د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ډيورنډ د ماينونو خښول، اغيزې او پايلې!

محمد کبير(حقمل) 15.01.2007 03:00
ليکنه: محمد کبير(حقمل)
 haqmal_stanekzai@yahoo.com
 د ډيورنډ کرښه چې په هندوستان د بريتانيې د واک له مهاله تراوسه د افغانستان- پاکستان ګډه پوله ده، ديوه رسمي قرار داد په توګه دافغانستان د هغه وخت د پاچا عبدالرحمن خان او د بريتانويانو لخوا منل شوې وه. د اسنادو له مخې ددغې کرښې قرار داد سل کاله اعتبار درلود او وروسته له سلو کلو د ډيورنډ نه هاخوا ځمکه بايد بيرته د پخوانۍ بريتانيې له خاورې چې اوس پاکستان دى بيله او په افغانستان پورې تړل شوې واى. د دغې کرښې وخت پنځلس کاله پخوا پوره شوى او ددې لپاره چې دا کرښه يا قانوني بڼه غوره کړي او ياهم له منځه لاړه شي ديپلوماتيکو کارونو ته اړتيا وه چې متاسفانه دافغانستان حالاتو ددې کار اجازه ورنکړه. هغه مهال چې د ډيورنډ اعتبار له منځه تلو، په افغانستان کې سوځوونکې او له زغم نه وتلې جګړې روانې وې او افغانانو هغه مهال د هيڅ کار توان هم نه درلود.
 ډيرى شنونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د تنظيمي جګړو او له هغه نه راوروسته ناورين کې مستقيما د پاکستان لاس و او دغه هيواد ددې لپاره چې افغانان د ډيورنډ خبره را پورته نه کړي، د افغانستان حالات په جګړه کې وساتل.
 وروسته له دې چې په افغانستان کې تنظيمي جګړې پاى ته ورسيدې او د هيواد په ډيره برخه طالبانو واک ټينګ کړ هم افغانستان داسې يوه حالت ته ونه رسيده چې نړيوالې ټولنې ته دې د ډيورنډ په هکله خبره وړاندې کړي او پدې اړه دې نهايي فيصله وشي. د طالبانو په وخت کې دافغانستان او پاکستان اړيکې تربل هروخت ښې او دوستانه وې او هغه مهال هيڅ داسې کومه خبره راپورته نشوه چې په پايله کې يې دواړه لوري د ډيورنډ پرسر خبرو او يا هم کومې موافقې ته رسيدلي واى.
 افغانستان کې د طالبانو د نظام له نسکوريدو او د بن له پريکړو سره سم د نوي نظام له راتلو سره، د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې توپير راغى. په لومړي سرکې چې کله امريکې په افغانستان تيرى کاو، په سلګونو پاکستانيان د جهاد په نوم افغانستان ته راغلل او دلته د طالبانو سره د ملاتړ لپاره ځاى پرځاى شول. کله چې امريکې بريد پيل کړ او طالبانو هم کرار کرار د هيواد ولايتونه پريښودل، دغه پاکستانيان هم يا ورسره تښتيدل، يا وژل کيدل او ياهم بيرته خپل هيواد ته ستنيدل. داسې هم ويل کيږي چې کله طالبان په کندز کې کلابند شول، پاکستاني الوتکو له هغه ولايت نه د خپل هيواد طالبان بيرته پاکستان ته و ليږدول او افغاني طالبان يې د قلعه جنګي په زندان کې ددوستم مليشو په لاس د وژل کيدو په انتظار پريښودل.
