د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د کړکيچ د هوارولو لپاره ځينې وړانديزونه

ډاکتر سيد احمد ماموند 07.01.2007 03:00
افغانستان دخپل جيوپوليتيک موقعيت له مخې د تاريخ په اوږدو کې د زبر ځواکونو او ښکيلاکګرو ځواکونو د بربنډو تيريو او لاس وهنو سره مخامخ شوی او اوس هم دی. هغه وختونه چې افغانان په خپل منځ کې سره يو موټی ؤ او ويشل شوي نه ؤ، نو ښکيلاکګر ځواکونه ئې په خپلو غښتلو مټو په پوره ميړانه، افغاني هوډ او غيرت سره په ګونډو کړي او له خپلې پاکې خاورې څخه ئې شرميدلي ايستلي دي او د پرديو د شړلو وروسته په ګډه په خپل همت دخپل وطن په آبادولو بوخت شويدي.
 اما په افغانستان باندې د ١٣٨٥ کال د مرغومي (جدي) د شپږمې تورې ورځې يعنې د پخواني شوروي اتحاد د بربنډ تيري چې د نړيوالو نورمونو پر خلاف او د دواړو هيوادونو تر منځ د دوستۍ تړون د شته والي سره تر سره شو، په ډيرې خواشينۍ چې د دغه تورې ورځې را په ديخوا تر اوسه پورې د پرديو يرغلونو او لاس وهنو په وړاندې د افغانانو غبرګون يو شان نه بلکه ويشلی دی. يعنې دا چې ځيني کسان او ډلګۍ چې د پردو په ملاتړ او زور واک ته رسيدلي او يا رسول شويدي د پرديو تر څنګ ودريدلي دي. خو بيا هم د ولس لويه برخه د بهرنيو دښمنانو په وړاندې د وطنپالۍ او خپلواکۍ غوښتنې لوړ احساس په درلودلو سره په ميړانه دريدلي دي او د ډيرو سرښندونو په منلو سره ئې بهرنيو يرغلګرو ته ماتې ورکړې او يا ئې لږ تر لږه د بهرنيانو د پوځي بري امکانات له منځه وړي دي. په دغه حالت يعنې د افغانانو د ويشنې په حالت کې او په يوه او بل بهرني ځواک پورې د دغې او يا هغې ډلې او ډلګيو د تړلو په صورت کې نه يوازې دا چې بهرنۍ لاس وهنې پای ته نه دي رسيدلي او د پوځي تيري امکانات ئې له منځه نه دي تللي بلکه افغانان دخپل هيواد آن ملي مسُلو په برخه کې په خپل منځو کې يوه خوله نه دي او د پرديو په اشاره ئې د مختلفو فکتورونو لکه واک، مقام، ايډيالوژي، اتنيک، ژبې . . . له مخې مسُلو ته شا کړيده او ملي ګټې او ملي هويت ئې تر پښو لاندې کړيدی. په افغانستان باندې د پخواني شوروي د تيري را په دې خوا تر اوسه پورې هر تيري کوونکي او لاس وهونکي بهرني دولت په افغانستان کې د داسې ډلې او يا ډلګيو د واکمنيو څخه ملاتړ کړيدی او يا ېې هم واک ته رسولي دي چې د اکثريت ولس ملاتړ ورسره نه وو او نشته او د پرديو په زور او ډاډ سره ئې داسې واکمني کړيده او کوي يې چې په خپل ځان او راتلونکي باندې ئې کوم باور نه درلود او نه ئې لري، نو ځکه خلکو ته د خدمت، ملي غرور او ملي ګټو د ساتلو په ځای يې يوازی د خپل ځان او ډلګيو شتمنيو ډيرولو او د خپلو بهرنيو بادارانو خوښيو او ګټو ساتلو ته زياته پاملرنه اړولې وه او ده. د يو شمير افغاني ډلګيو او بهرنيانو دغه ډول تفکر، غوښتنې او چلند ددې سبب ګرځيدلي چې نه يوازې دا چې په افغانستان کې سوله او امنيت نه دی ټينګ شوی او د هيواد د آبادۍ او بيا رغاونې په برخه کې پام وړ کارونه سرته نه دي رسيدلي بلکې له نيکه مرغه بهرنيان هم په وروستۍ پايله کې د خپلو ناروا موخو په لاسته راوړلو کې لا هم بري ته نه دي رسيدلي او رسيدلی هم نه شي.
