د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دنیمروز یونلیک ( دریېمه برخه )

عبدالله الهام جمالزی 09.01.2007 03:00
یوه ورځ په مېلمستون کې ناست وم دملي تلویزیون یو خبریال راته ټلفون وکړ او ویې ویل چې خبر لرې دطلوع تلویزیون یو خبریال نیمروزته راغلی دی دڅه لپاره راغلی کوم راپورونه به ولري مافکر وکړچې کومه داسې موضوع خو نشته چې په دې شرایطو کې دیو تلویزیون ورته خبریال راولیږي او هغه هم په داسې پټه توګه ... احمدشاه صابرته مې وویل چې نه نه پوهیږم .... وروسته مې چې فکر وکړ دوه مهمې موضوع ګانې وې یو دوالي دشخصي ګمرک اوبل دتاریخي آثارو دلوټېدنې .
 
 دتاریخي آثارو لپاره خو نه ووراغلی ځکه دطلوع دتلویزیون موخه ټولو ته مالومه ده څومره اهمیت ورته نلري نه یې دغمه مړه دي هغوی نه پوهیږم څه موخه لري په داسې موضوعاتو پسې ګرځېدل چې ددولت دکمزورۍ ټکي په ګوته کړي نه پوهیږم ولې . ماخپل ایډیټرته وویل چې په نیمروزکې دوالي دګمرک په سر دټولو خلکو کرکه پاڅېدلې راپور پرې ولیکم کنه هغه وویل په یو اقتصادي پیچر کې یې راونغاړه ماهم همداسې وکړل .
 
 او دتاریخي آثارو په اړه مې لاځکه تصمیم نه وونیولی چې باید دچاربورجک ولسوالۍ ته چېرته چې د تیمور لنګ دپاچاهۍ تخت ووتللی وای او له هغه ځایه مې تصویرونه را وړي وای .
 
 په هرحال زه هم دې صابر دې ټلفون ته تعجب شوم چې دومره کلکه یې دا موضوع تعقیبوله ... عجیبه خو یې لاداچې هره ورځ به یې ماته ویل ته ولاړشه کابل ته هره ورځ زه درته په خپل لګښت تلفون کوم او ټولې پیښې او خبرونه درکوم مابه ویل چې نه یواځې درې میاشتې پاتېږم نور مې نو ماموریت پای ته رسیږي . صابرته والي معاش ورکاوه او لکه داطلاعاتو او کلتور رییس دایې هم همداسې په خپله ګټه څرخاوه .
 
 یوه بله عجیبه داچې : رضاشیر محمدي وو که نه پوهیږم دطلوع تلویزیون کوم خبریال وو هغه دنیمروز ولایت دکنګ ولسوالۍ هغې ولسوالۍ چیرته چې دوالي شخصي ګمرک ووخلکو راوستلی وو او ورته ویلي یې وو چې موږ دامنیت اوهرڅه په غاړه اخلو راشه دازموږ دستونزو او زموږ دحق دتلف کولو راپور ورکړه هغه هم ورسره منلې وه نه پوهیږم له کوم ځایه ورسره راغلی وو خو هغه دچاخبره په شپه کې راغلی وو په شپه کې تللی وو . دوالي له شخصي ګمرک څخه یې هم تصویرونه خپاره کړل او دوالي دګمرک له مسوولینو څخه یې هم خبرې ثبت کړې وې بس نورنو په پټه په پرده کې هغه دچاخبره پښې یې سپکې کړې وې . په سبایې راپورونه نشر شول ریښتیاهم ښه راپورونه وو خو کمۍ یې درلودې هغه داچې یواځې یې ویلي ووچې دا ګمرک شخصي دی دایې نه وه په ډاګه کړې چې څومره عواید لري خلکو ته ولې ترې څه نه ورکول کیږي ...
 
 په همدې ماښام والي میلمستون ته راغی پوښتنه مې ترې وکړه ډېر سات مو هغه دچاخبره ګپ ولګاوه ماورته وویل چې څه نوې خبره خو نه وه هغه وویل نه ... لږ وروسته چې ننوتلم ملي تلویزیون دصابر یو راپور خپور کړ چې ویل یې دنیمروز والي نن په یو خبري کنفرانس کې دځینو مطبوعاتوخپاره کړي راپورونه دروغ وبلل ... او س تاسې قضاوت وکړی چې په نیمروز کې له ما او صابرپرته نور خبریالان هیڅ وو نه زه یې هم نه وم خبر کړی صابر یې ورغوښتی وو چې څه خبرې ورته ثبت کړي او له تلویزیون څخه یې خپرې کړي تلویزیون هم یواځې دصابر نوم واخیست نور یې دوالي صیب خبرې په بشپړه توګه خپرې کړې هغه هم ښه دفاع وکړه او ځان یې سپین کړ . ماسم له لاسه دوالي ویاند وحید خیرزادته ټلفون وکړ او ورته ومې ویل چې ولې داسې کارشویدی زه نه یم خبر شوی پداسې حال کې چې په یوولسو بجو زه په ولایت کې هم وم ... هغه راته وویل چې دادوالي صیب په دفتر کې یوه مرکه وه او صابر خپره کړه تاسې ته یې کوم اهمیت نه درلود .
 
 ماته غوسه پدې هم راغله چې صابرجانه له والي دفاع وکړه مګر په بله لاره د کنفرانس نوم پرې ولې ږدې په هرحال سهار راته ایډیټر وویل چې ته ولې دې خبري کنفرانس ته نه وې ورغلی ماورته کیسه وکړه هغه هم راسره ومنله اوویې ویل چې ښه له دې کیسو ځان لېرې وساته او د چاربورجک سفرته دې ځان چمتو کړه .
 
