د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسي وکر

حبيب الله جانبدار 27.12.2006 03:00

ولسي وکرياملي هويت (NATINNAL IDENTITY ) :دټاکلوانسانيی پرګنو دټولیزومواصفاتواوپرله پسی تاريخی تشخص سيستماتيکه څرګندونه اوبيان ده٠
دتيرې پيړۍ  په وروستۍ لسيزه کې چې نړۍ ديوه پارادوکس سره مخ شوه له يوه پلوه د  وټيزې نړيوال کېدنې(ECONOMICAL GLOBALIZATION)بهير ګړندی شواوله بله پلوه دولسي وکردساتلواوپاللودپايلوله کبله دنقشې په مخ يوشميرنوي هيوادونه رامنځته اوياخپلواک شول،له دې سره دملي هويت په اړه تر ننه پورې ليکنواوڅرګندونوپه زور وره توګه پاينه (دوام)موندلی ٠دافغانانولپاره په دې تاريخي نړيوالوپيښوکې ځينې داسې حقايق ،دلايل اوسياسي درسونه شته چې له عملي پلوه ډيردپام وړدي٠همدارازنوموړي درسونه ځوان کول (GENERATION)ته دملي هويت دساتنې،پالنې اودملي شعورپه بډاينه کې لاسوندګڼل کيدی شي٠په دې ليکنه کې ولسي وکرته خورالنډه کتنه شوې،

دعلمي ازمايښتونواوتاريخي څيړونودپايلوپربنسټ ويلی شوچې انسانانود خپل تاريخي ژوندله پيله اودليک په رامنځته کولودنوم ايښودنې اونومونې لرغونی دودمسجل اومستندکړاويوبل ته دځان ورپيژندنې ترپولي درسيدو په موخه يې ډيرپړاونه ووهل،ددې بشپړيدونکي بهيراوږده يانه(سفر)کې د کړاونو،ځوريدنواوځورولوپه اخ اوډب کې دزه اوته،زمااوستا،زموږاوهغوی، خپل اوپردی ،دوست اودښمن(خواخوږې اوميرڅي)اصطلاحاتواوويوتړاوله وکراووټيزوګټوسره پراختيااوژورتياوموندله،دنوموړي بهيرپايلې اوس هم دانساني ټولنودورځني ژونداوهڅوب(فرهنګ)څرګنداوخوځنده چاپيريال برخه جوړوي٠همداشان ويلی شوچې انساني ټولنودخپل هويت(وکر)بنسټونه دخپلو مادي اومعنوي ګټوپه فعل اوانفعالاتوکې پاخه کړل ياپه بله وينادټولنيز - بشپړتيايي بدلون له کبله يې دوکرپولوترپخواډيرټينګښت ومونداوپه دې توګه ديوبل دپيژندنې چاره اسانه اوابدي شوه٠
څرنګه چې پوهيږو،نه يوازې بشري علوم دملي هويت اړتيااوګټې څرګندوي، زموږسپيڅلي دين اسلام دقومونواوولسونوشته والی دانسانانوترمنځ دمعرفت اوپيژندنې وسيله ګڼي(٢٦سپاره،دالحجرات سوره،١٣ايت)٠همدارازتاريخي  لاسوندونه اوشواهدپه کره توګه داراښيي چې دانساني ټولنوترمنځ دنه معرفت اوناپيژندوالي حالت دوحشت اوځنګلي ژونداومهال پورې اړه لري٠که دمنطق  ار وکارو،داپايله لاسته راځي چې بشري ټولنې دهويت(وکر)په بډاينه ديوبل دپيژندنې پوړۍ ته رسيدلي٠بله داچې دهڅوب په بشپړتيايي کې دوکرپياوړتيا اولاځليدنه دبشري ټولنوترمنځ دډول ډول سياليولامل وګرځيده چې پايله او معلول ئې له وټيزې(اقتصادي)پرمختيا سربيره نوي اوځانګړي ساينسي او تکنالوژيک نوښتونه اواختراع ګانې بللی شو٠

ټولنه چې دافرادومجموعه ده،نودفردکړه وړه له دې څيړنيزچاپيرياله بهر نشي ګنل کيدې،په دې توګه که دفردځانګړتياووته د ارواپوهنې په رڼاکې وکتل شي هغه شان چې انسان له فزيکي پلوه بدلون موندلی(دبيلګې په توګه دغړوښه  انډول اودښکلا زياتوالی٠)ديته ورته په فکري اواروايي برخه کي يي هم دبشپړ- تياپه لورانډوليزپرمختګ کړی چې دهويت خپلونه اوساتنه ئې يوه غوره بيلګه ده اوپه دې توګه ئې وقاراوعزت النفس ګټلې چې ددې ار په برکت دانسان اونورو ژويوترمنځ دتوپيرکرښه راښکل شوې٠