 که په افغانستان کې د ورستيو څه د پاسه دوو لسيزو پيښو او په دغه اړوند د بهرنيانو چلند ته يوه لنډه کتنه وکړو نو په دې باندې مونږ يو ځل بيا متيقين کيږو چې د بهرنيانو هره مرسته بې موخې نه وي او نه د چا د وطن آبادي او په خپلو پښو درول غواړي. دهر هيواد خلک په خپله د خپل وطن د آبادولو او سمسورتيا دنده او مسؤليت لري. بهرنيان يوازی د شرايطو په برابرولو کې اغيزمن رول لرلی شي. د بلې خوا په همدغه موده کې د بهرنيانو له خوا په افغانستان کې دسولې او امنيت د ټينګولو په ځای په پټه او ښکاره توګه د بې ثباتۍ او جګړې اور بلولو ته لمن وهل شوې او په ځينو حالاتو کې بې مسؤليته بې تفاوتي ښودل شويده: په ١٩٩٢ کال کې د ډاکتر نجيب اله دولت سره له دې چې اکثريت ئې د يوې نسبتاً کوچنۍ سياسي شوروي پلوې ډلې استازي وو خو دموکراتان وو او د افغانستان د مسُلې د حل دپاره ئې د ملګرو ملتونو پنځه فقره ايز پلان منلي وو، د روسانو، ګاونډيو او ځينو نورو هيوادونو له خوا د يوې هم غږې شوې توطيې چې په اتنيکي بنسټ سره جوړه شوې وه، يعنې د شمال ټلوالې چې په هغې کې لږه کي اتنيکي او مذهبي بنسټپال، ځيني منځ لاري او دموکراتان راټول شوي وو، د ډاکتر تجيب اله دولت له منځه يوړ او د افغانستان د مسُلې د حل دپاره د ملګرو ملتونو پلان ئې شنډ کړ. د هيواد لوی اکثريت اتنيکي ګروپ چې د روسانو په ضد جګړو کې د سرښندونو اصلي بار په اوږو وړی و شاته وساتل شو. په هيواد کې د کورنيو جګړو د اور لمبې بلې شوې د خلکو په سرونو ميخونه ټکوهل شول او په کانتينرونو کې وسوزول شول. د مرکزي دولت واکمني پای ته ورسول شوه او په هر ولايت کې جلا واکمنۍ جوړې شوې چې په واقعيت کې دولت په واقعي مفهوم سره له منځه لاړ. ملي اردو او پوليس هم له منځه يووړل شول خو بيا هم نه ملګرو ملتونو او نه هم د هغې د امنيت شورا د افغانستان د مسلې د حل دپاره دخپل پلان د شنډيدلو په هکله کوم غبرګون و نه ښود. بلکې د دغه توطيې په نتيجه کې منځته راغلی دولت ئې په رسميت وپيژندلو. همدارنګه د طالبانو په منځته راتګ او واک ته رسيدلو کې هم د بهرنيانو پوره ملاتړ او لاس وهنه موجوده وه خو دلته بيا هم يو پارادوکس او متضاد چلند وشو په دې معنی چې د طالبانو په منځته راتګ او واک ته رسيدلو کې بهرنيانو خپلې دغرض ډکې مرستې نه سپمولې. اما کله چې هغوئ د هيواد د ٩٠٪ څخه زياته برخه باندې خپله واکمني ټينګه کړه بيا هم د هغوئ د په رسميت پيژندنې څخه انکار وشو او داسې يو دولت چې د هيواد په ٥٪ خاوره ئې لا هم پوره واکمني نه لرله په رسميت پيژانده کيده.