 بل سهار د چاربورجک ولسوالۍ ولسوال خدای داد خان چې بلوڅ وو په پښتو هم کم کم پوهیده دولایتي شورا رییس صدیق خان چخانسوري ، دولایتي شورا یو وکیل عبدالرزاق خان چې داهم دچاربورجک یو ځوان خان وو دکلیواوپراختیا ریاست پلاوی او امنیتي کسان هیره دې نه وي چې ددې ولسوالۍ اداري مدیرچې نوم مې یې له یاده وتی هم راسره وو چې په چالاکۍ کې یې صابر لاندې کړی وو ډیر چالاکه او په عین حال کې ډیر ژر ترې رازونه وتل دخلق ګوند غړی وو اواوس هم ښه فعال ښکاریده او فخر یې هم پرې کاوه پخوا قوماندان وو او دچاربورجک په ولسوالۍ کې جنګیدلی وو لمړی یې هغه دچاخبره ښه وضعیت نیولی وو خو وروسته یې یوه شېبه هم نه پرېښودلم کور یې دنورو چارواکو په څیر په مرکز کې وو او ښه ښاري ژوند یې درلود له بریښنا نیولې تر او بو ګاز او هرڅه پورې یې درلودل ...
 
 سهار په خړه مو له زرنجه د ښو تیاریو سره سره دچاربورجک په لور حرکت پیل کړ او دوریښم پول چې دهلمند سیندپه سر تړل شوی او ایران او افغانستان سره بېلوي ترڅنګ مخ په جنوب روان شولو په موټرکې راسره دولایتي شورا رییس او عبدالرزاق دولایتي شورا وکیل ناست وو .
 
 لمړی خو موموټروان موټر چلولو داهم بلوڅ وو دولایتي شورادرییس له خپلوانو څخه لوړځوان وو او تل به یې یو سپین دسمال ترسر تړلی وو تل یې خوله له خندا ډکه وه خو یو کاریې درلود چې تل به یې لیک ماته راووړ خپله یې نه شو لوستلای ...
 
 له لږ لارې مز ل وروسته موټروان لیرې شو او په ځای یې عبدالرزاق کیناست ریښتیاهم چې ښه موټروان ډیر چټک تللو خو ارمان چې دده خو پښتو ذده وای هیڅ یې په پښتو سر نه خلاصیده داهم تل هغه دچاخبره خندان وو او خندل به یې . دولایتي شورا رییس هم ښه خوش طبعه سړی وو او ټوکې یې زیاتې کولې ... زما به هروخت زموږ دموټر شاته هاغه عسکرو ته خوا بده شوه چې په جمپونو کې یې هیڅ ترې جوړ کړل ما عبدالرزاق ته وویل چې یا کرار لاړشه یاهم هغوی ته ووایه چې سېټ ته راشي هغه به وخندل او وبه یې ویل چې پرېږده دهغوی دنده همداده چې هلته کیني او زما دنده داچې ګړندی لاړشم .
 
 له زرنجه تریوه ځایه دیوې لوېې ویالې په غاړه روان وو چې اوس پکې اوبه نه وې خو داسې ښکاریدله چې څو موده وړاندې به شاید اوبه پکې وې له رییس نه مې ددې ویالې په اړه وپوښتل هغه وویل چې دا دلشکري کانال دی او تردې کانال لاندې دزرنج او کنګ ولسوالیو دځمکوپه ګډون له شپېته زره جریبه زیاته ځمکه لاندې ده پدې کانال کې یو وخت په ثانیه کې له شل څخه تر پنځه ویشت انچه مکعب پورې اوبه راتللې او داڅو کاله کیږي چې وچ دی که داکانال پاک شي او له هلمنده پکې اوبه راپورته شي نو د کنګ او زرنج ځمکې به بېرته آبادې شي او بیا به یې ټولې نړۍ ته دمیوواو کرنیزو محصولاتو خوله ورخلاصه شي ماېې دډکیدو او خرابېدلو لامل وپوښتلو هغه وویل چې دلته دابادونه پکې خاورې وروړي نو پدې خاطر وخت په وخت پاکولو او رغولو ته اړتیالري چې دطالبانو له دورې وروسته اصلا پاک شوی ندی . هغه زیاته کړه چې دطالبانو په دوره کې طالبانو خلک راټول کړل او دخلکو په مټ او ملګرتیا سره پاک شو .
 
 زماپه نظر په نیمروز کې دولت ډیر کمزوری وو له بلې خوا داچې ایرانیانو نه غوښتل دلشکري کانال پاک شي ځکه دهلمند اوبه دوی ته ورکمیدلې او دې ته په کتنه چې ددولت دکمزورتیاله کبله ایران هلته نفوذ درلود دکانال کار دریدلی وو اوخلک ورځ په ورځ کمزوري کیدل او له کاره ولیدل . له بلې خوا وچکالۍ هم دهلمند دسیند د اوبو اندازه کمه کړې وه ځکه نو لشکري ته اوبه یالږ راپورته کیدلې چې بیرته به وچیدلې او یابه هم له سره نه شو راپورته کیدلای .
 
 موټرونه په چټکۍ سره روان وو زه په ریښتیاهم له هغه وچو دښتو څخه وویریدلم ځکه نه پکې بوټۍ وو نه تیږه یواځې ریګونه او زموږ دموټرونو دوړې لس بجې به وې چې یوځای ته ورسېدلو شین ځایونه او بوټي ښکاره شول رییس وویل چې داهغه ځای دی چې دلته لشکري کانال له هلمند سیندڅخه بېلېږي دلته خلک هم اوسیږي دلته یو کلی هم شته که غواړې چې ورشو ماوویل چې نه لاره چې څولنډیږي دومره به ښه وي ځکه دهاغه نورو میلمنو خیال هم باید وساتو . داشنه ځایونه تریوه ځایه وو نورختم شول بیاهماغه سپېره ډاګ وو خو اوس لږ لږ هسکې ټیټې وړاندې ښکاره شولې چې زموږ دموټرونو کتاریې یو ځل یوې خوا اوبیا دې بلې خوا ته راوګرځیده دکاروان لوری موږ بدلولو ځکه عبدالرزاق دهمدې ولسوالۍ وو ښه بلدوو له بلې خوا زموږ موټر مخکې وو دلته د ولسوال او تشریفاتي امنیت موټرونه مو ترمخ شول هغوی هم لاره بدله کړه نه پوهیږم ولې شاید هم دامنیتي ستونزو له کبله به وه رییس وویل چې دلته مایونونه هم زیات دي . له یو ډیر پخواني غوندې خوړ څخه تیرشولو په څو تنګو او ویروونکو شېلو ورسم شولو چې لدې شېلو څخه ووتلو نو بیالکه دهندارې مخ داسې هوارې خو سوځوونکې او ګردجنې دښتې ته راووتلو کله موږ مخکې کله هم دولسوال او اداري مدیر موټر خو په هرحال ډیر چټک دومره چټک چې په پاخه سړک هم دموټر په وس نه پوره کیږي ځکه دلته لیکه مالومه نه وه هرځای پوخ سړک وو ...
 
