د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پان عربيزم ،دبعث ګوند اوصدام ( ١ - برخه )

پوهنمل حاجی محمد نوزادی 19.01.2007 02:00

دنيکمرغه لوی اختر لومړۍ سهار وو ، پدی ورځ ټول مسلمانان يوبل ته دورورګلوې غيږی پرانيزی ، دکينې او دښمنی خيره دپاک الله درضا پخاطر له زړونو باسی اوله هر لورې نه يوبل ته ددوستې لاسونه غزوې ٠همدغه وخت
وو چې دتلويزيون پرمخ می يوه پنډه رسۍ ترسترګو سوه چې دصدام حسين غاړې ته ولويدله ٠٠٠٠٠٠
ومی غوښته دعراقی اولس په غميزه لږله بيخه ځان خبرکړه ، داړوند سرچينو پاڼی می واړولې راواړولې ٠ دډيرو پټو اړيکوپه لوستلوهک پک پاته شوم ٠ هغه څه چې می ترسترګو تيرشوه ، غواړم دلوستونکو سره يې شيريک کړم چې  هيله ده دليکنې ترپايه می خوشې نکړی او راسره لاړشې ٠ خوله هرڅه نه مخکښی به ښه داوی ددی هيواد په هکله  ځينې اړين معلومات دسريزې په توګه وړاندی ترڅوداصلې خبری منځپانګی ته لاړه پرانيستل شي .

جغرافيائي موقعيت :

عراق په منځنۍ اسيا کی پروت چې سهيل ته يې سعودی عربستان اوکويت ، لوديزته اردون او سوريه ، ختيزته ايران اوشمال ته يې ترکيه پرته ده ٠ په جنوبی برخه کې همدارنګه دفارس دخليج سره يو وړوکې سمندری تړاو هم لری ٠دوه لوی رودونه يې ځمکه خړوبوی چې يوئي دجله اوبل يې فرات نوميږی ٠ ددغو رودونوترمنځ منطقه د بين النهرين پنامه دتاريخ په اوږدو کی دپخوانيو مدنيتونو زانګو بلل سويده .

دخلکو ايتنيکي ډلې :

لومړنې لرغونې قومونه چې پر دی ځمکه اباد وه سومريان ، اکيديان او اسوريان دی ٠ دقومونو اوسنۍ ترکيب  داسې دی چې ٧٢% عرب ، ٢٥% کردان او پاته يې اسوريان ، ترکمن او نور ټوله ٣% جوړوی ٠
دعراق دپخوانې تاريخ څو دپام وړ نيټې :

داساحه ډيروخت دپارسيانو دامپراتورۍ يوه برخه وه ، په ٦٣٦ زيږد کال دلته عرب راغلل چې داسلام دين يې ورسره راوړ اوخپورئي کړ ٠د٧٦٢ م کال څخه تر ١٢٥٧ م پوری بغداد دعربې خلافت مرکز وو اووروسته دد١٥٣٤ م تر ١٩١٤ م کاله عراق په عثمانی امپراتورۍ پوری تړاو مومی ٠ دعربی خلافت مرکزيت ددی هيواديوه غوړيدلې دوره وه چې وروسته يې دپان عربيزم په بڼه دبياپاڅيدو هلی ځلې پيل سوې ٠

پان عربيزم :

داهغه سياسي -ايتنيکي او ټولنيز جريان دی چې ددينی عقايدو نه پرته دټولوعربو يووالۍ غواړې ٠دافکر دعثماني امپراتورۍ پرضد دلومړۍ نړيوالې جګړې نه مخکی دانګريزانو په تشويق چې غوښته يې ټول عرب قومونه
دترکانوپه مقابل کی وپاڅوی ، راپيل سو ٠ په برجسته شکل سره داجريان په ١٩٣٠ م کال په سوريه کې جوړښت وموند اوپرهمدغه بنياد ( ميشل عفلق ) دسوريي دبعث ګوند جوړ کړ ٠
پان عربيزم يوه سکولار اوپرمذهب نه ولاړه ايديالوژی ده چې په لومړی سرکښی دسوسيالستی مفکورو او ملتپالنې يوه ګډوله وه ٠ ددی ايديالوژې ډير مخکښ کسان دعربی هيوادو عرب مسيحان دی لکه عزيز طارق دعراق
پخوانۍ لوړۍ وزير ٠ دعربو ديووالې پخاطر ددی جريان دهلوځلو پايله په ( ١٩٥٨ تر ٦١ پوری ) دعربی متحده جمهورۍ منځته راتګ وو چې دسوريي اومصر اخوا جوړه سوه ٠ په شپيتمه لسيزه کې دپان عربيزم
تر ټولو پياوړۍ مخکښ دمصرجمهوررئيس جمال عبدالناصر وو ٠