 غواړم په دې برخه کې حقايقو ته د کتنې او د سؤ تفاهم د مخنيوي په غرض يو څو ټکو ته لنډه اشاره وکړم. اول دا چې د طالبانو يو لړ مثبت کارونه لکه د نسبي ا منيت ټينګول، د کوکنارو کرکيله بندول، د وسلو راټولول، د بې مسؤليته وسله والو ډلو او واکمنيو له منځه وړل، بيرته د مرکزي دولت ټينګول او د هيواد د ټوټې کيدو مخنيوی او داسې نور د عام ولس او زيات شمير روڼ اندو د تائيد وړ وو. دا ډيره د ارزښت وړ خبره ده چې هم افغانان او هم نړيوال د دې شاهد دي چې طالبانو په لږه موده، په آسانه او ارزانه توګه د کوکنارو کرکيله بنده کړه او د سرکښو خپل سرو وسله والو ډلو څخه ئې وسلې راټولې کړې. اما د طالبانو د واکمنۍ په له منځه وړلو سره دغه دواړه مسلې بيرته اساسي ستونزې شولی او د افغانستان اسلامي دولت او نړيواله ټولنه د پنځو کلونو را پديخوا د ميلياردونو ډالرو په لګولو سره لا تر اوسه په دې نه دي بريالي شوي چې دغه ستونزې اوارې کړي. خو د طالبانو د مثبتو کارونو تر څنګ د هغوئ د بنسټپالو نظرونو لکه د نجونو د ښوونې او روزنې مخنيوی، په دفترونو کې د ښځو په کار بنديزونه لګول، د موزيک او عکاسۍ په برخه کې بنديزونه، د ځينو شخصي آزاديو سلبول او داسې نورو سره هيڅ روڼ اندی موافق نه و او په راتلونکي کې به هم نه وي. او د دغه ډول بنديزونو د له منځه وړلو کلک غوښتونکي وو او دي.
 زما په نظر د دې په ځای چې هغه وخت بهرنيانو طالبان په ګوښه توب کې پريښودل او يا ئې ورباندې اقتصادي بنديزونه ولګول، ښه دا وه چې د هغوئ سره ئې د اړيکو په ټينګولو او د اقتصادي مرستو په کولو سره له دغو لارو دهغوئ په بنسټپالنه او په سخت دريزه سياست کې بدلون او نرموالی راوستلی وی. لکه څرنګه چې هر غبرګون د عمل سره مساوي وي نو هر څومره چې بهرنيانو طالبان د ګوښه توب خوا ته بيول همغومره دهغوئ سخت دريزتوب او ضديت هم ډيريده. ځکه طالبان په دې پوهيدل چې که د هغوئ د منځته راتګ او کاميابيدلو دپاره په اول سر کې مرستې کيدلې او يا لږ تر لږه مخالفت ورسره نه ښودل کيدل خو اوس بر عکس په هر حالت کې ئې د له منځه وړلو پلان تر لاس لاندی دی.
 هغه څه چې په افغانستان کې د القاعده د ترهګرو فعاليتونو پورې اړه لري نو يو لړ واقيعتونه خو دا دي چې همدغه د القاعده شبکې ځيني غړي او د هغې مشر بن لادن د پخواني شوروي يرغل کلونو په اوږدو کې د بهرنيانو په ملاتړ او مشوره زموږ په هيواد کې د ترهګرۍ فعاليتونه سرته رسول. بيا کله چې بن لادن سودان ته تللی ؤ، په پاکستان کې د طالبانو د ديپلومات ملا عبدالسلام ضعيف د وينا سره سم (د بي بي سي سره په مرکه کې) د نويومو کلونو په اوله نيمائي کې د وخت دولت رئيس يعنې برهان الدين رباني په وخت کې په دولتي الوتکه آريانا کې بيا هم طبعاً د کوم بهرني دولت د چارواکو پر دستور افغانستان ته راوړل شو او د ننګرهار په ولايت کې ځای پر ځای شو چې البته بيا وروسته ئې د طالبانو څخه ملاتړ کاوه. همدغه د برهان الدين رباني دولت چې د طالبانو په وسيله ړنګ شوی ؤ بيا هم د امريکا او نورو بهرنيو هيوادونو له خوا په رسميت پيژندل کيده. او بيا هم همدغه (دولت) چې د شمال ټلوالې څخه تشکيل ؤ، ورسره بهرنی ملاتړ موجود ؤ، د ٧٠ ميليونو امريکائي ډالرو په بدل کې د امريکا او هغې د ټلوالې سره د ترهګرۍ ضد مبارزې تر نامه لاندې د طالبانو په راپرزولو کې مرسته او ملاتر وکړ او د طالبانو د راپرزولو وروسته دامريکا په زور واک ته ورسول شول او افغانستان د بهرنيو ملکونو په پوځي اډه بدل شو.