 یوه بجه به وه چې نور دادښته ختمه شوه او مخ په ځوړ باندې روان شولو ډیر وړاندې داسې سپېرې نښې لیدل کیدلې چې خټین ځایونه به وي شین څیز خو له اسمانه نیولې بیاتر هر ځایه پورې نه میندل کیده . اسمان هم ګردونو پټ کړی وو بوټي خو په ټو ل نیمروز کې نه وو .
 
 یوځای چې دې نورو موټرونو ته ماتل شولو زه له موټره ښکته شولم لږ له موټرونو هغه خوا ولاړلم باور وکړی چې یو ډول پلاستیک ډوله عربي څپلکې مې پښو وې تله یې په ریګونو باندې ویلې شوله بېرته موټر ته راوګرځیدل په ټوله دښته کې یو اور غوندې باد چلیده غالباً چې دهوا درجه به پنڅوس یا شاوخوا وه .
 
 دری بجې کیدونکې وې چې دولسوال موټر نور له سترګو ورک شو رییس وویل چې نور رانږدې شوي یو هغه به هم څه تیاری نیسي .
 
 دلویو لویو پخو او زړو کلاګانو چې عمر به یې سلګونه کلونو ته رسیده موټرونه یې له مخې تیریدل ایله چې یو خړ موټر مې ولید چې خاص دریګونو موټر دي . . . لږ وړاندې دوه خټین اوږده کورونه غوندې ودانۍ ښکاره شولې موټرونه یې مخې ته راوګرځیدل او له موټرونو ښکته شولو .
 
 ولسوالي خټینه جوړه شوې دلته هم کوټې ګنبدې غوندې وې خو ددې ولسوالۍ وداني له یوې خوا ګنبده وه له بلې خوا پخوانۍ هم وه میلمانه ننوتل زه له ډګروال صیب سره راوګرځیدلم هغه ویل چې داقوماندان زما ملګری دی زه هم ورسره لاړم دولسوالی په منځ کې یو وړوکی غوندې دیوال له دې دیوال هغې خواته د دوه کوټو ددروازو ترمنځ یو سړی ناست وو چې له قوارې څخه یو کوچۍ مالومېده سریې هم ګنجۍ وو ، سترګې رډې رډې وې تابه ویل چې غوسه دی مخې ته یې داوبو ګړی ایښۍ وو زه چې له ګرمۍ مې په ټول بدن خولې راماتې وې اوهیڅ طاقت نه راتللو اوبه مې په سر واچولې دلاس او مخ له مینځلو ورسته بیرته دمیلمنو دکوټې په لور روان شولم . وږی شوی هم وم بیړه مې درلوده یو څه وخورم . میلمانه لدې کوټې تللي وو دادولسوال کوټه وه عسکر راسره روان شواو ویل یې چې نور میلمانه مهمانخانې ته تللي مانو فکر وکړچې ګوندې یو څه به آرام وي خو دامهمانخانه یوه اوږده ګونبده وه مخې ته یې پوزی راتاو کړی وو او هغه دچاخبره ښه پریمانه بوټونه یې مخ ته کښل شوي وو . ماچې بوټونه ولیدل پوه شوم چې زیات خلک راغلي دي البته دهمدې ولسوالۍ خلک ځکه موږ ټول تقریبا لس کسان نه وو . کوټه خوله په خوله ډکه وه اور غوندې یو تاو پکې لګیده . خلک په زوره زوره په بلوڅي ژبه ګړیدل ښه دود یې وو له یو سره پرې سم شولم له ټولو سره اړ وم چې روغبړ وکړم ځکه ددوی دود وو څوک به راته پورته شول چابه لاس په ډېر زحمت په داسې حال کې چې هغه دچاخبره بړبوز به یې پورې وهلی وو او په زوره به یې چونی زبري ویل راکړ . ستړي مشي خلا ص شول د ولایتي شورا درییس ترڅنګ کیناستلم ځکه رییس له ډګروال وروسته دوهم کس وو چې په پښتو پوهیده او ډګروال خو بې له هغې هم د لغمان وو چې ټوکې یې هم مالومې وې او له رییس نیولې ترعسکر پورې هيڅوک ترې نه وو خلاص .
 
