د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انسانان دګډوصفتونواوكړنولرلوله امله يوبل ته اړدي

شمس الله خوستی 03.01.2007 03:00

كه دانسانانوګډصفتونه په صعودي ډول وښايوله شرافته نيولي ورپسې،عقل،مينه ،تميز،خيال،خبرې كول . . . . اوپه انسانيت پاى ته رسيږي .
په حقيقت كې له يادوشووصفتونوڅخه انسانيت جوړشوى اوپه كوم كچ چې دغه صفتونه بشپړوي ترهمغه بريده انسان دانسانيت دبشپړېداپه لوري نېږدې كيږي ، ددې لپاره چې له ار موضوع سره موواټن پيدانشي راځوخپلې موخې ته .
انسانان دنوموړوصفتونودلرلوله امله په ژوندكې ددوواړينوارزښتونو(ماديت اومانويت) دترلاسه كولولپاره يوبل تها ړدي ،دانسانانوترمنځ اړيكې بې له دغوارزښتونوله ترلاسه كولوبله څه ندي .
ژانژاك روسووايي : لمړنى قانون چې انسان يې پيروي كوي دخپل ځان دساتلوقانون اولومړنى فكرچې دده ذهن ته رسيږي پخپل ځان پاملرنه ده .
دروسودنظرپرتاييدوېلاى شوچې انسانان يودبل په شتون كې پرځان پاملرنه كولى شي دالامل دى چې دانسانانوترمنځ يې اړيكي پيداكړيدي .
دا، اړيكي دانسانانوترمنځ دشرايطواوټولنوپه څرنګوالي پورې اړه لري اوپه مختلفوټولنواوشرايطوكې يې څيړنه ښايي په سلګونواجزاوې ولري چې په ځانګړي كتاب كې به يې هم څيړنه له نيمګړتياووخالي نه وي .
موږپدې لنډه ليكنه كې نشوكولى چې اجزاوې يې وڅيړواويايې بېلابېل اړخونه راوسپړوخو،له خپلې موخې سره سم به يې په كل وګړيږواوترخپلې وسې به هڅه وكړوچې دانساني اړينكيوپرڅرنګوالي تروړبريده دومره څه ووايوچې زماپه اند ټولنې ته به ګټوراواړين وي .
ددې لپاره چې له يوې خواپدې اړه څه ناڅه مالومات وړاندې كړواوله بله پلوه نوروته دالاره اواره كړوچې په اړه يې ځانګړى اثروليكي توروړورباندې ګړيږو.
داچې انسانان يوله بل سره له بېلابېلولارواړيكي لري ،موږيې له لويه سره پردوو(ځانګړواوټولګړو) ډولونووېشواوځانګړي بياپخپل وارسره پركسبي اواورېښه ييزوډولونو.

ټولګړي اړيكي

له دنوروژووپه څېردانسانانوترمنځ هم ټولګړي اړيكي دهمجنسيت له امله دي،(داډول اړيكي لرنه دايوطبيعي ار دى چې ټول ژوي يې لري ) خودنوروژويوپه پرتله دانسانانودعالي صفتونودلرلوله امله نوموړي اريكي هم عالي دي .
دټولګړواريكيودلرلواوثابتولولپاره يوساده مثال وايوچې يومسافرله بل هېواده راځي ديوچا،ځاى،لارې . . . . پوښتنه كوي اوځايي خلك يې په اړه مالومات وركوي ،ياني څوك لار،ځاى او.... ورښايي اودېته ورته نورمثالونه.

ځانګړې اړيكي

ځانګړي اړيكي دعالي صفتونودلرلوله مخې يوازې دانسانانوترمنځ شتون لري ،چې په ځانګړيو معاملاتواوله لويه سره په غم اوښادۍ كې پرې ځانونه سره شريكوي اويوله بل سره لاسنيواى كوي .
ځانګړي اړيكي موږپه دوه ډوله ويشلي چې يويې كسبي اوبل يې رېښه ييزدي .

كسبي اړيكي

كسبي اړيكي دهغوانسانانوترمنځ وي چې دژوندداړتياوودپوره كولولپاره دكسب ،كاراودندې ديورنګوالي له امله يې يوله بل سره لري اوله مخې يې له هغه چاسره اړيكي ډېرټينګوي چې كسب،كاراودندې يې سره يوشان اويانېږدېوالى سره ولري،ځكه چې هرانسان له خپلې دندې ،كسب اوكارسره ځانګړې اونامالومه مينه لري اوهمدارازيې اړتياوې هم سره تړلي دي ديادوشوولاملونوله مخې انسانان يوبل ته اړاويوله بل سره اړيكي لري .
تردې ځايه دانسانانوترمنځ پراړيكيولنډوګړېدو، راځودېته چې څنګه يوڅوك كولى شي دغه اړيكي ټينګ وساتي اودژوندارزښتونه (ماديت اومانويت) ترلاسه كړي .

