د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښوونځیو سوزول ، عوامل، زیانونه او د هغه د مخنیوي لارې چارې

ګل آغا احمدي وردګ 28.12.2006 03:00

د نورو ناخوالو تر څنګ په دې ورستیو کلونو کې افغانستان د داسې یوې ناولې پدیدې سره هم مخ شوی دی چې د دولتي زیربناوو او په ځانګړې توګه د ښوونځیو د سوزولو، تړلو او ورانولو په شکل کې رامنځته کیږي چې هیڅ راز توجیه نه لري او د تیرو دریو کلونو په موده کې د ټولو هیواد په سطح د ۸۵۰۰ ښوونڅیو څخه له ۲۰۰ څخه زیاتې ښوونځۍ یا خو سوزول شوې او یا یې دروازې د زده کوونکو پر مخ تړل شوې او له فعالیت څخه لویدلې دي. دغه کار د هیواد په ګوټ ګوټ کې رامنځته شوی چې د هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، نیمروز، غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا، پنجشیر، کندوز او بدخشان ولایتونه په دې لړ کې د یادونې وړ دي. سره له دې چې د طالبانو په نوم د جنګي ډلې غړو په وار وار د ښوونځیو د سوزولو اتهام منلو ته غاړه نه ده ایښې خو د افغانستان د حکومت لوری بیا د دې کار پړه د همدې ډلې جنګیالیو ته منسوبوي. دا چې د دې کار د رامنځته کیدو سببونه څه دي، دا کار د چا له خوا تر سره کیږي، افغان ولس ته یې زیانونه څه دي او د هغه د مخنیوي لارې چارې څه شی دي؟ په دې لیکنه کې هڅه شوې ده چې دغه او یو لړ نورو پوښتنو ته ځواب و مومي.

د ښوونځیو د سوزولو عوامل او سببونه

د دې ناوړه پدیدې د رامنځته کیدو عوامل او سببونه زیات دي چې هر افغان او د مسایلو څیړونکی له خپلې زاویې څخه ورته ګوري خو د دې لیکنې د لیکوال په نظر لاندې څیزونه د دې سترې غمیزې تر ټولو څرګند او جوت عوامل کیدای شي:

لومړی: جګړې، ناپوهي او د اسلام له مبارک دین څخه بې خبري

په ډیر تاسف سره باید ووایو چې زموږ د هیواد د خلکو او جګړه مارو نظامي ډلو تر منځ د زیاتره مسایلو او لانجو حل د تورې، ټوپک او جګړې په سیوره کې لیدل کیږي. جګړه مار لوري فکر کوي چې په هره وړه او لویه مسئله کې باید وسلې ته لاس واچول شي، تاو تریخوالی پیدا شي او د تشدد په وسیله مسایل حل شي په داسې حال کې چې د مختلفو اطرافو تر منځ د اختلافاتو د حل غوره لاره خبرې اترې، جرګې، مرکې او مذاکرات دي. نو کله چې جګړه پیښږي د یوه هیواد او یا ټولنې د مادي ارزښتونو سره سره د نوموړي هیواد هر اړخیزې زیربناوې او معنوي شتمني هم له منځه وړي لکه چې متاسفانه همدا اوس زموږ د هیواد ګوټ ګوټ د دې ډول بدمرغیو شاهد دی.
بله خبره دا ده چې نوموړی کار د هغه ناپوهۍ له کبله تر سره کیږي چې د اسلام دمبارک دین، د یوې ټولنې د هر اړخیز پرمختګ په لاره کې د ښوونځۍ، پوهې او علم له اهمیت څخه پرې یو شمیر وګړي ناخبره او په ډیره بې پروایۍ سره دغه شوم عمل ته لاس اوږدوي. که چیرې د اسلام د مبارک دین د ستر پیغمبر دغه ښکلي حدیث شریف ته ځیر شو چې زده کړه د اسلامي امت په هر نارینه او ښځینه فرض ده نو سړي ته جوتیږي چې علم، ښوونه، پوهه او ښوونځۍ د اسلام د مبارک دین په وړاندې د څه ډول عالي مقام څخه برخمن دي او هغه کسان چې دغه شوم عمل ته لاس غورزوي نو آیا د اسلام د مبارک دین له حقیقي روح څخه خبر دي؟ بل دا چې علم او پوهه د یوې ټولنې د پرمختګ تر ټولو ستر عامل دی که فرضا د نړۍ په سطح ټول مادي امکانات د یوې ټولنې په واک کې ورکړل شي خو چې ښوونځۍ، علم او پوهه و نه لري نو د یوه توت په څیر ارزښت هم نه لري او نه به ټولنه د هغو هیلو حقیقي باغچې ته ور دننه کړي چې د ټولنې د هر اړخیز پرمختګ لپاره یې ویني.