 د پورتنيو واقعيتونوپه پام کې نيولو سره د يو شمير زيات د نظر خاوند افغانانو نتيجه اخيستنه دا ده چې د القاعده مشر بن لادن د بهرنيانو له خوا د ستراتيژيکي موخو د لاسته راوړلو په خاطر افغانستان ته راليږل شوی و. هغه څه چې د القاعدې په شبکو او په تيره بيا د روزنيزو مرکزو پورې اړه لري دغه مرکزونه او شبکې په افغانستان کې د امريکا دهوايي بمباريو او پوځي عملياتو په لړ کې له مينځه وړل شويدي او د بلې خوا امريکايان په خپله وايي چې موږ دالقاعده شبکې زيات شمير مهم کسان نيولي دي. يعنې دا چې په افغانستان کې نور دالقاعده شبکې او روزنيز مرکزونه نشته او زموږ په خاوره کې د القاعده شبکې په ضد د پوځي عملياتو ضرورت هم نور نشته دی. په افغانستان باندې په بريد کولو سره امريکا زموږ دخلکو په اصطلاح د يوې سپږې دپاره پوستين ته اور واچوه. که چيرې موخه يوازې د بن لادن او دالقاعده دمشرتوب له مينځه وړل وي نو د بوش ادارې کولای شول چې د پوځي بريد او دومره زياتو لګښتونو او انساني تلفاتو په ځای په نسبتاً کمو لګښتونو او د اغيزمنو همغږو څارګريزو فعاليتونو، ديپلوماتيکو هلو ځلو او نورو لارو چارو په کار اچولو سره پورتنۍ موخه تر لاسه کړي وی. په پرديو هيوادونو کې آن د ديکتاتورو رژيمونو او حکومتونو له منځه وړل په هيڅ صورت د بهرنيانو حق او دنده نه ده. دا دهر هيواد د خلکو حق او دنده ده چې دځان دپاره څه ډول رژيم او يا حکومت ټاکي. البته بهرنيان په دغه برخه کې د خلکو په غوښتنه او رضايت سياسي – اقتصادي مرستې کولای شي.
 ترهګري چې پولي ئې معلومې نه دي او د ورک دښمن حيثيت لري نو په ورک دښمن پسې د وسله والو پوځونو ګرځول بيا دغه لار ترکستان ته بيايي او د نورو موخو د لاسته راوړلو پرته بل کوم شی کيدلی نه شي. د ترهګرۍ ضد مبارزه په حقيقت کې تر زياته حده سياسي او ايديالوژيکي بنسټ لري. که د ٢٠٠١ ميلادي کال د سپتمبر د يولسمي راپديخوا په نړۍ کې د امنيت او مصؤنيت مسلو ته ځير شو نو د ښه کيدلو په ځای دپخوا په پرتله خرابې شويدي. ترهګر فعاليتونه او بنسټپالنه په هره بڼه کې چې ده قوي شويده. هغه باور چې نړيوالو او په دغه ډله کې افغانانو د يوه دموکرات او دموکراسۍ د علمبردار هيواد په توګه په امريکا باندې درلود، په نړيوال ډګر کې د امريکا د زور زياتي سياست د خپلولو او د ترهګرۍ ضد مبارزې تر نامه لاندې د دموکراسۍ د ارزښتونو په اوبو لاهو کولو سره په نتيجه کې اوس له مينځه تللی دی. د وروستيو کلونو تجربو وښودله چې دترهګرۍ ضد وسله واله مبارزه يوازينۍ اغيزمنه لاره نه ده. نو نړيوالو ته ښايي چې د نړيوال ثبات او امنيت د ټينګولو په خاطر د دغه ډول مسُلو د حل ريښتينې سياسي، ديپلوماتيکي لارې چارې ولټول شي. څه په افغانستان او څه د نړۍ په بل کوم هيواد کې د لاس پوڅو او ګوډاګيو دولتونو د منځته راوستلو په ځای د دوستو، خپلواکو دولتونو درلودل هم د متقابلو لورو د دوه اړخيزو ګټو او ثبات او هم په ټولنيزه کې د سيمي او نړۍ د سولې او ثبات په ګټه دي.
