د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

متحده جبهه; ویرې او اندیښنې

غلام جيلاني ځواك 15.01.2007 03:00
د څو مياشتو راپديخوا د پخوانۍ متحدې جبهې چې اوس له سياسي اړخه په اٰصطلاح ډي ډي ار شوې، د بيا ژوندي كيدو خبرې كيږي. څه موده مخكې هم پيام مجاهد د برهان الدين رباني په ګډون او د ډاكټر مهدي په مشرۍ د يوې جبهې د جوړيدو خبر خپور كړ، چې د دې جبهې دوه نور مهم غړي دپدرام دملي كنګرې ګوند او یوبل ګوند وو. په هغه وخت كې د پخواني متحدې جبهې مهم او ځواكمن اړخونو او شخصيتونو لكه د جنرال دوستم جنبش، د وحدت اوشوری نظار څخه زيږيدلو نورو ډلګيو په دې نوې جبهې کې ګډون نه درلود، اوښایي له همدې امله هغه مهال هم رسنيو او هم د هيواد سياسي كړيو دې خبر ته كوم اهميت نه وي ورکړی. خو اوس ويل كيږي مارشال فهيم، يونس قانوني، او كاظمي او يو شمير نور به هم په دې جبهه كې ونډه ولري، البته اوس هم د دوستم او محقق د ډلو په هكله چې په خپلوسيموكې اغيزمنې ډلې دي، څه نه دي ويل شوي چې په دې جبهه كې به ګدون ولري او كه نه؟ په هر ترتيب، دې جبهې لا تراوسه خپل موجوديت رسماً ندی اعلام كړی، كله چې داكار وشي نو ډير سوالونو ته به ځواب وويل شي. تراوسه خو لا دا هم نده مالومه چې قانوني به د برهان الدين رباني په مشرۍ كاركولو ته چمتو شي كه نه؟ ځكه چې اوس مهال قانوني له سياسي اړخه تر رباني ډير ځواكمن بريښي . په هر صورت که متحده جبهه یو داسې افغانستان شموله ځواک شي چې د هیواد د بیلابیلو لوریو او هر پاړکې ملاتو او اعتماد وسره وي دا به د هیواد په سطحه هغه تشه ډکه کړي چې په سیاسي ډګر کې افغان ولس لا تراوسه ورسره مخ دی.
 خو که متحده جبهه هغه پخوانۍ جبهه وي چې یو ځل تجربه شوې هم ده بیا خو د هیواد په سطحه د یو داسې ګوند او جریان تشه لا پرځای ده چې هیواد له بحراني حالاتو څخه راویستلای شي.
 متحده جبهه چې په ولس كې د شمالي اتحاد په نامه پيژندل كيږي اود ژبني اوقومي تعصب او كركي پر بنسټ جوړه شوي وه،په لومړي ځل هغه مهال منځ ته راغله چې د ډاكټر نجيب حكومت د ملګرو ملتونو په مرسته په سوله ييزه توګه يو موقتي حكومت ته د واك سپارلولپاره چمتو شوی و او ډاكټرنجيب خپله استعفا وړاندې كړې وه، خو متحدې جبهي د پرچم ګوند د كارمل فركسيون په ملتيا د دې سوله ييز پروګرام مخه ونيوله او كابل ته ننوتل ، له دې سره د جګړو یو بل بهیر پیل شو چې پايله يې دطالبانو واكمني او په دې توګه پر افغانستان د پاكستان برلاسي وه. دې جبهې په افغانستان كې ايډيالوژيكي سياست ته د پای ټكی كيښود او ځای يې قومي اوژبني تربګنيوونيو، چې له بده مرغه تريوحده اوس هم دوام لري او له همدى امله د متحدى جبهى د بيا را ژوندي كيدو په اړه یو لړ اندیښنی ښودل کیږي.
 د نوی بهیر په پیل کې خلکو سره دا هیله پیدا شوی وه چې هغه سیاسی او پوځی ډلی او ګوندونه چې افغانستان یی په یوه خونړۍ کورنۍ جګړې کې ښکیل کړ او هغه ډلی او شخصیتونه چې لاسونه یی د افغانانو په وینو سره دی، خپل ځای نوي معتدلو اوملی سیاسی خوځښتونو ته چې په ملی کچه منښت ولری پریږدي، خو له بده مرغه د څرګندو دلایلو له امله داسی ونشوه، دا رنګ ډلی اوس هم په بیلا بیلو کچو واک او دهیواد د سیاست په ډګر کې د پام وړ برخه لری او لا تراوسه د یو نوی ملی او معتدلی او افغانستان شموله سیاسی ګوند او یا ډلی جوړښت ته زمینه برابره نشوه او سره لدی چې تراوسه بې شمیره سیاسی ګوندونه ثبت او راجستر شوي خو یو یی هم ونشول کولای په ملی کچه ځان مطرح کړي او د افغانستان ټول خلک خپل د هیلو عکس په کې یو شان وګوری او خپل سیاسی راتلونکی لپاره ډاډ پری وکړي.