دعراق دمعاصرتاريخ دڅو پيښو لنډه يادونه :

دلرغونو اومنځنېو تاريخی دورو څخه چې تيرسو ، پکا ر ده دعراق پر معاصر تاريخ باندی لږ پښه ونيسو او د  هيواد دتشکيليدو راپدی خوا يې پيښو ته لنډ پام واړوو :
دعثمانې امپراطورې ترورانيدو وروسته چې عراق يې هم يوه برخه وه ، په ١٩٢٠ کال برتانيی لاندی کړ اوخپله يوه مستعمره يې وګرځوله ٠پدی وخت عراق ددرو لايتونو څخه جوړ وو لکه بغداد ، موصل اوبصره ٠ په ١٩٣٢ م
کال يې خپله سياسی خپلواکې واخيسته او دچارو واګی هاشمی کورنۍ ته پلاس ورکړل سوی چې دانګريزانو لاس پوڅې وه ٠ دی کورنۍ په ١٩٥٥ کال عراق دبغداد پنامه دنظامی تړون سره وتاړه اودبرتانيی جنګی
هډی يې دلته ځای پرځای کړې ، د ١٩٥٨ کال په جون کی دجنرال عبدالکريم قاسم په قومانده ديوی کودتا په ترڅ کې داشاهی کورنۍ له واکه وغورځول سوه ٠ نوموړۍ دعراق لومړنۍ جمهور رئيس وټاکل سو٠ ده يو کيڼ لاسۍ دولت يې جوړ او په يولړ اصلاحاتو لاس پوری کړ ٠ عراق يې دبغداد دنظامی تړون نه وايست ،  دانګريزانو جنګی هډی يې وتړلې او د اردن سره سره يې عربی اتحاد منځ راوست ،اما په ١٩٦٣ کال عبدالسلام عارف کودتا وکړه او دده حکومت رانسکورکړ ٠ نوموړۍ په ١٩٦٦ کال کی ومړ اوپرځای يې دده ورور  عبدالرحمان عارف اولسمشر سو ٠ دده دولت په ١٩٦٨ کال داحمد حسن البکر په مشرۍ دبعث عربی سوسيالستی ګوند په يوی کودتا سره له پښو واچاوه اوله همدغه ځايه دصدام دقدرت دپاره لاره پرانيستل سوه ، کوم چې  وروسته دجمهور رئيس حسن البکر مرستيال ټاکل کيږی ٠ په ١٩٨٠ کې دعراق سره جنګ پيل سو چې اته کاله يې دوام وموند ٠ په همدغه لسيزه کې دکردانو دپاڅون دځپلو پروخت په زرګونو کسان مړه او دميډيا په قول دکيمياوی وسلې نه هم کارواخستل سو٠ پرکويت باندی ديرغل اوورسره په ١٩٩١ کال دخليج دجنګ وروسته عراق دنړيوالواقتصادی بنديزونوسره مخامخ سو ٠ دغی ترينګلتيا دامريکاسره دعراق اړيکې خړې پړی کړی ترڅو په ٢٠٠٣ کال دملګرو ملتو دمخالفت سره سره دجورج ډبليو بوش په امر پرعراق يرغل وشو ، دصدام دولت له پښو ولويد او نننۍ انارشۍ ورځ په ورځ زور واخيست ٠

دبعث ګوند :

دبعث عربی سوسياليستی ګوند عربی نوم ( حزب البعث العربی الاشتراکی ) دی اولکه څنګه چې دنامه نه يې  څرګنديږی ، په يوه ځانګړې هيواد پوری اړه نلری بلکه دټولو عربو ګډ ګوند دی ٠ په ٧ - ٤ - ١٩٤٧ نيټه په سوريه کې د ( دعربی رستاخيز ګوند ) پنامه يوسياسی جوړښت د ( ميشل عفلق ) لخوا منځ ته راغی او وروسته يې د ( عربی سوسيالستی ګوند ) سره وحدت وکړ اوددغه ګډ ګونددپاره يې لوړ نوم وټاکې  چې ترهمدااوسه پور پدغه نامه ياديږی ٠ دبعث ګوند ستراتيژيک هدفونه ديوی سوسياليستی ټولنې جوړول او بيله توپيره د ټولو عربو يووالې دی ٠ دګوند ايديالوژی دپان عربيزم پرستنو ولاړه او شعارئي  ( يووالې ، ازادی ، سوسياليزم ) دی ٠ نوموړۍ ګوند په ٨ -٢ -١٩٦٣ نيټه په عراق اوپه ٨ -٣ - ١٩٦٣ نيټه په سوريه کې دچارو واګی پلاس راوړی ٠
دتيری پيړې داويايمو کلنو په پيل کی دعراق اوسوريي دبعث ګوندی څانګو دنوموړو هيوادو دکمونيستې ګوندونو سره يوځای د ( مترقی جبهی ) پنامه اتحادونه جوړ او د شوروی اتحادسره يې ددوستۍ اړيکې ټينګې کړې ٠
خو کله چې صدام قدرت پلاس راوړ ، پدی بهانه چې کمونيستان په اردوکی سياسی فعاليت کوی ، نوئي دهغوی سره مناسبات وران اوډير کادرونه يې زندان ته پوری وهل اويائي اعدام کړل ٠ پدی توګه دعراق کمونيستی ګوند غيرعلنی او دشوروی سره ددی هيواد اړيکي سړې شوې ٠
دبعث کوند همدا اوس اوس په يمن ، لبنان ، فلسطين اوځينو نورو عربی هيوادونو کی فعال او دپام وړ خواخوږی او پلويان لری ٠