له پورته څرګندونوموخه داده چې وويلی شو:
انساني غريزه(HUMAN INSTINCT)دوکراوهويت دساتنې بنسټ جوړوي٠
دبشردحقونونړيوالې اعلامې دپنځلسمې مادې لومړۍ فقره داسې ليکل شوې اومنل شوې; (هرڅوک حق لري چې دملي تړاودرلودونکی وي=EVERYONE HAS THE RIGHT TO A NATIONALITY)٠نوهرعاقل اوحقوقي اهليت حامل انسان داحق لري وپوهيږي اونوروپوهوي چې دملي وکر(NATIONAL IDENTITY)دساتنې اوپالنې لپاره دولسي،فرهنګې اوسياسي پولودرلودل اودهغوټينګول دولسي وياړمن ژوند بنسټيزه اړتياده چې دملي ستروتاريخي ګټودساتنې لپاره ځانګړې ا رزښت لري٠

دلته دافغانستان په اساسي قانون کې ملي ترمينولوژي ته پاملرنه ديوې بيلګې په توګه يادولې شوو چې داډول حکم کوي :په هيوادکې موجودملي علمي او اداري مصطلحات ساتل کيږي٠
(دافغانستان اساسي قانون،لومړي فصل،شپاړسمه ماده،وروستۍ غونډله٠
ACADEMIC AND NATIONAL ADMINISTRATIVE TERMINNOLOGY AND USAGE IN THE COUNTRY SHALL BE PRESERVED)٠
داهم له پورتنۍ سکالو(موضوع)سره بي تړاوه نه ده چې ووايوانساني شخصيت هغه مهال ښه وده کوي چې له محروميت اوبې برخيوالي ازاد وي٠په بله وينا د خوراک،څښاک،استوګنځي اوتفريح،مادي اومعنوي اسانتياووسربيره اړينه ده چې خپلوسيالواوهمپوړوته دځان ورپيژندنې پانګه اوملي وکر هم ولري٠

تاريخي تجربوپه پرله پسې توګه ښودلې چې پرته له ولسي وکره يوه ايديالوژي اويايوټاکلي حقوقي سيستم په يوازې اوتل پاتې توګه انساني پرګنې په يوه  منځني (مرکز)نشي راټولولي چې ځينې سترې بيلګې ئې په لاندې ډول دي :
دروم امپراتورۍ راپرزيدنه،دامويانولويدنه(دنامتوافغان عبدالرحمان ابومسلم دپاڅون په پايله کې)،دعباسيانواوعثماني ترکي دخلافتورالويدنه اوويشنه، دمغلودلويي امپراتوري ړنګيدل،دانګريزانودسترې امپراتورۍ چې لمر په کې نه ډوبيده ړنګيدنه،له پاکستانه دبنګال بيلتون اودشوروي روسې راپرزيدنه او له هغې دنويوهيوادونوزيږيدنه چې ځينوئي دخپل ولسي وکراوخپلواکې دساتنې په هيله ان دناتو(NATO)لمنې ته ورودانګل٠په دې توګه پورتنۍ بيلګې دبشري ټولنو،ولسونواوهيوادونودهويت پالنې علمي،تاريخي اوعيني ثبوت بلل کيږي٠
په دې تړاوتيرونړيوالو جګړوته هم سترګې وراوړي،که وټيز(اقتصادي)اړخ يې ټانکونکی وو خوبل اړخ ته په جګړوکې ښکيلوولسونواوهيوادونوهڅه دخپل ملي وکر دساتنې لپاره خورادپام وړده٠ همدارازپورته يادشوي علمي-فلسفي اوتاريخي دلائل اوحقايق دا پايله څرګندوي چې دملي هويت اومعقول نياومني (عادلانه)نشنليزم پالل د بشرپه برخليک اوذات(NATURE)کې داسې اخشل شوي چې دبيلتون تصوريي نشي کيدای٠
هير مونشي چي پورتنی ار(اصل)دټولنيزنياو(اجتماعي عدالت)،تقوا،خپلواکۍ اوحقوقي مساوات لپاره په مبارزه اوهڅوکې بنسټيز توکی جوړوي٠
دعادلانه اومعقول نشنليزم مخالف لوری،په بله ويناانترناسيوناليستانو(ښي او کين)ته بايدوويل شي چې دنړيوال کيدنې(GLOBALIZATION)وروستنۍ زړه راښکونکې موزيکالې انګازې دانترنيت اوميدياپه لارو،زموږغوږونو او اوسترګوته بوختيا ورکولي شي اوپه ټوليزه توګه به ووايو چې نړيوال کيدنه چټکه شوي او دژوندپه ټولواړخونويي اغيزخپورکړي،خوپروفيسورستيګر (دګلوبليزشن لنډې پيژندنې کتابګوټي ليکوال)ليکي چې\"نړيوال کيدنه څه نوې ښکارنده(پديده)نه ده او ان دانسانانوله لومړنيوليږديدنواوکډواليوسره پيل شوې٠\"

