د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښوونځیو د سوزولو زیانونه

ګل آغا احمدي وردګ 03.01.2007 03:00

د ښوونځیو د سوزولو زیانونه له حد څخه زیات دي چې یوې ټولنې ته رسیدلی شي د دې زیانونو په لړ کې تر ټولو لوی زیان د ټولنې د وګړو تر منځ د ناپوهۍ خپراوی او د تورتم په ګړنګونو کې د یوې ټولنې د وګړو له لویدو څخه عبارت دی چې د چارو د هر اړخیز انکشاف او پرمختګ لاره ډب کوي او د بې شمیره ستونزو، بدمرغیو او ټولنیزو ناروغتیاوو سره یې مخ کوي. موږ د خپلې لیکنې په دویمه برخه کې د ښوونځیو د سوزولو زیانونو ته لږ په تفصیل سره کتلي چې د ګرانو لوستونکو د لوستلو لپاره یې وړاندې کوو.

لومړی: ټولنه د ناپوهۍ او بدبختۍ سره مخ کوي

ناپوهي او بدبختي هغه ستره ناروغي ده چې له علم سره د بې پروایۍ، د پوهې له جونګړو، مدرسو، ښوونځیو او علمي بهیر ته د نه پاملرنې په صورت کې په ټولنه باندې خپلې ناولې منګولې نښلوي د هر اړخیزې ښیرازۍ او سمسورتیا په مخه کې ورته دریږي.
ناپوهي او بدبختي هغه مهال یوه ټولنه د خپل یرغل لپاره مناسبه ویني او د خپل تورتم تر کرغیړن غبار لاندې یې راولي چې د ټولنې د یو شمیربې پروا او خپلو ځانګړو ګټو پالونکي اشخاص د ښوونې او روزنې له بهیر سره ظلم وکړي، د ورانولو تکل یې وکړي او د علم د ډیوو په وژلو پسې مټې را ونغاړي. همدارنګه د علم خونې، ښوونځۍ، مدرسې، مکتبونه او ادارې یې وسوزوي.
له شک څخه پرته چې د ښوونخیو په سوزولو، ورانولو او تعلیمي بهیر ته د نه پاملرنې په صورت کې ټولنه د جهل تورتم ته لویږي، د تروږمۍ تیارې پرې خوریږي او د رڼا وړانګې یوه پر بله پسې مړې کیږي چې بیا په هغه صورت کې سوله، نیکمرغي، خوښي، خوشحالي، آرامي، سکون او ښیرازي خپل ځای ناپوهۍ او کرغیړنې بدبختۍ ته پریږدي.

دویم: په نړۍ کې افغان ولس ناوړه معرفي

سره له دې چې اوس مهال ټولو نړیوالو ته ثابته شوې ده چې د افغانستان د روانو جنجالونو، بدبختیو او ښوونیزو زیربناوو ته د زیان رسولو تر شا د چا لاس دی چې د یو شمیر ګومارل شوو اشخاصو او حلقاتو له خوا د دې هیوا په ګوټ ګوټ کې عملي کیږي خو له دې سره سره په نړیوالو ټولنه کې تر ډیره بریده د دې ډول تخریبي اعمالو په وسیله د افغانستان عمومي تصویر او باور ته سخته صدمه رسیږي او د دغه هیواد وګړي په ډیر بد شکل معرفي کوي.
د نړۍ خلک شاید فکر وکړي چې د دې هیواد وګړي ولې په خپل لاس د خپل هیواد هغه زیربناوې ورانوي چې زیاتره یې د نورو هیوادونو په مرسته او یا خیراتي پانګه جوړې شوې دي؟ ولې دا وګړي خپله مادي او معنوي شتمني په ډیره بې پروا توګه پخپله له منځه وړي، خپل ادارات ورانوي او خپل ژوند په خپل لاس د تورتم د ګړنګونو په لاره سموي؟
آیا پوهه ښه ده که ناپوهي؟ تورتم ښه دی که رڼايي؟ سوله ښه ده که جګړه؟ وراني ښه ده که آبادي؟ ورګلوي ښه ده که نفاق، ورور وژنه ، بیلتون او بدبختي؟ په سلګونو داسې نورې پوښتنې شاید د نړیوالو په اذهانو کې هغه مهال تاو را تاو شي چې د افغانستان دخلکو او ښوونځیو د سوزولو تصویر یې سترګو ته و دریږي.