 هغه افغاني او پاکستاني طالبان چې په افغانستان کې د طالبانو له ماتې وروسته پاکستان ته واوښتل او له هغه ځايه يې له امريکايي ځواکونو او افغان دولت سره د جګړې لپاه تابيا ونيوله، بې له شکه د ډيورنډ له کرښې را اوښتل او دلته يې عمليات ترسره کول، دغه لړۍ اوس هم دوام لري او پاى ته رسول به يې ډير وخت ونيسي، داځکه چې د کرښې هغې خواته طالبان پوره ملاتړ لري او په مذهبي لحاظ هيڅ کله هم قبايل دې ته نه چمتو کيږي چې هغوى دې له خپلې سيمې وشړي او يا دې هم له هغوى سره مرسته ونکړي. دغه خبره پاکستاني دولت او نور هيوادونه هم کوي او وايي چې طالبان د سيمه ييزو خلکو لخوا حمايه کيږي او پاکستاني دولت ددوى په قابو کولو کې ترډيره کار کړى دى، خو افغان دولت بيا دا نه مني او وخت ناوخت وايي چې مخالفين يې د پاکستان دولت او ددغه هيواد استخباراتي اداره ISI حمايه کوي. ولسمشر حامد کرزي څوڅو وارې داخبرې په زغرده وکړې او په ښکاره يې پاکستان ته ګوته ونيوله او ويې ويل چې دغه هيواد نه غواړې افغان ماشومان درس ووايي او په راتلونکې کې د خپل هيواد لپاره کاروکړي.
 د افغان چارواکو ددغو نيوکو او انتقادونو پايله دا شوه چې پاکستان په ډيورنډ د ماين ايښودلو او يا هم اغزن تار تيرولو وړانديز وکړي. لومړى ځل چې کله پاکستان داخبره وکړه افغان دولت، افغانانو او د کرښې هاخوا قومونو يې په کلکه مخالفت وکړ او وروستى ځل هم همداسې وشول. پاکستان ددې لپاره چې نور يې د افغان دولت او نورو هيوادونو له تورونو ځان خلاص کړى وي په کرښه د ماين ايښودلو خبره وکړه او په دې کاريې يو وار بيا په ډاګه کړه چې ګنې د ترهګرۍ ضد جګړې پوخ ملاتړى دى او نه غواړي له خاورې يې د افغان دولت مخالفين افغانستان ته را واوړي. پاکستان پر پوله د ماين ايښودنې لپاره ډيره ښه موقع پيدا کړه او اوس پدې توګه غواړي چې د ډيورنډ منحوسه کرښه د پولې په دواړو خواوو پښتنو و مني او د رسمي کرښې په توګه يې معرفي کړي.
 موږ په دې ليکنه کې د افغان او پاکستاني دولت په سياسي ستونزو هيڅ خبره هم نه کوو او نه هم دا ثابتوو چې په دې لوبه کې کوم لورى ملامت او کوم هم بې ګناه دى، خو ديوه افغان په توګه داخپل مسئوليت ګڼو چې د خپل قام د بيلولو په وړاندې اعتراض وکړو او ترپايه يې مخالف واوسو. په ډاډ سره ويلاى شو چې پاکستاني دولت ددې لپاره چې پرډيورنډ د ماين خښونې او له هغه وروسته ډيورنډ کرښې ته د قانوني سرحد د بڼې ورکونې لپاره لاره پرانيستې وي، ډير کارونه کړي او له هغې وروسته يې همدا ډيره ښه موقع ګڼلې او داغږ يې اوچت کړى دى. پاکستان د افغانستان د جهاد له پيل نه چې د افغانانو محتاجي په کې پيل شوه تر اوسه پورې ډيرې داسې لارې سنجولي چې په هغو سره وکولاى شي په ډيره آسانۍ د ډيورنډ کرښه خپله کړي او يايې هم کم تر کمه بيا موده ترڅو سوه کلو وغزوي.