صدام حسين څوک وو ؟

په ١٩٣٧ کال دتکريت ښارپه يوه بی ځمکی کروندګره کورنۍ کی يوه ماشوم نړۍ ته سترګې پرانيستلې چې مور يې  سمدستې ورباندی دصدام نوم کښيښود٠ دده بشپړ نوم صدام حسين عبدالمجيدالتکريتی دی٠ دصدام لغوی معنا ( مقاومت کونکۍ ، په مخالفت کی ولاړ , کله شخ ) دی ٠ لکه چې دی ماشوم نړۍ ته دراتګ دپاره زړه نه ښه کاوه ، دزيږيدنې جريان يې خوراسخت تيرسوو ،اوږدوخت يې ونيو او خواری مور يې ډير دردونه وګالل ٠
يوه عراقی دوست می قصه راته وکړه چې په همدی خاطر يې مور دغه نوم پرده کښيښود ٠دصدام پلار دده دزيږيدنې  شپږ مياشتی وړاندی لادرکه سوی وو، اوروزنه يې دده ماما پرغاړه واخيسته کوم چې په ١٩٤١ کی دانګريزانو سره  دجنګ دوخت يوافسر وو ٠ لومړنۍ ښونځۍ يې پخپل ښار اوليسه يې په بغداد کی پای ته ورسول ٠ نظامی اکادمۍ ته دشامليدوپه خاطر دازموينې ميزته کښيناست مګر په کانکور کی ناکام راووت ٠ په ١٩٥٧ کال دخپل ماما په تشويق دبعث ګوند ته جذب سو ٠ صدام په ١٩٥٩ کال کله چې غوښته يې عبدالکريم قاسم ترور کړی ، زخمې اوسوريي ته و رسول شو، له هغه ځايه بيا مصرته ولاړ٠ دترور له کبله دعراق محکمې په غياب کی په اعدام محکوم کړ ٠ په مصر کې ( ١٩٦٢ - ٦٣ ) دقاهری پوهنتون دحقوقو دپوهنځۍ محصل پاته سو اود زده کړی سره يې يوځای ګوندی کارونه هم پرمخ بيول چې ډير ژرد يوه پياوړی ګوندی کادر په توګه وپيژندل  سو٠ په ١٩٦٣ کال کله چې دبعث ګوند کودتا وکړه اوعبدالکريم يې له واکه وغورځاوه ، صدام بيرته عراق ته راستون سو اوپه همدی کال يې دګوندی مشر احمد حسن البکر دلور سره واده وکړ، څو مياشتې وروسته دبعث ګوند بيرته  دواکه ليری کړل سو او په پټه ديوې بلې کودتادپاره په تياری نيولو بوخت سو٠ داځل په ١٩٦٨ کال په کودتا وتوانيده اودچارو واګې يې په ټينګه ترلاسه کړی ٠ ددی کار سره سم صدام حسين په ګوند او دولت کی د احمد حسن البکر مرستيال وټاکل سو چې دداخلې امنيت دپاره يې داستخباراتی اواطلاعاتی ارګانو مشرتوب هم پرغاړه واخيست ٠ پدی توګه ده ته دافرصت پلاس ورغې ترڅو دقدرت اساسی تارونه پخپل لاس کی ونيسی اوديوه مقتدر شخص په توګه وپيژندل سی ٠ د ايوګينی پريماکوف په وينا شوروی اتحاد او امريکا دواړو دده پرمختګ څاره اوپرده باندی يې دراتلونکې حساب کاوه ٠ په ١٩٧٩ کال حسن البکر دناروغۍ له مخې پر کور کښينی او صدام دهغه پر ځای د ګوند اودولت مشر شو ٠ له همدغه ځايه دټول واک لرونکۍ صدام هنګامې جوړی کړی ، ژوند او مرګ يې په نړۍ کې راز راز غبرګونونه راوپارول ، چا يې په خونړۍ مړينه جشنونه ونيول اوډيرو هم ورته دغم ټغر وغوړوی ٠

( دلومړۍ برخې پای ) ، نوربيا