دریم: د ښوونځیو سوزول د هیواد د وروسته پاتې کیدو باعث ګرزي

تاریخ بیان کړې، تجربو ښودلې او موږ په حاضر وخت کې دا واقعیت په خپلو سترګو وینو یا ترې خبر یو او یا مو د هغه ټولنو په هکله اوریدلي دي چې د خپلو پرمختیاوو په کوم پړاو کې قرار لري چې د ښوونې او روزنې اهمیت ورته معلوم دی او په ښه توګه د دې بهیر پالنه کوي. البته د پرمختللیو هیوادونو څخه زما موخه یوازې د غربي نړۍ هیوادونه نه دي بلکي اوس مهال د مالیزیا، اندونیزیا، عربي اماراتو، البانیا او یو شمیر نور هیوادونه هم دي چې په اسلامي نړۍ پورې تړاو لري او د پرمختګ کاروان یې په چټکه توګه پر مخ روان دی.
که داسې پوښتنه وشي چې د پرمختللیو او مخ پر ودې هیوادونو د پرمختګ تر ټولو ستر عامل څه دی؟ نو ویلای شو چې زده کړه، ښوونه، روزنه، پوهه، تعلیم او روغه تربیه ده چې د انسانانو د پرمختګ تر ټولو ستر عامل ګڼل کیږي. د دې حقیقت یادونه ضروري ده چې اوس مهال په زیاتره غربي هیوادونو کې تر ثانوي دورې پورې زده کړې د ټولنې په هر نارینه او ښځینه فرد باندې جبري او لازمه ده او د ثانوي زده کړو وروسته بیا لوړې زده کړې اختیاري شکل لري له همدې کبله د خپل هیواد د پرمختګ په لوړو پوړیو کې قرار لري.
نو په دې خبره کې هیڅ شک نشته چې د ښوونځۍ په سوزولو، علمي زیربناوو ته په زیان رسولو او له ښوونځۍ څخه د خپل ځوان نسل په محرم کولو سره زموږ د هیواد خلک له تورتم سره مخ کیږي، له جهل سره مخ کیږي، د ناپوهۍ په ګړنګونو کې خدا مه کړه لویږي چې دغه راز او داسې نور کرکجن اعمال د هیواد د وروسته پاتې کیدو تر ټولو ستر باعث ګرزي.

څلورم: د ښوونځیو سوزول د نسلونو ژوند له خطر سره مخ کوي

د یوه هیواد د خلکو ژوند هغه مهال د نیکمرغۍ زرینې جامې پوښلې وي چې وګړي یې د پرمختګ په وړانګو کې ګړندي ګامونه ږدي، ښوونې او روزنې پرې خپل مهربانه وزرونه غوړولي وي او د وګړو ښوونیزه سطح یې لوړه او د ارتقا په لوري درومي. خو که چیرې د ټولنې د وګړو ژوند له ګواښونو سره مخ وي، ښوونه او روزنه یې هره لحظه د خطرونو احساس کوي، د علم خونې یې ورانیږي، د زده کړې جونګړې یې د سوزولو له تهدید سره مخ وي نو پرته له شک څخه چې هم به یې د حاضر نسل او هم به یې د راتلونکو نسلونو ژوند له خطرونو، ګواښونو او ووسته والي سره مخ وي.
د راتلونکي نسل ژوند به یې ځکه له خطرونو سره مخ وي چې د پرمختګ له هغه نړیوالو کاروان څخه وروسته پاتې کیږي چې په نړۍ یې د خپلو وړانګو څپې غوړولې دي او د راتلونکي نسل ژوند یې ځکه له ګواښونو سره مخ کیږي چې حاضر نسل یې د هر اړخیزو پرمختیاوو بنسټ ږدي، د روښانه ژوند نقشه ورته جوړوي او د داسې ښیرازۍ تګلاره ورته په ګوته کوي چې هغوی یې په راتلونکي کې د خپلو پرمختګونو سرچینه بولي.
نو په دې خبره کې هیڅ شک نشته چې د پوهنیزو بنسټونو ضعف، د ښوونې او روزنې کمزورتیا او د ښوونځیو سوزول د یوې ټولنې د وګړو د حاضر او راتلونکی نسل ژوند له ګواښونو او خطرونو سره مخ کوي.

