د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملي راډيو تلويزيون د مشر نجيب روشن د استعفا په اړه څو مهم ټکي

اسدالله جلال 27.01.2007 02:00
د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون د لوی رييس ښاغلي نجيب روشن د استعفا له جريان څخه به ګران هېوادوال د بېلابېلو رسنيو له لارې خبر شوي وي . دغه راز به په بېلابېلو راډيويي او تلويزيوني چاينلونو کې د دې استعفا له کبله ، د هغه د مرکو له جريانه هم ، هېوادوال خبر شوي وي .
 د افغانستان ملي !! راډيو تلويزيون ، له بده مرغه د موقت ، انتقالي او انتخابي دورو په ټولو پړاوونو کې د خپل نوم او سرليک په مقابل اړخ کې ولاړ و او په ټول افغانستان کې د ناملي او ضد ملي راډيو تلويزيون په نوم يادېده او لا يادېږي .ښايي چارواکو به داسې فکر کاوه چې راځئ له بهره ورته داسې يو څوک راولو چې د افغانستان په داخل کې يې څوک ډېر ونه پېژني او ښايي په ژبني او ملي توازن عقيده ولري ، هغه توازن چې افغانستان پرې جوړ او اباد پاتې کېږي .له بده مرغه د چارواکو دغه فکر هم ناسم وخوت او داسې يو څوک يې پر دغه دنده وګماره چې په رګ رګ کې يې د ژبني تعصب وينو ټوپونه وهل . زه دغه ټولې خبرې په دليل درسره کوم او خپل دلايل راوړم ، خو لږ وروسته او په تفصيل سره.
 ښاغلي روشن په دغه استعفاليک او مرکو کې څو مهمو ټکو ته اشاره کړې ده چې لازمه ده ، ټول غور ورته وکړو.
 
 1 . د ښاغلي روشن د استعفا له متن او مرکو څخه څرګندېږي چې هغه له دې کبله استعفا کړې ده چې د اطلاعاتو او کلتور له نوي وزير سره ير د بنيادي ټکو اختلاف لري . خو په استعفاليک او مرکو کې دغه بنيادي ټکي هيڅ څرګندېږي نه ، همدومره وايي او بيا بيا يې وايي چې وزير قومګرايانه !!!! ( عجب څه يې پيدا کړي دي .) چلند کوي او په ديموکراسۍ !!! (دا يې هم ښه تور پيدا کړی دی .) اعتقاد نه لري نو ګډ کار ورسره نه شي کولی . د قوم ګرايۍ نښه يې دا ده چې د راډيو افغانستان د رييس په توګه يې ولې يو پښتون د ده له مشورې پرته مقرر کړی دی . هغه هم داسې چې د راډيو افغانستان پخوانی رييس هم په ټوله راډيو تلويزيون کې يوازينی پښتون رييس و چې سيف الرحمن سايل نومېده او د روشن د نادودو له امله يې هغه رياست پرېښود . لکه چې روشن غوښتل دلته هم د خپل مشورتي !! ګروپ کوم نازولی پر چوکۍ کښېنوي . ايا دا خبره قومي او ژبنی سخت تعصب نه دی چې په ټول راډيو تلويزيون کې په اتلس سوه مامورينوکې يوازې سل تنه پښتانه دي !؟ په داسې حال کې چې تل په راډيو تلويزيون کې د ژبې توازن او ملي توازن ساتل شوی و . روشن او د روشن نوې متخصصه ډالري ډله قومګرا او ژبګرا !!!! نه شوه خو هغه خوارکی وزير د يو پښتون رييس پر ځای د يو بل پښتون رييس پر ټاکلو قومګرا شو !!!! عجب انصاف ! عجبه ديموکراسي ! عجبه روشنفکري !!! ستا په راغلي يوسل او څو کسيز ډالري متخصص ټيم کې څو پښتو ژبي و و ؟ که دې هوښياري کړې وای ، نو په دغو يوسل او څو کسو کې خو به دې يو تن ، اخر ايکي يو تن پښتون راوستلی وای ظالمه !!! ايا ستا!! تلويزيون په لومړۍ رسمي ژبه نشرات نه لري که څنګه ؟ بښنه غواړم ، مقصد مې ملي راډيو تلويزيون!!! دی .
 ښاغلي روشن جمهور رييس ته د خپلې استعفا په متن کې په يونيم کال کې د خپلو کړيو کارونو فهرست وړاندې کړی دی ، په يوه ماده کې د مېرمن نغمې د نوم له يادولو پرته چې هغه هم سوچه درواغ دي ، او هغه د کنسرت لپاره اريانا تلويزيون راغوښتې وه ، نور يې ټول ابتکارات !!! وګورئ او بيا د ژبګرايئ ! په اړه قضاوت وکړئ .
 