 کله چې د امريکا او د هغې د انډيوالانو دهوايي بريدنو په نتيجه کې د طالبانو دولت له منځه يوړل شو نو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګولو او دموکراسۍ د راوستلو په غرض د جرمني د بن په ښار کې د يو کنفرانس د جوړولو په ترڅ کې يوه ليږده (عبوري) اداره جوړه شوه. د بن په کنفرانس کې د همغه اول څخه د افغانستان د پروسې د بنسټ ډبره کږه کيښودل شوه او د دغه کنفرانس مشروعيت تر پوښتنې لاندې راغی. که د بن کنفرانس چې په اصطلاح د ملګرو ملتونو د استازي تر مشرۍ لاندې جوړ شو، دافغانستان دموضوع نړيوال اړخ يعنې دامريکا او د هغې د ټلوالې ځواکونو شته والي ته مشروعيت ورکوي. د بلې خوا په دغه کنفرانس کې د افغاني لورې استازيتوب نه يوازې يواړخيز توکميز شکل درلود بلکې دغه داسې استازي وو چې دامريکا په پوځي زور واک ته رسول شوي وو او يو زيات شمير ئې دافغانستان په ورانولو او زرګونو بې ګناه خلکو په وژلو تورن وو او که کومه بله ډلګۍ يا کسان پکې وو نو هغه هم د بهرنيانو په خوښه او دستور کنفرانس ته رابلل شوي وو. دوئ علمي اصل په پام کې نيولو سره چې په هره پروسه کې داخلي ځواکونه ټاکونکی رول لري خو د افغانستان د موضوع په اړوند د بن په کنفرانس کې په دغه ماهيت او شکل سره د افغانانو ګډون دافغانستان دخلکو استازيتوب نه شي تاُمينولی او ددې معنی دا ده چې د بن کنفرانس او د هغه د پريکړو مشروعيت دافغانانو دپاره د غور او پوښتنې لاندې دی.
 دهيواد د تتاريخ په وروستيو دريو لسيزو کې د منځته راغلو حلاتو د شته والي په اړوند په ټولنيزه کې د دريځونو د غوره کولو له مخې زمونږ د ملک خلک په دريو ډلو ويشلی شو.
 اول سياسي واکمنه ډله چې د دولت واګې ئې په لاس کې دي. دغه ډله څه لاس پوچي وو او که نه، واک ئې مشروع وو او که غير مشروع، خو سياسي واکمنې ډلې د هغې د ساتلو دپاره هلې ځلې کړي او کوي يې. او هم د سياسي واکمنۍ مخالفې ډلې: دې ډلې په ټوليزه کې په وسله واله توګه يعنې د جګړو له لارې خپل مخالفت ښودلی دی او ښيې. د دې ډلې دسله واله مبارزه په ځينو حالاتو کې ضروري اوعادلانه هم وه.