پنځم: هیواد د پرمختګ له بهیر څخه وروسته پاتې کیږي

یو هیواد او سیمه د هغه په خپلو خلکو باندې آباد وي او پرته له خلکو هیواد کومه مانا نه لري لکه پرته له هیواد څخه چې خلک او ټولنه کومه مانا نه لري نو هیواد او خلک له یو بل سره لازم او ملزوم دي خو یو هیواد هله د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسیدای شي چې خلک یې هوښیار، رسیدلي، غښتلي، په ځان متکي، علم دوست، په ښوونه او روزنه سمبال وي. چې بیا داسې خلک د خپل هیواد لپاره داسې مسیر غوره کوي چې د هر اړخیزې نیکمرغۍ په رڼاوو پوښلی وي. خو که چیرې د یوه هیواد وګړي د خپل ژوند زیربناوې پخپله ورانوي، علمي بنسټونو ته یې زیان رسوي، ښوونځۍ یې سوزوي او په هیواد کې د پوهنې ډیوې مړې کوي نو په خپل لاس خپل هیواد او خلک د جهل، تورتم او ورسته والي ګړنګونو ته ورخطا کوي.

شپږم: هیوادوال د خپلو ملي ارزښتونو له پیژندلو څخه عاجز پاتې کیږي

هره ټولنه، هیواد او خاوره یو لړ ملي، ټولنیز او هر اړخیز ارزښتونه لري چې خپل وګړي پر هغه باندې ویاړي، د خپل ژوند سمبول یې ګڼي او د خپلو ویاړونو د یادداشت په زیرمه کې ځای په ځای کوي. البته دا د هر انسان طبیعي حق دی او دغه حق لوی خدای (ج) ورته ورکړی دی چې د هغه په وسیله د نړۍ په نورو ټولنو کې معرفي او پیژندل کیږي. د ټولنې د بنسټونو پیژندل د ښوونې او روزنې له بهیر څخه پرته ناشوني دي او هغه مهال د یوې ټولنې وګړي خپل ملي ارزښتونه په ښه توګه پیژندلی شي چې ځواکمن ښوونیز نظام ولري او د هغه په ساتنه کې د ټولنې هر فرد خپله وجیبه ادا کړي.
خو که چیرې د ټولنې ښوونیز نظام کمزوری وي، له ګواښونو سره مخ وي، علمي بنسټونه یې ورانیږي، ښوونیزو زیربناوو ته یې زیان رسیږي، تعلیمي بهیر یې د ناتار سره مخ وي او ښوونځۍ یې سوزول کیږي نو بیا د ټولنې وګړي په دې نه شي بریالي کیدای چې د خپلې ټولنې ارزښتونه و پیژني او په نړیواله سطح یې په بریالۍ توګه معرفي کاندي.