دویم: د علم او پوهې سره تعصب، کرکه او دښمني

ځینې لوري، افراد او ډلې شته دي چې د پوهې له ډیوو سره په قصدي ډول سخته کرکه او دښمني لري. البته هغه داسې افراد او ډلې دي چې ځینو یې د افغانستان د حکومت په چوکاټ کې ځانونه ځای په ځای کړي او ځینې نورې یې بیا له حکومت سره د مخالفت په نوم د دغه راز ناوړه افکارو خوریدو ته مټې رانغښتې او د مختلفو روانکارو عملونو په تر سره کولو سره د هیواد په ګوټ ګوټ کې د پوهې هغه خونې ورانوي چې له یوې سترې غمیزې څخه ورسته پرې د علم ډیوې بلې شوې دي.
دغه راز افراد او ډلې فکر کوي چې په هیواد کې د علم په پراختیا سره د دوی ناولو ګټو ته سخته صدمه رسیږي او دوی بیا نه شي کولای چې په یوه او بل نامه افغانان د خپل هیواد د ورانولو لپاره سوق کړي. بل دا چې د دوی هغه پټې موخې به د ټولو خلکو پرمخ بربنډې شي چې له خپل هیواد سره د دښمنۍ په پټه جامه کې ننه ویستلي دي. دغه کرکه یوازې له هغو کسانو سره نه ده چې همدا اوس یې عملا ټوپک په لاس او هیواد ورانوي بلکي له هغو زیات شمیر افرادو او ډلو سره هم شته ده چې په ښکاره توګه یې د افغانستان په حکومت کې ځای نیولی خو عملا د افغانستان د مادي او معنوي زیربناوو د ورانولو لپاره شپه او ورځ د خپلې ناولې استراتیژۍ له مخې لګیا دي او پټ ورانوونکي اعمال تر سره کوي.