 لږ وروسته یې دسترخوان راووړ او هوار شو کرار کرار یې ډوډۍ پرې وغوړوله وچه ډوډۍ کمه وه او کوټه خوله په خوله له خیرنو سپین پټکیو ډکه شوې وه په هرحال زه او یو کابلی انجنیر او دولایتي شورا رییس په یوه کاسه برابر شولو . آخ تاسې به دبلوڅو ډوډۍ نه وي خوړلې له بلوڅو سره به مو ډوډۍ نه وي خوړلې خوراک یې زیاتره غوښه ده . موږ ته یې غوښه اوشوروا دواړه راوړي وو رییس په کاسه کې یو لوی هډوکۍ چې موږ یې په کابل او نورو ځایونو کې په پنځو یاڅلورو کسانو نشو خوړلای پورته کړ اوخولې ته یې ونیولو . په مزه مزه یې پرې خوله تړکوله . ټولو بلو څو همداسې په مزه مزه وخوړله ماته یې تر خپلې ډوډۍ هم ددوی خوراک خوند راکړ ژر ژر یې ترې دسترخوان خلاص کړ او شوروا یې پسې وروسته غړپ کړه . ماته دپکتیکا غږ رادیو درییس ګلزاده حمیدي خبره رایاده شوه هغه ډیر ټوکي وو کله به چې په ډوډۍ کېناستلو نو یوه ټوکه به یې په حتما کوله ځکه ما به زیاتره ځانګړې ډوډۍ خوړله اوزیاته به مې خوړله یوه ورځ چې کاسه مې پاکه کړله راته ویې ویل چې او س که دادسترخوان پسې واغوندې لابه ښه شي سپي به درته څه نه وایي دلته مې هم هغه خبره رایاده شوله نږدې مې په ډوډۍ ناستو بلوڅو ته ویلي وو چې په له کاسو مکه مو یې پاکه کړله او س نو دسترخوان هم پسې واغوندۍ لابه ښه شي .
 
 په هرحال زه له ګرمۍ بېحاله کیدلم او دلته ددې ولسوالۍ دلمړنۍ اړتیا په اړه بحث شروع شو یو شور او زوږ په کوټه کې لګیده نوبت معلوم نه وو هرچابه چې په زوره خبره وکړای شوه دهاغه خبره اوریدل کیده دما بله ستونزه دا هم وه چې هغوی یواځې له رییس سره په بلوڅي ګړیدل وروسته به رییس موږته په پاړسي کې ژباړله دامسله هم ستړوونکې وه . په هر حال تردوه دری ساعته بحث وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې د یوکانال لپاره چې له هلمند څخه یې سرچینه اخیستله یودبند په تړلو پرېکړه وشوه . او ویې ویل چې سبا به انجنیران سره له څو تنو سپین ږیرو سره هلته ځي .
 
 دګرمۍ تصویر مې په وس نه کیږي درته وړاندې کړم بیرون ته نشوم وتلای په کوټه کې آرام نه راتللو ماشې هم زیاتې وې خوب هم راتللو ټول بدن مې خولې خولې وو . له یو څو کسانو سره مې مرکې وکړلې ستونزې مې وپوښتلې دلته له چخانسور څخه زیاتې ستونزې موجودې وې دلته هره خبره نه خبره ستونزه وه په خلکو اوبه ولاړې وې کانالونوته یې کار نه ووشوی دجنریتر دتیلو پیسې هغوی نه درلودې ، په ټوله ولسوالۍ کې یې ډاکټر نه درلوده ، روغتون نه وو په ټوله ولسوالۍ کې یې یوښونځی درلود چې هغه ښوونکي نه درلودل موټر نه پیداکیدل چې څوک ناروغ مرکزته راورسوي که پیدا به شو تر زرنجه به یې اتیا یا نوي زره تومانه اخیستل چې تقریبا سل ډالره کیږي او دخلکو هغه اقتصادي وضعیت دلته هم ولسوال پاچا وو او هرڅه یې کولای شو . مرستې نه ورتللې که ورتللې به هغه ښاغلي به په ښه انصاف سره ویشلې !!! عجیبه خو داوه چې ولسوال په خپله هم ویل کار کوونکو ېې هم ویل خلکو یې هم ویل چې په میاشت کې یو څو ورځې راځي نور په مرکز کې له خپلې کورنۍ سره وي . دلیل به یې داوړاندې کاوه چې ګرمي ده ګوزاره نه کیږي . قوماندان یې له سره نه درلود چاچې دقوماندانۍ پیسې اخیستلې هغه خپله تقریبا ولسوال وو . ددسترخوان یې هم ښې ډبلې پیسې اخیستې او بلاخره ښه حکومت یې جوړ کړی وو او د اوسنیو کارپوهانو په خبره سالمه اداره وه .
 
 مازیګر چې له لمر په لویدلو شو ټول بلوڅ خلک رخصت شول پاتې شولو موږ هغه کسان چې دچاخبره د پښو له ترپه هم ویریدلو او دماشو اصلي حریفان هم وو . دولسوالۍ منځ ته راغلو چې پسونه چپه شوي وو زه حیران شوم چې موږ ټول پنځه کسان میلمانه له عسکرو پرته او دوه پسونه !! ماته عجیبه وبرېښیدله . دولایتي شورا رییس وویل چې د ولسوالۍ بام ته به وخیږو سیل به وکړو ټوله پنځه کسان د ولسوالۍ بام ته ورپورته شولو . د ولسوالۍ په بام څو تنه عسکر ناست وو زما ورته حیرانتیا راغله په ګرمۍ کې دوی په بام ناست وو . رییس صیب دولسوالۍ له بام څخه د هلمند سیند بریدونه راوښوول چې بیخي لنډ وو تقریبا پنځه سوه متره له ولسوالۍ ليرې وو . رییس وویل چې سبا ته به ورځو پکې لامبو به ، لږ وړاندې یو سپین ږیري راته وویل چې زمو ږ یوه ستونزه هم له سیند څخه دتیریدلو ستونزه ده ریښتیاهم په ولسوالۍ کې زیاتره اوسیدونکي له سیند هغه غاړه کې اوسیدل چې ولسوالۍ سړک ، په نامه روغتون او ښونځی دسیند دې غاړې ته وو . په سیند هیڅ پول هم نه وو تړل شوی حتی دښونځي ماشومان به هم د موټرونو په ټایرونو دې غاړې ته راپورې وتل همدا تیره ورځ یو سپین ږیری لدې سیند څخه دتیریدلو په مهال مړشوی وو . چې داکا زوی یې دلته راغلی وو هغه ویل چې په میاشت کې څو داسې پیښې واقع کیږي .
 