اووم: په هیواد کې ګډوډیو ته لاره پرانیستل کیږي

که موږ د خپل هیواد افغانستان تیرو او اوسنیو ګډوډیو ته په ژوره توګه وګورو نو دا حقیقت به له ورایه راته څرګند شي چې د نوموړو ګډوډیو اساس، بنسټ او بنیاد د هیواد د وګړو په منځ کې د ښوونې او روزنې د بهیر سستوالی، ناسالمه روزنه او د ټولنې د تعلیمي نظام ویجاړتیا ده چې زموږ زیاترو وګړو داسې منظم تعلیم نه دی حاصل کړی چې په سوچه افغاني مینه سمبال وي او له هیواد سره مینه یې د ملي ارزښتونو د عشق له جذبې څخه سرچینه اخیستې وي. د دې حقیقت یادونه ضروري ده چې ریښتنی او هیوادپال افغان خپل هیواد نه ورانوي، د خپل هیواد زامن د مرګې خولې ته نه برابروي او د خپل هیواد سیاسي نظام او هر اړخیزو زیربناوو ته له زیان رسولو څخه ډه ډه کوي. نو له همدې کبله ویلای شو چې په هیواد کې د تیرو ناخوالو او اوسنیو ستونزو د موجودیت او پیل د یوه سالم، روغ او په خپلو پښو ولاړ تعلیمي نظام د نشتوالی او د علم په ګاڼه باندې د خلکو له پاتې والي څخه سرچینه اخیستې ده.
که خدای مه کړه زموږ تعلیمي نظام ته وروسته له دې هم د زیان رسولو هڅې کیږي، تعلیمي بهیر مو کمزوری کیږي او ښوونځۍ مو سوزول کیږي نو خدای مه کړه هیواد مو نور هم د ګډوډۍ او تورتم په لوري درومي.

آتم: هیواد مو پردیو ته محتاج کیږي

ښوونه او روزنه، زده کړه او پوهه په یوه هیواد کې د هر ډول کاري ځواک د روزنې سمبالتیا او عمل په برخه جوت رول لري او د یوه هیواد بشري منابع، کاري ځواک او ملي شتمني د ښوونې او روزنې په برکت په اغیزمنه توګه د کار کولو جوګه کیږي. نو که چیرې په یوه ټولنه کې انجنیر نه وي، ډاکتر نه وي، اقتصاد پوه نه وي، ټکنالوجیست نه وي، کمپیوټرپوه نه وي، دیني عالم نه وي، ښوونکی نه وي، سرتیری نه وي، د ژوند په هره برخه کې روزل شوي کاري ځواکونه نه وي نو د ټولنې د نیکمرغۍ لپاره به څوک کار کوي؟ یاد شوي اصناف او داسې نور چیرې او د څه شي په وسیله روزل کیدای شي؟ د دې پوښتنې ځواب ښکاره دی چې د ژوند د کاري ځواک ټول اصناف او بشري قوه د ښوونې، روزنې، زده کړې، پوهې، مدرسې، ښوونځۍ ، مکتب او د ډیوو د جونګړو په وسیله روزل کیدای شي او پرته له دې څخه یې روزنه امکان نه لري.
نو که چیرې په یوه ټولنه کې علم، مدرسه، ښوونکی، ښوونخۍ مکتب، تعلیمي بهیر او پوهنه تر ګواښونو لاندې وي له منځه وړل کیږي او سوزول کیږي نو ټولنه به له خپل زړه سواندي بشري ځواک څخه محرومه وي او هیواد به دې ته اړ کیږي چې د کاري خواک د پیدا کولو لپاره له نړیوالو څخه درویزه وکړي، سوالګري وکړي او له لیرې او نږدې هیوادونو څخه د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کاري ځواک وغواړي.
بله خبره دا ده چې آیا د نړۍ هیوادونه به دې ته حاضر وي چې محتاج هیواد ته کاري ځواک ورکړي او که یې ورکړي نو محتاج هیواد به د هغه قیمت او لګښتونه پوره کړای شي، هغه به دومره زړه سوی ولري لکه د هیواد خپل کاري ځواک یې چې لري فکر او غور کول په کار دي. خو که موږ خپله ښوونځۍ روغه او فعاله وساتو نو بیا به پردیو ته اړ نه وو.