دریم: د هیواد په چارو کې پردۍ لاسوهنې

د افغانستان په چارو کې د پردیو او ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنې، تخریب او ناروا مداخلې څخه هیڅوک سترګې نه شي پټولای او نه هم له دې څرګند حقیقت څخه انکار کیدای شي بلکي همدغه پردۍ لاسوهنې وې چې زموږ هیواد یې د یوې داسې سترې غمیزې خیټې ته ور دننه کړ چې تر نن پورې یې سلسله دوام لري. پردۍ لاسوهنې د پخواني شوروي اتحاد په ناروا مداخلو سره پیل شوه چې په افغانستان کې یې کمونیستي ګوډاګیان و روزل، د ۱۳۵۷ د غوايي د خونړۍ کودتا په وسیله یې د افغانستان قانوني حکومت یې له منځه یووړ، د ۱۳۵۸ د مرغومې په شپږمه نیټه یې په هیواد باندې مخامخ ناروا یرغل وکړ او هغو ناخوالو ته یې لاره پرانیسته چې تر نن ورځې پورې یوه پر بله پسې د دې هیواد پر خلکو را نازلیږي. سر بیره پر دې پاکستان زموږ په هیواد کې چې همداسې یوه فرصت ته انتظار وو د مداخلو یوه ناروا لړۍ پیل کړه او د نوموړي هیواد حکومت، فوځ، سیاسي ډلو او دیني ملایانو لاس سره یو کړی چې زموږ د هیواد مادي او معنوي زیربناوې په یوه او بل نوم له منځه یوسي. همدارنګه د افغانستان نور ګاونډي، عربي او غربي نړۍ هیوادونه هم په دې لړ کې لاس تر زنې ناست نه دي بلکي هر یوه زموږ په هیواد کې د لاس وهنو لړۍ ته په مختلفو اشکالو دوام ورکړی او د خپلې ونډې مطابق یې د دې هیواد په چارو کې لاسوهنه کړې ده. باید وویل شي چې هرې لاسوهنې په هیواد کې پلویان پیدا کړي دي او هغه پلویان غواړي چې زموږ د هیواد سیاسي، نظامي او هر اړخیز نظام د هغه هیواد په خوښه وي چې تبعا تضاد منځته راغلي، د افکارو ټکر منځته راغلی او زموږ هیواد ته نوموړو لاسوهونو له ورانۍ پرته بل څه په ارمغان نه دي راوړي چې د ښوونځیو د سوزلو لړۍ هم د دې ورانۍ یوه برخه ده.

څلورم: د دیني او دنیوي زده کړو تر منځ په توپیر باندې عقیده

ځینې افراد، حلقې او ډلې فکر کوي چې دیني او عصري پوهه له یو بل څخه جلا ده بلکي فکر کوي چې د عصري یا دنیوي علم پراختیا د دیني علم د لارې خنډ ګرزي نو له همدې امله له ښوونځۍ، کتاب او ښوونکي سره یې سخته کرکه په زړه کې اچولې او د ښوونځیو د روانولو تکل یې په افکارو کې تاویږي.
دغه راز خلک له دې څخه ناخبره دي چې د دیني او عصري علم ترمنځ اصلا توپیر نشته بلکي د اسلامي نړۍ زیاتو علماوو د شیخ قرضاوي په شمول د قرآني آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې په دې آند دي چې د اسلامي امت پر امتیانو که دیني علم فرض عین دی نو دنیوي علم فرض کفايي دی ځکه که چیرې مسلسمانان دنیوي یا د عصري علومو زده کړه و نه کړي نو هغه چا ته به محتاج وي چې دغه علم یې حاصل کړی چې موږ په زیاتو مواردو کې دغه واقعیت په خپلو سترګو وینو. بل دا چې نوموړې خبره د اسلام د ګران پیغمبر د هغه حدیث شریف په بنسټ سره کوي چې (اطلبوالعلم و لوکان في الصین) یانې پوهه حاصل کړی که څه هم چې په چین کې وي. اسلامي پوهان د همدې حدیث شریف په بنسټ استدلال کوي چې په هغه زمانه کې چې د اسلام ګران پیغمبر دغه خبره کړې وه نو هغه مهال چین د اسلام په دایره کې شامل نه وو او له دې حدیث شریف څخه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم مطلب مسلمانانو ته د دیني او عصري علم حاصلول دي. بل دا چې که چیرې د قرآن کریم ژباړه او تفسیر په دقیقه توګه مطالعه او مسلمانان ځان ځینې خبر کړي نو په زښته زیاتو آیتونو کې یې انسانانو ته د ځمکې د آبادۍ، د آفاقو د مطالعې او د هراړخیزې پوهې د حاصلولو امر کړی دی. نو اصلي خبره دا ده چې اصلا او اساسا د دیني او عصري علم د حاصلولو تر منځ توپیر نشته او که څوک دغه توپیر کوي نو د اسلام له حقیقي ماناوو څخه بې خبره دي.
هغه فتواوې چې په دې لړکې د ګاونډیو هیوادونو د سیاسي ملایانو له تخرګونو څخه صادریږي د نوموړو هیوادونو د استخباراتي کړۍ له ورانکارو اعمالو څخه دي چې خپل اولادونه یې د اروپا، آسترالیا او امریکا د ټاپو وزمو د هیوادونو په پوهنتونونو کې تحصیل کوي او زما د هیواد د علم سپیرو جونګړو ته د اور اچولو فتواوې ورکوي.