 ماپه مازدیګر کې دولایتي شورا رییس او ولسوال ته وویل چې که همداډول ګرمي وي نو زه ناروغه کیږم ښه داده چې له ماته رخصت راکړی دشپې تر یوولسو دولسو بجو رسیږم دواړو په یوه غږ ښه په زوره وخندل او ویې ویل چې دامنیت او دانورې مسلې خو هم پرېږده دا زرنګ (چالاکه ) موټر به څوک وي چې تا رسوي موږ په ورځ کې د جي پي اس په مټ راځو تاسې په شپه کې له امکاناتو پرته ځۍ ... ماهم نور خدای ته ځان وسپارلو ریښتیا هم دهغه ځای ماشې وژونکې وې ګرمي یې سړۍ ویلې کوي . ګردونه یې سړی له ژونده باسي ....
 
 ولسوالۍ یو جیپ موټر او یوموټرسایکل درلودل . په کوم موټر کې چې نن ولسوال راغلی وو هغه یې خپل شخصي موټر وو نور یې داسې نقلیه وسایط نه درلودل شاید هم اړتیابه ورته وه .
 
 له پاسه مې د کباب سیل کاوه چې دځنګل خودانه پوهېږم چې دکوم ډول ونې نرۍ لښتې یې راوړلې او سپینولې یې بیا یې پکې غوښه له هډوکو سره بوټۍ بوټۍ پېېله وړاندې یې ډیر اور کړی وو بیایې دهغه سرکروټې تازه ساتلې او دهغه سکروټو شغلې ته یې کباب کاوه ډېر زحمت پرې ایستلو دواړه پسونه یې په بشپړه توګه کباب کړل . یو کس یې کلي ته استولی وو او یوه ښه لویه بشکه شړومبې یې راوړلې ډوډۍ یې هم نه پوهیږم له کومه راپیدا کړې وه ټول شیان یې چمتو کړل . دچراغ دبلیدلو وخت شو . چراغ بل شو د دسترخوان شاوخوا راټول شولو اته کسان وو، شړومبې یې په لویو لویو کاسو کې دهر چامخې ته کیښوده لږ لږ ډوډۍ لږ وروسته د کباب لوښتې په دسترخوان کتار شولې هرچا یوه لښته ور واخیستله په هره لښته کې څلور او پنځه بوټۍ وې چې زما په خیال به یې موږ په کابل کې په دوه درې څاښتونو خورو .
 
 خوبدبختي دلته وه چې هیڅ دکباب په خوند پوه نشوم ، داسې ماشې وې چې دسړي غوښې یې خوړلې یو لوی څادر یې راواخیست په ما او ځینو نورو یې هوار کړ له هغه لاندې مو ډوډۍ وخوړله خو بیاهم زه آرام نشوم او هماغه ډول یې په عذاب کړم . زه شپې ته چرتي شوم چې شپه به څنګه تیره کړو ، له ډوډۍ وروسته ماوویل چې زه به په موټر کې ویده شم دوی وخندل ، ویل یې ډیر ماشومانه درته نه ښکاري ؟ ماوویل چې نو څنګه یې کړم هغوی موټرونو ته پشه خایې واچولې او موټرونو ته مو حرکت ورکړ وړاندې یو پوخ مسجد وو چې ښه پراخه سمنټي برنډه یې درلوده . هلته مو ځایونه جوړ کړل او په ډېره سختۍ ویده شولو لږ وروسته څو ټکونه وشول چې هغه مې لاخوب وتښتاوه ټوله شپه دګرمۍ او ماشوله لاسه په ځای کې په یو اړخ او بل اړخ واوښتلم تر سهاره مې سترګې هم پټې نشوې .
 
 سهار یې بیرته راوستلو مهمانخانې کې مو چای وڅښلو او یو ځل بیا دنیمروز د سپین بړبوز پیل شو هغوی خپل پروګرامونه مخ ته بېول زه اودولایتي شورا رییس د ښونځي او روغتون لورته روان شولو ښونځي ته لاړم هلکان وروسته له دوولسو بجو راتلل ځکه تعمیر یې نه درلود کومو ښوونکو چې سهار درس ورکاوه هلکانو ته هم هغوی درس ورکاوه او معاش یې هم هماغه یو معاش وو . کاشکي یو څو ورځې مو وزیر او ددې ولایت د ښوونې او روزنې رییس هلته بېولي وای او درس یې ورکړی وای چې ورته پته لګیدلې وای چې ښوونه آسانه ده که ستونزمنه او دا دنړیوالو مرستې څنګه ولګوو ، یواځې په شمالي ولایتونو کې دنجونو ښوونځیو ته زور ورکړو او خپلې ساتیرۍ وکړو که په ریښتیني ډول یو احساس په ځان کې راوټوکوو او له خلکو خبر شو .
 
 په هر حال دوه دری تنه ښوونکي وو او په څو ټولګیو کې څو سپېرې سپېرې بلڅې معصومې ذده کوونکې چې هغه دچاخبره له مخه یې خاورې توییدلې ماترې ددرسونو په اړه پوښتنه وکړه هغوی وویل .
 
 زموږ ستونزې ډیرې دي موږ حتی کتابونه نه لرو موږ به دمیز چوکۍ غوښتنه څنګه وکړو ښوونکي مونشته ښځینه ښوونکې خو له سره لرو نه اقتصاد مو کمزورۍ دی ددولت لخوا راسره د قرطاسیې مرسته نه کیږي ، بله لویه ستونزه مو داده چې کتابونه مو ټول دري دي . باید په بلوڅي ژبه کې کتابونه ولرو یاد پښتو هم راکړي خیر دی ځکه یامو زیاتره پښتو پوهیږي یا ددري په نسبت راته آسانه ښکاري په زړه کې مې وویل چې راشه دا خبرې دپوهنې وزیرته وکړه چې هغه دچاخبره څه غاړې کوي . هغوی په پښتو کې کتابونه نه خپروي په کابل کې یې خلک په مورنۍ ژبه له ذده کړو بې برخې کړي تاسې چې غږ مو هم څوک نه اوري ښه به درته پام وشي او پاتې شوه دپښتو کتابو خبره زه هم حیران شوم چې څنګه په ټول نیمروز کې دې خلکو د پښتو کتابونه غوښتل یو سپین ږيري راته وویل چې یو خو بلوڅي او پښتو تقریبا په لیکدود کې نږدې او بل زیاتره دلته دپښتنو اولادونه درسونه وایي .
 