 دريم د کميت له مخې تر دغو دواړو لومړيو ډلو څخه ستره ډله (ولس ) چې نه د سياسي واکمنو ډلو او نه هم دهغې د مخالفو ډلو سره په پوره توګه ورته او همغږی دريځ لري. په افغانستان کې د کړکيچونو د اواريدلو په هکله د دې ډلې دريځ سوله ايز او د روغې جوړې لارې د منلو د حل غوښتونکې ده. خو کله چې د بهرنيو ځواکونو په وړاندې دوسله وال مقاومت او غبرګون ښودولو موضوع مطرح شويده. دې ډلې په ټوليزه کې په بالفعل او يا هم بالقوه توګه د بهرنيانو په وړانې خپل غبرګون ښودلی دی. که څه هم په وروستۍ شننه (تحليل) کې اخري پايلې د دې ډلې د دريځ په څرنګوالي پورې تړلې دي. خو دا چې د دې ډلې سره نه وسلې شته او نه هم سياسي ځواک، او د بلې خوا څخه ئې خپله اراده، آواز او غبرګون هم په واحده او هم زمانه توګه نه دی ښودلی نو ځکه د علم او منطق د اصولو خلاف په دغه ټوله موده کې د دغه ډلې رول لږ او ناڅرګند وو. دا ځکه چې د دوو لومړنيو ډلو سره د سياسي ځواک ټوپک او تشکل تر څنګ د بهرنيانو مرسته او ملاتړ هم موجود ؤ او دی. بهرنيان هم د همدغو دوو لومړنيو ډلو (سياسي او وسله والې ډلې) سره جوړ جاړي ته په رسيدلو سره دخلکو په برخه ليک لوبې کوي. د دې دپاره چې خلک خپل برخه ليک د سوداګرو (معامله کوونکو) ډلو واک ته نور پرې نه ږدي ښه به دا وي چې همدا ډله چې په ريښتينې سره د سولې او خپلواکۍ ليواله او غوښتونکې ده خپل وطني دين دهرې انساني ښکاره او سوله ايزې لارې څخه په داسې ډول تر سره کړي چې په جګړه او کړکيچ کې ټولې ښکيلې خواوې د عدالت په پام کې نيولو او ملي ارزښتونو ته په پوره درناوي درلودلو سره دافغانستان د کړکيچ سوله ايز حل ته وهڅوي. تر څو په دغه توګه خپل ولس د هوايي بمباريو، توغنديو، نيونو او نورو هر ډول وژونکو وسيلو او وسلو څخه وژغوري.
 دهيواد د وروستيو دريو لسيزو سياسي تاريخ تجربې راپه ګوته کوي چې هر ګوند، ډلې او تنظيم چې سياسي واک تر لاسه کړيدی او يا هم سياسي واک ته رسول شويدي نه يوازې دا چې خپل مخالفين ئې دځای څخه شړلي او په واک ئې يوازې خيټه اچولې وه بلکې په ټولو برخوکې ئې د ميتافزيکي نفې په بنسټ عمل کړيدی، ښه او بد ئې دواړه په يوه تله کې اچولي، وچ او لانده ئې يوځای سوزولي دي. نو ځکه هغوئ نه يوازې دا چې دخپلو پلانونو په سرته رسولو کې پاتې راغلي بلکې د هيواد د حالاتوکنترول ئې هم د لاسه وتلی وو. بيا ئې په دغسې حالاتو کې د اړتوب له مخې په واک کې د مخالفينو د شريکولو دپاره د روغې جوړې وړانديزونه کړيدي خو په دغه برخه کې ئې دځان په ګټه تل داسې چنی وهلي او غولونکی سياست ئې چلولی دی چې کومه لازمه نتيجه ورڅخه لاسته نه ده راغلې او يوازې ئې يو څه موده خپل عمر اوږد کړيدی. اما په وروستۍ پايله کې څوک د توطيو او څوک هم د خپلې کمزورتيا په وجه ناکام شويدي او په هيواد کې د بد څخه لا پسې بد حالت منځته راغلی دی. د دغو ترخواما پخو تجربو په بنسټ ويلی شم چې د دې کړکيچن او بحراني حالت څخه دافغانستان د راوتلو د شرافت، اغيزمنه او ګټوره لاره د سياسي حل لاره ده. دافغانستان اسلامي جمهوري دولت او دلته موجود بهرني ځواکونه هم په ټوليزه کې د سياسي حل لار تائيدوي. لاکن په نيمګړې او غولونکي ډول. د سياسي حل لومړی معنی او شرط دا دی چې مخالفين بايد د سياسي ځواک په توګه وپيژندل شي و دوهم دا چې د مخالفينو سره د روغې جوړې خبرو معنی او هدف ځانته د مقابل لورې تسليمول نه دي بلکې په ريښتيني توګه د ملي ګټو په بنسټ ملي هدف يعنې سولې، امنيت او دهيواد خپلواکۍ او پر مختګ ته د رسيدلو په خاطر په متقابل ډول د خپلو غوښتنو او دريځونو نرمولو ، تيريدنو او په ګډه سره د حل د ګډې لارې پيدا کولو باندې توافق ته رسيدل دي. په افغانستان کې د دولت د مخالفينو او په تيره بيا د افغانستان د اسلامي ګوندمشر ګلبدين حکمتيار او د طالبانو دريځ څرګند او پټ نه دی او هغه دا چې هغوئ په افغانستان کې د بهرنيو پوځي ځواکونو شته والی نه غواړي او د يو مهال ويش په ترتيبولو سره د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي.