نهم: له نوي تخنیک او تکنالوجۍ څخه لرې والی

نوی تخنیک او ټکنالوجي د ښوونې او روزنې په مټ پیژندل کیږي، راخپله کیږي او په کار لویږي بلکی نوی تخنیک او ټکنالوجي د ښوونې او روزنې، تعلیم، زده کړې او انساني څیړنو او زیارونو محصول دي چې د یوې ټولنې اشخاص د خپلې هڅې، کوشش او هلو ځلو په وسیله د هغه هسکو پوړیو ته رسیدای شي.
که د انساني ژوند په هره برخه کې څه خدمتونه سر ته رسیدلي نو د ښوونې او روزنې په برکت تر لاسه شوي او لا هڅې روانې دي چې د پرمختګونو او تخنیک نوې نوې زیرمې را وسپړل شي. همدا اوس د زیاتره هیوادونو په ښوونیز نصاب کې کمپیوټر پوهنه د سواد یوه اساسي برخه ګرزیدلې چې زده کړه یې په ښوونځیو کې د لومړینو زده کړو له مرحلې څخه پیل کیږي او کله چې یو زده کوونکی له دولسم ټولګي څخه فارغ کیږي نو له نورې پوهې سره سره په کمپیوټر هم تر ډیرې اندازې تسلط لري چې نوموړی پرمختګ د علم او پوهنې په خوښیو کې بیل رنګ ور زیاتوي.
نو که چیرې د یوه هیواد د ښوونې او رونې بهیر سست وي او یا تر ګواښونو لاندې وي نو د نوې ټکنالوجۍ او تخنیک لوړو پوړیو ته په رسیدلو کې پاتې راځي.

لسم: ټولنه د پردیو د غلامۍ په حلقو کې لویږي

د غلامۍ حلقه داسې یو فزیکي شکل نه لري چې ټولنه پرې کلکه و تړل شي او یا هم ښکر و لري بلکي د غلامۍ حلقه هغه پدیدې ته ویل کیږي چې د خپلو خلکو د بې پروایۍ، بې علمۍ او سستۍ له کبله پردي د یوې ټولنې په مهمو چارو حاکم شي، د ملي او نړیوالو مسایلو جلو یې د پردیو په لاس کې وي، هیواد هر څه ته محتاج وي، د خپل کاري ځواک له روزلو، تربیې او موجودیت څخه بې برخې وي، صادرات و نه لري او یوازې په وارداتو تکیه ولري، صنعت یې غیر معیاري وي او یوازې د پردیو تولیداتو د واردلو لپاره یې خوله وازه نیولې او هره لحظه د پردیو د مرستو غوښتونکې وي. نوموړي څیزونه او یو شمیر نور هغه عوامل دي چې یوه ټولنه د پردیو د غلامۍ حلقې ته ور د ننه کوي، محتاجه او مزدوره ټولنه ورڅخه جوړوي چې اصلي بنسټ یې د ښوونې او زونې د کمزورتیا څخه سرچینه اخلي.
د چارو څیړونکي همدا اوس کولای شي څیړنه وکړي چې آیا د هندوستان د هیواد تکړه او رسیدلی خلک په ټوله نړۍ کې د ښو دندو واک په خپل لاس کې نه لري؟ آیا همدا اوس د نړۍ په زیاتو هیوادونو کې د هندوستان بهترین ډاکتر، بهترین انجنیر او بهترین ټکنالوجیست په کار لګیا ندي او دا ولې؟ دا ځکه چې د همدې هیواد خلکو زحمت ویستلی، تکلیف یې ویستلی، خپلو ښوونځیو ته یې پراختیا ورکړې او د علم په برکت پر مخ تللي دي.