 2 . ښاغلی روشن په خپل استعفا ليک او مرکو کې بيا بيا وايي چې زه د ديموکراسۍ علمبردار يم خو وزير ديموکراسي نه مني ! دې خبرې ته يې نو هيڅ دليل نه دی راوړی ، فکر کوم ، دا يې د باټو خبرې دي .
 هغه وايي چې زه غواړم ، راډيو تلويزيون د عامه خدمتونو په يوه وسيله بدله کړم ، دا ډېره ښه خبره ده ، خو ايا که راډيو تلويزيون په نشراتي او اداري او تشکلاتي لحاظ په وزارت پورې تړلی وي ، دغه کار نه شي کېدای . خو که مستقيم ډول په جمهوري رياست او مرستيالانو پورې يې تړلی وي ، بيا کېدای شي ؟
 دا خو نو د ماشومانو د تېر ويستلو خبرې دي ، د منطق خبرې نه دي . که يوه دولتي رسنۍ وي ، نو که په اطلاعاتو او کلتور پورې تړلي وي او که په جمهوري رياست پورې ، خبرې يوه ده . په عام ډول به دولتي پاليسي په پام کې لري ، ايا د شخصي پرېمانه نشراتي وسيلو په موجوديت کې موږ يوې پياوړې دولتي رسنۍ ته اړتيا نه لرو چې د عامه خدمتونو د يوې وسيلې په توګه ترې کار واخلو ؟
 
 3 . ښاغلي روشن په خپل استعفا ليک کې دخپلو نوښتونو يو فهرست وړاندې کړی دی . تاسو مهرباني وکړئ يو ځل بيا مراجعه ورته وکړئ . له ژبګرايانه او قومګرايانه تمايلاتو پرته که تاسو نور څه په کې وليدل ، بيا نو شاباش پرې وواياست او د ملي ـــ افغاني دريځ څښتن يې وبولئ ، خو کاشکې داسې وای ! د هغه ټول نوښت دا دی چې د وجيهه رستګار او فريد رستګار بې بديله !! کنسرت يې نيولی او هغه هم د دارالامان په ويجاړه ماڼۍ کې . که تاسو د کابل په ښار کې د دې کنسرت له جريانه خبر شئ ، حيران به پاتې شئ .
 ښاغلی روشن او د هغه د ډالري مشاورينو ټيم ، دهغه د ډالري نازولو اطفالو!! ټيم ، د راډيو تلويزيون ټول ارکستر او سازيان او اداري مامورين ، پياده ګان ، موټرې او موټروانان او ټول او ټول د ځوانانو د ديموکراتيک پخواني سازمان د ګڼ شمېر ځوانانو په ګډون پوره يوه مياشت د دې کنسرت په خدمت کې وو . زه يې له ډېر نږدې څخه د ټولو شاهد يم چې څومره لګښتونه پرې شوي دي ، هيله لرم د اطلاعاتو او کلتور وزارت ترې د دغه کنسرت د لګښتونو دقيق رقم وغواړي او ويې پلټي.
 نور نو د هغه هيڅ ابتکار په اغو اتلسو مياشتو کې نه شئ ليدلی ، که يادونه يې کوي ، سمه خبره نه کوي .
 
 4 . ښاغلی روشن په خپله استعفا پاڼه کې د ښاغلي اولسمشر ډېره ډېره ستاينه کوي ، مقصد يې دا دی چې ته راځنې خوابدی نه شې ، او بلې هرې وظيفې ته چمتو يم . ښايي وغواړي ، دا ځل د بهرنيو چارو په وزارت کې د خپل ملګري ، ښاغلي سپنتا په اصلاحاتو کې په کومه برخه کې په نظر کې ونيول شي ، چې هلته هم همدغه ډول نه هيرېدونکي خدمتونه وکړي او له نوښتونو يې ټول هېواد ګټه !! واخلي .