 په دې ليکنې کې يو لړ څرګند شوو واقعيتونو ته په کتنې سره زما په فکر د يو لړ اصولو په پام کې نيولو او د يو لړ مهمو تدبيرونو په سرته رسولو سره د دغه غوښتنې سره اکثريت افغانان په ټوليزه کې موافق نظر لري. ځکه د بن د کنفرانس د پريکړو د نيمګړتياوو تر څنګ د ينځو کلونو په ترڅ کې د دومره پراخ نړيوال شتون سره سره بيا هم په هيواد کې سوله او امنيت نه يوازې ټينګ شول بلکې لا پسې خراب او د بې ګناه انسانانو مرګ ژوبله لا ډيره شوه. د بيا رغونې په برخه کې کوم بنسټيز ګامونه پورته نه شول، د افغانسان په ټول تاريخ کې د بې عدالتۍ او اداري فساد لوړ ريکاډ ټينګ شو، د هيواد کلتور او فرهنګ مو تر پښو لاندې او د هرې خوا څخه د يرغلونو سره مخامخ دی.
 دافغانانو برسيره د سيمي هيوادونه هم په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شته والي مخالف او په دغه پلمه ئې ديخوا څخه خپلې لاس وهنې لا پسې ډيرې کړيدي او بهرنيان هم په تيره بيا د بوش اداره او دانګلستان واکمني دخپلو ګټو په خاطر د دې په ځای چې افغانستان ته ډير امتياز او مالي مرستې ورکړي، ګاونډيو هيوادو ته زياتې مالي مرستې او نور امتيازونه ورکوي او دا ځکه چې دوئ داسې فکر کوي چې ګوندې افغانستان خو مو تر ګونډو لاندې دی. زما په نظر په افغانستان کې د پوځي زور زياتي او همداسې يواړخيز سياسي چلول نه دافغانانو او نه هم دامريکا او ناټو په ګټه دي. په دې برخه کې چې هر څومره ځنډ کيږي همغومره به ئې د ټولو دپاره پايلې بدې او خرابې وي. د افغانستان دخپلواکۍ او خاورې د بشپړتيا ساتنې او په هيواد کې د سولې او ثبات ټينګولو يوازينۍ لاره او چاره د بهرنيو ځواکونو شته والي نه ؤ او نه دی. اصلاً که همدغه ټول بهرنيان زموږ په هيواد که خپلې لاس وهنې بندې او خپل بد نيتونه ښه کړي، افغانان خپل هيواد هم ساتلی او هم آبادولی شي.
 د يو لړ اصولو په پام کې نيولو سره د بهرنيو ځواکونو د وتلو د مهال ويش په موده کې چې دا لاندې کارونه او ځيني نور تدبيرونه ونيول شي، په بريالۍ توګه د افغانستان د کړکيچ داوارولو سره مرسته کيدلای شي:
 - دافغانستان دموضوع د حل دپاره دې يو نړيوال کنفرانس راوبلل شي چې په هغه کې د سياسي، مذهبي، ژبني، اتنيکي توپيرونه او د دولت او بهرنيو ځواکونو په وړاندې دمخالف دريځ (وسله وال وي او که غير وسله وال) درلودلو په پام کې نيولو پرته د يوه ټاکلي کمي او کيفي تناسب له مخې د سياسي ګوندو، ډلو، تيظيمو استازی او ناپيلی خپلواک سياست پوهان، ټولنپوهان، تاريخ پوهان، ديني عالمان او روحانيون ګډون ولري.