دانسانانوترمنځ داړيكيوارزښتوونه اودهغه ساتنه

دانساني اړيكيوټينګول په ټوليزاوځانګړي ډول په حقيقت كې دانسانانوداړوندوارزښتونوحمايه ده اودغه ارزښتونه دښه ژوند،پرمختګ،تمدن،فرهنګي بډايۍ،سياسي اوټولنيزڅرنګوالي ،دپوهنيزې ودې تكامل ،دسالموفكرونودروزلولپاره دشرايطوبرابري،دمطمئين تقنيني اداري جوړښت او .... بنسټ بلل كيږي چې ځانګړي اوټولنيزاقتصادته وده وركوي اوغښتلى كوي يې ،ح:ه چې ټوليزڅرنګوالى له اقتصاده نېغ اونه شليدونى تړاولري نوموړي اړيكي له مانوي پلوه په ټولنه كې ډېرمثبت بدلونونه رامنځته كوي اوټولنه ديوالي په لوري بيايي،همدايوالى دى چې دټولنې اړوندكارونه پكې ښه تراترسره كيږي اودډېروستونزومخه پكې نيول كيږي .
دانساني اړيكيوټينګښت دژوندسطحه لوړوي اوبلاخېه هغه ارزښتونه چې په ټولنيزاوځانګړي ژوندكې اړين بلل كيږي پكې خوندي ساتل كيږي اودانسان ارموخه دهمدغوارزښتونوخوندي ساتنه ده ،خوديادوشووارزښتونودساتنې لاپاره ډېركله دخپل نيمګړي عقل له مخې په ټولنه كې دغه اړيكي وشولوي ،ياني انسان ددې لپاره چې دځان په ګڼه كاروكړي فكركوي چې دده كړنه پرځاى ده ،داډول فكرډېركه په ديپلوماتيك ډول هم ترسره كيږي خوپه ډېرووختونوكې يې پايلې منفي ختلې،ځكه دادطبيعت غوښتنه ده چې هرعمل ( ښه اوبد) متقابل اړخ لري چې دكړنې په مقابل كې راپنځيږي ،ددې لپاره چې نومړي ارزښتونه موخوندي ساتلي وي نودځان اوټولنې دګټې لپاره بايد نوموړيوارزښتونوته درناوى ولرواودټينګښت لپاره يې دهرې كړنې اوګړېداله ترسره كولودمخه فكروكړوترڅوناسمې كړنې اوګړېدنې مودنوموړوارزښتونودزيانمونولولامل نشي .
په سياسي لحاظ هم بايد داډول كړنواوكړېدنوته ډېرپام وشي ځكه چې ټولنيزڅرنګوالى له اقتصادي هغه سره ډېرنېږدې تړاولري او(( دسياست دعلم مفهوم اوهدف دهېواداوټولنې ادره ده )) په اقتصاد نومي اثركې د( اقتصاداوديني علوم) ترسرليك لادې راغلي چې اقتصاد،دديني علوموسره نېږدې اړيكي لري،اوداسلامي فقې اوداسلام دمقدس دين ارشاداتواونورواديانوزياتره برخه اقتصادي مسايېل نشكيلوي ،ددې حكمونوزياته برخه داقتصادي اوعيشتي روابطوپه تنظيم پورې اړه لري ۱۰ مخ
يادشوي ارزښتونه اونور،ټول دانسانانوترمنځ داړيكيوساتنې،ټينګښت اونورو،ټول دانسانانوترمنځ داړيكيوساتنې ،ټينګښت اوهغه ته د درناوي په قانون كې رانغښتي دي چې دهېوادني بهبودلپاره لار اواروي .
دټولنيزټينګښت په دوه اوتكامل كې دحياتي ارزښتونودبيانولواودهغه دترلاسه كولوپه اړه بايد ډېرڅه ګړيدلى وى ،خونشوتوانېدلى چې پدې لنډه ليكنه كې يې په تفصيل سره بيان كړو،لكه مخكې موچې وويل دهغه دبيانولولپاره ځانګړي اثرته اړتياده اوښايي به څوټوكونوكې تروړبريده پكې ځاى شي .

دانسانانوتر منځ د اړيكيوپايښت اوبرعكس

څرنګه كولى شونوموړي اړيكي ټينګ اويايې دخرابيدومخه ونيسو؟ دا دانسانانودكړووړو،پېښليك اوتاريخي څرنګوالي سره نشوتړلى ځكه چې هرعصردطبيعي څرنګوالي سره سم خپل شكل بدلوي او ورسره سم دانسانانوپه كړو وړوكې هم تغير رامنځته كيږي .
په لومړنيوټولنوكې لومړنى كارچې ډېراړين دى دپوهې بنسټ جوړول اودهغه دپايښت اوپرمختګ لپاره ډېركاردى ،ترڅولږترلږه اړوندوګړي دلومړنيوكارونوپه ارزښت وپوهيږي اوپه ترسره كولوكې يې مشورې وغواړي .
په ټولنيزډول داكليشه ډېره كارول كيږ چې (احترام متقابل دى ) په همدې ډول هرڅ ( ښه اوبد) متقابل دي ،كه هرڅوك پدې پوهېدلى چې ځانګړې اوټولنېزې ګټې ،ښېګړې اونېكمرغۍ يوله بل سره تړلي دي نوهېڅكله به يې هم دځانګړوهغولپاره يوازې ځاني غوښتنې په نظركې نه نيولى بلكې په ټولګړوكې به يې په روا اومشروع ډول ليدلى .
داټول هغه لاملونه دي چې دمتقابلواړخونوترمنځ نېغ په نېغه داړيكيوڅرنګوالي (ښه اوبد) راپنځوي .
نووېلاى شوچې داړيكيودټينګولواوخوندي ساتلوغوره لاردمتقابلوخواوو( خپلوانو، ملګرو، ګاونډيانو،ديوې ادارې ،ټولي ،كلي ،قوم،سيمې اوبلاخېره ټولنې ) دوګړيومتقابل غوره كړه وړه دي .
په كوم كچ چې ديوپلو وكړي (ډېريالږ) له اړوندو وګړوسره ښه كوي په همغه كچ بې له كوم افراظ اوتفريط څخه مقابل لورى هم ورسره ښېګڼه كوي ،داځكه چې مخكې دمتقابل درناوي خبره ياده شوه او په فذيكي لحاظ هم هر عمل مساوي عكس العمل لري .