پنځم: د داسې یوه فکر موجودیت چې ګواکي ښوونځۍ په هیواد کې د موجودو ستونزو بنسټ ده

ځینې حلقې، ناخبره اشخاص او ډلې فکر کوي چې ښوونځۍ، کتاب او ښوونکۍ په هیواد کې د تیرو او روانو ستونزو زیږنده دي او دا ښوونځۍ ده چې مختلف او متضاد فکرونه پکې و زیږیدل، سیاسي ډلې جوړې شوې، د هیواد په چارو کې د پردیو لاسوهنو ته لاره پرانیستل شوه او د هیواد په تاریخ کې ستره غمیزه رامنځته شوه.
دغه راز ناخبره اشخاص، حلقات او ډلې د بشپړ تورتم په فضا کې دغه راز خبرې کوي، د تاریخ د مطالعې او علم له اهمیت څخه بې برخې دي او د یوه ناروا قضاوت په ترڅ کې ښوونه، ډیوه، علم، ښوونکی او ښوونځۍ متهم کوي. یا دا چې ښه پوهیږي خو خپل ناولي اهداف هغه مهال پلې ویني چې افغانان د پوهې له کاروان څخه ورسته پاتې وي.
د دې خبرې څرګندونه اړینه ده چې ښوونځۍ، پوهنتون او علمي ماحول باید له سیاست، تاوتریخوالي، سیاسي ناندریو او تشدد څخه لرې وساتل شي او هغه څوک چې ښوونځۍ، پوهنتون، محصل، تنکي زده کوونکي، ښوونکي او علمي ماحول ته د خپلو ناروا سیاسي موخو لپاره مخه کوي او بې وخته یې په جنجالونو کې را ګیر کوي اصلا په ټولنه کې ځای نه لري او غواړي چې د پردیو په لمسون زموږ د علمي ماحول په چاپیریال کې تخریبي نفوذ ته لاره پرانیزي. د ښوونځۍ څه ګناه ده؟ بلکي ګناه د هغه څیرو او ډلو ده چې غواړي د سیاسي ډلو په نامه د هیواد په علمي ماحول کې د پردیو نفوذ ته لاره پرانیزي او زموږ تنکي ځوانان د درس له بهیر څخه بې لارې او د خپلو موخو لپاره یې استعمال کړي. چې په پایله کې ښاغلی مطرح او د پانګې خاوند شي.
تیر تاریخ ته په مطالعې سره دا حقیقت په ښکاره توګه څرګندیږي چې په هیواد کې د سترې غمیزې د پیښیدو ګناه په ښوونه او روزنه، ښوونځۍ، ښوونکي، محصل او پوهنتون کې نه وه بلکي په هغو نالایقو اشخاصو، مزدورو ډلو او ناروا افکارو کې وه چې غوښتل یې زموږ علمي ماحول د پردیو د دسسیو ښکار و ګرزوي. نو له همدې امله ویلای شو چې که ستونزې زیږولې، که د هیواد او د ملي ارزښتونو د پلورلو هڅې شوې او که په هیواد باندې د ناخوالو بلاوې راغلې دي نو د یو شمیر مزدورو، نالایقو او پلورل شوو څیرو له کبله نازلې شوې دي نه د علم، ښوونځۍ، پوهنتون، محصل او علمي ماحول د پراختیا له امله. بل دا چې که چیرې د پرمختللو هیوادونو د ښوونې او روزنې بهیر ته وکتل شي نو هغوی هیڅکله چاته اجازه نه ورکوي چې د خپل هیواد د ښوونې او زوزنې ډګر د خپلو سیاسي موخو لپاره استعمال کړي چې تبعا ښوونه او رزونه یې د هر اړخیزو بریاوو سره مله ده.
بل دا چې ځینې ناخبره او ناپوه کسان فکر کوي چې که په ټولنه کې د علم د ډیوو بهیر پیاوړی کیږي نو دوی به د خپل کلي او ولس په منځ کې هغه درواغجن او پلاستیکي رسوخ له لاسه ورکړي چې تر لاسه کړی یې دی او خلک به یې بیا احترام نه کوي، د موټر مخې ته به یې نه راوزي او لاسونه به یې نه ښکلوي چې دا یو ډیر بد او د جهالت په لومو کې پوښلی فکر دی.