 - وسله وال مخالفين دې د سياسي ځواکونو په توګه وپيژندلی شي او د افغانستان د ټولو مسُلو په حل کې دې د سياسي ځواکونو په توګه ګډون ولري.
 - د افغانستان دخپلواکۍ او دخورې دبشپړتيا ساتل دې د يو نړيوال ميکايزم پواسطه تضمين او هر سرغړونکی هيواد دې په نړيواله کچه وغندلی او د ضرورت په صورت کې وټکول شي.
 - د يو پراخ هر اړخيز ټولنيز بنسټ له مخې دې د مسلکي او ملي شخصيتونو نوې مؤقته واکمني جوړه شي.
 - د ټولو وسله والو ډلو څخه دې وسلې راټولې او د دغه پروسې د مخالفينو سره دې غوڅ چلند وشي.
 - په هيواد کې دې د عسکري مکلفيت عمومي قانون نافذ شي او د پخواني پوځ ټول مسلکي افسران چې د فزيکي پلوه دخدمت توان لري داردو او پوليسو ليکو ته راوغوښتل شي. په اوسنيو شر ايطو کې د ځينو نورو هيوادونو په څير د مسلکي اردو (اجير اردو) درلودل د افغانستان د امکاناتو او د وخت د غوښتنو سره سمون نه لري.
 - دافغانستان د بيا رغونې دپاره دې د کاغذونو په مخ نه بلکې په عمل کې پراخې مالي او تخنيکي مرستې وشي او دهيواد دننه او بهر دې دملي مسلکي کدرونو روزلو په برخه کې رغنده ګامونه پورته شي. د آزاد بازار داصولوپه پام کې نيولو تر څنګ د افغانستان د ټولنيزې او اقتصادي ودې کچې سره سم لږ تر لږه د يو څو ينځه کلنو پلانونو دپاره دي د دولتي سکتور رول او کنترول يو څه زيات وي تر څو په دغه موده کې قانون واکمن او د پانګو مشروعيت تثبيت شي او دهيواد په کچه داړتياو د لومړيتوبونو د درجو او د ټولو سيمو د متوازنې ودې په پام کې نيولو سره د بيا رغونې کارونه مخته يوړل شي. ځکه هغه کوم سياسي او اقتصادي ليبراليزم چې بهرنيان ئې اوس په افغانستان کې پلي کول غواړي زموږ د هيواد د سياسي، ټولنيزې او اقتصادي ودې د کچې سره ئې لکه ځمکه او اسمان واټن دی.
 په لنډه توګه په دې ليکنه کې عيني موجودو واقعيتونو ته په کتنه او منلو سره په خپل غيرتي، وطنپال، باديانته خو د مرګونو، غمونو او بدبختيو سره مخامخ کړل شوي ولس باندې د زړه سوي له مخې، د سولې او امنيت ټينګولو ضرورت او په ريښتيني توګه دهيواد د لوړو ملي ګټو د رناوي په پام کې نيولو سره په سوله ايزه توګه دافغانستان د کړکيچ داوارولو دپاره پورتني ځيني وړانديزونه هم د بشپړولو او غني کولو، هم د همغږ کولو او هم د پلي کولو د لارو مندلو په غرض وړاندې شول. زما په فکر داوس وخت غوښتنه دا ده چې همدا اوس نه دا چې کلونه وروسته د خبرو اترو له لارې دافغانستان د کړکيچ د اواريدلو غږ د ټول ولس غږ او آواز شي او په يو موټي ځواک سره ئې د اوارولو عملي واقعي لارې په ګوته شي. تر څو مو خلک په واقعي مفهوم سره خپلواک، با امنه او د معلق اجلي مرګونو څخه وژغورل شي.
 په درنښت