 په اوسنی مهال کې ښاغلی کرزی وشول کولای هغه تشه چې د یو ملی او افغانستان شموله سیاسی شخصیت په برخه کې ولس سره مخامخ وو، تریو حده ډکه کړی، او د ولسمشری په ټولټاکنو کې د افغانستان د بیلابیلو سیمو او ولسونو څخه رایی ترلاسه کړی. خو دا لا مالونه نده چې آیا ښاغلی کرزی به په راتلونکو ټولټاکنو کې ګډون وکړی او که نه؟ که دا کار وشی نو بیا به هم د یو ملی ګوند د شتون تشه تریو حده ډکه شی خو تراوسه د ښاغلی کرزی د خپلو څرګندونو څخه داسی بریښي چې نیت نلری په راتلونکو ټولټاکنو ګډون وکړی او که په رښتیا هم ښاغلی کرزی په راتلونکو ټولټاکنو کې ګډون ونکړی نو د راتلونکو ټولټاکنو پایلی به ډیری نوی ستونزی وزیږوی او ښایی هیواد د یوی بلی سیاسی انارشی سره مخ شی.
 اوس که متحده جبهه بیا په پخوانی بڼه را ژوندی شی نو په راتلونکو ټولټاکنو کې به ولس بیا د هیواد شموله داسی ځواکمنو ګوندونو څخه محروم وی چې دهیواد سیاسی چاپیریال ته په ملی مستوی یونوی لوری ورکړی، او چې محور یی ملی مصالح او ګټی وی، د ټول ولس په ساره او اوږدو کې د پام وړ نفوذ اورسوخ ولری او د ملی لانجو په حل کې پریکنډه او ټاکنونکی رول ولری
 په افغانستان كې د يوي معتدلي ملي ډلي يا ګوند نه شتون چې د پښتنو په ګډون د افغانستان د ټولو قومونو او ولسونو استازيتوب وكړي او د سياست محور يي د قوم او ژبي پرځاي ايډيالوژې وي، په افغانستان کې نوی زیږیدلی ولسواکی به د سختو ننګونو سره مخ کړي، په تیره بیا د ولسمشری د ټولټاکنو پایلی به ډیری ستونزی وزیږوی. ددی حالت پاکستان نه همدا اوس ګټه اخلی او په کراتو یی د افغانستان د سیاست په ډګر کې د پښتنو د رنګ تتوالی په بیلا بیلو کچو مطرح کړی. پاکستان په دی توګه غواړی هم نړی ته وښایی چې د افغانستان خلک او بیا په تیره د ددی هیواد ترټولوی قوم دخپل دولت نه رضایت نلری او له بلی خوا غواړی د دی خبری په مطرح کولو په رښتیا هم په پښتنو کې د دولت په وړاندی نارضایتی ډیره کړی چې دا کار په خپل نوبت په افغانستان کې د ترهګرۍ او بی امنۍ د پیاوړتیا لامل ګرځی.
 نو باید هم دا افغانستان دولت او هم دافغانستان سیاسی ګوندونه، ډلی او شخصیتونه په دی هکله فکر وکړی، سره لدی چې راتلونکو ټولټاکنو پوری ډیر وخت دی خو دهغو سختو ستونزو او ننګونو له امله چې په دی لار کې شته باید همدا اوس ورته چمتو والی ونیسو.
 اوس وخت رارسیدلی دی چې د یو ملی او افغانستان شموله ګوند او یا ډلی د جوړیدو په هکله فکر وشی. په دی هکله زما په اند ترټولو غوره لار داده چې د افغانستان د پارلمان له لاری دا نوښت وشی او د پارلمان هغه شمیر استازی چې سره ورته نظرونه لری سره یو ځای شی او د یو سیاسی ګوند او یا ډلی بنسټ کیږدی، که د افغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی چې لا دمخه یوه ملی شخصیت په توګه پیژندل شوی او د افغانستان بیلابیلو ولسونو ته دمنلو وړ دی په دی لار کې مرسته وکړی دا به ترټولو ګټور وی، زه فکر کوم دا د ښاغلی کرزی یو ملی مکلفیت هم دی چې د خپل نفوذ څخه د یو ملی او معتدلی ډلی او یا ګوند په جوړو کې کار واخلی دا کار به افغانستان د راتلونکي مهال له یو ستر کړکیچ څخه وژغوری، خو که تر راتلونکو ټولټاکنو د افغانستان د سیاست ډګر بیاهم سیمه ییزو قومی ډلو او ګوندونو ته یواځی پاتی شي، نو ښایی افغانان خپلی تیر ترخی تجربی یو ځل بیا تکرار کړی او یو ځل بیا به افغانستان د قومی او ژبنیو شخړو او سیالیو ډګر وګرځي.