شپږم: د ښوونځۍ له اهمیت څخه بې خبري

که موږ سترګې لرو، که موږ تاریخ مطالعه کړو، که موږ یو وارې د تلویزیون په پرده د نړۍ کوم پرمختللي هیواد ته وګورو چې ولې پرمخ تللی دي، آرام دي، هوسا دي، خودکفا دي او ولې د دریمې نړۍ د هیوادونو زیاتره خلک هلې ځلې کوي چې هلته پناه واخلي؟ نو معلومه به شي چې هغوی یوازې او یوازې د علم په وسیله پرمخ تللې، د ښوونې او زوزنې د بهیر د پیاوړتیا له کبله پر مخ تللي او د ښوونځۍ د اهمیت د پیژندلو له کبله پرمخ تللي دي.
د پوهې د بهیر د پیاوړتیا له کبله لوی خدای (ج) ټولنه د خپلو برکتونو په بې پایانه وړانګو کې را نغاړي، رحمت پرې اوروي او د خپلې پوهې زیرمې یې پر مخ پرانیزي. اوس مهال په زیاتره پرمختللیو هیوادونو کې تر دولسم ټولګي پورې زده کړه جبري ده او اسلام موږ ته د علم د زده کړې حاصلول فرض بللي دي. اوس نو تاسو خپله فکر وکړی چې د علم جونګړې، ښوونځۍ او مدرسې څومره لوی اهمیت لري. ځکه که یو څوک تر دولسم ټولګي پورې زده کړه حاصله کړي بیا نو د خپل هیواد په اړه د ښو او بدو درک کولای شي نو د دې هیواد موچي ،نلدوان، خټګر، مامور، وزیر او ولسمشر به ټول د علم په ډیوه سمبال وي.

اووم: له هیواد او د هغه له زیربناوو سره د پردیو په لمسون دښمني

تیرې غمیزې موږ ته دومره لوی لوی مادي او معنوي زیانونه را رسولي دي چې د بیې د اټکل څخه یې قلم هم د لیکلو څخه عاجز دی خو په دې ټولو زیانونو کې بیا هم زموږ د هیواد حاضر نسل په وړاندې د زیاترو افرادو سره د هغه بې تفاوتۍ د فکر پیاوړتیا ده چې د دوست او دښمن په جامه کې دهیواد غلیمانو پر افغانانو باندې تپلی دي چې له خپل هیواد، خلکو، ملي ارزښتونو، مادي او معنوي پانګې د ساتلو په وړاندې یې لري. نوموړی فکر هم د هیواد په داخل او هم له هیواد څخه بهر د مهاجرینو په پنډغالو کې افغانانو ته پیچکاري کیده چې نن ورځ د ساري په توګه د پاکستان د استخباراتي شبکې یو ملا، یو عربي شیخ او یو ایراني چارواکی له هغو افغاني اتلانو څخه زیات اهمیت ورته لري چې دا هیواد یې ساتلی او د هیواد د تاریخ په ویاړمن آسمان کې د رڼو ستورو په شان ځلیږي. همدارنګه نوموړې بې تفاوتي د یو شمیر وګړو د ژوند په ټولو چارو حاکمه ده او د خپل هیواد له زیربناوو، تاریخ، تعلیمي بهیر او ښوونځۍ سره په بې پروا توګه کړنې کوي.