 له ښونځي هم راروان شولو رییس ورته ښې غوړې غوړې وعدې ورکړې خو خدای ښه پوهیږي زما په نظر چې هغه په یاد ساتي ولې د حاجي والي صیب یو څو حکیمانه خبرې په غوږ کې نه ساتي . رییس پیلیدونکې غونډې ته ورغۍ ماله فرصت څخه په استفاده روغلم لمړی دروغتون په مخه کې دښونځي په لاره کې یو دکان ته چې یواځې یو څو دساتېرۍ څیزونه یوڅو دوختو وختو پیپسي اوبوتلونه اوسګریټ یې پلورل یو هلک دکاندار وو یوه بله ښځه هم ورسره وه ماځینې څیزونه ترې راوخیستل په ضمن کې مې ترې دروغتون په اړه هم وپوښتل دې ښځې راته وویل چې زه دلته دقابلې په توګه دنده اجرا کوم دامې زوی دی اوس ورته یوځل راووتلم له ښځې سره یو ځای روغتون ته ورغلم کراره کراري وه . دې روغتون یو ډاکټر درلود هغه هم له عسکرۍ څخه تللی وو څو میاشتې کورس یې لوستۍ وو اوس دلته د روغتون مدیر هم وو ډاکټرهم هرڅه وو او یوه همدا ښځه د ټول روغتون سټپ وو داټول پرسونل وو اودچاربورجک دولسوالۍ ناروغانو ته یې رسیدګي کوله دې ښځې ته مې کاغذ ورکړ ترڅو خپل نوم ولیکي نه یې شولیکلای درمل په خلکو په لوړه بیه پلورل کیدل دا د روغتون دډاکټر او مدیر ګناه نه وه دا دهغه چا ګناه وه چې دټول نیمروز د روغتیایي وضعیت برخلیک یې په لاس کې وو لدې وړاندې مې یوه ورځ ورسره مرکه کړې وه چې لاتر اوسه نه وه خپره شوې داسې خبرې ېې کړې وې تابه ویل چې بیخي یې په نیمروز کې د شفا جادو کړی دی مګر اوس مې پام شو چې ښاغلی وو .
 
 خیر په هرحال روغتون پنځه کوټې درلودې یوه دمخابرې کوټه چې همدا ډاکټر صیب پکې اوسیده بله کتنځی وو بله درملتون چې ټول پکې یو کارتن مال نه وو هغه هم پراستامول ... وګورۍ ددې لوړپوړو ښاغلو چې خبرې یې اوښان نشي وړلای او خدمت ته یې وګورۍ . دې ډاکټر خوار دلته شپې سبا کولې دخلکو دفیس په پیسو یې دارو اخیستل خپل معاش یې پنځه زره افغانۍ وو . دښځې معاش هم دری زره افغانۍ کیده چې ټول کیدل یو نیم سل ډالره . وګورۍ ددې ښاغلو خدمت ته چې څنګه ورته دخلکو ژوند اهمیت لري او څومره لویې خبرې کوي څومره پیسې به ددې ولسوالۍ په نوم راځي او ترکابله به څومره ځایونه ددې ولسوالۍ نوم کلک کلک لیکل شوی وي . په مرکز کې هم ځینو خیریه ټولنو فعالیت درلود چې خدای خبر څه موخې یې درلودې یواځې یو څو مالوم کورونه یې تر نظر لاندې نیولي وو . او په هردیوال به یې نوم لیکلی وو دامام خمیني خیریه ټولنه د فلاني ... خو دلته هغوی هم له وخت تیر پراستامول نه وو راوړي دلته هغوی هم د ګدا کولو او په ګدایۍ د مخته کولو دوه دوه کیلو غنم نه وو راوړي .
 
 ددې ځای خلک ریښتیاهم کلک خلک وو ټینګ ایمان یې درلود او لایې دافغانستان په نامه فخر کاوه یوه ماته وویل چې دا یو کال کیږي راغلی دی افغانستان پخوا دایران په زاهدان کې وو ، هغه ویل چې دلته که د څښلو اوبه هم نه وي همدا خاوره دېوې سلګۍ لپاره راته ښه ده وګورۍ دخلکو مینې او د لوړپوړو احساس قتلونې او بې همتۍ ته چې وختونه پرې تیریږي خو دوی هماغه ډول لاد تنګ نظرۍ او ځیګر خوړنې په غار ننوتي دي که هرڅو یې په غاړه د لویدیځوالو نیکټایۍ و ځړیدلې خو بیاهم د شمال او مااوتا له چوکاټه راونه وتل او س وګورۍ چې نړیوالوته د وچکالۍ ځپلو ولایتو نو لیست ورکول کیږي له شمال څخه ندي راښورېدلي او ټول یې شمالي ولایتونه ورکړي دي چې دا وچکالۍ ځپلي دي . ګرانو دنیمروز خلک ستاسو پیسوته دژوند تر پولې ندي ناست هغوی داسې کروړلې عقیده لري چې که کلونه کلونه پرې تیرهم شي نوتاسې غوندې به ژر خپل ځان ورک نکړي . دطالبانو په ټوله واکمنۍ کې دې ځای ته طالبان ولاړ نشوای شول اوس هم امریکایان نه پریږدي ورشي . دا ددې معنی ورکوي چې هغوی یواځې خپلواک افغانستان غواړي او دهغوی عقیدې سپیڅلې دي .
 