 زموږ په اند، پرډيورنډ د ماين ايښودنه او يا هم دغه کرښه د پولې په توګه پيژندنه به نه يواځې داچې ستونزې حل نکړي، ترډيره به د ستونزو په زياتوالي کې موثر واقع شي. افغانان په تيره بيا پښتانه به هيڅکله هم داکرښه په رسميت ونه پيژني او که داکرښه ټاکل کيږي هم ډير داسې حرکتونه به په لاره ولويږي چې هغه به نه افغانستان ته ګټوروي او نه هم پاکستان ته. په پوره ډاډ سره ويلاى شو چې د پاکستان دغه کار دهيڅ يوه افغان د منلو وړنده، که چيرې په افغانستان کې د پاکستان کوم ګوډاګي دا ورسره منلي وي او يايې هم دې کار ته لاره خلاصه کړي وي دابه زموږ د ملت لاره نه وي، بلکې زموږ ملت به په هغه لاره ځي چې هغه کې ددې ملت يووالى او پوره ازادي نغښتې وي.
 زموږ ملت په هر وخت او هره دوره کې له ملتونو سره د وروري ژوند کړى دى او اوس هم ددې لپاره چې ددواړو هيوادونو دخلکو وروري په دښمنۍ وانه وړي او حکومتي تربګنۍ په ولسي تربګنيو بدلې نشي، له دواړو حکومتونو او ترڅنګ يې له ملګرو ملتونو غوښتنه کوو چې د روان کړکيچ دحل لپاره سوله ييزه لاره پيدا او داسې ونکړي چې شته ستونزې نورې هم ډيرې کړي. پرډيورنډ کرښه د اغزنو سيمانو تيرول او يا هم د ماينونوايښودل ددې پرځاي چې روانه لانجه حل کړي، په اوږدوالي کې به يې مرسته وکړي.
 ښه لاره داده چې د پاکستان دولت له دې کاره ژرترژره لاس په سر شي او افغان دولت هم ددې کار په مخنيوي کې رغنده ګامونه اوچت کړي. د پاکستان دولت که چيرې د ډيورنډ د خپلولو هيله لري، په خپل هيواد کې دې د تاوتريخوالي په انتظار داکار ښه په جدي توګه تعقيب کړي او که غواړي چې د پښتنو په سيمه کې هم د بلوچو په څير ناورين او آزادي غوښتونکي حرکتونه ونه ويني نو پرې دې ږدي چې پښتانه خپل برخليک پخپله وټاکي، پښتانه دومره کمزوري نه دي چې نور به يې په سر چنې وهي او ددوى برخليک او د ژوند لورى به ورته ټاکي، پښتنو د تاريخ په ډيرو پړاوونو کې د خلکو برخليکونه ټاکلي او هغوى ته يې دژوند تګ لورى ټاکلى دى. ټول پاکستانيان به په ياد ولري چې پښتنو ددوى نيکونو او ددوى د اصلي ټاټوبي هندوستان تيرو پرګنوته څومره ټاکونکي او تاريخي کارونه کړي او ددوى لپاره يې څومره پاچاهۍ ټاکلي او را پرځولي دي، پاکستاني دولت تراوسه پورې هم خپل هندي رقيبان په افغاني نومو توغنديو ويروي او په هغه نامه يې ازمويي. ښه به وي چې پاکستان دداسې يوه لوى قوم په سر لوبې ونکړي او په خپل ټاټوبي کې يې ارام ژوند کولو ته پريږدي، که داسې ونشي، بې له شکه هغه قوم چې په تاريخ کې يې انقلابونه راوستي دي اوس هم کولاى شي انقلابونه راولي او سيمه ناکراره کړي. که د اوسني جريان ټول زور يواځې له يوه قوم نه اوزي او د انګريزانو د دور په څير بياهم يواځې يو قوم په دوو برخو ويشل کيږي، دا به نه يواځې داچې سيمه ييزو تاوتريخوالو ته لاره اواره کړي، بلکې ددواړو هيوادونو او ددې ترڅنګ به د هغو په برخليک هم ناوړه اغيزه وکړي چې د ناروا سياستونو له امله يې اوس د نړۍ او سيمې حالت له پوره تاوتريخوالي سره مخامخ دى.
 په مينه