آتم: د غلیمانو د ناوړه تبلیغاتو تر اغیزې لاندې راتلل

د افغانستان غلیمان آرام او لاس تر زنې ناست نه دي او نه به کله هم له خپلو شراراتونو څخه لاس واخلي. روسان هڅه کوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي ادامه به هغه فکر له افغانانو څخه پر بله خوا کړي چې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له امله یې د دې هیواد فرد فرد لري او د انتقام د یوه مناسب فرصت انتظار باسي. پاکستان هڅه کوي چې په دې ډول ناروا اعمالو سره به هغوی دغه آرمان ته رسیږي چې په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت راولي او د ډیورنډ کرښې ته رسمي بڼه ورکړي او د دې هیواد پر مادي او معنوي شتمنیو سربیره یې د افغان حکومت د چارو جلو په خپل لاس کې نیولی وي. د افغانستان نور ګاونډي هیوادونه او غربي نړۍ هم له خپلې زاویې څخه په دې هیواد کې د خپلو ګټو د حاصلولو په تکل کې دي. چې دې ټولو هلوځلو زموږ د هیواد د خلکو تر منځ یو لړ تبلغاتو ته لاره پرانیستلې چې تبعا په هیوادوالو منفي او مثبتې اغیزې لري. هیوادپال افغانان د افغانستان د غلیمانو هرې ناروا کړنې ته متوجه دي او د خپلو هیوادوالو د بیدارولو په برخه کې خپل رول ادا کوي خو هغه یو شمیر افغانان چې ډیر ژر د پردیو د ناروا تبلغاتو تر اغیزې لاندې راځي نو ډیر ژر عکس العمل ښيي او د ښوونځیو په شمول د هیواد د زیربناوو په ورانولو پیل کوي.

نهم: د کوکنارو، چرسو، پوډرو او نشه یي توکو د کرنې او سوداګرۍ پیاوړي کیدل

په هیواد کې د نشه يي توکو کښت، کاروبار، سوداګري او قاچاق د افغانستان خلکو ته یو لړ لویې لویې ستونزې منځته راوړې د نشه یي توکو ستونزه د هیواد په تاریخ کې د یوې ناولې پدیدې په توګه را اوچته شوې ده چې د افغانستان خلکو ته یې ستر ستر خطرونه او ګواښونه را مخته کړي دي. د دې ګواښونو په لړ کې د ښوونې او روزنې له بهیر سره دښمني او د ښوونځیو سوزول تر ټولو لوی ګواښ دی چې د هیواد زیاتره سیمې ورسره لاس په ګریوان دي.
داسې شک کیږي چې تر ډیره بریده دغه ناولی کار د پوډرو، چرسو او کوکنارو کاروباریان سر ته رسوي او دوی فکر کوي چې د ښوونځۍ، پوهې او علم په پراختیا سره د سیمې خلک پوهیږي چې دغه کار ناوړه دی، ناروا دی او د اسلام مبارک دین یې غندي چې تبعا د دې پدیدې د سوداګرو په کار باندې منفي اغیزې پرې باسي نو د نړیوالې مافیا سره په ګډه مشوره د ښوونځیو په سوزولو او په افغانستان کې د پوهې د خاموشولو کوشش کوي.

لسم: په جهل او تورتم کې د هیوادوالو د ساتلو تکل

ځینې هغه اړخونه، اطراف، ډلې او اشخاص چې د افغانستان لپاره ښه نیت نه لري هڅه کوي چې د ښوونځۍ په سوزولو او د پوهې د ډیوو په مړه کولو سره به دوی په دې و توانیږي چې د افغانستان خلک د علم له بهیر څخه لرې وساتي او دوی د خپلو ناولو موخو د جهل او تورتم په ګړنګونو کې ژر رسیدای شي. نو له همدې کبله هڅه کوي چې په افغانستان کې د علم ډیوه مړه شي او ښوونځۍ له منځه لاړه شي.