 له هغه ځایه د هغه جومات په لور چې شپه مو پکې تیره کړې وه او اوس پکې یوه لویه غونډه جوړه شوې وه هلته ورغلم ، بیا بلوڅ سپین ږیري راټول او په زوره زوره یې خپلې ستونزې درییس ، مایک او خلکو ترغوږونو ورتیرولې چې اغیزناکې خبرې وې هغوی له ټول حکومت څخه سرټکاوه هغوی په ټولو چارواکو د بې غورۍ او بې پروایۍ تورونه لګول هغوی نور ستړي شوي وو دهر یو له خبرو داسې معلومیده چې باید دایې وروستۍ ځل وي چې داستونزې او سرټکونې بیانوي او باید نور نو غور ورته وشي . خو ارمان چې نه دهغو ژمنو چې هلته دولایتي شورا رییس ورکړې که یو فیصد بشپړې شوې وي نوهم ډاډه نه یم نه دي شوې ځکه چې کار له بنسټه خراب وي په منځ کې څوک پرې زیور نشي تپلی . . .
 
 لنډه یې داچې دا غونډه هم تمامه شوه د سپین ږیرو په ګډون انجنیران د هماغه بند دلیدلو ځای ته ور روان شول . موږ هم له ډوډۍ وروسته له یوې سترګې خوب وروسته دهلمند سیند ته دلامبو لپاره لاړلو هلته مې دلمړي ځل لپاره دهلمند مستو او مغرورو اوبو ته ځان ور وسپاره اوبه راته عجیبې ښکارېدلې ټولې لکه خپه چې وي دا زموږ دافغانستان اوبه وې دسلګونه هغه کسانو چې په یوه اوبله غاړه یې له تندې سلګۍ وهلې تیریدلې او زموږ دچارواکو دښه خدمت او پاکې مینې په برکت چې چې له خپلې خاورې سره یې درلوده ایران ته تیریدلې او له تصفیې وروسته به بېرته په افغانستان او بې چاره افغانانو پلورل کیدلې که څه هم بیابه هم لوړ پوړو کارولې خو حق به دې همدې دربدره ملت وو.
 
 تر دوه دوه نیمو بجو پورې هلته وو له هغه ځایه را روان شولو انجنیران هم رارسیدلي وو له ولسوال او یو څو نورو کسانو سره چې تردې دمه مو یې خدمت کړی وو مخه ښه مو ورسره وکړه او مخ دزرنج په لور روان شولو .
 
 په موټر کې راسره یو اداري مدیر دولایتي شورا رییس او عبدالرزاق ناست وو ، دجنګونو کیسې یې پیل کړې چې څرنګه جنګونه وو او دلته هلته څنګه حال وو ماته یې وویل چې تابه یو ځل د کمال خان دبند تاسیساتو ته هم ورولو که ترې تصویرونه اخلې ، هلته ور روان شولو په یوه ډیره لویه حوزه کې یواځې د شهید سردار محمد داوودخان په وخت کې د کمال خان دبند دکارکوونکو د هستوګنې ځایونه وو چې اوس یاچور شوي وو او یاهم له منځه تللي وو یاد منځه تللو په حال کې وو .
 
 دکمال خان بند تاریخي بند وو او لرغونۍ تاریخ لري د اداري مدیر دمالوماتو له مخې هغه بند تیمور لنګ هغه وخت نړولی وو اوس مې لږ لږ په یاد کیږي چې دنیمروز ولایت داطلاعاتو کلتور رییس راته وویل چې په ۱۳۸۳ میلادي کال د تیمور لنګ لخوا ونړول شو .چې لدې سیمې تللو او ددې ځای خلک هم چې له منځه تللي وو د ځینو په وینا چې همدې اوبو یووړل ا وځنیې بیا وایی چې نه داسې نښانې میندل کیږي چې دلته کومه ناروغي لګیدلې وه او په یو واریې ددې ځای خلک وژلي وو په هر حال دا ځمکې اوس داسې ښکاریدلې لکه سیل چې وړې وي دلویو او ویروونکو دښتو په منځ کې هم داسې نښې لیدل کیدلې چې دلته به یو وخت کومه کلا موجوده وه او دشاوخوا له وضعیت څخه به یې داسې ښکاریدله لکه کوم سیل چې راغلی وي او هرڅه یې وړي وي حتی بوټي او لوی کاڼي هم خاوره یې لکه مټه داسې وه .
 
 دلته یو وخت کې دتیمور لنګ تخت وو او ددې ځای چکر ته به نړیوال هڅیدل خو اوس هغه هیڅ هم نه وو . په لارې کې یوه داسې کلا په مخ راغله چې له څوارلس سوه کلونو وروسته یې هم دیوالونه جوړ او کلک ولاړوو عجیبه کلا وه له لیرې یې دیوالونه ښکاریدل دا تخت ته نږدې کلاوه چې د ملنګ رسولي په وینا لدې برج څخه به پولیسو شاوخوا کنټرولاوه دې ځایه ته دنړۍ له بېلابېلو برخو سیلانیان خبریالان او څیړاندي راغلي وو ملنګ رسولي وویل چې هغوی راغلل داځایونه یې وکتل او وروسته یې پرې لیکنې وکړې او خپرې شوي کتابونه پرې یې ولیکل او په نړیواله سویه یې شهرت پیدا کړ . ملنګ رسولي د نیمروز د رادیو تلویزیون پخوانی رییس او اوس دوالي دمرستیال دنده اجرا کوي د کلکې مطالعې خاوند دی لوړې ذده کړې لري ښه او مهربان سړی دی هغه هم په دې اړه ماته یوه لیکنه کړې وه چې ماترې دراپور له پاره استفاده وکړه او پدې اړه یې راسره مرکې وکړې ، دسیستان تاریخ ښه ورته معلوم وو . هغه وویل چې پخوانی سیستان اوس په درېو برخو ویشلی شو چې یوه برخه یې په ایران بله په پاکستان او لویه برخه یې په افغانستان کې ده . کومه برخه یې چې په افغانستان کې له مهمو تاریخي آثارو ډکه ده . او په ریښتیا سره چې پام ورته ندی شوی .
 
