقې، قوم، ژبې، مذهب ... په بنياد سياستونو يو په بل پسې کرکې او ناورينونه ايجاد کړل، خو يو شمېر اوس هم دا وېشونکي او نفرت پيدا کونکي عناصر د خپلو تگلارو اساس گرځوي.
يوې خبرې ته کلکه پاملرنه په کار ده چې د منځني ختيځ په يو شمېر هېوادونه لکه عراق، فلسطين، لبنان د اسلام د دين په دننه کې د يوې پراخې ايديولوژيکي جگړې په لور روان دي. په بل عبارت دا هيوادونه د کورنيو جگړو په لور روان دي چې ايديولوژيکه ځانگړتياوې لري. په  دې جگړو کې ښکېل لوري خپل عملونو او د بل لوري وژلو ته د اسلام په نوم قانونيت ورکوي. دا جگړې د پراخېدو په لور روانې دي او کېدای شي د سيمې نورې برخې هم په کې شاملې شي. پرون د سړې جگړې په وخت ايديولوژيکي جگړې او سيالۍ د  هيوادونواو بلاکونو تر منځ وي، خو ننۍ ايديولوژيکي جگړې سره ددې چې تر شا يې ددې او هغه  هيواد ملاتړ شته دی په هيوادونو کې د ننه د سيالو ډلو تر منځ دي او دا جگړې کولای شي د هيوادونو موجوديت له گواښ سره مخامخ کاندي. دا حالت نورو هيوادونو ته هم خپرېدای شي. په پاکستان لا له پخوا د شعيه او سوني ډلو تر منځ وسله والې نښتې روانې دي. له دې منځ ته راغلي حالت څخه سړي ته دا نظر پيدا کيږي چې همدا دم دا جغرافيایي لاملونه نه، بلکې ايديولوژيک لاملونه دي چې نه يوازې بحران منځ ته راوړي، بلکې د هيوادونو موجوديت هم له گواښ سره مخامخ کوي. افغانستان هم دا ډول يوگواښ په وړاندې يو خوندي هيواد نه دی.
په افغانستان کې ملي اندېښنه، ملي تفکر او ملي هويت کمزوری دی. وېشونکي عناصر پياوړي دي.
   سياسي گوندونه او په تېره بيا د ښي لاسي گوندونه د نويو حالاتو په رڼا کې يو ځل بيا په خپلو تگلارو له سره کتنه وکړي. سياست يوازې گټې نه ، بلکې آرزښتونه هم دي. که گټې بېلونکي دي، خو آرزښتونه يو ځای کونکي ځانگړتياوې لري.  
   همدارنگه  سياسي گوندونو ته په کار ده  چې اصلي ستونزه پيدا کړي. د ستونزې پېژندنه او د ستونزې سم تعريف کول د ستونزې له  نيم حل څخه عبارت دی.  دستونزو نه پېژندنې او د پېښو ساده کولو پايله داده چې گوندونه او  ډلې په ټولنه او د پرېکړو او تصميمونو په بهير تاثيرو نه لري. همدادم په افغانستان کې په سياسي پرېکړو او ددې پرېکړو په بهير د سياسي گوندونو په پرتله دا او هغه کورنۍ او يا دا او هغه وگړي تاثير او نفوذ و تاثير لري.
   په افغانستان کې دواړو چپو او ښی سياسي گوندونو چې پرون په افغاني ټولنه کې واکمن وو او اوس هم د ټولنې د “ سياسي رهبر” کېدو دعوې لري تر اوسه يې ددې زړه او شهامت نه دی موندلی چې د ټولنې په وړاندې او د هغو زرگونو خپلو غړو او  وگړو په وړاندې چې د دوی په خوا راغلل او د دوی د سياستونو له پاره يې ځانونه يې قربان کړل دخپلو تېرو تگلارو او کړنو مسئوليت واخلي او په خپلو بې شمېرو خطاگانو او تېروتنو اعتراف او د هغوی له عمله بخښنه وغواړي. دا گوندونه تر هغوی چې د خپلو تېروتنو د منلو شهامت تر لاسه نکړي نه بايد د ټولنې د “ سياسي مشرتوب” دعوې وکړي او نه ټولنه په هغوی باور کوي.  په دموکراتيکو او ازادو ټولنوکې د سياسي گوندونو په وسيله د خپلو تېروتنوڅېړنه د دوی د سياسي ژوند يوه نه بېلېدونکې برخه گرځېدلې ده. خو په افغانستان کې په هماغه زاړه قبيلوي او ترايبالستي دود سره د تېروتنې منل دکمزورۍ او بې غيرتۍ په مانا دی.