یوولسم: د ځینو لوریو له خوا د اوږدمهالو ګټو پرځای لنډمهالو ناروا ګټو ته ترجیح ورکول

ځینې افراد، ډلې ټپلې او اړخونه هڅه کوي چې د ځان لپاره ګټه په لاس راوړي مهمه نه ده چې د کومې خوا او په څه ډول یې لاس ته راوړي؟ چې نوموړې ګټه سیاسي او مادي رنګونه لري. ځینې اطراف د خپلو ناروا سیاسي ګټو د لاسته راوړلو لپاره دغه شوم عمل ته لاس اچوي او د افغانستان تعلیمي بهیر له ګواښونو سره مخ کوي دغه افراد یا خو له حکومت سره په مخامخ جګړو اخته دي او یا هم له داخل څخه د حکومت بنسټونه یو پر بل پسې ورانوي.
همدارنګه په دې لړ کې یو شمیر غیر معیاري شرکتونه او انجوګانې هم شاید د خپل غیر معیاري کار د پټولو او ناروا ګټو د لاسته راوړلو په موخه دغه شوم عمل ته لاس واچوي او د هغو ښوونځیو په سوزولو لاس پورې کړي چې دوی په غیر معیاري ډول جوړې کړې او غواړي چې په دې شوم عمل سره خپل غیر معیاري سر ته رسیدلی کار پټ کړي او د دولت په مخالیفینو یې بانه کړي.
دغه ډول افراد، ډلې او شرکتونه فکر نه کوي چې د خپلو لنډمهالو او ناروا ګټو څخه هغه اوږدمهاله ګټه په سلهاوو ځله غوره ده چې د هیواد ځوان نسل یې په ښوونځیو کې د روزنې پر مهال لاسته راوړي.
همدارنګه ځینې قراردادیان او د ځینو هغو شرکتونو خاوندان هم دغه راز ناوړه عمل کوي چې د نړیوال ایتلاف، آیساف ځواکونو او نړیوالو موسسو ته د سوند د موادو د رسولو دنده پر غاړه لري چې په ځینو ځایونو کې دغه راز وګړي ګیر شوي او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.

دولسم: د دوونیمو لسیزو جګړو په اوږدو کې د ورانکارو افکارو ځواکمنتیا

متاسفانه د تیرې غمیزې په لړ کې ډیر داسې بیلتون پالي افکار او اعمال په افغاني ټولنه تحمیل شول چې د هیواد زیات شمیر خلک یې له خپلو هر اړخیزو زیربناوو او د هغه له ساتنې سره بې تفاوته کړل بلکي دا دي وینو چې ځینې حلقات او افراد د خپلو زیربناوو په ورانولو د خوښۍ احساس کوي او د ښوونې له بهیر څخه د هیواد د ځوان نسل د شاته کولو هڅې کوي.
د دې بې تفاوتۍ او بې پروایۍ ډیره بده څیره د ښوونځیو د سوزولو، تړلو او هغه ته د زیان رسولو د ورانکارو اعمالو په شکل کې عملي کیږي چې موږ یې د هیواد په ګوټ ګوټ کې نښې نښانې وینو.