 له همدې لویې کلا څخه ریګونو یوه لویه غونډۍ جوړه کړې وه چې په تکلیف سره ورواوښتلم له نږدې او لیرې مې یې تصویرونه واخیستل عجیبه ښکلا یې هم درلوده په منځ کې یې کیندنې شوې وې حتی تر دې چې ددیوالونو بیخونه یې کیندل شوي وو او ددې لامل شوي وو چې که هرڅو ژروي نو وبه لویږي .
 
 هلته که څه هم د هرې کلا امنیت نیول سخت کار وو خوبیاهم نه د پنځه سوه دولس قطعه ورکړل شوې وه نه هم کوم ګام پدې اړه پورته شوی وو. قاچاقبرانو په خپل سر کیندنې کولې او سکې یې لاسته راوړلې ، د اطلاعاتو اوکلتور له رییس امان الله عبیدي نه مې په یوه مرکه کې وپوښتل چې زیاتره دلته څه پلاس راوړي هغه وویل چې دهغه وخت دودونو او دینونوته په کتنه بوتان هلته نه پیدا کیږي یواځینۍ څیز سکې دي چې زیات خلک یې لیوني کړي دي . هغه داهم وویل چې قاچاقبران ټول پاکستانیان دي ځکه چې لیدل شوي ، مرز یې لنډ دی په پاکستان کې د تاریخي اثارو قاچاق آزاد دی داټول لاملونه دي چې که قاچاقبر پاکستانی نه وي نو له افغاني قاچاقبرانو څخه یې اخلي له هغه څخه مې وپوښتل چې څه تصمیم لری څنګه یې مخه نیولی شی ؟ هغه وویل چې زموږ یعني ولایت هیڅ هم په وس پوره ندي که مرکز کوم اقداو وکړي موږ يې په عملي کولو کې همغږه یو اونور زموږ څه په وس پوره ندي .
 
 له دې دښتو راتیریدلو یو ځای اداري مدیر یوې خواته ګوته ونیوله او ویې ویل چې دلته د اسمعیل خان څخه دجنګ په وخت کې موټر پاتې شوی اوس هم شته ورغللو ریښتیا هم تراوسه یې اوسپنې پرتې وې ځکه دلته خو څوک نه راتلل او نه راتللای شوای . هغه وویل چې دا سیمې تراوسه د ماینونو ډکې دي او دا ګل کارۍ هم یا طالبانوکړي دي یا اسمعیل خان ...
 
 ډېر ستړی وم په ګردونو کې پټ وم ټول همداسې په ګردونو کې پټ وو نور نو ناوخته هم مازیګر هم په تیریدلو وو چې وړاند دې زرنج پولې ښکاره شوې او څودقیقې وروسته دنیمروز ددولتي میلمستون په دروازه یواځې ورننوتلم او د ولایتي شورا له رییس ، اونور دسفر له ملګرو مې خدای پاماني وکړه .
 
 هر مازیګربه په سختو تیاریو سره والي په دریو بجو مېلمستون ته راتللو او تر ماخوستنه پورې به هلته وو والي یو ښکلی قیمتي موټردرلود چې په ورننوتلو سره مې پرې سترګې ونښتلې ، پوه شوم چې حاجي والي صیب تشریف راوړی دمیلمستون لمړني سالون ته ورننوتلم چې دوالي وراره او وحید خیرزاد دوالي ویاند ناست وو له روغبړ وروسته مې ترې اجازه وغوښتله ځکه چې ګردونو ډېر سپېره کړی وم ...
 
 له بېرته راوتلو سره مې په آغاصیب سترګې ولګېدې دا آغاصیب چې په ایرانۍ ژبه یې خبرې کولې او دایرانۍ ژبې لپاره په نیمروز کې په خدمت بوخت وو ، دیوې مجلې چې په ایرانۍ ژبه خپرونې ولري دچاپولو په هڅه کې وو چالاکه سړی وو او په خبرو کې یې ډیر اغیز پروت وو ، هغه دې والي صیب ملا امام وو دهغه دنده دمیلمستون دځانګړي جومات امامت وو خو هغه به یواځې هغه وخت راتللو چې والي صیب به وو که هغه به نه وو یابه یې له مایا د صدارت له هیات سره کار نه وو نه راتللو نوموړی سربېره پردې د نیمروز ولایت دحج او اقافو رییس هم وو . کله چې راووتلم نو یې راته وویل چې نوې مجله خپروي باید د مطالبو په ټایپ او ډیزاین کې مرسته وکړم ماورته وویل چې دا خو ښه خبره ده دلته مطبوعات ضعیف دي د ډله ایزو رسنیو دقانون سره ندي سم مثلاً دلته یواځې په یوه ژبه ایرانۍ خپرونې کیږي پداسې حال کې چې یا پښتو وي یا بلوڅي دې خبرې سخته بده اغېزه پرې وکړه وېې ویل نه دلته پښتانه له کومه شول او بلوڅ کله په لیک لوست پوهیږي ... تاسې فکر وکړی چې هلته دانورې مجلې ، جریدې او اوونیزې چې خپرېدلې داټولې دهمدې لپاره خپرېدلې چې ایراني کلتور ته خدمت وکړي خپله ملي ترمینالوژي هغه دچاخبره څپر کړي او څومره چې یې وس کیږي په افغاني کلتور کې پایمال وکړي . په خوله مې ورته څه ونه ویل ژمنه مې ورسره وکړه چې څو مضامین به درته ټایپ هم کړم او په پای کې به مجله هم درته جوړه کړم ...
 نور بیا ...