یوولسم: د یوې سالمې ادارې له موجودیت څخه محرومیت

غوره نظام، غوره اداره، غوره قانون، غوره حکومت او د ژوند غوره تګلاره د غوره، کارپوهو، ښوونیزو نسلونو او تکړه علمي شخصیتونو په موجودیت کې د یوې ټولنې نصیب کیږي. که چیرې د پرمختللې نړۍ هیوادونو او د هغه د پرمختګ بهیر ته په ژوره توګه نظر وشي چې ولې د یوې غوره سیاسي، اقتصادي، نظامي، ښوونیز او هر اړخیز نظام څخه برخمنې دي او د خپل ژوند د سمون لپاره یې غوره نظام رامنځته کړی دی نو له ورایه ښکاري چې د غوره او کارپوهو اشخاصو یې د ټولنې د لارښوونې واګې په خپل لاس کې نیولې دي.
کارپوه او وړ اشخاص یوازې د سالمې روزنې او مناسب تعلیمي بهیر په وړانګو کې روزل کیدای شي او تعلیمي بهیر هله پیاوړی کیږي چې د ټولنې ټول وګړي هغه ته د احترام او درناوی په لاسونو سلامي وکړي، روغه یې وساتي، د ښه والي لپاره یې هڅې وکړي او زیان ورته و نه رسوي. خو که چیرې د ټولنې ښوونیز نظام ناروغ وي او د وګړو له پاملرنې لویدلی وي نو ښکاره خبره ده چې نوموړې ټولنه د یوه غوره او هراړخیز نظام له موجودیت څخه بې برخې کیږي.

دولسم: په ټولنه باندې فقر، تنګدستي او ډول ډول ناروغیتاوې نازلیږي

د ښوونې او روزنې د بهیر د کمزورتیا په صورت کې ټولنه له فقر سره مخامخ کیږي، له بدبختۍ سره مخ کیږي، له تنګدستۍ سره مخ کیږي، له نادارۍ سره مخ کیږي او ډول ډول ټولنیزې ناروغتیاوې یې په پیکر باندې نازلیږي.
همدارنګه ټولنیز آداب، سلوک او انساني برخورد خپل ځای ګډوډیو، انارشیزم او د قانون نشتوالي ته پریږدي.
نن ورځ د نشه یی توکو د کرنې، قاچاق او سوداګري ناروغي، د کار د نشتوالي ناروغي، د غیبت ناروغي، مافیايي لاسونو ته د ټولنې د واګو د لویدلو ناروغي، د بیلتون او نفاق ناروغي، د جګړو ناروغي، د یوه بریالي نظام د نه حاکمولو ناروغي، د اداري فساد ناروغي، د بیسوادۍ ناروغي، له نړوالې ټولنې څخه د وروسته پاتې کیدو ناروغي او په سلګونو داسې نورې ناروغتیاوې د ښوونې او روزنې د سستوالي، د زده کړې د موسساتو د ضعف او د ښوونځیو د سوزولو له کبله زموږ پر ټولنه باندې حاکمې دي. که زموږ خلک، ملت، حکومت، هر افغاناو او اړوند اړخونه د نړیوالې ټولنې په مرسته په دې هکله بیړني ګامونه پورته نه کړي نو خدای مه کړه چې د سترو سترو خطرونو سره به لاس په ګریوان وی.

دیارلسم: د نړیوالو اړیکو له بهیر څخه وروسته والی

د ښوونې او روزنې د بهیر د کمزورتیا په صورت کې یوه ټولنه د نړیوالو اړیکو، نړیوالو موسساتو، نړیوالو مجالسو او ملکرو ملتونو له بهیر څخه غیر فعاله او لرې پاتې کیږي چې بیا د ژوند په ټولو چارو کې د یوازې توب احساس کوي.
د دې حقیقت څخه هیڅوک سترګې نه شي پټولی چې معاصره نړۍ د یوې کورنۍ په شکل شوې ده چې د کورنۍ د ټولو غړو له مشورې پرته د هغه چارې په ښه توګه پر مخ نه شي تللی. په همدې توګه که یو هیواد که د نړیوالو چارو او ملګرو ملتونو له بهیر څخه وروسته پاتې کیږي مانا به یې دا وي چې هغه په خپلو هر اړخیزو چارو کې ناکام، یوازې او د ډول ډول ډغرو سره د مقابلې لپاره تنها پاتې شوې ده.
له نړیوالو چارو او د ملګرو ملتونو له سازمان سره اړیکې د پوهې، هوښیارتیا، زیرکۍ او بیدارۍ په تارونو تړلې دي او نوموړي فکتورونه د ښوونې او روزنې په جونګړو کې چې ښوونځۍ، مکتب، مدرسه او پوهنتون نومیږي زده کیږي.