دیارلسم: داسې فکر کول چې ګواکي ښوونځۍ د غربي مدنیت زیږنده ده

د ځینو ځانګړو حلقاتو له خوا داسې تبلیغ کیږي چې ګواکي ښوونڅۍ، پوهنتون او عصري زده کړې د هغه مدنیت زیږنده دي چې غربي نړۍ یې منځته راوړي او پرمختللي هیوادونه یې د خپل ژوند د اساسي بنسټونو د ایښودلو لپاره په کار وړي په داسې حال کې چې عصري زده کړې اصلا اسلامي علماوو په لاره اچولې او اصلا باید مسلمانان په داسې زده کړو سمبال وي چې د ژوند په هره برخه کې د خپل هیواد، ټولنې خلکو او ټول بشریت خدمت وکړي. باید وویل شي چې د قرآن کریم او نبوي احادیثو زیاتره ارشادات مسلمانانو ته د نړۍ د وګړو د خدمت علم او ښوونې لارښوونه کوي. تاریخ جوته کړې ده چې د روغتیا، ساینس، ریاضي او اکثره عصري علومو په بنسټ ایښودلو کې مسلمانان له نورو انساني ټولنو څخه وړاندې وو چې موږ په دې ځای کې د امام ابي حنیفه (رح) فارابي، ابن سینا، ابن خلدون او داسې نورو اسلامي پوهانو نومونه اخیستلای شو چې شمیر یې زرګونو ته رسیږي او د عالم انسانیت لپاره یې نه ستړی کیدونکي خدمات سر ته رسولي او د لومړي ځل لپاره یې د ښوونځیو، مدارسو او پوهنتونونو بنسټ ایښی دی.

څوارلسم: د تل لپاره په جګړو کې د افغانانو د ساتلو هڅه

د تیرې غمیزې څخه په میراث پاتې ځینې هغه ډلې او افراد چې د افغانستان د غلیمانو په مستقیمه اشاره د دې هیواد په روانولو کې ونډه اخلي کوشش کوي او شومه ګټه یې په دې کې ده چې د دې هیواد ځوریدلې خلک تل په جګړو، لانجو او ناخوالو کې مصروف و ساتي. یاد شوي اړخونه فکر کوي چې دغه کار پرته له دې ممکن نه دی چې د دې هیواد تعلیمي بهیر، ښوونیزو موسساتو او ښوونځیو ته تاوان ورسوي چې له همدې امله دغه شوم عمل ته لاس اچوي او د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ښوونځیو د سوزلو هڅه کوي.

پنځلسم: د یوه ځواکمن افغانستان له موجودیت سره د ځینو ګاونډیانو کرکه

د افغانستان ځینې ګاونډی هیوادونه فکر کوي چې که چیرې افغانستان په خپلو پښو دریږي او د علمي بنسټونو په اساس د یوه داسې هراړخیز نظام خاوند ګرزي چې خودکفا وي نو شاید د دوی تولیدي موادو ته په دې هیواد کې د پلورلو مارکیټ پیدا نه شي او شاید چې افغانستان به په نړیوالو مجالسو او ټولنو کې له دوی څخه د مخه وي. چې دغه راز افکار زموږ له هیواد سره د تاریخی دښمنۍ په بنسټ ځینې ګاونډي هیوادونه دې کار ته هڅوي چې د افغانستان د کمزوري کولو په موخه زموږ په تعلیمي بهیر حملې وکړي او د خپلو لاسپوڅو په وسیله هغه ته د زیان رسولو هڅې وکړي. همدارنګه دغه ناروا سیالان غواړي چې زموږ هیواد خدای مه کړه تل د دوی په اسارت کې وي او خدای مه کړه تل دوی ته اړ وي. همدارنګه دغه تخریب کار اړخونه غواړي چې د افغانستان خلک د نړۍ د نوې تکنالوجۍ او پرمختګونو څخه محروم پاتې وي او و نه شي کولای چې خپلو زیربناوو ته د علم او پوهې د بنسټونو له مخې سمبالتیا په برخه او یو اغیزمن کاري ځواک ورته و روزي.
همدارنګه درې نور عوامل هم کیدای شي چې د نوموړې شومې پدیدې په رامنځه کیدو کې رول ولري لومړی په واک باندې د ځینو ځانګړو جنګي ډلو او اشخاصو د پاتې کیدلو هڅه دوهم په هیواد کې د نامتوازن تعلیمي انکشاف رواج او ځینو سیمو ته د بیا رغونې په چارو کې زیاته پاملرنه او دریم یې په لویو ښارونو کې په خپله مورنۍ ژبه باندې د زده کړو نشتوالی دی چې په هر یوه باندې اوږد بحث کیدای شي خو د لیکنې د اوږدوالي له امله یې یوازې لنډه یادونه کافي ګڼو.
ادامه لري