نړيوال کيدنه دملي وکر اومعقول عادلانه نشنليزم نه يوازې نفي کونکی بهير نه ده بلکه نشي نفي کولي دبيلګې په توګه په نن مهال کې داروپااتحاديه (يورپين يونين)کې دغړوهيوادونواوولسونودريځ يادولي شوو،سره له دې
چې بندري ربړې ئې له منځه وړل ښوي اوديوه ارزښت سيکې اوبانک نوټونه کاروي خودخپل ملی وکر دساتلولپاره يي فرهنګي اوسياسي هڅې تر پخوا پياوړې شوي چې په دې لړکې دخپلوژبودبډاينې اوغوره پالنې په موخه هرکالپه سوونومليونه يوروخرڅوي،همدارازدسږکال په اوړي کې دجرمني دصنعت وزير ټولوهغوکمپنيوته چې دنوموړي هيوادپه خاوره کې په توليدي چاروبوختې دي لارښودنه کړې چې په خپلوتوکوپه جرمني وليکي(په جرمني کې جوړشوی)،
که يوازې دمادي ګټواصل او ارډيربنسټيزوای نوويلي به يي وای چې انګريزي پرې وليکۍ خصوصا په صادراتي توکوباندې٠همدارازدفرانسويانوکوښښ او زياردخپلې ژبې لپاره په ځانګړي توګه دکانادادکويک ايالت له فرانسوي ژبو سره دهغوي دخواخوږي پراختياديادولووړده،چې دسږکال داکتوبرمياشتې په وروستيوکې دکاناداپارلمان په (٢٦٦)موافقواو(١٦)مخالفورايودنوموړي ايالت وګړوته دګوښي اوبيل ولس(نيشن)لقب ورکړ٠افغانان دنړي دوګړواوخدای(ج) دمخلوق ديوې برخې په توګه دالهي،طبعي اونړيوالوقوانينومخالف بهير نشي رامنځته کولي اوکه څوک داډول هڅې دنارواسياسي ملحوظاتواوياهم دحسي خطا(ILLUSION)لامله ترسره کوي دابه يواځې دخپل ځواک اومهال ضايع کول وي،ترکوم ځايه چې افغانانوپوري اړه لري خپل پام دې ډيرله پرديونه خپلو مټوته راواړوي،دځينواټکلونوله مخې دلرواوبروافغانانوشميره(٧٥)مليونوته رسيږي چې لږترلږه(٤٥)مليونه ئې په پښتوژبه پوهيږي،په يوه دين(سپيڅلې اسلام)عقيده لري،يوډول جامې اغوندي،دمړي اوژوندي يودودلري(دتکفين، تدفين،واده يوشان مراسم)داوسيدوسيمي ئې يوبل سره کوم طبعي جغرافيايي
لويي موانع نه لري(لکه سمندرګي يالوي سيندونه ،صعب العبوره سترغرونه اوصحرا٠)اوترهرڅه روښانه ګډتاريخ لري!چې په اروايي توګه دوي ټول ځانته يوولس وايي٠اوس دې لوستونکي ،دانصاف اونياوتله واخلي اودالهي،طبعي، ملي،بين المللي اوموضوعه حقوقواوقوانينوپه حکم پريکړه وکړي چې نوموړي خلک اوپرګني ديوه هيواديوه ملي هويت اودخپل فرهنګي ،ملي اوسياسي تشخص (ژبه،دين،دوداوخاوره)دساتلوحق لري اوکه نه ?که ځواب هو!وي او په رښتيا له غلامي ،بي عدالتۍ، بي عزتۍ اوځان بي خبري نه کرکه ولرونو اړينه ده چې دخپلي بقا اودفاع رواحق لپاره سوله ايزي هڅې اومبارزي ته د ژوندترپايه دوام ورکړواوهررازبلهارۍ ته ځان چمتوکړو،له ګاونډيوولسونواو فرهنګونوسره په سوله اودوستۍ کې نه په غلامۍ اوبي عزتي کې واوسيږو٠

دپارس اوپنجاب پاخه فرهنګونه په ډيره چټکۍ دودې اوپراختياپه حال کې دي دادوه فرهنګي طوفاني څپې په خپل ټول ځواک دافغانانوپه فرهنګي قلمرواو پولوراخوځيدلي،که ويښ نه شوې ډوبيږې!اوس دې خوښه٠

ددې کرښوله لوستونکومننه،په زغم اوهمت موبرکت٠
په درناوي
يادونه :نوموړې ليکنې ته ددسمبردمياشتې په١٧نيټه دلندن په ښارکې دافغان جرګې لخوايوسيمنارجوړشوی و،چې پکې واورول شوه