څوارلسم: ټولنه له آسماني آفاتو سره مخ کیږي

د علم زده کړه د اسلامي امت په هر فرد باندې فرض ګڼلې شوې ده چې همدغه مطلب ته په زیاتو قرآني آیتونو او نبوي احادیثو کې ښکاره اشارې شوې دي. نو کله چې د خدای (ج) له صریح حکم څخه په یوه ټولنه کې سرغړونه کیږي نو په هغه صورت کې ټولنه له الهي قهر، غضب او آزمیښت سره مخ کیږي.
په افغانستان کې روانه وچکالي، جګړې، ورور وژنه، بیلتون، نفاق، بدبختي، د برکتونو نشتوالی، په نشه یی توکو د وګړو روږدي کیدل او په لسګونو داسې نور څیزونه شاید د الهي قهر اوغصې هغه نمونې وي چې په دې ټولنه کې علم ته د سپکاوي، له الهي فرضونو څخه د سرغړونې او د ښوونځیو د سوزولو په مقابل کې را نازل شوي چې لوی خدای (ج) دې ژر تر ژره زموږ ټولنه او خلک د الهي مهربانۍ له مخې ترې خلاص کړي.

پنځلسم: د ټولنې ځواکمنتیا او ملي غرور له منځه وړي

د یوې ټولنې ځواکمنتیا د هغه د افرادو په مټو کې نغښتې ده او د ټولنې افراد هغه مهال تکړه او خودکفا کبدای شي چې په پوهه سمبال وي، له ګټورو تجربو ګټه پورته کوي، د خپل هیواد د سمسورتیا او ښیرازۍ فکر ورسره غښتلی وي او خپلو خلکو ته د غوره خدمتونو جوګه شي.
نوموړې او یو لړ داسې نور مثبت کارونه هغه مهال ممکن دي چې د ټولنې افراد د علم په ګاڼه سمبال وي، د ښوونې او روزنې بهیر یې پیاوړی وي، هره ښوونځۍ یې فعاله او په هر پوهنتون کې یې د رنګارنګ مشالونو ډیوې لګیدلې وي. همدارنګه د نوې ټکنالوجۍ او تخنیک په زرینو ګامونو د خپل پرمختګ کاروان پرمخ بیايي. دا کارونه په هغه وخت کې شوني دي چې د ټولنې وګړي د علم په ګاڼه تر نورو ښه سمبال وي، د ښوونې او روزنې حرمت وساتي، د ښوونکي احترام وکړي او د خپل ښوونیز بهیر د چټکتیا لپاره یې ټول اړین ګامونه په نظر کې نیولی او د عمل ډګر ته د روغ نیت په جامه کې راووزي.
خو که چیرې د یوې ټولنې ښوونیز بهیر ته هره لحظه ستونزې پیښیږي، ټکول کیږي، ښوونځۍ یې سوزول کیږي او د خرابوالي هڅې یې کیږي نو پرته له شک څخه چې ټولنه کمزورې کیږي او ملي غرور یې له منځه ځي.
باید وویل شي چې د دې لیکنې دریمه برخه به د ښوونځیو د سوزولو د مخنیوي په لارو چارو متمرکزه وي او ډیر ژر به د ګرانو لوستونکو د مطالعې لپاره وړاندې شي له موږ سره اوسئ.
ادامه لري